هغه افغان پناه غوښتونکي چې ایران وشړل او طالبانو ووژل

د افغانستان انټرنشنل د موندنو له‌مخې، افغان پناه غوښتونکي له ایران څخه ترشړل کېدو وروسته په خپل سر له نیولو او موخه‌ییزو وژنو سره مخ شوي دي. د ګڼو قضیو ارزونه ښيي چې دا ډول پېښې په تکراري ډول رامنځته شوې دي. د وژل شویو کسانو کورنۍ طالبان د راستانه شویو پناه‌غوښتونکو په وژلو تورنوي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني (دوشنبه د لړم ۱۹مه) د دغه هېواد په مجلس کې وویل: «سږکال شاوخوا یو نیم میلیون کسان له دغه هېواد څخه وتلي دي.» د مومني په وینا، له دغو کسانو شاوخوا ۷۰ سلنه یې په داوطلبانه توګه وتلي دي.

نوموړي زیاته کړه: «څه باندې یو میلیون او ۴۰۰ زره بهرني وګړي په رسمي توګه او د ملګرو ملتونو د استازي په حضور کې په پولو کې سپارل شوي او خپل هېواد ته ستانه شوي دي؛ البته د نیونو او معرفي کولو شمېر تر دې لوړ و، خو بیا هم دغه کسان په رسمي او ثبت شوي ډول ستانه کړای شوي دي.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي (پنجشنبه د لړم ۱۵مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په درېیمه کمېټه کې له ایران او پاکستان څخه په جبري توګه د افغانانو اېستنه «اندېښمنونکې» وبلله. ګراندي زیاته کړه: «دغې چارې ډېری کسان له لازم ملاتړه محروم کړي او هغوی یې نا امن چاپېریال ته ستانه کړي دي.»

د یوه پخواني پولیس وژنه چې د عمومي بښنې پر ژمنې یې باور کړی و

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو پخوانی کارکونکی کمین خان د شنبې په ماښام (د لړم ۳مه) د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ په چشمه ګرمک سیمه کې ووژل شو.

له تخار ولایت څخه سرچینو وویل، یو شمېر وسله‌والو له یوه «سراچه» موټر څخه پر کمین خان ډزې وکړې او بیا له سیمې وتښتېدل.

کمین خان د لړم په درېیمه ماښام مهال په تخار کې ووژل شو

کمین خان له دغې پېښې شاوخوا یو کال مخکې له ایران څخه اېستل شوی و. کمین خان ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل: «هغه ورځ چې له ایران څخه راګرځول کېده ورته مې زنګ وواهه او ورته مې وویل چې په ایران کې پاتې شي، خو هغه وویل چې په ایران کې هم شرایط ډېر سخت شوي او په تخار کې هم ځینو طالب مسوولینو له هغه سره ژمنه کړې چې عمومي بښنه ده او وبه‌ نه‌نیول شي.»

د سرچینې په وینا، کمین خان د طالبانو د عمومي بښنې پر ژمنې په باور کولو سره تخار ته ستون شو: «خو طالبان پر خپلې دغې ژمنې ونه‌درېدل.»

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د «عمومي بښنې» په نوم یوه اعلامیه خپره کړه. په هغه وخت کې طالبانو اعلان وکړ، چې د افغانستان د تېر دولت ټول مامورین، سرتېري او کارکوونکي په عمومي ډول بښل شوي او څوک به له تېر دولت او بهرنیو ځواکونو سره د همکاریو له امله ونه‌ځورل شي او یا هم مجازات به نه‌شي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د یو شمېر نړۍوالو سازمانو په راپورونو کې هم راغلي، چې ډېر داسې شواهد شته چې له‌مخې یې طالبان د عمومي بښنې اعلامیې ته ژمن نه‌دي پاتې شوي او له امله یې د جمهوري نظام د ګڼو کارکوونکو د وژنو، جبري ورکېدو او شکنجه کېدو پېښې ثبت شوې دي.

کمین خان له ایران څخه تر راستنېدو وروسته په تخار ولایت کې پر کرکېلي بوخت و. هغه پخوا د هېواد په شمال کې د پولیسو د ۳۰۳ پامیر زون د قومندان جنرال داوود داوود د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله.

د کمین خان وژنه یوه استثنايي پېښه نه‌ده. د هغه له وژنې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د تېر حکومت د یوه سرتېري جسد چې هغه هم له ایران څخه اېستل شوی و، په فراه ولایت کې وموندل شو.

ګل‌احمد یې «ژوندی بیولی و، خو مړی یې بېرته راوسپاره»

د جمعې په ورځ (د تلې ۱۱مه) د تېر جمهوري نظام د پولیس سرتېري ګل‌احمد مړی د فراه په مرکز فراه ښار کې وموندل شو.

د ګل‌احمد کورنۍ وايي، نوموړی یو شمېر هغو کسانو له ځانه سره بیولی و چې د طالبانو د استخباراتو کارتونه یې له ځانه سره لرل. ګل‌احمد د درېيو میاشتو او شلو ورځو لپاره لادرکه و.

د ګل‌احمد د کورنۍ د غړو په وینا، هماغه مهال درېیو وسله‌والو چې د طالبانو د استخباراتو کارتونه ورسره وو، هغه د فراه ښار د ننګ‌اب له کلي څخه له ځانه سره بیولی و. له هغې ورځې څخه د تلې تر ۱۵ پورې د هغه په اړه هېڅ معلومات نه‌وو.

ګل‌احمد په تېر جمهوري نظام کې د پولیسو په چوکاټ کې په فراه ولایت کې کار کاوه.

په فراه کې د تلې پر ۱۱مه د ګل‌احمد مړی وموندل شو

د ګل‌احمد ورور امیر ارسلان افغانستان انټرنشنل ته وویل، ورور یې د جمهوريت پر مهال «تسلیم» شوی و او خپله وسله یې طالبانو ته سپارلې وه او د عفوې کارت هم ورکړل شوی و.

د تېر نظام دغه سرتېری تر وژنې مخکې د کار لپاره څو ځلې ایران ته تللی و، خو وروستی ځل په تېره روژه کې (د ۱۴۰۴ کال وری) په ایران کې پر افغان کډوالو د فشارونو له ډېرېدو وروسته هېواد ته راستون شوی و.

امیر ارسلان د خپل ورور د وژنې په تړاو «د فراه لپاره د طالبانو له استخباراتو» څخه د پوښتنو غوښتنه کوي، ځکه چې د ده په وینا د طالبانو استخباراتو ورور یې له کورڅخه ژوندی بیولی او مړی یې بیا هم دوی ته ورسپارلی دی.

له ګل‌احمد څخه ۵ ماشومان (۳ زامن او ۲ لوڼې) پاتې شوې دي. د هغه کورنۍ له طالبانو غواړي، چې د فراه لپاره د طالبانو استخبارات د ګل‌احمد د وژنې په تړاو وپوښتي، خو طالبانو لا تر اوسه د ګل‌احمد د کورنۍ غوښتنې ته هېڅ ځواب نه‌دی ویلی.

عبدالولي نعیمي پر سر او غاړه په مرمیو لګېدلی

په فراه کې د ګل‌احمد د مړي له موندل کېدو شاوخوا یوه میاشت مخکې په پلازمېنه کابل کې هم ورته پېښه رامنځته شوې وه.

د افغان ځانګړو قطعاتو د پخواني افسر عبدالولي نعیمي مړی له دوو اوونیو لادرکۍ وروسته د وږي پر لسمه د کابل په عدلي طب ریاست کې وموندل شو.

نعیمي په اصل کې د پنجشېر اوسېدونکی و او د ۱۴۰۴ کال د زمري پر ۲۴مه له ایران څخه کابل ته راستون شوی و.

د عبدالولي نعیمي مړی د وږي پر لسمه په کابل کې وموندل شو

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، عبدالولي نعیمي د زمري پر ۲۴مه کابل ته راستون شو او یوازې دوه ورځې وروسته د زمري پر ۲۶مه لادرکه شو.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، «په جسد کې یې پر سر او غاړه د مرمیو نښې لیدل کېدل. د عبدالولي کېڼ لاس مات شوی و او همداراز پر بدن یې د شکنجې نښې نښانې هم لیدل کېدې.»

افغانستان انټرنشنل ته د نعیمي له جسد څخه په رارسېدلو انځورونو کې د هغه پر تندي او پوزه ټپونه هم لیدل کېږي. د سرچینو په وینا، د هغه د لاسونو له شینوالي داسې ښکاري چې د شکنجې پر مهال لاسونه یې شاته تړل شوي و.

له عبدالولي هم ۴ ماشومان پر ځای پاتې شول.

د عبدالولي له پېښې څه کم یوه میاشت مخکې د تېر دولت د یوه بل دولتي کارکوونکي مړی په پروان کې وموندل شو.

په ایران کې د پناه‌غوښتنې لپاره ۳ ځلي ناکامه هڅې

د زمري په ۱۵مه د پروان د ولایتي ځانګړو قطعاتو ضابط فهیم جبلي قاضي‌زاده د دغه ولایت په روغتون کې وموندل شو. قاضي‌زاده یوازې دوه ورځې مخکې لادرکه شوی و.

قاضي‌زاده ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، هغه په پروان کې د طالبانو له لوري د نیول- نیول کېدو پر مهال د دغې ډلې د غچ اخیستنې له وېرې ۳ ځلې «په قاچاقي لارو» ایران ته ولاړ، خو هر ځل په ایران کې پر افغانانو د فشارونو او اېستنې له امله اړ شو چې بېرته افغانستان ته راستون شي.

د فهیم جبلي قاضي‌زاده مړی د زمري په ۱۵مه په پروان کې وموندل شو

دغه پخوانی نظامي په زمري میاشت کې د کاپیسا په رېګ روان سیمه کې د خپل یوه خپلوان کور ته تللی و، خو د بېرته ستنېدو پر مهال ونیول شو او بیا یې مړی د پروان په ولایتي روغتون کې وموندل شو.

فهیم قاضي‌زاده په اصل کې د پروان ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ د چهار برج کلي اوسېدونکی و او له هغه هم دوه ماشومان پاتې شول.

له دغې پېښې شاوخوا ۱۷ ورځې مخکې په سرپل ولایت کې د جنبش ګوند یو پخوانی قومندان ووژل شو.

عزت‌الله له ایران څخه تر راستنېدو یوه ورځ وروسته ووژل شو

نوموړی د چنګاښ په ۲۸مه سرپل ولایت ته له ستنېدو یوه ورځ وروسته ووژل شو. د جنبش ګوند ویاند احسان نیرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دغه ګوند پخوانی قومندان عزت‌الله د شنبې په ورځ په سرپل ولایت کې ووژل شو. د نوموړي په وینا، عزت‌الله پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایران ته پناه یوړه، خو په ایران کې د ویزې له ختمېدو وروسته اړ شو، چې بېرته خپلې مېنې ته ستون شي.

په جنبش ګوند کې سرچینې وايي، قومندان عزت‌الله چې په «قومندان زیل» مشهور و، د یاد ګوند د رهبر عبدالرشید دوستم یو له ساتونکو څخه و.

د جنبش ګوند ویاند افغانستان انټرنشنل ته وویل، په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو له ایران څخه د دغه ګوندي قومندان اېستنې ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي.

عزت‌الله د چنګاښ په ۲۸ مه په سرپل ولایت کې ووژل شو

احسان نیرو وايي، جنبش ګوند نه یوازې له ایران، بلکې له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړیکې لري، خو د ایران دولت چې په افغانستان کې روان وضعیت په ښه توګه درک کوي، نه ښايي چې ورته قومندانان له خپل هېواد څخه په اېستنې د مرګ خولې ته ورکړي.

افغانستان انټرنشنل له ایران څخه د شړل شویو له وژل کېدو سربېره، افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو نورو افغانانو د نیول کېدو مساله هم مستند کړې ده.

نیونې

پروېز سیدخېلي او فرید سیدخېلي

د وږي په ۱۵مه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو د دویم ځل لپاره پخواني نظامیان فرید سیدخېلي او پروېز سیدخېلي په کابل کې ونیول.

فرید سیدخېلي په بغلان کې د ملي اردو د یوې لوا او پروېز سیدخېلي بیا د یوه کنډک قومندانان و. طالبانو تر دې مخکې دغه دوه نظامیان په ۱۴۰۱ کال کې هم په کابل کې نیولي و.

سرچینو د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو استخباراتو د فرید سیدخېلي او پروېزسیدخېلي له نیولو وروسته یوه نامعلوم ځای ته ولېږدول.

فرید سیدخېلي او پروېز سیدخېلي د وږي میاشتې په نیمايي کې کابل کې ونیول شول

فرید سیدخېلي د جمعې په ورځ د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په شاوخوا کې له خپل کوره څخه ونیول شو. د پنجشنبې په ماښام پروېز سیدخېلي هم د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند له یوه روغتون څخه ونیول شو.

د سرچینو په وینا، پروېز سیدخېلي شاوخوا یوه اوونۍ مخکې له ایران څخه اېستل شوی و.

د ۱۴۰۱ کال په سلواغې میاشت کې هم د طالبانو له لوري د دغو دوو پخوانیو نظامیانو د نیولو او د نیونې پر مهال د طالبانو په ډزو کې پروېز سیدخېلي ټپي شوی و.

فرید سیدخېلي د طالبانو پر عمومي عفوې په باور سره په افغانستان کې پاتې شو، خو پروېز سیدخېلي بیا شاوخوا ۶ میاشتې مخکې ایران ته تللی و او په هغه وخت کې له ایران څخه اېستل شوی او بېرته هېواد ته راستون شوی و.

محمد عارف مصلح ته ۵ کاله زندان

طالبانو د ۱۴۰۳ کال د مرغومې په ۱۴مه د تېر حکومت پر مهال د پنجشېر د رُخه ولسوالۍ د ملي امنیت پخوانی مدیر محمد عارف مصلح په کابل کې ونیوو.

مصلح د کابل ښار له «پروان سه» سیمې ونیول شو او د طالبانو یوې محکمې هغه پر ۵ کاله بند محکوم کړ.

محمدعارف مصلح د مرغومې په ۱۴مه په کابل کې ونیول شو

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښاغلی مصلح ایران ته ولاړ او تېر کال بېرته افغانستان ته را وګرځېد. یوې سرچینې وویل، چې مصلح د بېرته راتګ پر مهال د طالبانو په همغږي راغلی و او له هغوی څخه یې «د خونديتوب کارت» هم ترلاسه کړی و.

خو نوموړی له دې سره سره، له بېرته راتګ وروسته څو ځله ونیول شو. په لومړي سر کې د سیمې د مشرانو په ضمانت خوشې شو، خو بیا بیا ونیول شو او د طالبانو محکمې هغه پنځه کاله بند ته محکوم کړ.

مدني فعالان هم خوندي نه‌دي

حمزه الفت کور ته له رسېدو مخکې ووژل شو

د تېر جمهوري نظام کارکوونکي د ۱۴۰۰ کال له زمري میاشتې وروسته تر ټولو ډېر تر ګواښ لاندې دي، خو مدني فعالان، خبریالان او د بشري حقونو فعالان هم خوندي نه‌دي او له نیول کېدو سربېره وژل شوي هم دي.

د مدني ټولنې یو فعال حمزه الفت د ۱۴۰۳ کال په مرغومې میاشت کې په دایکندي کې ووژل شو.

د طالبانو استخباراتو حمزه الفت د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په ۱۸مه د کابل په لوېدیځه څنډه کې ونیوو. هغه د ۱۴۰۳ کال د زمري په ۴مه له یو نیم کال بندیتوب وروسته ازاد او ورسره جوخت ایران ته لاړ.

حمزه الفت د مرغومې په ۲۹مه په دایکندي کې ووژل شو

حمزه الفت له دوه میاشتو وروسته له ایران څخه بېرته راستون شو او د ۱۴۰۳ کال د مرغومې په ۲۵مه یې خپلې کورنۍ ته خبر ورکړ، چې له بامیان څخه د دایکندي مرکز نیلي ته روان دی.

د راپورونو له‌مخې، هغه د نیلي ښار د خدیر بازار په یوه هوټل کې د طالبانو د استخباراتو له دوو غړو سره مخ شو او له تېښتې وروسته د طالبانو له لوري په ډزو سره ټپي کړای شو.

د الفت یو ملګری چې خبریال دی، وايي چې الفت تر مړینې مخکې هغه ته په یوه پیغام کې ویلي و، چې د طالبانو په برید کې ټپي شوی دی.

د دغې سرچینې په وینا، حمزه الفت د خپلې مور د ليدنې لپاره له ایران څخه دایکندي ته روان شوی و او تر هغې وروسته یې غوښتل، لومړی پاکستان بیا له هغه ځایه یوه غربي هېواد ته کډوال شي یا پناه واخلي.

یاد خبریال حمزه الفت ته منسوب متن له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړ. په دې متن کې راغلي: «د جنورۍ پر ۱۶مه طالبانو پر ما برید وکړ، څو ما ونیسي. زه وتښتېدم او هغوی پر ما ډزې وکړې او اوس ټپي یم.»

هغه زیاته کړې: «په یوه غره کې پټ شوی یم. زما وضعیت ډېر خراب دی او یوازې د دوو ورځو لپاره خواړه لرم، د امکان په صورت کې مرستې ته دې اړتیا لرم.»

حمزه الفت ته نږدې سرچینې وايي، حمزه الفت ورته ویلي و چې د طالبانو مرمۍ د پښې تر زنګانه لاندې لګېدلې او هڅې کوي چې د یخ، واورې او بنداژ په وسیله د وینې بهیدو مخه ونیسي.

بالاخره حمزه الفت د مرغومې په ۲۹مه د طالبانو په ډزو کې د ټپ له امله ومړ.

یوه خبریال ته دوه کاله زندان

د «اطلاعات روز» ورځپاڼې خبریال حمید فرهادي بې پولې خبریالانو ته راپور ورکړی و، چې تر ګواښ لاندې دی او یوه امن هېواد ته د لېږد په برخه کې مرستو ته اړتیا لري. هغه له ایران څخه تر اېستل کېدو وروسته د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۱۳مه په کابل کې ونیول شو او بیا د طالبانو د یوې محکمې له لوري په دوه کاله بند محکوم شو.

حمید فرهادي دمګړی په بګرام کې بندي دی.

حمید فرهادي د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۱۳مه په کابل کې ونیول شو

د بښنې نړۍوال سازمان د اعلامیې له‌مخې، طالبانو دغه خبریال «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته د نجونو له زده کړو د مخنیوي په تړاو د یوه راپور د جوړولو په تور پر زندان محکوم کړی دی.

دغه سازمان زیاته کړې، طالبانو له حمید فرهادي سره ناسم چلند کړی او همداراز یې یو کسیز (انفرادي) سلول کې یې ساتلی او ورسره یې رواني حالت سخت خراب شوی دی.

حمید فرهادي د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې په هېواد کې له تحولاتو وروسته ایران ته پناه یوړه، خو په ایران کې هم پر افغان کډوالو له فشارونو وروسته د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې اړ شو چې بېرته کابل ته ستون شي، خو طالبانو بیا بندي کړ.

افغان ښځې هغه هېواد ته استول کېږي چې ارزښت ورته نه ورکول کېږي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي د پنجشنبې په ورځ د لړم ۱۵مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په درېیمې کمېټه کې وویل، ایران او پاکستان افغان کډوال هغه هېواد ته په زوره شړي، چې په‌کې بشري حقونه تر پښو لاندې او په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند کېږي.

لا روښانه نه‌ده چې له ایران څخه په سږني اېستل شویو یو نیم میلیون افغانانو کې څو سلنه یې ښځې دي، خو د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راهیسې ایران د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغان کډوالو د یو اړخیزې اېستنې پروسه پیل کړې ده. تر دې مخکې تهران زیاتره نارینه او په ځانګړې توګه مجردان اېستل.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د راپور له‌مخې، د روان زېږیز کال په لومړیو شپږو میاشتو (د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ تر مې) ایران څه باندې ۴۵۰ زره افغانان په زوره اېستلي دي. په دې منځ کې ۳۰ زره او ۲۶۶ یې کورنۍ وې.

په دې راپور کې راغلي، په دغو اېستل شویو کورنیو کې ۲۸ سلنه یې ښځې، ۴۶ سلنه یې ماشومان او ۲۶ سلنه یې نارینه و.

له دې سره سم، افغان نجونې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د زده‌کړو له دوامه محرومې شوي او په ټوله کې نجونو لپاره د زده‌کړو چاپېریال محدود شوی دی.

ښځې له محرم پرته عمومي ځایونو، پلورنځيو او ان روغتونونو ته د تګ اجازه نه‌لري او همداراز ښځې اجازه نه‌لري کار وکړي.

پر ښځو د محدودیتونو پر دوام په وروستۍ پېښه کې طالبانو په هرات ولایت کې له چادرۍ پرته روغتونونو ته د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او ناروغانو د ورتګ مخه نیولې ده.