د طالبانو په توقیف خونو کې جنسي اذیت او تېري

لږ تر لږه لسو مېرمنو د افغانستان انټرنشنل سره په جلا - جلا مرکو کې ویلي، چې طالبانو د جنسي تېري ترڅنګ جنسي ځورولې دي. له دغې ډلې اتو مېرمنو ویلي، چې پر هغوی تېری شوی او دوو نورو مېرمنو بیا ویلي، چې طالبانو د پوښتنو ګروېږنو پرمهال د دوی د لوڅ بدن څخه عکسونه او ویډیوګانې اخیستې دي.
یوشمېر مېرمنو ویلي، چې دغه ځورونه او یا جنسي تېری داسې مهال ترسره شوی چې د زندان ساتونکو له دغې صحنې ویډیو اخیستله او یا هم په هغو خونو کې چې دوی بندیانې وې د زندانونو د چارو سمون ادارې لهخوا په کې کمرې لګول شوې وې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ هم منلې، چې له دغې موضوع خبر دی او پرې کار روان دی.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس احمدضیا سراج هم منلې، چې د هغه په کاري دوره کې د ۴۰م او ۹۰ م ریاستونو او د کابل د استخباراتو په بندخونو کې یې کمرې لګولې وې.
هغه وویل، چې دغه کمرې د نړۍوالې ټولنې په مرسته او غوښتنه نصب شوې وې او څو - څو میاشتې وروسته به د یوناما د بشري حقونو، سره صلیب او د امریکا سفارت لهخوا څارل کېدې؛ چې ډاډ ترلاسه کړي، بندیان د ملي امنیت د کارکوونکو لهخوا نه ربړول کېږي.
ښاغلي سراج وویل، اوسمهال دغو کمرو ته د نړۍوالو بنسټونو لاسرسی پرې شوی او نه پوهېږي چې کمرې به فعالې وي کنه؟
ضیا سراج وویل، چې طالبان دغه تاکتیک د مېرمنو د روحیې کمزورتیا لپاره کاروي؛ چې په دې توګه هغوی چوپ پاتې کېدو ته اړې کړي.
هغو مېرمنو چې په دغه راپور کې شهادت ورکړی، د افغانستان په ټولنه کې یې فعاله ونډه لرله. چې له ډلې یې ځینې ښوونکې، روغتیایي کارکوونکې، زدهکړیالانې، مدني فعالانې موډلانې او د خواله رسنیو د منځپانګې تولید کوونکې وې. دغه مېرمنې باوري دي، چې د ټولنیز رول له امله په نښه شوې دي.
له دې سره په کابل کې د نسایي او ولادي برخې یوې ډاکټرې وویل، په هغه روغتون کې چې کار کوي هره میاشت دوه درې د جنسي تېري د پېښو قربانیانې د مېندوارې د مالومولو لپاره ازموینې ته ورځي.
د دغې ډاکټرې او په هغه روغتون کې چې کار کوي نومونه د امنیتي ستونزو له امله نه دي اخیستل شوي؛ هغه وایي، په ډېریو پېښو کې د جنسي تېریو قربانیانې چې ورځي، عمرونه یې له اتلس کلونو کم دي او دوی له لرو پرتو ولایتونو څخه ورځي.
د نسایي او ولادي برخې دغې ډاکټرې وویل، چې د روغتون د رسمي پالیسۍ پر بنسټ نه شي کولای دغو مېرمنو سره د ماشوم د سقط په برخه کې مرسته وکړي؛ خو د دوی د مېندوارۍ ازموینې ترسره کوي.
دغه مېرمنې له دغو پېښو وروسته له جسمي او رواني ستونزو سره مخ شوې دي. د ځینو پر بدن لا هم د ربړونې نښې او داغونه ښکاري او د رواني فشارونو له امله د اعصاب درمل کاروي.
لږ تر لږه څلورو مېرمنو وویل، له جنسي تېري وروسته یې د ځان وژنې هڅه کړې او اوس هم د ځان وژنې له سوچونو سره لاس او ګرېوان دي.
له جنسي تېریو د اغېزمنو شویو رواني ناروغانو ارواپویې بتول حیدري افغانستان انټرنشنل ته د خبرو پرمهال ویلي، له جنسي تېري وروسته د قربانیانو لویه ترهه له طالبانو د دوی مېندواره کېدل دي. اغلې حیدري چې د طالبانو لهخوا د جنسي تېریو اتو تنو قربانیانو سره یې کار کړی وایي، قربانیان له تېري وروسته له سختې ټراما سره مخ کېږي او د مېندواره کېدو، د مېندوارۍ ازموینه او د جنین د سقط کېدو وېره ورته ترټولو لویه ننګونه وي.
هغې وویل، چې ډېرې مېرمنې او په ځانګړې توګه پېغلې نجونې له جنسي تېري وروسته د ربړونې دردونو ته د پاملرنې پرځای له مېندوارۍ او د طالبانو لهخوا د مېندواره کېدو ترهه لري. اغلې حیدري ټینګار کړی، له خپلو ځینو مراجعینو سره یې مرسته کړې چې د سیمه ییزو ډاکټرانو په مرسته په نارسمي توګه جنین سقط کړي.
هغې وویل، چې د جنین سقط کېدل د هغې د مراجعینو لپاره د درملنې د پروسې یوه مهمه برخه وه.
د جسمي او رواني زیانونو ترڅنګ، د دغو تېریو ټولنیز زیانونو هم د قربانیانو پر ژوند ناوړې اغېزې کړې دي. دوو قرباني مېرمنو ویلي، چې له دغو پېښو وروسته مېړونه یې خوشې کړې دي. یوې بلې مېرمنې هم ویلي، لاهم هڅه کوي چې خپل مېړه ته د دې ډاډ ورکړي چې د داسې یو وضعیت قرباني ده چې کنټرول یې د دې په لاس کې نه و.
دغه راپور د طالبانو د تاوتریخوالو لسو قرباني مېرمنو، ډاکټرانو، د بشري حقونو فعالانو او امنیتي کارپوهانو سره د خبرو اترو پایله ده.
د طالبانو لهخوا د جنسي تېري او جنسي ځورونې نږدې شلو قربانیانو سره مو خبرې وکړې؛ خو یوازې لس تنه یې ته حاضرې شوې. پاتې نورې قربانیانې د امنیتي ستونزو له کبله خبرو ته حاضرې نه شوې.

د فلم د خپرولو ګواښ

“ د طالبانو د زندان ساتونکي وویل، بدن لوڅوې؛ که دې کوچنۍ خور راولم؟”
د ورزش په برخه کې د بدن جوړونې اتله تمنا زریاب پریاني او خور یې زرمینه پریاني چې یوه قابله وه؛ په ۱۴۰۰م کال کې یې د طالبانو پر ضد لاریونونوکې پراخه ونډه لرله. د طالبانو استخباراتو د ۱۴۰۰م کال (د مرغومي په ۲۹مه) د دغو معترضو مېرمنو په کور چاپه ووهله.
کله چې طالبانو د دوی ور وټکاوه، له نارینه پرته څلور خویندې په کور کې وې. تمنا یوه ویډیو ثبت کړه، چې د هغې ترهېدلی وضعیت پکې له ورایه ښکارېده.هغې دغه ویډیوګانې یو خبریال ته واستولې او دغه ویډیوګانو په خواله رسنیو کې په پراخه کچه خپرې شوې.
تمنا په یوې ویډیو کې وویل:« وسلهوال کسان زما نیولو لپاره راغلي دي.» او د ویډیو په وروستۍ برخه کې یې وویل: «مرسته وکړئ، زما کور ته راغلي دي».
په همدې حال کې زرمینه چې د طالبانو له وېرې لاره ترې ورکه وه، هڅه یې وکړه چې د اپارتمان له برنډې ځان ښکته ګوزار کړي. درېیو خویندو یې د هغې د ژغورلو لپاره منډې کړې او مخکې له دې چې هغه ځان ګوزار کړي د هغې کمیس یې ټینګ ونیوو. خو د هغې کمیس څیرې شواو زرمینه د نیمه لوڅ ځان سره له درېیم پوړ څخه لاندې ولوېده. هغه چې سخته ژوبله شوې وه، د طالبانو لهخوا ونیول شوه.
طالبانو د هغې ترڅنګ تمنا زریاب پریاني، کرشمه پریاني او شفیقه پریاني هم ونیولې.
هغوی تمنا یوې جلا خونې ته یوړه او زرمینه، کرشمه او شفیقه یې په بلې بندخونې کې بندیانې کړې.
د شپې پرمهال طالبانو تمنا سخته وربړوله. هغوی د سهار په درېیو بجو زرمینه له خپلو دوو خویندو پرته یوې جلا خونې ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره بوتله. زرمینه وایي، چې د پوښتنو پرمهال له هغې څخه د افرادو او هېوادونو لهخوا د احتمالي ملاتړ په اړه وپوښتل شول. پلټونکو هغه د پنجشېر ولایت سره د تړاو له امله هغه تورنه کړه، چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح څخه ملاتړ کوی.
زرمینه وایي، د نیولو پرمهال یې د کمیس څیرې کېدل په زندان کې د طالبانو د هغې د جنسي ځورونې لپاره یوه پلمه شوه. د هغې په وینا، د کابل د استخباراتو د ۹۰ ریاست یو مسوول قاري سعد هغې ته وویل:« تا په خپله د نیول کېدو پرمهال خپل کمیس کښلی او له اپارتمانه دې ځان ګوزار کړ؛ څو زموږ نظام بدنامه کړې.» بیا یې له هغې وغوښتل، چې خپل کمیس وباسي.
د زرمینې پریاني د خبرو پر بنسټ، د طالبانو څو نور غړي هم په خونه کې وو او له دغې صحنې یې ویډیو اخیستله. په دغې خونه کې ځینې نورې کمرې هم نصب شوې وې.
زرمینه وایي، چې قاري سعد وګواښله او ویې ویل: « کمیس باسې که دې کوچنۍ خور راولو؟» هغه اړ اېستل شوه، چې له جنسي ځورونې د خپلو کوچنیو خوېندو د ژغورلو لپاره د هغوی غوښتنه ومني او طالبانو د هغې له لوڅ ځان څخه ویډیو واخیسته.
زرمینه وایي، څومره چې د هغوی د نیونې په تړاو د رسنیو پوښښ او نړۍوال فشارونه ډېرېدل، ورسره د طالبانو چلند هم بدلېدو. هغې زیاته کړه، وروسته له څو ورځو طآلبانو د هغوی لپاره کمپلې او د چای ترموزونه راوړل ؛ ځکه چې بهرنیو ډېپلوماټانو د هغوی د ازادۍ لپاره پر طالبانو فشارونه راوستي وو.
تمنا زریاب هم افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د هغې له شخصي مبایله د هغې یو څه لوڅ عکسونه له ځانه سره ساتلي دي.
د پریاني خوېندې له نیول کېدو درې اونۍ وروسته د ۱۴۰۰م کال (د سلواغې په ۲۲مه) په ضمانت خوشې شوې. هغوی وایي، چې طالبانو هغوی ته خبرداری ورکړی:« که مو وغوښتل، چې بیا زموږ پر ضد خبرې وکړئ؛ نو موږ هم د خپرولو لپاره یو څه لرو.»
دغه جنسي ځورونه یوازې د پریاني خوېندو پورې چې د طالبانو پر ضد د ۱۴۰۰م کال د ښځو د اعتراضي خوځښتونو پېژندل شوې څېرې وې؛ محدوده نه ده پاتې شوې.

د یو نرښځي ترخه تجربه

“ د امر بالمعروف محتسبینو له جنسي تېري او دورو وهلو وروسته، یو لرګی زما په معقد کې دننه کړ”
د مهران په مستعار نوم د هرات په دولتي پوهنتون کې د ژورنالیزم برخې ۲۳کلن زدهکړیال د ۱۴یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې پکې لیدل کېږي، چې هرات د یوې ولسوالۍ د امر بالمعروف امریت دغه ځوان د اصلاحاتو په نوم جلب کړی دی. د لیک په پای کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر یو مسوول مولوي عبدالرحیم نوري لاسلیک کړی دی..
مهران وایي، د طالبانو د امر بالمعروف ریاست په توقیف ځای کې هغه د خپل "ښځینه غږ" او هغه څه لپاره چې طالبان یې ۱۴۰۳م کال (د لېندۍ په دویمه) په هرات ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست محتسبینو ونیوو.
د جلب په یوه لیک کې چې یوه کاپي "د نارینهو" نه ګڼي، سخت وهل شوی دی.
د طالبانو محتسبینو هغه د سهار په نهو بجو ونیوو او(د لېندۍ تر دویمه) د جمعې تر ماښامه په زندان کې پاتې شو.
هغه وایي، د ورځې په وروستیو ساعتونو کې د طالبانو درېیو محتسبینو له دورو وهلو او ربړونې وروسته پر هغه تېری کړی دی او د جنسي ځورونې لپاره یې له یو لرګي کار اخیستی. هغه وویل، دغو درېیو محتسبو «غوښتل چې دغه لرګی زما معقد ته داخل کړي.» دغه ربړونه د سختو ټپونو او وینې تویېدنې لامل شوه، چې هغه یې د هرات په حوزوي روغتون کې بستر کېدو ته اړ کړ..
په هغو تصویرونو او ویډیوګانو کې چې افغانستان انټرنشنل ته لېږل شوې، د مهران پر بدن د دورو نښې لیدل کېږي.
دغه ځوان وویل، د طالبانو د ربړونې سربېره د خپل مشر ورور لهخوا په پرله پسې ډول وهل کېږي. د هغه په وینا، ورور یې په وار، وار پرېکړه کړې چې هغه ووژني اوله کوره یې وشړي.
مهران وایي، چې له مور پرته یې ټولې کورنۍ د هغه له منلو ډډه کړې. د هغه په وینا، د تاوتریخوالي له امله جسماني درد د درملنې وړ دی؛ خو د انسان په توګه د کورنۍ لهخوا نه منل کېدل او بابیزه ګڼل کېدل هغه ټپ دی، چې هیڅ وخت نه رغېږي.
د قربانیانو شهادت ښیي، هغه چلند چې مهران تجربه کړی د طآلبانو په حکومت کې یو نادره او استثنایي موضوع نه ده. د افغانستان په شمال په مزارشریف کې د یو ۲۲ کلن روغتیایي کارکوونکي شهادت ښیي، چې هغه شاوخوا ۴۰ ورځې مخکې له مهران څخه د ډلهییز جنسي تېري دردناکه تجربه درلوده.

د خودکشۍ هڅه

“ ګواښ یې وکړ، که دې غږ اوچت کړې عزت دې له خاورو سره خاورې کوو”
زلیخا (مستعار نوم) کله چې د شپې ناوخته په هوښ راغله. هغه په یوې تیارې خونه کې یوازې وه او سخته وینه ترې بهېدله. هغه څه یې چې په یاد وو، د هغې پر سر د وسلې سخته ضربه وه، کله چې هغه له کاره راستنېده نو وسلهوالو کسانو هغه پر لاره بې هوښه کړه او هغه یې د تورو ښیښو موټر کې واچوله.
۲۲ کلنه زلیخا د مزارشریف په نسایي او ولادي کلینیکونو او روغتونونو کې د روغتیایي محصولاتو د تبلیغاتو په برخه کې کار کاوه. هغې له ښوونځي څخه تر فارغېدو وروسته په دغې برخه کې دنده پیل کړه. خو د طالبانو په دوره کې څوځلې د دغې ډلې د غړو لهخوا ګواښل شوې وه، چې باید له کوره بهر ونه وځي.
زلیخا وایي: «هغوی ویل، چې ورور او پلار دې ولې کار نه کوي چې ته بهر ته د تګ لپاره اړ اېستل کېږې؟» هغې زیاته کړه، چې کله، کله د طالبانو رینجرونو هغه له کوره د کار ځای پورې څارله: «کله چې د طآلبانو رینجر زما شاته راتلو، ډارېدمه. خو کورنۍ ته مې څه نه ویل، چې هغوی اندېښمن نه شي او کار ته زما د تګ مخه ونه نیسي.»
د ۲۰۲۴کال د ډسمبر په ۱۵مه د هرې ورځې په شان زلیخا له کوره ووتله، چې خپل د کار ځای ته ولاړه شي. چې یوناڅاپه د هغې څنګ ته د توروښیښو یو موټر ودرېد. مخ پټو وسله والو کسانو د وسلې سره هغه پر سر ووهله او له بې هوښه کېدو وروسته یې هغه له ځانه سره یوړه.
زلیخا وایي: «کله چې په هوښ راغلم، زه په یوې نا اشنا خونه کې وم. یوازې وم او وینه مې سخته بهېدله.» زلیخا هغه مهال د خپلې وینې بهیدنې څخه پوهه شوه، چې پرې تېری شوی دی.
هغه وایي، په یاد یې دي چې دوه نارینه یې خونې ته ورننوځي. کله چې زلیخا ترې پوښتنه کوي، چې ولې یې هغه دلته راوستلې. هغوی ورته په ځواب کې ویلي: «تاسو فاحشو هېواد خراب کړی دی.»
زلیخا وایي: «چې په ځلونو مې له طالبانو وغوښتل چې د وینې بهېدولپاره ورته د اړتیا وړ روغتیایي توکي راوړي؛ هغوی یې غوښتنه بابیزه وګڼله. یو وار بیا یې ماته داسې ګولۍ راکړې، چې له خوړو وروسته بې هوښه شومه. نپوهېږم چې په دغه وخت کې پر ما څه پېښ شوي دي.»
د هغې په یاد دي، چې څو ځلې یې هغه بلې خونې ته یوړه او پر ملا، پونډیو او پښو یې پر دورو ووهله او بل وار یې پر هغې ډلهییز تېری وکړ. طالبانو له دغې تېري ویډیو اخیستې او هغه یې ګواښلې: «که دې په دې اړه غږ اوچت کړ؛ نو ویډیو دې خپروو او نوم دې بدوو.»
زلیخا وایي: «هغه مهال له ډېره شرمه مې غوښتل چې ومرم. هر څه مې چې چیغې وهلې هغوی مانه فاحشه ویل او ښکنځل یې کول.»
له څلورو ورځو وروسته یې زلیخا خونې ته یوړه، چې یو سپین ږېری سړی په کې ناست و. هغه وایي: «دغه کس ناوړه چلند کاوه. هغه زه اړ اېستلم، چې پر ځینو پاڼو لاسلیک وکړم او ګواښ یې وکړ، چې بیا به دندې لپاره له کوره نه وځي او اسلامي حجاب به مراعتوې.»
زلیخا دارنګه وایي، دغه سپین ږېري کس د پوښتنو پرمهال چې ولې هغه د دغې ډلې د منلو وړ اسلامي حجاب نه مراعتوي له خپله جېبه یوه چاړه را وویسته او پر هغې یې د زلیخا وېښته پرې کړل او بیا هغه وېښته یې د زلیخا په لاس کې ورکړل.
هغې د خپلو پرې شویو وېښتانو یو تصویر افغانستان انټرنشنل ته هم استولی دی.
زلیخا وایي، طالبانو له هغې ژمنه واخیسته چې نور به دنده نه ترسره کوي او له هغه وروسته یې هغه په یوې لرې دښته کې خوشې کړه. زلیخا وایي: «زه یې د واښو ډکې یوې دښته کې خوشې کړم. د تګ لپاره مې په بښو کې دمه نه وه پاتې. په دې نه پوهېږم، چې څومره لاره پلې ولاړم چې بیا یوه سړک ته ورسېدمه. هغه داسې یو سړک و، چې هیڅ موټر پرې نه تېرېده. له لږ ځنډ وروسته یو ټکسي راغی، هغه مې ودراوه او له موټر چلوونکي مې وغوښتل چې خپل مبایل راکړي. له هغه وروسته مې پلار ته زنګ وواهه.»
له دغې پېښې د څلورو میاشتو په تېرېدو، لاهم زلیخا د جنسي تېري له امله له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان ده. هغه وایي، په دغې موده کې یې هر وخت د ځان وژنې په اړه فکر کړی او یو ځلې یې هڅه کړې، چې له ډېرو ګولیو په خوړلو سره ځان ووژني. د ځان وژنې لپاره د زلیخا د دغې هڅې له امله د هغې نیم بدن فلج شوی دی.

د زوی په عمر تیري کوونکی

“ هغه ځوان چې مې کمیس ووېست، زما د زوی په عمر و”
د صدیقې په (مستعار نوم) د ښځو د چارو وزارت ۴۶ کلنه پخوانۍ کارکوونکې وایي، چې لاهم د طالبانو په زندان کې پرې د شوي جنسي تاوتریخوالي د کیسې کولو پرمهال پر بدن یې لړزه راځي. هغه وایي:« همدا اوس د هغه چا په شان چې په یخچال کې یې اېښی وي، لاسونه مې رېږدي. تاسو تصور وکړئ، چې هغه مهال مې څه حال لاره.»
هغې ویلي، چې د کابل د بهرنیو چارو وزارت پر سړک هغه ځوان یې چې جامې و اېستلې د هغې د زوی په عمر و.
هغې د دغه جنسي تاوتریخوالي په اړه د زیاتو چزییاتو له ورکولو ډډه کړې او ټینګار یې کړی، چې طالبان په قصدي او سیسټماټیک ډول هڅه کوي، چې د ټولنې فعالې مېرمنې ټیټ سرې او بې عزته کړي. هغې چې له شلو کالونو څخه ډېر د ښځو چارو په وزارت کې دنده ترسره کړې ده وایي، چې طالبانو د بندیانو ښځو څخه بربنډې او د تېري مهال ویډیوګانې اخلي، چې په ټولنه کې د هغوی د خبرو کولو او حضور مخه ونیسي.
هغې ټینګار وکړ، طالبانو هغې ته خبرداری ورکړی:« که دې خپل فعالیت ته دوام ورکړ، دغه ویډیوګانې به په خواله رسنۍ کې خپرې کړي.»
صدیقه نه پوهېږي، چې دغه ویډیوګانې چېرې ساتل کېږي؛ خو پر دې باوري ده، چې طالبان دغه ویډیوګانې د ښځو د ځپلو لپاره کاروي.
د ۲۰۲۳کال (د اګسټ په ۱۲مه نېټه طالبان په کابل کې د صدیقې کور ته ورغلل. د هغې مخ یې په یوې تورټوکر کې پټ کړ. لاسونه یې پرې وتړل او هغه یې د کابل استخباراتو ریاست ته وسپارله.
په هغه ورځ د ښځینه معترضو څو ډلو پرېکړه کړې وه، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په مناسبت په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) دفتر مخې ته لاریون وکړي. صدیقه وایي، چې طالبانو ترې وغوښتل چې د دغو ډلو مشرانو سره خبرې وکړي او له هغو وغواړي، چې لاریون لغوه کړي. طالبانو ګواښ وکړ، که لاریون وشي؛ نو هغه به ووژني.
هغه وایي، د پوښتنو او ربړونې پرمهال طالبانو په وار، وار ترې پوښتنه کوله چې له کوم هېواد څخه پیسې اخلي او د کوم دولت تر فرمان لاندې کار کوي. صدیقې یې په ځواب کې ویلي و، چې یوازې یې د خپلو حقونو د نقضېددو پر وړاندې اعتراض کړی و او له کوم هېواده امر نه اخلي.
صدیقه زیاتوي، چې د ربړونې پرمهال د هغې د پزې ماتېدو او وینې بهېدو له امله طالبانو هغه د ضمانت په شرط خوشې کړه. هغه د شپږو کسانو، د کور قبالې او د دوو میاشتو لپاره د کورني بند په ضمانت خوشې شوه.
له دې سره هم د طالبانو ځورونه ونه درېده. صدیقې داسې تصویرونه افغانستان انټرنشنل ته استولې، چې په کې په ډاګه د هغې د پوزې ماتېدل له ورایه ښکاري.
هغه وایي، چې طالبان وخت نا وخت د شپې او ورځې لهخوا د هغې کور ته ورتلل؛ او ځانونه ډاډمن کړي، چې هغه په کور کې ده.
هغه وایي یو ځلې د دغه تګ راتګ پرمهال طالبانو د کلاشینکوف سره د هغې په څټ برید وکړ، چې د سختې وینې بهېدنې او ټپي کېدو لامل شو. افغانستان انټرنشنل هم د دغه ټپ انځورونه لیدلي دي.

توهین تحقیر او تېری

“طالبانو وویل، چې تاسو ټولنه مرداره کړې ده.”
د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په لومړیو کې کابل ته د طالبانو د ورتګ په لومړیو ورځو کې د خیرخانې مېنې په ۳۱۵ سیمه کې د شپې په ۱۱ بجو د تهمینې په (مستعار نوم) د یوې ۲۲ کلنې مېرمنې د کور زنګ وکړنګېدو. په هغه شپه تهمینه په کور کې یوازې وه.
تهمینه کیسه کوي:« څنګه مې چې ور خلاص کړ، یوه وسلهواله ډله کورته دننه شوه او لومړۍ خبره مې چې واورېده دا وه، چې دغه فاحشه مرداره کړئ».
د هغې په وینا، دغو وسلهوالو هغه سخته وهلې ډبولې وه، کمیس یې ورته څیرلی و او په سپکاوي سره یې ورته وویل، چې د دې په شان کسان ټولنه مرداروي.
تهمینې په ژړا وویل، چې څو تنو وسلهوالو پرې تېری کړی او یو تن بیا د دغې صحنې ویډیو اخیستله.
هغه تصویرونه چې تهمینې افغانستان انټرنشنل ته استولي، د هغې پر بدن د ربړونې داغونه او نښې لیدل کېږي.
هغه مهال د تهمینې مېړه د مالوچو د کاروبار لپاره په یو سفر پاکستان ته تللی . دغې پېښې په ژوره توګه د تهمینې پر ژوند اغېز کړی دی ؛ تر هغه ځایه چې مېړه یې تر راستنېدو وروسته هغې ته طلاق ورکړ. له دغې پېښې د رواني او جسمي اغېزو له امله تهمینې خپل ماشوم په اوومه میاشت وزېږولو.
تهمینه باوري ده، چې د یوې موډلې په توګه په ټیک ټاک کې د هغې فعالیتونو د طالبانو پام هغې ته ور واړو او طالبان د هغې کورته ورغلل.
کابل ته د طالبانو له راتګ څخه وړاندې تهمینه موډله وه او په ټیک ټاک یې د خپل ورځني ژوند په اړه ویډیوګانې خبرولې. د هغې د ټیک ټاک پاڼه شاوخوا ۵۰ زره څارونکي لري. هغه باوري ده، چې د افغانستان په شان په یوې محافظه کاره ټولنه کې د هغې فعالیتونو د طآلبانو پام هغې ته واړاوه.
.له مېړه څخه تر جلا کېدو وروسته تهمینه تایمني ته خپل پلرني کور ته ستنه شوه؛ خو له یو څه مودې وروسته تېري کوونکي د هغې پلار کورته ورغلل او هغه یې د « نشهیي توکو د پلور» په تور په نیولو وګواښله. دغه وار وسلهوالو ځانونه د طالبانو د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت کارکوونکي وباله. خو د سیمې اوسېدونکي او ګاونډیانو یې د هغې د نیونې مخه ونیوله.د طآلبانو د پرلپسې ګواښونو له امله تهمینه اړ اېستل شوه، چې افغانستان پرېږدي او پاکستان ته پناه یوسي. هغې په پاکستان کې یوه نوې د ټیک ټاک پاڼه جوړه کړه. کله چې د هغې د پاڼې څاروونکي ۱۸ زرو ته ورسېدل، دغې چارې یو وار بیا د طالبانو پام هغې ته واړاوه.
افغانستان انټرنشنل هغه پیغامونه لیدلي، چې د «قدرتالله خان» په نامه له یوې پاڼې تهمینې ته استول شوې. په دغه پیغامونو کې قدرتالله خان له تهمینې غوښتي، چې د نشهیي توکو د بانډونو د پېژندلو په برخه کې دې له طالبانو سره همکاري وکړي. هغه ژمنه کړې وه، چې د دې همکارۍ په بدل کې به د ګټې سلنه تهمینې ته ورکړي. دارنګه په دغو پیغامونو کې راغلي، په هر یو هېواد کې چې هغه اوسي، طالبان کولی شي چې هغې ته لاسرسی پیدا کړي.
تهمینه وایي، د دغه پیغام له ترلاسه کولو وروسته لېدوونکي خپله باڼه تړلې ده؛ خو له هغه وروسته یې له یوې شخصي شمېرې زنګ ترلاسه کړ چې په کې هغې ته خبرداری ورکړل شوی و، چې پاڼه له بلام وباسي او له طالبانو سره همکاري وکړي؛ کنه د هغې پرته به د هغې ټولې ویډیوګانې خپرې کړي.

د بې هوښۍ دوا

“ له تېري وروسته مې هڅه وکړه، چې ځان ووژنم؛ خو پرې نه ښودل شوم”
یوازې زلیخا نه ده، چې د طالبانو په زندان کې ورته د بې هوښۍ ګولۍ ورکړل شوې وې؛ په یوې بلې جلا پېښه کې ۲۴کلنې پري هم شهادت ورکړی، چې د پرستامول پرځای ورته د بې هوښۍ ګولۍ ورکړل شوې دي.
د ۱۴۰۰م کال (د سلواغې په ۲۹مه نېټه) د پري په (مستعار نوم) یوه ۲۴کلنه پېغله چې پخوا د ژورنالیزم زدهکړیاله وه؛ له خپلې کورنۍ سره یو ځای له روغتون څخه د کور خواته روانه وه، چې د کابل په خوشحال خان مېنه کې د طالبانو د استخباراتو ریاست د سرتېرو لهخوا ونیول شوه.
پري وایي: «طالبانو سړک تړلی و. هغوی له درنو وسلو سره د هغې د نیولو لپاره ورغلي وو. زموږ شاوخوا له طالبانو ډکه وه. هڅه مې کوله چې قوي اوسم او هغوی راباندې پوه نهیشي، چې وېرېدلې یمه؛ خو په ریښتیا ډېره ډاره شوې ومه. زما تر ټولو لوی ډار دا و، چې خدای مه کړه ماشومان ونه وژني؛ ځکه چې په موټر کې مې خورزې هم ناستې وې.»
کله چې د پري اوښي د هغې د نیونې مخه ونیوله، طالبانو هغه هم له ځانه سره یووړ.
د پري وهنه ټکونه هماغه مهال پیل شوه. طالبانو د هغې سر په تورې کڅوړه کې پټ کړ او لاسونه یې پرې وتړل. کله چې هغې هڅه وکړه، ځان له موټره ګوزار کړي، طالبانو له ټوپک سره هغه پرسر ووهله او ملا یې په برېښنایي شاکونو وهلې وه.
پري وایي، چې د چهارشنبې په شپه یې د طالبانو د استخباراتو ۹۰ م ریاست ته ولېږدوله او له سختې ربړونې سره مخ شوه. طالبانو هغه د «اسلام په پرېښودلو» او «د طالبانو پر ضد د لاریونونو ترسره کولو لپاره د بهرنیو هېوادونو څخه د پیسو په ترلاسه کولو» تورنه کړه.
پري وایي، د پنجشنبې په ورځ طالبانو ورته رسمي مکتوب ښکاره کړچې په هغه کې لیکل شوي و، هغه به سنګسار شي. هغه وایي، دغه مکتوب ووېروله. د ورځې په اوږدو کې طالبانو هغه په پلاستیکي پایپ، په سوکانو او لغتو سره شکنجه کړه.
هغې د پنجشنبې شپه په داسې وضعیت کې تېره کړه، چې ټوله شپه یې د شکنجې له دردونو په سر اهیستې وه. هغې په وار، وار له طآلبانو د دغه دردونو د کمولو لپاره د پرستامول ګولۍ غوښتنه کړې وه؛ خو دغه غوښتنه یې بابیزه وګڼل شوه.د ۱۴۰۰م کال د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ نېټه طالبانو پري یوې نوې خونه ته ولېږله. هغه دغه خونه ډېره وحشتناکه یاده کړه او ویې ویل: «د ځمکې پر سر یوازې یوه توشکه دوه کمپلې او او یو خېرن د خاورو ډک بالښت و. د دغې خونې ترڅنګ یوه بله خونه هم وه، چې دیوالونه یې په وینو ککړ ول او ډېر نم یې هم لاره؛ ځکه چې تشناب یې هم د خونې منځ کې و.»
د غرمې په رانږدې کېدو د پري پام کېږي، چې د زندان ټول ساتونکي د جمعې لمونځ لپاره تللي دي. څو شېبې وروسته یو مخ پټی سړی یې خونې ته راځي. پري وایي:« هغه کس ور خلاص کړ، مخ یې پټ و. دوه دانې د پرستامول ګولۍ یې راکړې او راته یې وویل، چې دا واخله او چاته څه مه وایه.»
پري د ګولۍ له خوړو وروسته بې هوښه شوه:« یوازې دا مې په یاد دي، چې غرمه وه او زه پر توشکه ناسته ومه. کله چې په هوښ راغلم، د خونې په یوې څنډه کې پرته وم. پر ځان مې ډېر سخت درد و او خونریزي مې لرله. تیاره شوې وه او شپه وه. ټیکری مې هم په سر نه و. چېغې مې کړې او ومې غوښتل، چې ور خلاص کړي، ځکه چې ټول ځایونه تیاره وو؛ خو چا راته پاملرنه ونه کړه.»
پري وایي، پام یې شو چې د بې هوښۍ حالت پرې تېری شوی دی او دې د ځان وژنې پرېکړه وکړه:« ټولې پاتې شوې ګولۍ مې وخوړلې، چې مړه شمه؛ خو مړه نه شوم. او تر مرګ مې هم حالت بدتر شو. طالبانو د نړۍوالو فشارونو له ډاره هڅه وکړه، چې زما درملنه وکړي؛ ځکه چې زما د نیونې خبر تر بهره رسېدلی و او رسنیو هره ورځ زموږ په اړه راپور ورکولو.»
پري وایي، چې په افغانستان کې ونه توانېده چې ډاکټر ته ورشي؛ خو جرمني ته له رسېدو وروسته یې پام شو، چې میاشتینۍ ناروغي یې ګډوډه شوې او کله چې ډاکټرانو معاینه کړه؛ نو په کې د تېري نښې وموندل شوې.

ګواښ او هڅونه

“ د طالبانو د پوهنې چارواکو راته وویل، چې ټوله کورنۍ دې وژنو”
د طالبانو د تېري پېښې یوازې د زندانونو دننه محدودې نه پاتې کېږي. د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د ګلناز په ( مستعار نوم) د یوې ۳۴ کلنې ښوونکې شهادت دا په ډاګه کوي، چې د طالبانو د پوهنې امریت یو چارواکي د خپل دولتي موقف او د وژنې په ګواښلو سره یې یوه مېرمنه د جنسي تېري قربانۍ کړه. د ۱۴۰۰م کال (د زمري په ۲۳مه) کله چې د طالبانو سرتېري د مزارشریف ښار ته داخل شول، ګلناز په دهدادي ولسوالۍ کې په یوه ښوونځي کې ښوونکې وه. د جمهوریت د پرځېدو سره، سره هغې خپلې دندې ته دوام ورکړ او پرېکړه یې وکړه، چې د ښځو د جامو په اړه د طالبانو سختې لارښوونې هم پلې کړي.
گلناز د نورو ښوونکو په څېر د طآلبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د سخت قانون سره سمې جامې واغوندي. هغې له سر څخه نیولې تر پښو پورې یې خپل ځان پټولو او یوازې سترګې یې ښکارېدې. هغې ان خپل لاسونه هم پټول، چې د بدن هیڅ کومه برخه یې لوڅه پاتې نه شي. او د خپل مخ پټولو لپاره یې له ماسک څخه کار اخیست.
له دې سره ګلناز وایي، دغه مزاحمتونه هغه مهال پیل شول چې نقیبالله مخلص د دهدادي ولسوالۍ د پوهنې امریت لپاره د طالبانو لهخوا وګومارل شو. هغه له ګلناز غوښتي، چې د هغه په مخامخ څوکۍ کې کېني او خپل ماسک لرې کړي، دا هغه څه و چې ګلناز سمدستي رد کړل. د هغې دغه اقدام د ځورونې زیاتېدو او ګواښونو د پیلېدو لامل شو.
د ګلناز په وینا، مخلص د هغې شمېره د ښوونځي له اسنادو ترلاسه کړې وه او د واټس اپ له لارې یې هغې ته پیغامونه استول. افغانستان انټرنشنل د دغو پیغامونو یوه برخه لیدلې وه، چې په هغو کې مخلص ګلناز ته ویلي و:« راز دې له ماسره محرم دی او ډاډه اوسه ».
دغه ځورونه هغه مهال پېچلې شوه، چې مخلص د ښوونکو د حاضرۍ کتاب خپل خصوصي دفتر ته ولېږداوه او ښوونکې یې اړ اېستلې، چې د هغه دفتر ته ورشي. ګلناز وایي، چې دغه لیدنې کتنې د جنسي ځورونې ډېرېدو لپاره زمینه برابره کړه.
دغه ښوونکې وایي، د لومړي ځل لپاره کله چې هغه د پوهنې امریت د اداري چارودفتر ته ورغلې وه، د نقیبالله مخلص له جنسي ځورونې سره مخ شوه. د هغې په وینا:« زما د کور ادرس یې واخیست. هلته ژوند کوې؟ ما وویل، هو. زما د مور او پلار په ګډون زما کورنۍ د ټولو غړو او زما د ګاونډیانو نومونه یې واخیستل.»
هغې دوام ورکړ، چې «ډېره ترهېدلې ومه، ټول ځان مې له وېرې لړزېده. لومړی یې زما د پونډیو لمس کول بیل کړل او وروسته یې د بدن. ما وویل، امر صېب څه کوې؟ تاسو نجونې او ښځې چې له کوره وځئ او دلته د دندو لپاره راځئ، زه پوهېږم چې ټولې همداسې یئ.» له هغه وروسته هغه د ټیلیفون له لارې له ګلناز څخه غوښتي، چې له هغه سره جنسي اړیکې ټینګې کړي.
گلناز دغه پېښه له خپل کوژدن سره شریکه کړه او پرېکړه یې وکړه چې نور به ښوونځي ته نه ورځي. له درېیو ورځو په تېرېدو د طالبانو یو پوځي رینجر د ګلناز په کوڅه کې ګزمې پیل کړې او هغې د نقیب الله مخلص له لوري ځیني زنګونه ترلاسه کړل چې ورته یې ویل، که یې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړي ټوله کورنۍ به یې ووژني.
گلناز چې له ډېرې ترهې لړزیدله، ښوونځي ته ورغله. هغه وایي، د یوکال په اوږدو کې دغه ځورونه په جنسي تېري بدله شوه او په وار - وار یې د مقعد او نورو لارو پرې تېری کړی دی.
د ګلناز د خبرو له مخې، مخلص د خپل ځواک او نفوذ په کارونې سره د ګلناز د کورنۍ د وژلو ګواښ وکړ، چې هغه خاموشه وساتي.
دغه ښوونکې وایي، چې هره ورځ له کوره تر وتلو او ښوونځي ته تر رسېدو پورې د نقیبالله مخلص رینجرونو هغه څارله او ټولو دغو ځورونو د هغې پر رواني حالت سخت اغېز کړی و.
هغې وویل:« څو ځلې مې د ځان وژنې هڅه وکړه؛ خو له دې ووېرېدم چې دغه طالب چارواکی مې کورنۍ ته زیان ونه رسوي.»
دغې پېښې په ژوره توګه د ګلناز پر ژوند اغېز کړی دی. د ګلناز کوژدن د دغې پېښې په اړه تر پوهېدو وروسته، له هغې جلا شوی دی. ګلناز وایي، دغه جنسي تېري تر هغه مهاله دوام وکړتر کله چې دې له افغانستانه د وتلو لپاره یوه لاره ومونده. افغانستان انټرنشنل د ګلناز پاسپورټ لیدلی چې په هغه کې ښکاري چې هغه د ۱۴۰۱م کال (د تلې په ۸مه نېټه) یعنې مزارشریف ته د طالبانو له راتګ شاوخوا یونیم کال وروسته یې افغانستان پرېښود او یو ګاونډي هېواد ته یې پناه یوړه.
په بلخ ولایت کې یوه موسسه چې د ښوونې او روزنې په برخه کې کار کوي؛ په بلخ ولایت کې یې د ښوونکو د جنسي ځورونې ادعاوې ومنلې. دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، «د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د طالبانو د پوهنې امریت ځیني چارواکي ښځینه ښوونکې د اداري پاڼو د اصلاح کولو او یا نورو پلمو خپل دفتر ته احضاروي او له هغه وروسته د ګواښلو له لارې او یا هم په جبري توګه پرې تېری کوي.

پایلې

له ټولنې څخه د ښځو د حذفولو لپاره له جنسي تاوتریخوالی څخه د یو میکانیزم په توګه کارول
د طالبانو د غړو لهخوا د جنسي تېریو د قربانیانو کیسې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان یو وحشتناکه انځور وړاندې کوي. دغه شهادتونه ښیي، چې طالبان جنسي تاوتریخوالی د ټولنیزو ډګرونو څخه د ښځو د ځپلو، سپکاوي او اېستلو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي. قربانیانې وایي، چې جسمي او جنسي تاوتریخوالی په سیټماټیکه او هدفي توګه ترسره کېږي. دغه شهادتونه ښیي، چې طالبان نه یوازې له جنسي تاوتریخوالي څخه د فردي سزاوو لپاره کار اخلي؛ بلکې دوی دا د یوې ستراتیژۍ په توګه کاروي، چې په ټولنه کې د ښځو شتون بې اغیزې کړي او د وحشت لپاره فضا رامنځته کړي.
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر احمدضیا سراج وایي، ګومان نه کوي چې طالبان دې پر ښځو د دغې ډلې د غړو لهخوا د جنسي تېري ثبت شوې ویډیوګانې خپرې کړي. ښاغلي سراج وویل، د ښځو پرتله د دغو تصویرونو خپرول به د طالبانو نوم او اعتبار ته زیان ورسوي. هغه وویل، د طالبانو لهخوا د جنسي تېري د ویډیوګانو په خپرولو سره د ښځو د ګواښلو موخه د هغوی د روحیې ماتول ښکاري.
رواني او ټولنیزې اغېزې
قربانیانې د اضطراب، خپګان او رواني ځورولو له سختو نښو سره مخامخې شوې دي. ځینې مېرمنې لا هم د ربړونې نښې نښانې لري او د ارام کولو او عصبي درملو اخیستو څخه کار اخلي.
په کابل کې د مغز د جراحۍ، عصابو او ستون فقراتو یو متخصص وویل، چې په ډېریو مواردو کې قربانیان د طالبانو تر کنټرول لاندې روغتیايي سازمانونو ته له وېرې د درملنې لپاره نه ورځي. هغه وویل، چې د امنیتي اندیښنو څخه نیولې بیا د کورنۍ د عزت ساتلو پورې، په دې پرېکړه کې رول لوبوي. د هغه په وینا، قربانیان د خپلو کورنیو او ټولنې له خوا د نه منل کېدو سره مخ کېږي او د جنسي تېري او تاوتریخوالي قربانیانې د ملاتړ بر ځای رټل کېږي.
ځینو قربانیانو په دغه راپور کې شهادت ورکړی، چې له خپلو مېړونو جلا شوې او یا یې هم کورنیو پرېښې دي. دغه مسله نه یوازې قربانیان منزوي کوي؛ بلکې د ظلم پر وړاندې مقاومت هم د قربانیانو لپاره سختوي.
له طالبانو څخه مېندواره کېدل، د تېري د قربانیانو ترټولو لویه وېره
له جنسي تېریو د اغېزمن شویو رواني ناروغانو ارواپوهه بتول حیدري د افغانستان انټرنشنل سره د خبرو پرمهال د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د جنسي تېري د قربانیانو له سختې ټراما خبر ورکړی دی.
نوموړې لږ تر لوه د جنسي تېري له اتو قربانیانو سره له نږدې کار کړی، هغې له تېري وروسته د قربانیانو د مېندواره کېدو په وېرې ټینګار وکړ.
هغه وایي، چې ډېری مېرمنې او په ځانګړې توګه پېغلې نجونې له جنسي تېري وروسته د ربړونې دردونو ته د پاملرنې پرځای له مېندوارۍ او د طالبانو لهخوا د مېندواره کېدو ترهه لري. اغلې حیدري ټینګار کړی، له خپلو ځینو مراجعینو سره یې مرسته کړې چې د سیمه ییزو ډاکټرانو په مرسته په نارسمي توګه جنین سقط کړي. هغې وویل، چې د جنین سقط کېدل د هغې د مراجعینو لپاره د درملنې د پروسې یوه مهمه برخه وه.
نوموړې ویلي، چې ډېرې قربانیانې د طآلبانو له بنده تر خوشې کېدو وروسته د ځان وژنې له سوچونو سره مخ دي. د هغې په وینا،« رواني اغېزې دومره ژورې دي، چې په ډېرو مواردو کې د قربانیانو لومړی سوچ د ځان وژنې وي.
څېړنې ښیي، چې د جنسي تېري قربانیانې نه یوازې له جسمي زیانونو کړېږي؛ بلکې دوی په ذهني اختلالاتو او ژورو خفګانونو هم اخته کېږي. په ځینو مواردو کې دغه رواني ستونزې بیا د قربانیانو په کورني او ټولنیزو اړیکو کې د بدلون لامل کېږي.
حیدري زیاته کړې، چې ډېرې قربانیانې زیاتوي چې دوی د وسوسو او ژورخپګان په ناروغۍ اخته دي اوډېری وخت په تشناب کې د خپل بدن او په ځانګړي توګه د تناسلي برخو پر مېنځلو تېروي. او په ځینو مواردو کې د ځان د کرکې لامل کېږي.
دود دستور د سزا د ورکړې د معافیت فرهنګ له پراخېدو سره مرسته کوي
د هغو روایتونو سربېره چې تشریح شوي، ځینو مېرمنو له افغانستان انټرنشنل سره د خبرو پرمهال منلي، چې د طآلبانود غړو لهخوا پرې جنسي تېری شوی. له دې سره هغوی د امنیتي دلایلو او د ټولنیزو بدو پایلو له امله غوره ګڼي، چې په دې اړه د لا ډېرو جزییاتو له ورکولو ډډه وکړي. د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د جنسي تېري په اړه خبرې کول له پیاوړي کلتوري او ټولنیزو دودونو او رواجونو سره مخ دي. ټولنه ډېری وخت قربانیانې هڅوي، چې د خپلو تجربو په اړه چوپ پاتې شي. دا پیښه نه یوازې د قربانیانو رواني ستونزو ته وده ورکوي؛ بلکې د معافیت کلتور کې هم مرسته کوي.
په هغو ټولنو کې چې ټولنیز، د دودیزو ارزښتونو تر واک لاندې وي. د جنسي تېري قربانیانې په کې د خپلو تجربو له شریکولو منعه کوي. په دغو ټولنو کې قربانیانې معمولا له ناعادلانه نومونو او خبرو سره مخ کېږي او ټولنې ځیني وختونه قربانیانې ملامتوي. ډېری قربانیانې له تېري کوونکي څخه د شکایت پر ځای غوره ګڼي، چې چوپ پاتې شي؛ ځو له ټولنیزو پایلو لکه د کورنۍ او ټولنې لهخوا د نه منل کېدو څخه خوندي پاتې شي. دغه چوپ پاتې کېدل په مستقیمه توګه د تېري کووونکي د سزا ورکولو لپاره قانوني فرصتونه له منځه وړي.
له بل پلوه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د باور وړ د عدلي او قضایي سیسټم د نشتوالي له امله، قربانیانې نه شي کولای د جنسي تاوتریخوالي د پېښو ثبتولو، څېړلو او د عدالت پلې کولو لپاره غږ پورته کړي. له دې امله تېري کوونکي د قانوني چلند څخه له وېرې پرته خپلو کړنو ته دوام ورکوي.