د طالبانو له رهبر څخه چاپېر شپږ ایراني پلوه قوماندانان
د سوریې او منځني ختیز په جبهو کې یو ماته خوړلی ځواک له متفاوتې مذهبي ایډیالوژۍ سره د افغانستان په کندهار ښار کې، چې د طالبانو د واک سرچینه او تصمیم نیوونکی مرکز ګڼل کیږي، په ارامه د نفوذ په حال کې دی. دا نفوذ په یوه شپه کې نه دی رامنځته شوی؛ بلکې د تهران د هغې ستراتیژۍ برخه ګڼل کیږي، چې په خپل ګاونډ او لرې سیمو کې یې د خپل دریځ د پیاوړتیا لپاره له کلونو راهیسې ترلاس لاندې ده.
د طالبانو د حکومت په لومړۍ دورې په پیل کې د طالبانو او ایران اړیکې ترینګلې برېښېدې او د طالبانو په لیکو د پاکستان نفوذ تر بل هر هېواد پیاوړی و.
په افغانستان کې د یوې داسې ډلې موجودیت چې له القاعده ډلې سره مستقیمې اړیکې لري او په افغانستان کې د القاعده روزنیزو مرکزونو ته ملاتړ برابر کړي، د ګاونډي هېواد ایران لپاره په دغه ډله کې نفوذ د یوه ګاونډي هېواد په توګه اړین بلل کېده.
د طالبانو د تحریک یو شمېر غړي د تهران لپاره هغه وخت د یوې ارزښتمنې شتمنۍ په توګه وپېژندل شول کله چې په نویمې لسیزې کې د دوی اړیکې پیل شوې، چې دا ډېره د ستراتیژیکو او سیمهییزو ګټو له مخې وه.
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته په افغانستان کې د امریکا د شتون پر مهال، تهران طالبان د دې لپاره یو وسیله ګڼله چې د امریکا نفوذ محدود کړي او په پوځي او اقتصادي لحاظ امریکا ته زیان ورسوي او همدا موخه د طالبانو هم وه.
د ګټو دغه یووالی تهران ته دا زمینه برابره کړه چې په غیر مستقیم ډول د طالبانو ملاتړ وکړي، سرچینې او پناه ځایونه برابر کړي، تر څو داسې یو ټیټ شدته جګړه روانه وساتي چې د لوېدیځ ملاتړ لرونکی افغان حکومت کمزوری کړي.
سربېره پر دې، د طالبانو بغاوت تهران ته دا ګټه ورسوله چې افغانستان دومره بې ثباته وساتي چې د ایران ضد ځواکونو ( جیش العدل او نورې وسله والې ډلو) لپاره مرکز ونه ګرځي، یا افغانستان د امریکا یوه اوږد مهاله سیمهییزه پوځي اډه ونه ګرځي.
کره شواهد شته چې د طالبانو او ایران اړیکې د لا ښه کېدو په لور روانې دي، په ځانګړې توګه د اکټوبر له ۷مې نېټې وروسته دا اړیکې د تهران د زیانونو په رڼا کې غښتلې شوې دي. د دې پېښو وروسته د تهران سیمهییز انزوا او زیاتېدونکي فشار تهران اړ کړ، چې له طالبانو سره خپلې ستراتیژیکې اړیکې ژورې کړي.
دا همکاري د سرحدي امنیت، سوداګرۍ، سیمهییزو ضد ترهګریزو هڅو او نورو برخو کې لا مخ پر زیاتېدو ده او د طالبانو یو شمېر قوماندانان د ایران د ګټو د خوندي کولو لپاره د یو پراکسي ډلې په توګه کارول کېدونکي دي.
د افغانستان انټرنشنل او ایران انټرنشنل یوې ګډې څېړنې ښودلې چې تهران په منظم ډول د طالبانو له تصمیم نیوونکو کړیو سره اړیکې ټینګې کړې دي. د طالبانو سترو قوماندانانو ته میاشتنۍ نغدې پیسې ورکول کېږي، د کورنۍ غړو ته یې وېزې او د سفر اسناد ورکوي او هغوی ته یې په خپلو پولو کې د ناقانونه قاچاق شبکې پرانېستې دي. د نشه يي توکو، تېلو او انسانانو قاچاق، چې د طالبانو قوماندانان پکې اوږده سابقه لري، داسې لارې دي چې ایران یې په کندهار کې د خپل ځواک د پیاوړتیا لپاره کاروي.
د دې محاسبه شویو اقداماتو له لارې ایران په طالبانو کې یوه وفاداره ډله رامنځته کړې چې د تهران له ستراتیژیکو ګټو سره خپلې ګټې تړي. دا وفاداري په عمل کې هم ثابته شوې ده. په زابل او نورو ولایتونو کې، طالبانو هغه ډلې هدف ګرځولې دي، چې ایران ورته د ګواښ په سترګه ګوري.
د دې ډلو په منځ کې داعش هم شته، چې په افغانستان کې یوه فعاله ډله ده او په ایران کې یې څو ترهګریز بریدونه کړي دي. طالبانو ددې ډلې پر وړاندې په مختلفو سیمو کې شدید چلند کړی. په ورته توګه، جیش العدل ډله چې د ایران لپاره یو ستر امنیتي ګواښ بلل کېږي، د طالبانو تر رادار لاندې ده.
که څه هم په افغانستان کې جیش العدل د طالبانو رژیم ته کوم ځانګړی ګواښ نه ګڼل کیږي او له مذهبي اړخه هم دغه ډله سني وسله واله ډله ده، خو طالبانو یاده ډله او له دغې ډلې سره مبارزه د ایران پر وړاندې د فشار د یوې الې په توګه استفاده کړې ده.
د افغانستان د جمهوري دولت پر مهال د طالبانو او جیش العدل ډلې تر منځ نښتې د دې ګواهي ورکوي، چې طالبانو له ایران سره د دوه طرفه اړیکو پر اساس جیش العدل ډله ځپلې ده.
طالبان د دې لپاره چې له ایران سره د متقابل اعتماد فضاء رامنځته کړي، دا مهال جیش العدل یوه مخالفه وسله واله ډله بولي او په افغانستان کې یې پر فعالیت بندیز لګولی دی.
اوسهال له طالبانو سره د ایران اړیکې او په کندهار کې نفوذ یوازې د ایډیالوژیک ملاتړ او ګډ ګواښ پر بنسټ نه، بلکې د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر اساس هم دی.
په دغه څېړنیز راپور کې د ۱۱ نړۍوالو سازمانونو له راپورونو، د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت د دوو پخوانیو رییسانو په ګډون له درېیو پخوانیو مرستیالانو، په پاکستان او ایران کې د افغانستان د پخوانیو سفیرانو، د جمهوري دولت د ملي امنیت شورا د درېیو غړو او د طالبانو د لومړۍ دورې د درېیو پخوانیو او دوو اوسنیو چارواکو سره خبرې شوې دي.
د نفوذ لپاره د تهران شخص محوره تګلاره
د تهران بریالیتوب له افرادو سره د شخصي اړیکو په جوړولو کې نغښتی. ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک او د قدس ځواک له لارې د طالبانو له یو شمېر قوماندانانو سره، چې د کندهار په حوزه کې نفوذ لري، ژورې اړیکې جوړې کړې دي.
د ایران د اسلامي جمهوري دولت فرد محوره اړیکې اوږد تاریخ لري او دا اړیکې لا پخې شوې او ان د طالبانو په داخلي کړیو کې دومره روښانه شوي، چې ایران پلوه او پاکستان پلوه طالب قوماندان په اسانۍ معلومېدلی شي.
صدر؛
د سپاه پاسداران پخوانی دوست
د افغانستان انټرنشنل او ایران انټرنشنل د موندنو له مخې، په هغو څېرو کې، چې د ایران لپاره د پوځي ځواک او سیمهییز نفوذ ګډ تصویر وړاندې کوي، یو ملا محمد ابراهیم صدر دی. د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ دا پښتون الکوزی قوماندان د طالبانو د یوه نظامي ستراتیژست په توګه مشهور دی او اغېز یې یوازې د افغانستان تر پولو محدود نه دی.
ملا محمد ابراهیم صدر په ۱۹۵۹ کال کې د هلمند په سنګین کې په یوه مذهبي کورنۍ کې زیږېدلی. هغه د اسلامي زده کړو په رڼا کې د خپل پلار، چې د جامع مسجد ملا و، تر سیوري لاندې ستر شوی، خو ډېر ژر یې د طالبانو د نظامي مشرانو په لومړي کتار کې ځان ثابت کړ او د دوی د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې د دفاع وزارت د مرستیال په توګه مهم پوځي عملیات رهبري کړل. ایران ته د هغه ارزښت له دې اړخه هم مهم دی، چې د مولوي هبت الله اخوندزاده له خوا د جوړې شوې امنیتي شورا رییس او د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال دی، خو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په امنیتي شورا کې دده تر لاس لاندې د شورا غړی دی. په بله وینا، کله چې خبره کندهار ته ځي، مرستیال د وزیر مشر دی.
ابراهیم صدر د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال ددفاع وزارت لومړی مرستیال و او له متحدې جبهې سره یې، چې هغه مهال د ایران له پوځي او وسله وال ملاتړه برخمنه وه، د یوشمېر جګړو مشري پرغاړه درلوده.
د ایران له استخباراتو سره د ابراهیم صدر اړیکې ۲۰۰۱ کال ته ور ګرځي؛ هغه مهال چې طالبان د امریکا متحده ایالتونو د بریدونو له امله مات شول او ده مشهد او بیا زاهدان او د جنوبي خراسان خوسف ته پناه یووړه. له ۲۰۰۵ کال وروسته صدر له له خپل ناسکه ورور مولوي اقا جان (دویم نوم دی) سره د کوېټې له لارې پاکستان او بیا پېښور ته لاړ، چې په قبایلي سیمه جمرود کې اوسېده او هلته یې په غونډي سیمه کې د «باب الجهاد» په نوم یوه مدرسه جوړه کړه او بیا یې په پېښور کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مشري پر غاړه واخېسته.
له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې ابراهیم صدر د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر و. دغه پوسټ هغه ته د هلمند ولایت د جګړو مشري ورکړه چې له افغان حکومت سره یې سخت او خونړي جنګونه وکړل. د هغه هڅې او ستراتیژۍ، چې په لوړه کچه د ایران له ملاتړ سره تړلې وې، په هلمند کې د طالبانو له نظامي بري سره ډېره مرسته وکړه. طالبانو ته یوې نږدې سرچینې وویل: «ابراهیم صدر یوازې یو قوماندان نه دی؛ بلکې هغه د طالبانو د نظامي بیا جوړونې مهمه مهره ده».
د ابراهیم صدر او ایران اړیکې یوازې اېډیالوژیکې نه دي. ایران هغه ته د پیاوړتیا لپاره سیستماتیک مالي ملاتړ، روزنه او امنیتي اسانتیاوې ور کړې. یوه سرچینه چې د ایران له امنیتي عملیاتو سره بلد ه ده وايي، «ایران صدر ته د ستراتیژیک ملګري په سترګه ګوري، په ځانګړې توګه د هغه رول ته په پام چې په طالبانو کې د نظامي عملیاتو او امنیتي شورا مشر پاتې دی».
په ۲۰۰۸ کال کې، ابراهیم صدر په ایران کې د سیستان بلوچستان په نصرت اباد کې یوه مذهبي مدرسه جوړه کړه چې په حقیقت کې د وسله والو د روزنې مرکز و. یوه پخواني استخباراتي چارواکي له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته
وویل، «دا مدرسه یو پټ عملیاتي-استخباراتي مرکز و، چې ایران یې مالي او لوژستیکي ملاتړ کاوه. هدف یې دا و چې د افغانستان او ایران په ګډو پولو کې خپل حضور ډېر کړي او ایران ته د امریکا د نفوذ خپرېدو مخه ونیسي».
په دې مدرسه کې د هلمند، غزني، زابل او کندهار یو شمېر طالبانو ته روزنه ورکول کېده او د ۲۰۱۷ کال د مارچ پر ۱۹مه په یاده مدرسه کې چاودنه وشوه چې له امله یې ۱۱ طالبان ووژل شول. له چاودنې وروسته یاده مدرسه وتړل شوه او پر ځای یې د سیستان بلوچستان په خواجه مسک کې بله مدرسه پرانیسته چې تر ۲۰۲۱ کال پورې یې فعالیت درلود.
د یو شمېر رپوټونو له مخې، پر ابراهیم صدر د امریکا له بندیزونو او په ( مدرسه العمریه) کې له چاودنې وروسته ایراني چارواکو موافقه وکړه چې ابراهیم صدر ته مالي ملاتړ او لا ډېر امکانات برابر کړي، څو د دې اړیکو څرک ایران ته ونه رسېږي.
د همدې پالیسۍ پر بنسټ، د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د جمرود په غونډي او ایران دواړو سیمو کې د صدر ابراهیم مدرسو ته په منظم ډول د ایران مرستې رسېدلې او ایراني روزونکو د طالبانو د جنګي وړتیاوو پر لوړولو کار کاوه.
کله چې ددې مرستو په تړاو د افغانستان د ملي امنیت ادارې یو مخکینی چارواکی وپوښتل شو، دا مرستې یې تایید کړې،« طالبانو ته په دغو کلونو کې ایرانۍ وسلې راتلې، چې په هغو کې سازبرناو ټوپک هم شامل وو. دغه ټوپک کورمې اجنسۍ ته هم تلل، چې هلته د پاکستاني طالبانو او د ایران تر ملاتړ لاندې شیعه پښتنو ترمنځ وخته ناوخته جګړې وې».
د صدر شخصي ژوند د هغه له سیاسي او پوځي فعالیتونو سره تړلی دی. دواړه میرمنې یې تر ۲۰۲۰ کال پورې په ایران کې اوسېدې. له ۲۰۲۰ کال وروسته نوموړی د لنډې مودې لپاره په هلمند کې پاتې شوی.
خو صدر د طالبانو د نورو نظامي قوماندانانو په څېر له جنجالي تورونو هم خلاص نه دی. د مخدره توکو قاچاق، په ځانګړې توګه د هلمند او د ایران ترمنځ د پولې له لارې، د هغه د فعالیتونو یوه بله برخه ګڼل کېږي. دې تورونو د هغه شهرت ته زیان اړولی، خو په ورته وخت کې یې د طالبانو لپاره مالي سرچینې برابرې کړې.
د ۲۰۲۰ کال په جګړو کې چې ابراهیم صدر ټپي شو، د درملنې لپاره ایران ته ولېږدول شو چې تر رغېدو پورې هملته اوسېده.
ملا محمد ابراهیم صدر د هلمند له سنګین څخه د طالبانو د ځواک تر مرکزونو پورې خپل نفوذ پراخ کړی. هغه نه یوازې د طالبانو نظامي عملیات رهبري کړي، بلکې له ایران سره یې د خپلې ډلې اړیکې یوه نوي پړاو ته بېولې دي، چې نن هم ددغو اړیکو سر د طالبانو تر دودیز مرکز کندهاره رسیږي. د طالبانو د اوسنۍرهبري په اډانه کې ، د صدر رول د دې ډلې د نظامي ستراتیژیو او سیمه ییزو همکاریو په محور کې لاهم مرکزي پاتې دی.

وثیق؛
ایران د طالبانو استخباراتو ته لاس غځولی
په ۱۹۹۶ کال کې چې طالبان د افغانستان پر درې پرڅلورمه برخه افغانستان واکمن شول او د ایران پولو ته ورسېدل، دې ډلې د خپل مختلف نظامي ځواک او په خپلو لیکو کې د پاکستانیو شیعه ضد ډلو د جنګیالیو د حضور له امله له ایران سره د اړیکو په برخه کې پام وړ ستونزې درلودې. په پیل کې د ایران او طالبانو تر منځ اړیکې ترینګلې وې ځکه تهران د طالبانو وسله وال مخالفان او شیعه ډلې حمایه کولې او ایران، چې یو شیعه دولت دی، د طالبانو له سختدریځې سني ایډیالوژۍ او له شیعه لږه کي سره د چلند له اړخه اندیښمن و. خو څومره چې طالبانو خپل واک پیاوړی کاوه، هغومره یې
د سیمې په کچه متحدانو ته اړتیا لرله او عبدالحق وثیق، چې په پیل کې یوازې د استخباراتو یو ټیټپوړی چارواکی و، د دواړو خواوو ترمنځ په اړیکو کې ټاکونکی رول ولوباوه.
عبدالحق وثیق اوس د طالبانو د استخباراتو لوی رییس دی چې د امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ له استخباراتو سره ښکیل دی.
خوږیاڼی وثیق چې په ۱۹۷۰ کال کې د غزني ولایت په خوږیاڼو کې زېږېدلی، د طالبانو تر لومړي امارت وړاندې یې له خپلې کورنۍ سره د ایران په زاهدان کې ژوند کاوه. د وثیق کورنۍ د ډاکتر نجیب د واکمنۍ پر مهال له ګلبدین حکمتیار سره اړیکې درلودې او نوموړی په سیستان بلوچستان کې د ګلبدین حکمتیار د مرکز د مشر قاري احمد الله،اوښی دی.
عبدالحق وثیق د پاکستان د کویټې په ضیاء المدارس دیني مدرسه کې زده کړې وکړې او هلته یې بلوچي ژبه هم زده کړه او کله چې طالبانو کابل ونیوه، د هغه مشر اوښی قاري احمد الله د طالبانو د استخباراتو رییس وګومارل شو او وثیق لومړی د نوموړي د ساتونکي، ورپسې د ساتونکو د مشر او بیا د کابل لپاره د طالبانو د استخباراتو د څارنې رییس شو. وثیق وروسته په کندهار او نیمروز جنوبي ولایتونو کې د طالبانو د فعالیتونو د څارنې لپاره مهم رول لوبولی و او هلته یې د توندلارو وسله والو ډلو د څارنې او ارزونې دنده هم پر غاړه لرله.
نوموړي له ایراني وسله والو کړیو سره په ټیټه کچه اړیکې لرلې، خو د استخباراتو له مرستیالۍ وروسته نوموړی د ملا عمر له خوا له ایران سره د اړیکو مسوول او بیا له اروپايي هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو مسوول هم وګومارل شو.
عبدالحق وثیق وروسته د استخباراتو له رییس سره له نږدې خپلوۍ نه په استفادې د طالبانو د استخباراتو مرستیال وټاکل شو. هغه د طالبانو له مشر ملا محمد عمر او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره مستقیمې اړیکې لرلې. هغه د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې له توندلارو ډلو سره د طالبانو اړیکې سمبالولې او هم یې په کوېټه، د هلمند په بهرامچه او سیستان بلوچستان کې مېشتې څلور توندلارې ډلې په ۱۹۹۸ کال کې له طالبانو سره همغږې کړې او د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې یې یو پنځه اړخیزه تړون وکړ. له دغه تړون وروسته عبدالحق وثیق د طالبانو مشر ته لا نږدې شو او د طالبانو په داخلي کړیو کې هغه د طالبانو مشر ته یو له نږدې اشخاصو ګڼل کېده، چې په مستقیم ډول یې له ایران سره د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د اړیکو د تنظیم مسوولیت پر غاړه درلود.
هغه د طالبانو په لومړۍ دوره کې ایران ته نږدې شخص بلل کېده او له همدې امله له ایران سره د طالبانو ټولې وسله والې او اوپراتیفي اړیکې هغه تنظیمولې.
د ویکيلیکس ویبپاڼې د خپرو شویو اسنادو له مخې، امریکا ویلي چې وثیق د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له خپلې دندې څخه د القاعدې ډلې د ملاتړ لپاره کار اخیستی نو په همدې تور نوموړی د ۲۰۰۱ کال په نومبر میاشت کې په غزني کې داسې مهال ونیول شو، چې د کندهار پر لور یې سفر کاوه.
پر وثیق تور و، چې له ایران سره پر پوله یې د القاعدې یو شمېر غړو ته پټنځایونه برابر کړي او د القاعده شبکې ایران پلوه ډله یې غزني، پکتیکا او تورې بورې ته انتقال کړې او تجهیز کړې ده او همدا راز یې د عملیاتو او روزنیزو کمپونو د تنظیم او امنیت ساتنې مسوولیت لاره.
د هغه لومړۍ مېرمن، مور او کورنۍ په ۲۰۰۲ کال ایران ته کډوال شول او د زاهدان په همت اباد کې مېشت شول، د هغه د کورنۍ درې غړي له صدر ابراهیم سره د سستان بلوچستان د نصرت اباد په العمریه مدرسه کې شامل شول او د هغه کشر اوښی قاري احسان په ۲۰۱۷ کال کې په همدې مدرسه کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.
امریکا وروسته وثیق ګوانتانامو ته ولېږداوه او د ۲۰۱۴ کال د می تر ۳۱مې نېټې پورې هلته بندي و. هغه د قطر دولت په منځګړیتوب د امریکایي سرتېري بووا برګډال په تبادله کې له زندان نه خوشې شو او قطر ته ولېږدول شو. د هغه له خوشې کېدو سره څلور نور لوړپوړي طالب قوماندانان هم خوشې شول، چې له امله یې د ملا محمد عمر په نوم په خپرې شوې اعلامیې کې خوښي ښودل شوې وه. له خوشې کېدو وروسته عبدالحق وثیق قطر ته ولېږدول شو، چیرې چې هغه په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې د یوه مهم غړي په توګه دنده ترسره کوله.
د وثیق له خلاصون وروسته د هغه کورنۍ په ایران کې اوسېده. د لومړي ځل لپاره هغه د ۲۰۱۶ کال په اکټوبر میاشت کې له قطر څخه اسلام اباد، له اسلام اباد څخه بلوچستان او بیا ایران ته لاړ.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني اوپراتیفي مرستیال افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، « موږ په ۲۰۱۶ کال کې د نوموړي له سفر څخه خبر وو او د اطلاعاتو مشترکې قوماندانۍ ته مو له راپور ورکولو وروسته په ډېپلوماتیکه کچه له ایران او پاکستان سره یاده اندېښنه شریکه کړې وه». نوموړی زیاتوي چې له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې وثیق ایران ته څلور ځله سفرونه کړي او له سپاه پاسداران سره یې کمزورې شوې اړیکې، چې د اوږدې مودې زندان له امله یو څه له منځه تللې وې، بېرته رغولې دي.
د وثیق د کورنۍ غړي د ۲۰۱۸ کال د فیبروري په میاشت کې قطر ته په افغاني پاسپورټونو لاړل او یاد پاسپورټونه په ۲۰۱۷ کال کې په ایران کې د افغانستان د کونسلګرۍ له خوا ورکړل شوي وو، چې له امله یې د کونسلګرۍ دوه کارکوونکي د افغانستان د جمهوري دولت له خوا له دندو منفک شول.
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر پر نهمه وثیق د امریکا د مرکزي استخباراتو له مرستیال ډیوید کوهن سره په دوحه کې ولیدل. دا لومړی ځل و چې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کیدو وروسته دواړې خواوې په دې کچه خبرو ته کښېناستې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو حکومت د دې لیدنې په اړه رسمي تبصرې ونه کړې.
قیوم ذاکر؛
د القاعدې او ایران رابط
د ۲۰۱۰ کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې د ایران د سپاه پاسداران مامورانو د افغانستان د زابل ولایت په سرحد کې د القاعدې شبکې جګپوړی غړی سیف العدل چې د ایمن الظواهري له مرګ وروسته یې ددې شبکې مشري پرغاړه واخسته، د خپل یوه اسیر ډپلوماټ حشمت عطار زاده نیاکی په بدل کې حقاني شبکې ته وسپاره. د تبادلې په مذاکراتو کې د طالبانو جګپوړي قوماندان عبدالقیوم ذاکر ټاکونکی رول درلود.
د طالبانو دغه چارواکی القاعدې ته خورا نږدې کس ګڼل کیږي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د القاعدې پخواني مشر ایمن الظواهري د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وړاندې عبدالقیوم ذاکر ته ۱۵۰ موټر وپېرل چې له هغه سره یې د جګړې په شدت او د سیمو په نیولو کې زیاته مرسته وکړه.
ذاکر، چې په سخت دریځۍ او نظامي پوهې مشهور دی، د طالبانو د بیا راپورته کېدو په برخه کې مهم رول لوبولی. هغه په ۱۹۷۲ کال کې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې زېږېدلی او په قوم علیزی دی.
ذاکر د واک ترلاسه کولو لپاره په یوه پېچلي مسیر کې سفر کړی. په دې کې په ګوانتانامو کې د هغه بندي کېدل هم شامل دي.
پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته نوموړي د طالبانو د دفاع وزارت د مرستیال په توګه دنده پیل کړه. هغه په کندهار کې د ملا هبت الله د امنیتي شورا منشي دی، خو د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د دې شورا غړی دی.
ذاکر د پنجشیر او بغلان لپاره د طالبانو د ضد عناصرو د ځپلو ځانګړی قوماندان هم دی او له دغو سیمو یې د څار مسوولیت درلود. نوموړی د طالبانو په هغو قوماندانانو کې راځي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر۱۵مه نېټه ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوت او د پخواني ولسمشر پر څوکۍ کېناست.
نوموړی د طالبانو په لومړۍ دوره کې د شمال جبهې قوماندان و او د طالبانو له سرسختو نظامي مشرانو ګڼل کیږي.
هغه د ۲۰۰۱ کال د دسمبر په میاشت کې په مزار شریف ښار کې د عبدالرشید دوستم اړوندو ځواکونو سره سخته جګړه وکړه او په پای کې نوموړي ته تسلیم شو. قیوم ذاکر وروسته امریکایي ځواکونو ته وسپارل شو او د ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو. په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د هغه کورنۍ د ایران د زاهدان د زېبا شهر په نوم یوې سیمې ته انتقال شوه او درې واړې مېرمنې یې په همغه ځای کې له اولادونو، ورور او شپږو اوښیو سره اوسېدې.
نوموړی په ۲۰۰۷ کال کې د کابل پلچرخي زندان ته ولېږدول شو او په ۲۰۰۸ کال کې بېرته خوشې شو. ذاکر لومړی هلمند او بیا له هلمند څخه کوېټې ته لاړ او له هغه ځایه زاهدان ته لاړ. له خوشې کېدو سره سم قیوم ذاکر بېرته د طالبانو لیکو ته ور وګرځېد او د طالبانو د پوځي کمېسیون د غړي په توګه یې دنده پیل کړه.
په ۲۰۰۹ م کال کې قیوم ذاکر د سستان بلوچستان په اشار نومې سیمه کې د خالد بن ولید په نوم دیني مدرسه جوړه کړه، چې د هلمند، زابل، نېمروز او فراه یو شمېر ځوانانو ته پکې پر دیني زده کړو سربېره جنګي روزنه ورکول کېده.
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت یوه پخواني رییس افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، «دغه مدرسه د ایران د جمهوري دولت په مستقیمې همکارۍ جوړه شوې وه او دوی په ۲۰۱۱میلادي کال کې د یادې مدرسې په تړاو معلومات خپاره کړي وو او د اطلاعاتو مشترک مرکز پرې خبر و».
د خالد بن ولید مدرسه په ۲۰۱۷م کال کې له منځه لاړه.
په ۲۰۱۰ کال کې قیوم ذاکر د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر وټاکل شو او پوره څلور کاله یې یاده دنده پر مخ یوړه او وروسته په داخلي کړیو کې له اختلافاتو سره مخ شو او ورپسې د قیوم ذاکر نږدې ملګری ابراهیم صدر د پوځي کمېسیون مشر وټاکل شو.
قیوم ذاکر له جمهوري دولت سره د طالبانو د جګړې پر مهال د جنوبي ولایتونو، په ځانګړې توګه د هلمند او نیمروز مسوولیت پر غاړه درلود.
پر نوموړي د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک سره د اړیکو کره راپورونه موجود وو او د امریکايي ځواکونو له لوري یې د بیا نیولو څارنه کېده. د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت ادارې په ۲۰۱۵ کال کې معلومات خپاره کړل چې له مخې یې نوموړي د سپاه پاسداران له قدس ځواک سره غښتلې اړیکې لرلې.
مولوي قیوم ذاکر د ملاعمر د مړینې له اعلان وروسته تر ډېر وخته د ملااخترمحمد منصور د مشرۍ مخالف و. د القاعدې د هغه وخت مشر ایمن الظواهري او سیف العدل غوښتل چې د ملا محمد عمر د مرګ له اعلان وروسته مولوي قیوم ذاکر یا بل داسې کس وټاکل شي، چې په نړیوال جهاد باور ولري او له دوی سره ښه روابط ولري. قیوم ذاکر وروسته له ملا اختر محمد منصور سره خپل بیعت اعلان کړ او د جمهوري دولت د سولې پروسې کلک مخالفت یې کاوه.
نوموړی په هلمند او نېمروز کې د اختر محمد منصور د مخدره توکو د قاچاق د کاروبار شریک بلل کېده.
پر قیوم ذاکر پر انساني قاچاق سربېره د پېسو د قاچاق تور هم دی، چې له جمهوري دولت سره د جګړې پر مهال یې ډلې په هلمند او نېمروز ولایتونو کې انسانان تښتول او د ډالرو قاچاق یې کاوه.
دغه طالب قوماندان څلور مېرمنې لري چې دا مهال یې کورنۍ په کابل، هلمند او پنجشېر کې اوسیږي.
د طالبانو دا جنګي قوماندان چې دا مهال د دفاع وزارت مرستیال او د امنیتي شورا منشي دی، د ایران اسلامي جمهوري دولت ته یو له ټولو نږدې شخص بلل کیږي.
بړیڅ؛
د قاچاق شبکې کلیدي لوبغاړی
په کندهار کې، حاجي ګل محمد بړیچ، چې په محمد نعیم بړیڅ مشهور دی، د ایران لپاره د طالبانو په ډله کې یوه اغیزناکه څېره بلل کېږي. بړېڅ چې په نعیم بړېڅ مشهور دی، په ۱۹۶۹م کال د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې زېږېدلی او په خټه پښتون بړېڅ دی.
نوموړی د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال د قومونو او قبایلو چارو مرستیال وزیر او ورپسې د ملکي هوايي چلند د مرستیال وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
په ۲۰۰۱ م کال کې د طالبانو رژیم له نسکورېدو وروسته هغه د کندهار له لارې کوېټې ته لاړ او هلته یې صرافي پیل کړه، چې له لنډې مودې وروسته پرې پاکستاني پولیسو چاپه ووهله. نعیم بړېڅ په ۲۰۰۲ کال کې د پاکستاني پولیسو له خوا د تورو پېسو د سپینولو په تور ونیول شو خو له دوو اونیو زندان وروسته بېرته خوشې شو او له خپلې مشرې مېرمنې سره ایران ته لاړ. له لنډې مودې وروسته بېرته کوېټې ته وګرځېد او هلته د طالبانو د پوځي کمېسیون غړی وټاکل شو.
محمد نعیم بړېڅ په هلمند کې د ګردي ځنګل شورا جوړه کړه او وروسته د هلمند لپاره د طالبانو والي وګومارل شو. نوموړی په سیمه ییزه کچه د ډالرو قاچاقبر یادېده او د افغانستان له جنوبي ولایاتو څخه یې ایران ته د تورو پېسو د قاچاق دنده هم ترسره کوله.
نعیم بړېڅ په بهرامچه کې د مخدره توکو فابرېکې لرلې، چې په ۲۰۰۹م کال کې یې پر فابریکو بمبارد وشو او د نوموړي د تره زوی پکې ووژل شو.
د منځني ختیځ د څېړنو انسټیټیوټ د انټرپول په حواله ویلي چې نعیم بړېڅ د «راحت ټرېډیننګ کمپنۍ» په نوم د ملګرو ملتونو تر بندیز لاندې پیسې د تبادلې شرکت څخه کار اخیستی.
هغه د افغانستان د جمهوري دولت له سقوط وړاندې د لویدیځې حوزې لپاره د طالبانو نظامي مسوول و او د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې یې سختې جګړې کړې دي.
نعیم بړېڅ یو له هغو طالب قوماندانانو څخه و، چې د ملا اختر محمد منصور د مشرۍ لپاره یې ګڼ طالب قوماندانانو ته جرګې لېږلې وې او د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له نږدې دوستانو څخه ګڼل کېده.
د ۲۰۱۲م کال په نومبر میاشت کې متحدو ایالتونو په هلمند کې د طالبانو یاد والي محمد نعیم بړېڅ د افغانستان په جنوب کې د مخدره موادو تر ټولو ستر قاچاقبر بللی و او ویلي یې و، چې بړېڅ په هلمند ولایت کې د تاریاکو په تولید او له دغه ولایت څخه بهر ته د هیرویینو په قاچاق کې مهمه ونډه لري.
امریکا ویلي و، چې قوماندان بړېڅ په هلمند کې د طالبانو مشر دی او د پاکستان او ایران له لارې د مخدره موادو د قاچاق امکانات برابروي.
د امریکا حکومت د مخدره موادو د قاچاق د مشرانو د نوملړ قانون (Kingpin Act) له مخې، حاجي ګل محمد (نعیم) بړیڅ په دې تور نومول شوی و، چې د طالبانو او ایران ترمنځ اړیکې یې تنظیمولې.نوموړی د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې هم شامل دی.
ملا نعیم بړېڅ درې مېرمنې لري چې په کابل، ننګرهار او هلمند کې اوسیږي او د راپورونو له مخې د نوموړي دویمه مېرمن د ایران بلوڅه ده.
اسلام جار ؛
ایرانی ملا
مولوي نور احمد اسلام جار د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ اوسېدونکی او په ۱۹۶۸م کال په هرات کې زېږېدلی او له مذهبي اړخه سلفي دی.
د نوموړي نیکونه د ایران د خراسان رضوي ولایت له پیرانج سیمې څخه هرات ته کډوال شوي وو او په همدې سیمه کې یې هویت تر لاسسسه کړی و. د هغه پلار یو سلفي دیني عالم و.
نوموړي د طالبانو په لومړۍ دوره کې په غور او هرات کې د کشر قاضي په توګه دنده ترسره کړې ده او د طالبانو د لومړي رژیم له سقوط وروسته د ایران د خراسان رضوي ولایت کوه اباد ته لاړ او هملته یې لومړی دوکانداري پیل کړه او په ۲۰۰۴
کال کې یې په همدې سیمه کې یوه مدرسه جوړه کړه، خو له لنډ وخت وروسته د خراسان رضوي ولایت د پیرجن سیمې ته لاړ او هملته پاتې شو.
مولوي نور احمد اسلام جار په ۲۰۰۷ م کال کې بېرته هرات ولایت ته راغی او په هرات ښار کې یې د شعیه مذهبو لپاره یوه مدرسه جوړه کړه او په همدې مدرسه کې د مدرس په توګه بوخت و.
په ۲۰۱۱ م کال کې د افغانستان د جمهوري دولت د ملي امنیت له خوا د نوموړي پر مدرسې عملیات وشول او هغه یې د څو ورځو لپاره ونیوه. پر نوموړي تور و، چې مدرسه یې د ایران له خوا تمویلیږي او دوی په مدرسه کې مذهبي توندلارۍ ته کار کوي.
د معلوماتو له مخې، مولوي نور احمد اسلام جار په هرات کې په ایراني ملا هم مشهور و.
که څه هم له طالبانو سره د جګړې په دوران کې د نوموړي د همکارۍ په برخه کې کوم ښکاره ثبوت نه شته او نوموړی له عقیدوي اړخه هم سلفي دی، خو نوموړی د ابراهیم صدر او قیوم ذاکر له نږدې دوستانو ګڼل کیږي.
په ایران کې د کډوالۍ پر مهال هغه له قیوم ذاکر او ابراهیم صدر سره د همکارۍ او دوستۍ ژورې اړیکې لري.
د ایران سره د تړاو ښکاره ثبوت یې نشته خو هغه په ۲۰۱۸ کال کې د جیش العدل ډله کافره او ملحده ډله بللې وه، چې د ایران پر وړاندې جګړه کوي.
د مولوي اسلام جار لومړۍ مېرمن د هرات او دویمه یې د ایران د خراسان رضوي ولایت اوسېدونکې ده، چې لا یې هم د کورنۍ لویه برخه په ایران کې اوسیږي. نوموړی د جیش العدل پر وړاندې سخت دریځ لري.

ملا شیرین؛
د جیش العدل په رادار کې
د طالبانو یو پخواني چارواکي، چې اوس له دې ډلې جلا دی، افغانستان انټرنشنل ته وویل، «ملا محمد شیرین اخوند، څنګه یې چې نوم خوږ دی،همدومره د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته نږدې او خوږ دی».
ملا محمد شیرین اخوند چې د عبدالعلي حنفي او عبدالله حنفي په نوم هم پېژندل کېږي، د طالبانو یو مخکښ مشر دی. نوموړی د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی او په قوم نورزی دی.
هغه اوس مهال دوه مهمې دندې لري، لومړۍ دنده یې د کندهار د والي په توګه کار دی او دویمه یې د طالبانو د دفاع وزارت د استخباراتو د مرستیالۍ دنده ده.
هغه دا مهال د طالبانو مشر ملا هبت الله ته تر ټولو نېږدې شخص ګڼل کیږي او د طالبانو د امنیتي شورا غړی دی.
ملا شیرین د طالبانو د مشرتابه شورا غړی دی او د دې ډلې په نظامي او استخباراتي کمېسیونونو کې یې مهمې دندې ترسره کړې دي. هغه د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر نږدې دوست او همکار و او د یو څه مودې لپاره یې ملا محمد عمر د شخصي امنیت مسوولیت پر غاړه لاره.
شیرین د یادې دندې پر مهال نېږدې ۲۷۰۰ روزل شوي جنګیالي لرل چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر څخه ساتنه وکړي.
د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته نوموړی لومړی چمن او له چمن وروسته د ایران زاهدان ته ولاړ او هلته مېشت شو. هغه د ایران د زاهدان په مهرشهر کې له یوه ایراني وګړي سره یو ځای د تېلو کاروبار پیل کړ او ډېر ژر یې افغانستان او پاکستان ته د تېلو قاچاق پیل کړ.
ملا شېرین په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کې چمن او زاهدان کې مدرسې جوړې کړې او له ایران سره پر پوله یې د جیش العدل پر وړاندې څو ځله جګړه کړې ده.
ملا شیرین د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور، قیوم ذاکر او ابراهیم صدر له نږدې دوستانو او د سوداګرۍ او مخدره توکو د کاروبار شریک بلل کیږي.
دغه طالب مشر د افغانستان د جمهوري دولت پر مهال د طالبانو له خوا د کندهار لپاره نومول شوی والي و، چې د غزني په ګډون یې په یو شمېر سیمو کې د ایران په ملاتړ د جیش العدل غړي ووژل. پر ملا شیرین په ۲۰۱۰ کال کې د جیش العدل یو غړي برید وکړ، چې نوموړی پکې سرسري ټپي شو او یو ساتونکی یې ووژل شو.
تر ۲۰۲۱ کال پورې د نوموړې مشره مېرمن او اولادونه په زاهدان او کشره مېرمن یې په چمن کې اوسېده.
هغه په ۲۰۱۸ کال کې د یوه پلان شوي برید له مخې، د کندهار د والي په دفتر کې برید وکړ، چې له امله یې د متحده عربي اماراتو شپږ ډېپلوماټان ووژل شول او والي شدید ټپي شو. ملا شیرین د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پر مهال د قطر په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی و، چې د طالبانو د سخت دریځې ډلې استازیتوب یې کاوه.
هغه د طالبانو د مشرانو په ډله کې ایران ته نږدې شخص ګڼل کیږي.
په کندهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د طالبانو مشر یو شمېر نور نږدې ایران پلوي ملګري هم لري، چې هغه ته نږدې او د جنوبي حوزې امنیتي مسوولیتونه ور ترغاړې دي».
د سرچینو په باور، « یاد کسان ډیری د ملا هبت الله د حلقې مهم غړي او باور وړ کسان دي چې د ایران په اړه ښه نظر لري».
کندهار کې طالبانو ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « دې کسانو ته ایران مالي امکانات ور کوي، چې په افغانستان کې د جیش العدل ډلې غړي وځپي، ایران ته یې وسپاري او یا یې په اړه له ایراني چارواکو سره معلومات شریک کړي».
سرچینه وايي، « د جیش العدل او نورو ایراني ضد ډلو ټول لوړ پوړي او ټیټ پوړي کسان د طالبانو د استخباراتو له ولایتي ریاستونو سره ثبت او راجستر دي».
د ایران لپاره چې په منځني ختیز، په ځانګړې توګه سوریه کې یې خپل نفوذ بایللی، افغانستان د خلوت ځای دی؛ چیرې چې ایډیالوژیکې ګټې او د ګډ دښمن وېره تهران او کابل همکاریو ته اړباسي. ایران د سوریې جبهې له بایللو او له اسراییل سره د شخړو په درشل کې په خپل ګاونډ کې د نویو ستراتیژیکو ملګرو په لټه کې دی، چې خپلې پولې خوندي وساتي.