وژنې، شکنجه، تښتونې او لادرکۍ؛
د هغو کډوالو تریخ برخلیک چې د ایران-ترکیې له خطرناکې پولې تېرېږي

وژنې، شکنجه، تښتونې او لادرکۍ؛
د هغو کډوالو تریخ برخلیک چې د ایران-ترکیې له خطرناکې پولې تېرېږي

د انساني قاچاق کوونکو یوه پاڼه په انسټاګرام کې داسې ویډیوګانې خپروي چې د طالبانو له سختو تګلارو، بې وزلۍ او بې روزګارۍ له امله ستړي شوي افغان ځوانان پکې ښودل کېږي. دوی پر ځای د دې چې له دغه ډول یوې فتنې سره مباره وکړي، د یوه داسې سفر تکل کوي چې د راتلونکو ګواښونو په تړاو یې هېڅ ډول معلومات هم نه لري.
په دې ویډیو کې د ځوانو کډوالو یوه ډله لیدل کیږي چې له رنګارنګ خوړو، څښاک او تازه میوو څخه د ډک دسترخوان په شاوخوا راټول شوي دي. ویډیو اخیستونکی وایي: «ګلونو وروڼو! موږ تاسې ته د سفر لپاره ډیر خواړه او اضافي ډوډۍ درکړې. میوه، سبزیجات او څښاک. ایا تاسو دا هر څه ترلاسه کړل؟» ناسته ډله په یوه غږ دا هر څه تایید وي او وایي «هو».
ویډیو کوونکی بیا له ټولو پوښتي «ایا تاسو راضي یاست؟» د هو په ویلو سره ټول بیا دا هرڅه تاییدوي، او ویډیو په دې ټکو ویلو سره پای ته رسېږي: «مهرباني وکړئ، وخورئ او دارو مو شه».
د خواله رسنۍ انسټاګرام دا پاڼه ۳۱۰۰۰ څخه ډیر پلټونکي لري چې معمولا داسې غولوونکې ویډیوګانې خپروي ترڅو ځوانان وهڅوي چې په قاچاقي لارو سفر ته زړه ښه کړي. د دې پاڼې یوه ویډیو لږ تر لږه ۲.۲ میلیون ځله لیدل شوې ده.
انساني قاچاق کوونکي په پراخه کچه له ټولنیزو شبکو لکه ټېکټاک، انسټاګرام، فېسبوک او واټساپ څخه د خپلو فعالیتونو د ښکاره کولو لپاره کار اخلي او په افغانستان کې داسې خلک په نښه کوي چې د بشري حقونو له سرغړونو، فقر او بېکارۍ څخه ستړي شوي او د غیر قانوني کډوالې په لټه کې دي.
افغانستان انټرنشنل د انسټاګرام او ټېکټاک د ځینو پاڼو په ګډون د واټساپ داسې ګروپونه څېړلي دي چې انساني قاچاق کوونکي یې د خپلو پېرېدونکو د راجلبولو لپاره کاروي. دوی په دغو واټساپ ګروپونو کې ترکیې ته د کډوالو د بریالي لېږد ویډیوګانې خپروي، ترڅو نور خلک دغه هېواد ته د سفر لپاره وهڅوي.
له دغو غولوونکو ویډیوګانو څخه یوه د «حاجي رستم عرب» په نوم قاچاق کوونکي د دوشنبې په ورځ(جدي ۲۴ مه) په «چاناک قلعه» واټساپ ګروپ کې شریکه ګړې ده. په ویډیو کې ښکاري یوه ځوان چې ماشوم یې په غېږ کې دی وایي: «ګرانو هېوادوالو! نن د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۱۳ مه نېټه او دا د حاجي صیب عطاالله ګیم دی، ژوندې دې وي حاجي صیب عطاالله»، له دې وروسته بیا د کډوالو یوه بله ډله د ده په شاوخوا کې راغونډه شي او بیا یې تکرار کړي: «ژوندی دې وي حاجي صاحب عطاالله».
مګر دا هرڅه دومره اسانه ندي. د افغانستان انټرنشنل موندنې ښیي، هغه افغان کډوالو چې د ۱۴۰۰ کال د اسد میاشتې ورسته د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو له امله یې ترکیې ته پناه وړې، د تګ پر مهال د ترکیې د پوله ساتو ځواکونو له ویرونکي او وحشیانه تاوتریخوالي او همداشان د یرغمل نیونکو لخوا د زور زیاتي سره مخ شوي دي.
د افغانستان انټرنشنل له خوا څېړل شوي اسناد چې پکې انځورونه، ویدیوګانې، طبي اسناد، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت رسمي مکتوبونه، غږیز کلیپونه او لږ تر لږه د ۴۰ پناه غوښتونکو او ۴ افغان ډیپلوماټانو سره خبرې شاملې دي، څرګندوي چې افغان کډوال د ترکیې په لاره کې له وحشته ډک او ټکان ورکوونکی شکنجې تجربه کوي او د ترکیې حکومت په ښکاره ډول د دې پناه غوښتونکو سره له بشري حقونو جدي سرغړونه کړې ده.
دغه پناه غوښتونکي نه یوازې له ترکي پوځیانو بلکې د انسان تښتونکو او ایرانی پوله ساتو ځواکونو لخوا هم د وحشیانه شکنجو او باج اخیستنې سره مخ دي. دغه شکنجې په ځینو حالتونو کې دومره شدیدې وي چې د پناه غوښتونکو د وژنې او هم د ورکیدو سبب شوی دي.



د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په رسمي اسنادو کې د افغان کډوالو شکنجه، یرغمل نیول او ورکیدلو تایید:


په تهران کې لږ تر لږه دوو اوسنیو او یوه پخواني ډېپلوماټ دا تایید کړې چې د ایران پوله ساتي ځواکونه معمولاً د افغان پناه غوښتونکو جسدونه د ایران او ترکیې ترمنځ د سرحدي سیمو څخه راټولوي او د روغتیایي بنسټونو لخوا جوړو شویو سړو خونو ته یې په رسمي توګه سپاري، ترڅو یې کورنۍ پېدا شي.
افغانستان انټرنشنل د طالبانو د بهرنیو چارو وزات داسې مکتوبونو ته لاسرسی پېدا کړې چې د افغان پناه غوښتونکو د وژلو، ربړولو او یرغمل نیولو پېښې تاییدوي. په ځینو دغو مکتوبونو کې داسې ښکاري چې افغان کورنیو د ایران – ترکیې په پوله د خپلو ورک شویو اولادونو د برخلیک پوهېدو لپاره له دې وزارت څخه مرسته غوښتې ده.
په تهران کې د طالبانو د سفارت په یو رسمي مکتوب کې چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، څرګندېږي چې طالبانو په یوې رسمي ناسته کې د ایران کډوالۍ ملي سازمان سره د افغان کډوالو د شکنجې، تښتولو او همدا شان افغانستان ته د هغوی د جسدونو د لېږدولو په تړاو خبرې اترې کړي دي.
په دې سند کې راغلي چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس اجمل ویاړ په تهران کې د افغانستان سفارت کډوالو چارو اتشه عبدالباسط امامي په ملتیا د ایران د ملي کډوالۍ مشر روح الله قادري او نورو چارواکو سره د ۱۴۰۲ کال د عقرب میاشتې په ۱۶ مه نېټه په یوه رسمي ناسته کې افغانستان ته د کډوالو د جنازو لېږدول، د ایران امنیتي ځواکونو لخوا زور زیاتی او د ایران – ترکیې په پوله د افغان کډوالو د تښتولو، یرغمل نیولو او شکنجې موضوعات مطرح کړي دي.
د دغې مکتوب پر اساس د ایران د کډوالۍ ملي ادارې مشر روح الله قادري د طالب چارواکو د غوښتنو په ځواب کې ویلي دي: چې «د کډوالو ستونزې تر هغې لا زیاتې دي چې تاسو ورته اشاره کړې ده».
دغه اسناد او شواهد ښیي چې هره ورځ افغان کډوال د افغانستان او ایران د پولې په اوږدو کې وژل کېږي او یا هم ټپیان کېږي.
په یوه بل رسمي مکتوب کې چې د ایران په زاهدان ښار کې د طالبانو جنرال کونسلګرۍ د ۱۴۰۳ کال د جوزا په اتمه کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د قنسولي چارو ریاست ته د هغو افغان پناه غوښتونکو د وژل کېدو په تړاو استولی چې ترکیې هېواد ته په لاره وو.
په دې سند کې ویل شوي دي چې: «سیستان او بلوچستان د خپل موقعیت له مخې د انساني قاچاق اصلي لاره ګڼل کېږي، چې زمونږ سلګونه او زرګونه هېوادوال هر ورځ د دې ولایت له لارې د ایران مرکزي سیمو او د ترکیې په لوري تګ کوي. دا استازولي تل د افغانانو د تښتونې، چې د انسان تښتونکو ډلو لخوا ترسره کیږي او همداراز د هغو ټپیانو او شهیدانو سره د مرستې مسایلو سره لاس و ګریوان وي چې هره ورځ په دې سیمو کې پېښېږي».
په یو بل جلا مکتوب کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل هم ترلاسه کړې، په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ په رسمي لیک کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ته د ایران دننه د افغانانو د غولولو او یرغمل کونکو شبکو پر وړاندې د جدي چلند په نشتوالي شکایت کړی دی.
په ایران کې د طالبانو د سفارت یو ډېپلوماټ د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، له هغې وروسته چې په ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، ترکیې ته د افغانانو د هجرت څپې زور اخیستی چې له امله یې د پناه غوښتونکو د وژنو په شمېرو کې هم زیاتوالی راغلی دی.
هغه زیاته کړه چې معمولاً هره میاشت د کډوالو لسګونه مړي د ترکیې له پولو څخه د ایران مرکز تهران ته راوړل کېږي.
یوه بل ډېپلوماټ چې پخوا یې په تهران کې د افغانستان په سفارت کې کار کړی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغه پناه غوښتونکي معمولاً د ترکیې د پولیسو له خوا د ډزو، شکنجې یا هم د طبیعي پېښو له امله وژل کیږي. هغه وویل چې د پناه غوښتونکو مړي د ایران پولې له بېلابېلو سیمو څخه د دغه هېواد د پوله ساتو ځواکونو لخوا تهران ته راوړل کېږي چې بیا د عدلي طب ادارې ته سپارل کېږي.
د دغې ډېپلوماټ په وینا، په تهران کې د افغانستان سفارت د دغو مړه شویو په هویت پېژندنه، د خپلوانو په پېدا کولو او د کورنۍ غړو ته یې د جسدونو په سپارلو کې همکاري کوي.





د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ: د ترکیې د پولې کنټرول د کډوالو پر وضعیت تاثیر کړی:


د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ(UNHCR) د افغانستان انټرنشنال د برېښنالیک په ځواب کې وویل، چې دغه بنسټ خبر دی چې د ترکیې چارواکو د ایران سره د خپلې پولې د کنټرول لپاره ګڼ عملیاتي تدابیر پیاوړي کړي دي.
د UNHCR په رسمي برېښنالیک کې هم دا راغلي چې دغې ادارې ته مالومه ده چې د پولي د کنټرول پیاوړتیا پر هغو کسانو چې له ایران څخه ترکیې ته د تګ نیت لري، ډیر تاثیر کړی دی.
افغانستان انټرنشنال په یوه لیک کې د خپلو څېړنو موندنې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکې کړې او له دوی څخه یې د ایران – ترکیې د پولې په سر د پناه غوښتونکو د وضعیت په اړه پوښتنې وکړې، خو یاد وزارت تر دې دمه د افغانستان انټرنشنل دغو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

وژنې او شکنجه:


د (۱۴۰۲ کال د لړم ۷مه) نېټه عبدالله حیدري چې په تهران کې افغان کارګر دی، ګرځنده ټلیفون وشرنګېد، هغه چې ټلېفون ته ځواب ورکړ، نو د طالبانو سفارت یو کارکونکي ورته خبر ورکړ چې د ترکیې له پولې څخه څو جسدونه تهران ته راوړل شوي دي او هغه باید د دې مړو د پېژندلو لپاره سردخانې (د جسدونو ساتلو سړه خونه) ته لاړ شي.
مهدي حیدري د عبدالله حیدري ورور چې د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ د میانکل د کلي اوسېدونکې وو، له دې اړیکې یوه اونۍ وړاندې له تهران څخه استانبول ته د رسېدو په نیت روان شوی و.
عبدالله حیدري وایي، چې د خپل ورور سره یې وروستۍ اړیکه اوه ورځې وړاندې د لړم میاشتې په لومړیو کې شوې وه. هغه زیاتوي چې پر دغه ورځ ډیر اندېښمن و او د ترکي سیم کارت له لارې چې لا له وړاندې ورته ورکړل شوی و، د خپل ورور سره اړیکه ونیوله. مهدي په لنډو ځواب ورکړ چې د ترکیې له پولیسو تښتېدلی دی او ژر به له هغه سره اړیکه وکړي او وروسته یې د ورور ګرځنده ټلېفون هم پسې بند شو.
په دغه موده کې عبدالله څو څو ځلې د خپل ورور مهدي د ترکیې او ایران سیم کارتونو ته زنګونو ووهل، خو ورور یې ځواب ورنکړ. بالاخره پنځه ورځې وروسته هغه ته خبر ورکړل شو چې د ماکو له پولې د دریو افغانانو جسدونه تهران ته راوړل شوي دي. عبدالله د خپل ورور مهدي مړی په یخچال کې وپېژانده. پر بدن یې د ډزو هېڅ نښه نه لیدل کېدله. نوموړی وایي، چې د هغه د ورور بدن په ځانګړي توګه تناسلي غړي، خېټه او ملا شنه شوې وه. دا روښانه وه چې هغه یې په سخت ډول شکنجه کړی و.
افغانستان انټرنشنل د مهدي حیدري او د هغه د دوو نورو ملګرو د جسدونو عکسونه لیدلي دي. د عبدالله په وینا، د هغه ورور او دوه نور ملګري یې له سختې شکنجې وروسته د پولې پر سر پرېښودل شوي او ایران ته له رسېدو وړاندې په ماکو کې د ډیرې یخنۍ له امله مړه شوي دي. اوس مهال عبدالله د خپل ورور مړی ترلاسه کړی او غزني ته یې لېږدولی دی.
مهدي حیدري او د هغه ملګري یوازیني کسان نه دي چې پر دې خطرناکه لاره کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.



د سترګو لیدلی حال:


د بلخ ولایت اوسیدونکی ۲۱ کلن صفت الله حبیبي د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ میاشتې په پیل کې د ښه ژوند په هیله په مزار شریف ښار کې له خپل کوره ووت. حبیبي لومړی ایران ته ځان ورساوه او بیا یې له قاچاقچي سره هوکړه وکړه چې د «۲۱۰۰ ډالرو» په بدل کې به هغه استانبول ته رسوي. هغه وایي چې توانېدلی وو له ماکو پولې تېر شي، خو د اغرې ولایت په چالګران سیمه کې چې د ایران او ترکیې پولې ته نږدې پرته ده، د ترکیې د پولیسو له لوري ونیول شو.
دې پناه غوښتونکي ویلي چې د ترکیې پوځیانو به په بېلابېلو وسیلو سره نیول شوي کسان شکنجه کول. صفت حبیبي افغانستان انټرنشنل ته هغه انځورونه هم راستولي چې په کې د هغه د بدن ځینې برخې زخمي او سر و مخ یې په وینو لړلی دی. هغه وایي، پولیسو به د اوسپنیزو شیانو څخه د بدن د غوڅولو او ډبولو لپاره ګټه اخیستله. د دې تر څنګ به یې کډوال په ګرمو اوسپنو هم داغل.
د حبیبي په وینا، پوځیانو به د نورو ډیرو بې رحمانه طریقو لکه په لرګیو او د ټوپک په کونداغونو وهل، په تودو اوسپنو یې بدنونه ورسوځول او په خوله کې به یې ورته خاورې اهم اچولې. هغه زیاتوي: «کله چې خوله له خاورو ډکه شي، د انسان ستونی وچ وي او تږې کېږي چې بیا د خپلې خولې لیاړې هم نشي تېرولی. مونږ به له هغوی اوبه وغوښتلې خو نه یې راکولې، بیا یې له پولې راواړولو او د ایران په خاوره کې یې خوشې کړو».
صفت وویل، د دوی د لارې یو ملګری، چې د تهران په یوه خوابګاه(د مسافرو دمه ځای) کې یې ورسره پېژندلي و، د ترکیې پولیسو د ډیرې شکنجې له امله دومره ژور ټپي شوي و، چې حتاء په لار یې مزل نشو کولی. هغه هم د حبیبي همنامی صفت نومېدو او ۱۸ کاله یې عمر درلود. صفت د بغلان اصلي اوسېدونکی و او د ډیرې شکنجې او ژورو ټپونو له امله یې په نیمه لار کې خپل ژوند له لاسه یې ژوند بایلود.د حبیبي په خبره: «موږ ونشول کولی چې هغه له ځان سره ایران ته راوړو».
په هغه ویډیو کې چې دغه پناه غوښتونکي افغانستان انټرنشنل ته رالېږلې ده، لیدل کېږي چې د یوه ځوان جسد په دښته کې پروت دی او د حبیبي په وینا دا د ماکو ولسوالۍ سیمه ده. په ویډیو کې ښکاري چې یو بل پناه غوښتونکي د مړ شوي تن لاس نیولی او وایي: «زه ټپې یم او دا مړ شوی دی، زه نشم کولی چې دده جسد له ځان سره یوسم».
عبدالرحمن چې په دې سفر کې د صفت سره یوځای و، زیاتوي چې مړ شوي پناه غوښتونکي ورته ویلي وو چې په افغانستان کې ورته د کار فرصت نه و، ترڅو د ده په کورنۍ شته پورونه خلاص کړي، نو له همدې امله اړ شو چې بل هېواد ته لاړ شي. هلته کار وکړي او د خپلې کورنۍ پورونه پرې خلاص کړي.
حبیبي یوه بله ویډیو هم افغانستان انټرنشنل ته رالېږلې ده چې په کې هغه او د هغه ملګري د قاچاقچیانو له لوري د ماکو د پولي په صفري سیمه کې د چمتو شوې خوابګاه (مسافرو دمه ځای) ته د راستنېدو وروسته ښکارېږي. په دې ویډیو کې د صفت حبیبي په ګډون لږ تر لږه درې پناه غوښتونکي چې مخونه او سرونه یې په وینو ککړ دي لیدل کېږي. په ویډیو کې د رحیمي مخ په بشپړه توګه په وینو ککړ دی او یو ملګری یې وایي چې دده پښې او لاسو هم مات شوي دي. همدا راز د عبدالرحمن په ملا د سختو شکنجو نښې هم ليدل کېږي.
صفت حبیبي وایي، چې ایران ته له رسېدو وروسته، هغه دومره پیسې نلرلې چې روغتون ته لاړ شي، نو له همدې امله د شکنجې وروسته د درملنې له خدمتونو بې برخې شو.
د طالبانو له ویرې تښتیدلې نجلۍ؛ د ترکیې پر پوله د مرمیو ښکار:


په هغه ورځو کې چې طالبانو د افغانستان ښارونه په یو بل پسې نیول، صنم (مستعار نوم)۱۶ کلنه له خپل ورور رستم (مستعار نوم) سره چې ۲۰ کلن و پرېکړه وکړه چې افغانستان پرېږدي، ځکه دوی د طالبانو د سختو قوانینو لاندې د ژوند تجربه نه درلوده. دوی وویل، طالباني فکر یې پېژانده او له همدې امله د د دغه ډلې د بیا واک ته رسېدو څخه یې ویره لرله.
دوی په تهران کې د یوه قاچاقچي سره هوکړه وکړه چې د ۴۵۰۰ ډالرو په بدل کې دوی دواړه استانبول ته ورسوي. د ۲۰۲۱ کال د سېپټمبر په ۲۰مه دواړو د شاوخوا ۲۰۰ پناه غوښتونکو په ګډون، د ایران د غربي ولایت اذربایجان اړوند چالداران پولې ته ورسېدل.
صنم وویل چې څو شپې یې د قاچاقچانو د خوابګاه په هغو کوټو کې چې له ۶۰ تر ۷۰ تنو په کې ساتل کېدل، په تهران او چالداران پوله کې تېرې کړې. او بیا شاوخوا ۳۰۰ کسانو د «گیم وهلو» لپاره حرکت وکړ، «ګیم، یو اصطلاح ده چې مسافر او قاچاقچیان یې د پولو څخه د غیر رسمي تېرېدو لپاره کاروي».
د صنم په وینا، قاچاقچیانو د ۳۰۰ تنو کډوالو ډله په څو کوچنیو ډلو ووېشله او د پولي پر سر یې له هغوی وغوښتل، تر هغه چې نه وي وژل شوي، په شا به نه راګرځي او په مخه به روان وي.
صنم او ورور یې د اغزنو تارونه څخه د تېرېدو وروسته یو کانال ته ورسېدل او د دې لپاره چې د پوله ساتو ځواکونو د ټوپکو له ګولیو خوندي پاتې شي، ځانونه یې په کانال کې وغورځول.
صنم وایي: «موږ په کانال کې تر ډیره ځایه مخکې لاړو او هر چیرته چې به مو وغوښتل چې له کانال څخه راووځو نو پر موږ به یې د ډزو باران جوړ کړ، مونږ به بیا ځانونه وغورځول او منډې به مو پیل کړې».
رستم چې د صنم ورور دی وویل، ژور خپګان باندې اخته شول او له ویرې مخ په تېښته وو. هغه نه دی پوه شوی چې صنم د پولې په کومه برخه کې د پوله ساتو ځواکونو په ډزو ولګیده. خو د کانال په تنګه او تیاره لاره کې صنم خپل ورور ته وویل چې پښه یې درد کوي. خو کله چې د هغه ورور د موبایل په تته رڼا کې د هغې پښه وليدله نو پوه شو چې پښه یې په ډزو لګېدلې ده. رستم د خپل سفر له چمدان (د سفر غوټه) څخه واسلین او یو ټوکر راواخيست او د خپلې خور پښه یې وتړله او هڅه یې وکړه چې د ګوګل د اف لاین لارښود په کارولو سره نږدې کلي ته ځانونه ورسوي. په وروستیو کې دوی په دې وتوانېدل چې تیاره او تنګ کانال څخه ووځي او د سیند تر خوا یوه نېژدې کلي ته پناه یوسي.
دغو دوه پناه غوښتونکو کیسه کړې، چې د دغه وړوکي کلي اوسېدونکي د ترکیې کردان او ډیر مهربانه خلک وو، مونږ ته یې خواړه او صنم ته یې کردي لباسونه ورواغوستل.

د وهلو او ډبولو له امله د سترګې خرابیدل:


طالبانو د کابل د نیولو په لومړیو میاشتو کې د ۲۹ کلن صبور کچکن(مستعار نوم) پر سر توره کڅوړه ورکش کړه او هغه یې له ځان سره یووړ. صبور وایي، چې کله یې سترګې ورخلاصې کړلې نو پوه شو چې د طالبانو په زندان کې دی. هغه زیاته کړه، طالبانو هېڅ وضاحت ورنکړ چې دی یې په کوم تور نیولی دی.
دا پخوانی زنداني چې له طالبانو څخه ازاد شو، د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۲۴ مه نېټه ترکیې ته روان شو. قاچاقچي ورسره ژمنه کړې وه چې د ۱۱۰۰ امریکایي ډالرو په بدل کې به یې له ایران څخه استانبول ته رسوي. هغه د کرکوش یا قرقوش له پولې تېر شوی و، خو د ډېسمبر په لومړۍ نېټه د ترکیې د وان ولایت په همدې سیمه کې د ترکیي پوځیانو لخوا ونیول شو.
هغه وايي چې شاوخوا ۲۴ ساعته د ترکیې د پوځ برمته کړی و او په دې موده کې په دوامداره توګه شکنجه هم شو. د صبور په وینا، د ترکیې د پوځ سختې شکنجې ددې سبب شوې چې سترګه یې ژوره توګه ټپي شي. وروسته د ترکیې پوله ساتونکو ځواکونو هغه بېرته ایران ته ستون کړ. سترګه یې په ایران کې دوه ځله عملیات شوه. لومړی د قاچاقچانو په خوابګاه کې د یوه ډاکټر لخوا چې په غیر رسمي توګه یې مرسته کوله او دویم ځل په تهران کې د فارابي د سترګو په تخصصي روغتون کې.
افغانستان انټرنشنال هغه روغتیایي اسناد لیدلي چې ښيي د فارابي د سترګو فوق تخصصي روغتون په تهران کې د جدي په ۱۴ مه د صبور سترګه عملیات کړې ده.
په یوه رسمي لیک کې چې د فارابي د سترګو روغتون څخه د ایران د پاسپورټ ادارې ته استول شوی دی، ویل شوي چې صبور «د ډبولو او د سترګې د ژورو ټپونو له امله جراحي عملیات تر سره شوی او باید تر دوه اوونیو پورې یې په دې روغتون کې درملنه وشي». په دې لیک کې روغتون له پاسپورټ ادارې څخه غوښتي چې د صبور پاسپورټ تمدید کړي.

لادرکه شوي کسان:


فضلاحمد احمدزی ۳۷ کلن دی. د ۱۴۰۲ کال د لړم په ۱۹مه نېټه د جمعې په ورځ خپلې کورنۍ ته چې د لوګر ولایت د کډوالو په ښارګوټي کې اوسېږي، خبر ورکړې و چې د ایران له پولو د ترکیې خاورې ته ننوتلی دی. دا د احمدزي وروستی پیغام و چې کورنۍ یې پر واټساپ ترلاسه کړی او له دې پیغام وروسته یې هېڅ درک معلوم نشو.
د احمدزی کورنۍ وايي، چې د هغه څلور لوڼې او یو زوی د ۱۴ میاشتو راهیسې د پلار په اړه هېڅ ډول معلومات نه لري او ژوند یې خورا تریخ شوی دی. د هغوی پلار په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو وروسته د فقر او بې کارۍ له امله د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته روان شوی و.
هغه خپل سفر د لړم میاشت کې پیل کړی و. هغه په ایران کې لس ورځې تیرې کړې له هغه سره یوه قاچاقچي ژمنه کړې وه چې هغه به روغ رمټ استانبول ته ورسوي او بیا د ترکیې د پولو په لور روان شو.
د فضلاحمد احمدزی کورنۍ د افغانستان وروستۍ کورنۍ نه ده چې خپل زوی یې د ایران په پولو کې له لاسه ورکړی دی. تقریباً دوه میاشتې وروسته له دې پیښې د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۲ کال د مرغومي په ۱۱مه چې د ۲۰۲۴ کال د نوي کال د چشن سره سمون خوري شل کلن ځوان عبدالحکیم نظري د قاچاقبرانو او نورو پناه غوښتونکو سره یو ځای په ډله ییزه توګه د ایران شمال لوېدیځ ماکو پولې ته روان شول.
دا دی یوه کال تېریږي چې د عبدالحکیم نظری سپین سرې مور په تاله و برفک ولسوالۍ کې، چې د بغلان ولایت د مرکز په جنوب لوېدیځ کې پرته ده، د خپل زوی د راتلو په تمه سترګې پر لاره ده. د هغه کورنۍ څو ځله د قاچاقچیانو او د عبدالحکیم ملګرو سره خبرې کړي چې د دوی سره مرسته وکړي تر څو خپل زوی ومومي. هغوی ورته ویلي دي چې عبدالحکیم د ایران او ترکیې ترمنځ د ماکو په ولسوالۍ کې د پولې له دیواله تېر شوی و، خو له هغه وروسته هیڅوک نه پوهېږي چې عبدالحکیم څه شو.
په همداسې یوه بله قضیه کې د محمد شریف انصاري په نوم اتلس کلن ځوان چې د کابل د ده سبز ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی، د ۱۴۰۲ کال د وري په ۷مه په کابل کې له خپل کور څخه د ایران پر لور سفر پیل کړ. هغه ۱۳ ورځې وروسته له پولې څخه د تېرېدو پر مهال د ترکیې د وان په سیمه کې ورک شو. میر مسعودالله انصاري د محمد شریف انصاري پلار چې غریو نیولی و، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې قاچاقچیانو ورسره ژمنه کړې وه چې ځوی به یې ترکیې ته روغ رمټ ورسېږي. هغه افغانستان انټرنشنل ته د قاچاقبرانو د امضا شوي قرارداد یوه نسخه هم رالېږلې ده چې پکې د شاهین په نوم یو قاچاقچي د ۱۴۰۲ کال د حمل په ۶مه د محمد شریف انصاري د کورنۍ سره په دې اړه هوکړه کړی وه چې د هغه ځوی به له کابل څخه تر آلمان پورې ورسوي.
په دغې غیر رسمي تړون کې راغلي چې شاهین(قاچاقچي) به محمد شریف انصاري د افغانستان د نیمروز له پولې څخه تر استانبول، چې په شمال لوېدیځه ترکیه کې پروت دی، د ۲۰۰۰ امریکایي ډالرو په بدل کې انتقالوي. د دې تړون پر بنسټ، محمد شریف انصاري به د استانبول څخه جرمني ته له رسېدو وروسته ۶۰۰۰ امریکایي ډالر باید شاهین ته ورکړي.
افغانستان انټرنشنل د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت داسې رسمي مکتوبونه ترلاسه کړي دي چې په کې څرګندېږي، افغان کورنیو د خپلو لادرکه شويو اولادونو د برخلیک په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو په هیله دغه وزارت ته مراجعه کړې ده.
په یوه مکتوب کې چې د ۱۴۰۳ کال د قوس په ۲۸مه نیټه صادر شوی، د یو کس حمدالله د لادرک کېدو په اړه معلومات ورکړل شوي دي. شعیب بریالي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو رییس په دې مکتوب کې د افغانستان سفارت ته په تهران کې لیکلي دي چې: «محترم احمدالله ولد همایون، د میدان وردګو اصلي اوسېدونکی چې اوس مهال د کابل د پنځمې ناحیې اوسېدونکی دی، په خپل غوښتنلیک کې دا تحریر کړې ده چې د هغه ورور حمدالله ولد همایون چې د مور نوم یې ګل غوټۍ دی، د ۲۰۲۲ کال د ډېسمبر په ۲۴مه د کار او غریبۍ په موخه ترکیې ته روان و. هغه په ماکو کې د ایران او ترکیې د پولو په اوږدو کې لادرکه شوی دی او تر دې مهاله د هغه د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نه لرو او نه یې هم د خپل کورنۍ سره اړیکه نیولې ده».
په دغه مکتوب کې د طالبانو سفارت څخه غوښتنه شوې چې د حمدالله په لټولو کې همکاري وکړي. د ورکو شويو کسانو برخلیک ممکن د ګڼو دلیلونو له مخې له ننګوونو سره مخ دي. یو احتمال دا دی چې د ترکیې یا ایران د پوله ساتو ځواکونو لخوا نیول شوي او بندیان وي، چې له امله یې د هغوی اړیکې د خپلوانو سره پرې شوي او کورنۍ یې د هغوی د وضعیت په اړه بې خبره دي. همدارنګه ځینې یې ممکن د قاچاقبرانو په دام کې ښکیل شوي او نورو سیمو ته لیږدول شوي یا په سختو شرایطو کې پرېښودل شوي وي. طبیعي پېښې یا په خطرناکو لارو تګ هم ممکن د خلکو د لادرک کېدو لامل وي، یا دا چې هغوی په لرې پرتو سیمو کې ورک شوي وي او نه شي کولی چې د خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي.
بل احتمال دا دی چې دغو ورکو شویو کسانو په خپل سفر کې د شکنجې، فزیکي ستونزو، خوارځواکۍ یا د اوبو د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وي، یا هم هغوی غیرقانوني فعالیتونو او جبري تګ ته اړ کړلی شوي وي. همدارنګه، د فني ستونزو له امله د اړیکو پرېکیدل یا د غیر رسمي بانډونو او د انسانانو د قاچاق مافیا لخوا تښتول کیدل هم د ورک شويو کسانو د لادرک کېدو بل دلیل کیدی شي. په ټوله کې د دې پناه غوښتونکو وضعیت پیچلی دی او د هغوی برخلیک وړاندوینه په دقیقه توګه نه شي کیدای.









یرغمل نیونه:


د افغانستان انټرنشنل موندنې ښیي چې د ایران–ترکیې په لاره کې د افغان پناه غوښتونکو یرغمل نیول او انسان تښتونه د دغې سیمې عامې پېښې دي.
په دغو پېښو کې یوه یې د عزت الله رحیمي سره شوې ده، هغه ۲۴ کلن او د فاریاب ولایت اصلي اوسېدونکی دی. نوموړي د ۱۴۰۲ کال د غویي په میاشت کې غوښتل چې له ایران څخه ترکیې ته لاړ شي، خو په لار کې د انسان تښتوونکو په منګولو ته ولوېد او یرغمل شو.
عزت الله رحیمي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دی او اوه تنه نور په ټولیزه توګه ۹ ورځې د ایران په شمال لوېدیځ کې د اذربایجان ولایت د شوط ولسوالۍ د غرونو په یوه غار کې د یرغمل نیونکو لخوا شکنجه شوي دي.
هغه وویل چې انسان تښتونکو زما او زما د نورو ملګرو د شکنجې ویډیوګانې ثبت کولی او بیا به یې دغه ویډیوګانې زمونږ کورنیو ته استولې، ترڅو هغوی پرې اړ کړي چې پیسې ورواستوي.
افغانستان انټرنشنل هغه انځورونه او غږیز کلېپونه څېړلي چې انسان تښتونکو د دغو ۹ ورځو په لړ کې د عزت الله کورنۍ ته لېږلي وو، ترڅو هغوی دې ته مجبور کړي چې یرغمل نیونکو ته باج ورکړي.
په دغو انځورونو کې لیدل کېږي چې انسان تښتونکو د دغو افغان کډوالو پښې، لاسونه او غاړه په ځنځيرونو ور تړلې دي او همداشان یې د هغوی سترګې هم ورپټې کړي دي.
په یوه غږیز کلېپ کې چې انسان تښتونکو د عزت الله کورنۍ ته راستولی و، اورېدل کېږي چې عزت الله په ژړا سره په ترکمني ژبه د خپل ورور سره خبرې کوي او ورته وایي چې له چا دې پور واخلي، خو انسان تښتونکو ته دې پیسې ورکړي. هغه زیاتوي چې له خوشې کېدو وروسته به خپل بډوډي خرڅ کړي او د کورنۍ ټول پورنه به ادا کړي.
بالاخره د عزت الله کورنۍ ۳۵۰۰ ډالر د تتر ډیجیټل پیسو له لارې انسان تښتونکو ته ورولېږلې ترڅو خپل زوی راخوشې کړي. عزت الله رحیمي وویل چې له یوه تن پرته د نورو اوو کسانو کورنۍ مجبورې شوې چې یرغمل نیونکو ته باج ورکړي.
د باج له ترلاسه کولو وروسته انسان تښتونکو دوی په یوه پیژو(د ایران جوړ کرولا ډوله موټر) کې سپاره کړل او شوط ولسوالۍ په یوه کوڅه کې یې خوشې کړل. عزت الله وویل، چې په دغو ۹ ورځو کې انسان تښتونکو دوی د ټوپک په وسیله ویرول او په بېلابېلو ډولونو یې شکنجه کړي دي.
انسان تښتونکو هغوی په دغو ۹ ورځو کې په لوږه کې ساتلي وو او کله ناکله به یې هغوی ته لږ بېسکټ او اوبه هم ورکولې. د عزت الله رحیمی په وینا، له انسان تښتونکو څخه تر خوشې کېدو روسته هغه او ملګرو یې د ایران پولیسو ته ځانونه وسپارل، چې پولیسو هغوی د کډوالو یوه کمپ ته یوړل.
په یوه رسمي سند کې چې افغانستان انټرنشنل لیدلی، د ایران د پولیسو د کډوالو او پاسپورټ رییس علي ذوالقدري د ۱۴۰۳ کال د ثور په ۲۶ نېټه د عزت الله رحیمي هغه پاسپورټ کې د انسان تښتونکو سره پاتې شوی و، ناچله اعلان کړی او هغه ته یې د تګ لپاره د سند ورکولو حکم کړی دی.
افغانستان انټرنشنل یو لړ داسې اسنادو ته لاسرسی پېدا کړی چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لارې د ایران ــ ترکیې په پولو کې د یرغمل نیونې ګڼ شمېر پېښې تاییدوي.
په یوه بېلګه کې په ایران کې د طالبانو سفیر فضل محمد حقاني د ۱۴۰۳ کال د زمري په ۹مه نېټه رسمي مکتوب د یوه افغان نصرت الله په اړه چې د فقیر محمد زوی دی، د یرغمل نیول کېدو په تړاو په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته استولی دی. په دغه مکتوب کې ویل شوي چې د افغانستان سفارت په تهران کې د دې افغان وګړي د یرغمل نیول کېدو موضوع د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلې او که هر ډول ځواب ترلاسه کړي، کابل ته به خبر ورکړي.
په مشهد کې د طالبانو کونسل: تهران د یرغمل نیونکو شبکو پر وړاندې پرېکنده اقدام نه کوي
په یوه رسمي لیک کې چې عبدالجبار انصار په مشهد کې د افغانستان پخوانی قونسل د ۱۴۰۲ کال د مرغومي په ۲۶مه نېټه په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته استولی، لیکلي چې تهران د هغو شبکو سره چې افغانان یرغمل نیسي جدي چلند نه دی کړی.
په دې لیک کې راغلي: «په وروستیو کلونو کې د ځوانانو د پراخې کډوالۍ له امله، یو شمېر د یرغمل نیونې شبکې جوړ شوي چې په ګڼو پلمو افغانان غولوي او تر خپلو ټاکلو پټو ځایونو یې راولي او بیا یې له کورنیو څخه د پیسو غوښتنه کوي».
د دې سند پر بنسټ «د ترسره شوو هڅو سره سره، د دې ډول غولونکو او یرغمل نیونکو شبکو پر وړاندی جدي قضایي چلند نه دی ترسره شوی او دغه ستونزه نوره هم پېچلې او لمن یې لا براخه شوې ده».




د بېرته ستنیدونکو د پنډغالي وضعیت:


لسګونه پناه غوښتونکي چې د ترکيې د کډوالۍ په کمپونو کې اوسېدلي دي، افغانستان انټرنشنل ته په دغو پنډغالو کې د شخصي وسایلو اخیستل لکه ګرځنده ټلیفون، خوړو ته لاسرسی، روغتیایي وضیعت، له کورنیو جلا کول او همداراز په خوړو کې د جنسي هوس راکمولو دواګانو اچولو په شمول د بدسلوکۍ شکایتونه کړي دي.
دغو پناه غوښتونکو ویلي، چې په کمپونو کې کډوال د بندخونې په څېر شرایطو لاندې ژوند کوي چې د خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې دي.
په ترکیه کې یوه افغان پناه غوښتونکي محمد نعیمي (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلې ويډیو کې، چې د ۲۰۲۴ کال د ډېسمبر په اخېر کې ثبت شوې، د ترکیې د ایواجیک د کډوالو په پنډغالي کې چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ چاناک قلعه ښار ته نږدې پروت دی، د افغان پناه غوښتونکو حال ښکاره کېږي. په دې ویډيو کې ښکاري چې یو ماشوم د خپل پلار په غېږه کې دی او د بد وضیعت له امله یې روغتیایي حالت خراب شوی.
ویډیو جوړونکی وایي: « دا وګورئ، دا د ایواجیک کمپ دی او دا کوچنی ماشوم شدیده تبه او زړه بدوالی لري. پلار او مور یې پولیسو ته ورغلل او ورته یې وویل چې باید یو څه وکړي، که نه نو ماشوم به یې مړ شي، خو پولیسو ورته سپکې سپورې وکړې او له هغه ځایه یې راوشړل».
د نعیمي په وینا، چې دغه کوچنی ماشوم له شاوخوا دوه اونیو راهیسې ناروغ و، پولیسو یې د مور او پلار په څو ځله غوښتنو هم هغه روغتون ته ونه لېږدولو. هغه وايي، د دغه ماشوم ناروغي دومره جدي شوه چې پناه غوښتونکي اړ شول مظاهره وکړي چې وروسته له اعتراض څخه مسوولینو هغه روغتون ته ولېږدوه.
په یوه بله ویډیو کې چې ښاغلي نعیمي، افغانستان انټرنشنل ته رالېږلې ده، ښکارېږي چې ګڼ شمېر پناه غوښتونکي تر یوه چت لاندې خورا په یوه تنګ ځای کې ویده کېږي.
محمد نعیمی چې په دې وروستیو کې له ایواجیک د کډوالو له پنډغالي څخه خوشې شوی، له موږ سره یې په یوه مرکه کې وویل: «یوازې دومره ویلای شم چې په ترکیه کې حیوانات د هغو پناه غوښتونکو په پرتله چې په کمپونو کې ساتل کیږي، زیات حق او احترام لري.» هغه زیاته کړه چې پنډغالي د یوې پنجرې په شان ښکاري. مسوولین هره ورځ یوازې یوه ډوډۍ او پنځه ګرامه پنیر ورکوي او د دې په بدل کې له پناه غوښتونکو سره بدسلوکي کوي. محمد نعیمي وویل، په هغو ۴۵ ورځو کې چې د ترکیې د پناه غوښتونکو په کمپ کې یې تېرې کړي، د یو ځل لپاره یې هم د حمام کولو فرصت ندی ترلاسه کړی.
بهشته یوه افغانه پناه غوښتونکې ده چې د ترکیې په ازمیر ښار کې د فرماندارۍ په نوم مرکزي پنډغالي کې پرته ده. دا د بېرته ستنولو کمپ د ایجه سمندرګي په ساحل کې پروت دی، هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د باسکټ بال په یوه میدان کې نږدې ۸۰۰ نته ژوند کوي.
بهشتې زیاته کړې، کله چې مکملې کورنۍ ونیول شي، نو ښځې، ماشومان او سړي سره جلا کړي او له جلا کېدو ورسته په بېلا بېلو خونو کې په جلا توګه ساتل کېږي. هغې وویل چې د ازادېدو په وخت کې هم د کورنۍ ټول غړي په جلا جلا توګه خوشې کېږي.
په یوه ویډیو کې چې بهشتې افغانستان انټرنشنل ته راستولې، ښکاري چې د د کمپ د دېوالونو پر سر اغزن تارونه تړل شوي دي. پناه غوښتونکي وايي، د ترکیې چارواکي په کمپونو کې په دې کچه بدسلوکي او ربړول کوي چې کډوال مجبور شي پخپله خوښه د ستنېدو پر پاڼو لاسلیک وکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ په یوه رسمي برېښنالیک کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې هغه افغانان چې ترکیې ته رسېږي، د دې هیواد د ملي قوانینو پراساس د نړۍ وال ملاتړ د غوښتنې حق لري. په دې ایمیل کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري له دې کسانو سره د اړتیا پر مهال مستقیمه مداخله یا د حقوقي مشورو په مرسته ملاتړ کوي. دغې ادارې زیاته کړې چې د ټولو هغو کسانو ملاتړ کوي چې د مشورې له لارو، د ملګرو کمیساریو او نورو اړیکپاله چینلونو له لارې له دوی سره اړیکه نیسي.
په دې ایمیل کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري په ایران کې د بې ځایه شویو افغانانو سره هم د حقوقي مرستو او نورو ملاتړو چوپړونو، لکه نغدي مرستې، د روغتیايي بیمې لګښتونو د یوې برخې ملاتړ او د ایران د حکومت له خوا د روغتیا، ښوونې او ژوند د معیارونو پروګرامونو ملاتړ هم پکې شامل دی.
له ترکیې څخه د افغان پناه غوښتونکو په ستنید کې د اروپايي ټولنې رول:
یو څېړنیز راپور چې مخکې د لایټ هوس ریپورټ ادارې په همکارۍ د څو نړۍ والو رسنیو لخوا ترتیب شوی و، ښيي چې اروپایي ټولنې له ترکیې څخه د کډوالو د بېرته ستنولو د سېسڼم تمویل لپاره سلګونه میلیونه یورې ځانګړې کړې دي. په دې پروسه کې، سوریایي او افغان پناه غوښتونکي نیول شوي، شکنجه شوي او حتی وژل شوي هم دي.
د لایټ هوس ریپورټ څېړنو ښودلې چې د اروپایي ټولنې ۲۱۳ میلیونه یور د ترکیې په حدودو کې د شاوخوا ۳۰ د ستنیدونکو مرکزونو د جوړولو او ساتنې لپاره لګول شوې دي. په دې مرکزونو کې کډوال د روغتیايي امکاناتو له نشتون سره په سختو شرایطو کې ژوند کوي. همدا راز هېڅ ډول حقوقي مرستې ورسره نه کېږي او د شکنجو تر څنګ له ربړونو سره هم مخ دي. ځینې کډوال اړ کړلی شوي چې په خپله خوښه د بېرته تګ پر اسنادو لاسلیک وکړي.
په دې ورستیو کلونو کې د ترکیې د کډوالۍ ضد پالیسۍ د سختوالي له امله، دغه هېواد په سلګونه زره افغان او سوریایي کډوال بېرته ستانه کړي دي. که څه هم اروپایي ټولنه د دغو کډوالو بېرته ستنېدل خوندي نه ګڼي، خو اروپایي ټولنې، ترکیه د دغو کډوالو اروپا ته د تګ مخنیوي لپاره د یوې سټراټېژیکي سیمې په توګه غوره کړې ده او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره یې میلیاردونه یورو ورکړي دي.



