د طالبانو د استخباراتو ریاست کې زندانیانو ته ۳۱ ډوله شکنجې ورکول کیږی

د افغانستان انټرنشنل – پښتو د څېړنو له مخې، د طالبانو د استخباراتو په عمومي او ولایتي ریاستونو کې تورنو اشخاصو ته ۳۱ ډوله بېلابېلې شکنجې ورکول کیږي.

په دغه راپور کې افغانستان انټرنشنل – پښتو له ۳۸ هغو کسانو سره خبرې کړې چې د طالبانو استخباراتو نیولي وو او هلته شکنجه شوي دي.

په راپور کې د طالبانو د چارو ادارې د عرایضو ریاست د عریضو پر بنسټ هم معلومات راټول شوي، چې له زنداني کېدو وروسته یو شمېر خوشې شویو کسانو دې ادارې ته عریضې کړې چې بې موجبه زنداني شوي او سخت شکنجه شوي دي.

د چارو ادارې د عرایضو ریاست ته ۱۲۱ بېلابېلو هغو اشخاصو عریضې کړې، چې له جرمي ثبوت پرته نیول شوي او بېلابېلې شکنجې ورکول شوې دي.

په دغو عریضو کې د شکنجو یادونه شوې او د طالبانو له ریاست الوزرا څخه غوښتل شوي دي، چې د دوی د شکنجه کېدو عوامل وڅېړي.

افغانستان انټرنشنل – پښتو له ۹ مېرمنو او ۲۹ هغو نارینه وو سره خبرې کړې دي، چې په تېرو دریو کلونو کې یې د طالبانو د استخباراتو په عمومي او ولایتي ریاستونو کې له یوې میاشتې تر ۲۶ میاشتو زندان تېر کړی.

هغه کسان چې په ولایتونو کې نیول شوي ۱۸ کسان یې له یو میاشتني زندان او شکنجې وروسته کابل ته لېږدولي او هلته بیا ځلي شکنجه شوي دي.

شپږو زنداني شویو د زندان پر مهال ۱۶ بېلابېلې شکنجې، ۱۹ کسانو د زندان پر مهال ۹ بېلابېلې شکنجې او پاتې دیارلسو تنو له دوو تر پنځو بېلابېلې شکنجې لیدلې دي.

په یادو ۳۸ کسانو کې پنځو کسانو ته د شکنجې پر مهال روغتون ته د وړلو اړتیا پېښه شوې، خو طالبانو یوازې دوه کسان روغتون ته وړي او د درېیو کسانو درملنه د استخباراتو د ریاستونو په داخل کې شوې ده.

په دغه راپور کې د امنیتي ملحوظاتو او بیا زنداني کېدو له امله د شکنجه شویو مستعار نومونه یاد شوي دي.

دغه کسان په کومو تورونو زنداني او شکنجه شوي؟

د طالبانو له نظام څخه بغاوت

د شپږ مېرمنو په ګډون ۱۶ کسان له طالبي نظام څخه د بغاوت په تور نیول شوي، چې له یوې تر ۲۶ میاشتو د طالب استخباراتو زندان یې تېر کړی دی.

پر یادو کسانو تور و، چې د طالبانو له نظامه بغاوت کوي او د طالبانو پر وړاندې خلک راپورته کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت، په یو شمېر حضوري غونډو کې ګډون او خبرې، له رسنیو سره مرکې، د بهرنیو سازمانونو په ټولپوښتنو کې ونډه اخستل او په طالب چارواکو پسې تبلیغات د طالبانو له خوا پر یادو کسانو اصلي تورونه بلل کېدل.

له دغو کسانو څخه اته هغه په کابل، درې په پنجشېر، دوه په بدخشان، دوه په مزارشریف او یو په بغلان کې د طالبانو د استخباراتو له خوا زنداني او ربړول شوي دي.

له بهرنیو رسنیو سره اړیکې

له ۳۸ زندانیانو څخه د یوې مېرمنې په ګډون اووه داسې کسان دي، چې له بهرنیو رسنیو سره د اړیکو په تور طالبانو زنداني کړي دي.

یادو اوو کسانو له درېیو اونیو تر څلورو میاشتو پورې وخت د طالبانو د استخباراتو په ریاستونو کې تېر کړی او په بېلابېل ډول شکنجه شوي دي.

په زنداني شویو کسانو کې څلور داسې کسان هم شامل دي، چې د پوښتنو او شکنجې پر مهال ورته ویل شوي چې له افغانستان انټرنشنل سره یې همکاري کړې او د خپلې سیمې معلومات یې ورکړي دي.

له دغو اوو کسانو څخه درې تنه په کابل، یو په ننګرهار، یو په پکتیا، یو په پروان او یو په کندهار کې د طالب استخباراتو له خوا زنداني شوي وو.

له داعش سره اړیکې

د طالبانو استخباراتو په دې ډله کې پنځه کسان له داعش سره د اړیکو په تور نیولي چې د دې ډلې د استخباراتو پر عمومي ریاست سربېره یې په ولایتي ریاستونو کې زندان او شکنجې لیدلي دي. یادو کسانو له دوو میاشتو تر ۲۱ میاشتو زندان او شکنجه تېره کړې ده.

پر دوی تور و، چې په خپله سیمه کې یې له داعش سره همکاري کړې او یا هم د داعش– خراسان ډلې غړيتوب لري. په دغو کسانو کې دوه تنه په کابل، دوه په کونړ او یو په ننګرهار کې د طالب استخباراتو له خوا زنداني شوي وو.

له مقاومت او ازادۍ جبهې سره اړیکې

د یادو نیول شویو کسانو په ډله کې شپږ کسان د طالبانو له مخالفو وسله والو ډلو «مقاومت او ازادۍ جبهو» سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.

دغو زنداني شویو کسانو د طالبانو د استخبارتو په ریاست کې له دوو تر ۲۵ میاشتو زندان او شکنجه تېره کړې او لیدلې ده. په یادو شپږو کسانو کې دوه مېرمنې، یو ۱۷ کلن ځوان او درې سړي شامل دي. په دوی کې پر یوه کس له مقاومت جبهې او پرپنځو نورو له ازادۍ جبهې سره د اړیکو او غړیتوب تور و.

په یادو زنداني شویو کسانو کې دوه په کابل، یو په پروان او درې په پنجشېر کې د طالب استخباراتو له خوا زنداني او شکنجه شوي دي.

د پخواني جمهوري نظام امنیتي ادارو کې دنده

د یوناما او نورو نړۍوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو له بیا واک ته رسېدا وروسته دې ډلې د پخواني جمهوري دولت سلګونه امنيتي کارکوونکي نیولي او شکنجه کړي دي. افغانستان انټرنشنل – پښتو له څلورو هغو پخوانیو نظامیانو سره خبرې کړې دي، چې د طالب استخباراتو له خوا نیول شوي او شکنجه شوي دي. دغو څلورو زنداني شویو پخوانیو نظامیانو له اتو میاشتو څخه تر ۱۹ میاشتو پورې زندان او شکنجه تېره کړې ده.

پر دغو کسانو تور و، چې د خپل منصب پر مهال یې طالبان وژلي خو له زندان او شکنجې تېرولو وروسته پر دوی کوم کره ثبوت نه دی پیدا شوی. په یادو څلورو کسانو کې دوه تنه په کندوز، یو په غزني او یو په لغمان ولایت کې نیول شوي، چې له ډلې یې درې کسان د لا ډېرو پوښتنو لپاره کابل ته استول شوي دي.

د شکنجو وخت او مکان

له زنداني شویو کسانو سره د افغانستان انټرنشنل – پښتو د مرکو پر بنسټ یادو کسانو ته په مختلفو وختونو کې شکنجې ورکړل شوې دي، خو د ټولو شریک وخت د ماسخوتن له نهو تر یوې بجې او د شپې له درېیو بجو نه د سهار تر لمانځه وختونو پورې شکنجې دي.

۲۵ زندانیانو ویلي چې له پوښتنو او ګروېږنو پرته هم شکنجه شوي او سزا یې لیدلې ده، خو ۱۱ زندانیان یوازې د پلټنو او پوښتنو پر وخت وهل شوي او شکنجه شوي دي.

۱۳ زندانیانو ویلي چې تر ۱۸ ساعتونو پورې هم په یو ځل شکنجه شوي او پاتې نورو وقفه يي شکنجه لیدلې ده. دغو زنداني شویو کسانو ویلي چې د شکنجې پر مهال له دریو تر نهو پورې طالبانو یو ځایي د دوی د شکنجې دنده پر غاړه لرله.

د شکنجو ډولونه

په لښتو او لرګیو وهل

 له زنداني شویو سره د مرکو پربنسټ د طالبانو د استخباراتو په ریاستونو کې بندیان په لښتو یا لرګیو په دوامدار ډول وهل کیږي، چې بدن یې ورسره ټپي کیږي. په دا ډول شکنجه کې زندانیان په لاسونو، پښو، ملا او کوناټیو وهل کیږي.

په دې شکنجه کې لومړی د ونو شنې لښتې په اوبو کې اچول کیږي او وروسته د یوې ناټاکل شوې اندازې له مخې لسګونه لښتې پوښتنخونې ته وړل کیږي او د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال زنداني پرې وهي.

د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار اوسېدونکی چې موږ یې د عطاالله په مستعار نوم یادوو وايي چې د روان ۱۴۰۳ ل کال د ثور په ۱۷مه نېټه په جلال اباد ښار کې داسې مهال نیول شوی، چې غوښتل یې له خپل کار ځای څخه کور ته لاړ شي.

نوموړی وايي چې لومړی د طالب استخباراتو له خوا د هغه سر ته یوه توره کڅوړه ور واچول شوه او بیا د استخباراتو ریاست ته یوړل شو.

د عطاالله په وینا، د استخباراتو په ریاست کې په لومړۍ شپه په لښتو او ډانګونو ووهل شو او پر ده تور و، چې له بهرنیو رسنیو سره یې همکاري کړې ده.

نوموړی وروسته له سل ورځني زندان څخه بېرته خوشې شوی خو دا مهال د درملنې لپاره پېښور ته تللی دی.

د عطاالله یو همکار افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې طالب استخباراتو عطاالله تر هغه له ځان سره ساتلی و، چې د بدن ټپونه یې ښه شول او د شکنجې نښې یې ورکې شوې خو د سر ټپونه یې وروسته له خوشې کېدو هم معلومېدل.

په یخو اوبو کې ډوبول

 په دې شکنجه کې بندیان په یخو اوبو کې ډوبوي، یا د بدن ځینې برخې یې په یخو اوبو کې ډوبوي، چې د شدیدې یخنۍ او درد لامل ګرځي.

د زنداني شویو په وینا، یو زنداني په یخ بېلر کې درول کیږي او یا هم وخت ناوخته یې سر په اوبو کې ډوبیږي چې د بندي د سا په اندازې پورې اړه لري.

درېیو زنداني شویو ویلي چې په اوبو کې د ډوبېدو پر مهال بې هوښه شوي او کله چې په هوښ راغلي بیا شکنجه شوي دي.

د کابل د خېرخانې اوسېدونکی چې موږ یې په خوشحال مستعار نوم یادوو، وايي، د ۱۴۰۲ لمریز کال د قوس میاشتې په ۷مه نېټه په کابل کې په خپل کور کې د طالب استخباراتو په چاپه کې نیول شوی و.

نوموړی وايي چې د نیول کېدو پر مهال طالب وسله والو په وسلو وواهه او له هغه وروسته نه دی پوی شوی چې کوم ځای ته یې وړی دی.

هغه زیاتوي چې له درېیو شپو او ورځو نامعلوم برخلیک وروسته په دې پوی شو چې د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې دی، خو پر دې نه پوهېده چې کوم ریاست کې زنداني دی.

خوشحال وايي چې په څلورمه شپه ترې طالبانو پوښتنې ګروېږنې پیل کړې او پر ده تور و چې له داعش – خراسان ډلې سره همکاري لري.

نوموړی زیاتوي چې په لومړۍ شپه د طالبانو له خوا د اوبو په یخ بیلر کې درول شوی و او په زور اقرار ته مجبورېده.

خوشحال وايي چې طالب استخباراتي پوښتونکو یې څو ځله سر هم په اوبو کې ډوب کړ او د سا بندولو هڅه یې کوله.

د خوشحال د تره زوی چې د کابل په یوه خصوصي ښوونځي کې معلم دی افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې نږدې ۲۱ ورځې یې په خوشحال پسې پلټنه وکړه او وروسته معلومه شوه چې د استخباراتو په ۴۹۸ ریاست کې چې په ۰۹۸ ریاست مشهور دی، زنداني دی.

نوموړی وايي چې له ۷۳ ورځو وروسته طالب استخباراتو هغه بېرته خوشې کړ.

خوشحال وايي چې هڅه یې وکړه، چې له افغانستان نه ووځي خو د اقتصادي ستونزو له امله ونه توانېد چې له افغانستان نه بهر لاړ شي.

د برېښنا شاکونه

 بندیانو ته په بدن یا ځانګړو برخو باندې برېښنايي شاکونه ورکول کیږي، چې شدید درد او د بدن غړو د شل کېدو لامل ګرځي.

د زندانیانو په وینا، د برېښنا شاکونه د ولو په منځ، په دواړو ورنونو او د پښو په غټو ګوتو کې ورکول کیږي چې پر شدید درد سربېره ذهني ګنګستیا رامنځته کوي.

د دغو زنداني شویو له ډلې یوې مېرمنې ویلي چې د برېښنا شاکونو پر مهال بې هوښه شوې او بې وخته ښځینه میاشتینۍ ناروغي یې پیل شوې وه.

د پروان یوه اوسېدونکې چې موږ یې د فرشتې په مستعار نوم یادوو، وايي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ په دویمه نېټه د شپې پر مهال د سرحوض په سیمه کې د ازادۍ جبهې له خوا د پخواني ډګروال جیلاني پر کور چې دا مهال پکې یو طالب قوماندان اوسېده، برید وشو.

نوموړې وايي چې له برید وروسته طالبان د دوی سیمې ته ورغلل او ټول کورونه یې تالاشي کړل او په دې جریان کې یې د نوموړې کور هم تالاشي کړ. فرشته چې یوه پخوانۍ څارنواله ده، وايي، طالبانو نوموړې له خپل ۱۳ کلن زوی سره ونیوله او د استخباراتو ریاست ته یې یوړه.

نوموړې وايي چې له شپږو ورځو رواني شکنجې وروسته یې کابل ته ولېږدوله او په لومړۍ شپه په لښتو ووهل شوه، د طالب وسله والو له خوا پرې د وسلو ګوزارونه وشول او په دویمه شپه برېښنايي شاکونه ورکړل شول.

فرشته زیاتوي چې پر دې له ازادۍ جبهې سره د اړیکو تور و او طالبانو ورته ویل چې په خپل کور کې یې د ازادۍ جبهې غړو ته ځای ورکړی و.

نوموړې وايي چې د شپې پر مهال یې د برېښنايي شاکونو یوې ځانګړې خونې ته ولېږدوله او لومړی وګواښل شوه چې که د ازادۍ جبهې د غړو په اړه معلومات ور نه کړي نو برېښنايي شاکونه به ورکړي.

هغه زیاتوي چې له ګواښونو وروسته یې د نوموړې د پښو غټو ګوتو پورې د برېښنايي شاکونو لینونه وتړل او څو پرلپسې شاکونه یې ورکړل. فرشتې وویل چې وروسته بیا پر خپل ځان نه ده پوهه شوې او کله چې له بې هوښۍ راپورته کېده بې وخته میاشتنۍ ناروغي یې هم پیل شوې وه.

د فرشتې په وینا، د زندان پر مهال یې له زوی احوال نه درلود خو کله چې له ۴۱ ورځو زندان وروسته کور ته لاړه خبره شوه چې زوی یې له اوو ورځو زندان وروسته خوشې شوی او په کور کې دی.

د هغې زوی افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د زندان پر مهال ورته ویل شوي وو چې مور یې د ازادۍ جبهې وسله والو ته جاسوسي کوي او ښايي د جاسوسۍ په تړاو اعدام شي.

فرشته دا مهال په کابل کې د خپل پلار په کور کې اوسي او له خپلې خور سره یو ځای د هغې د پلار د اچارو د جوړولو په کارخونه کې کار کوي.

پر پښو وهل

 په دې شکنجه کې بندیان د پښو پر تلیو په لرګي یا ډنډې سره وهل کیږي، چې د پښو درد، وینې بهېدنې او د پښو د تلیو د نسجونو د خرابوالي سبب ګرځي.

دا یوه عامه شکنجه ده چې  ۳۶ زنداني شویو ته ورکول شوې او دې سزا ته طالبان «پایه کاري» وايي.

د پکتیا د ګردېز اوسېدونکی چې موږ یې د حکیم خان په مستعار نوم یادوو، وايي چې د ۱۴۰۲ کال د وږي میاشتې په ۱۱مه نېټه لومړی د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وغوښتل شو او بیا پسې طالب استخباراتو ونیوه.

نوموړی وايي چې له نیول کېدو سره سم د پکتیا د استخباراتو په ریاست کې له پښو او لاسونو وتړل شو او د پښو تلي یې پر ډانګیو ووهل شول.

هغه وايي چې د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې پرته له دې چې ترې ځانګړې پوښتنې وشي ورته ویل شوي وو چې دی له بهرنیو رسنیو سره همکاري لري او دومره ووهل شو چې پر پښو ګرځېدل ورته سخت وو.

حکیم خان زیاتوي چې له ۳۴ ورځو زندان او شکنجې وروسته د یو شمېر منځکړو په منځګړیتوب او ضمانت خوشې شو، چې دا مهال د کابل په یوه خصوصي شرکت کې کار کوي.

هغه وايي چې طالب استخباراتو پرې شرط اېښی و چې پخوانۍ دنده به پرېږدي.

د حکیم خان ورور چې دا مهال په عرب اماراتو کې اوسیږي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د خپل ورور د خلاصون په موخه یې اووه زره ډالره رشوت ورکړی دی.

جنسي الې ته فشار ورکول

د شکنجې په دې ډول کې د بندیانو جنسي الې ته فشار ورکول کیږي، چې نه یوازې جسماني درد بلکې رواني فشار هم پېدا کوي.

په یادو ۳۸ زندانیانو کې دوو زندانیانو ویلي چې جنسي الو ته یې د طالب پوښتونکي په لاس فشار ورکړل شوی او د فشار پر وخت یې له دوی پوښتنې کړې، چې که یې ددوی په خوښه ځواب نه وایه فشار به یې لا هم ډېراوه.

د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون یو پخوانی همکار چې دا مهال د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کوي، ویلي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته خپلې دندې ته ستون شو او نږدې اته میاشتې یې د طالبانو په اداره کې کار وکړ.

نوموړی وايي چې یوه ورځ ورته د ملي راډیو تلویزون د پخواني رییس احمد الله وثیق له خوا پر واټس اپ پیغام لېږل شوی و، چې عاجل له دفتر څخه ووځي، خو کله چې دی له دفتره ووت په دروازه کې د استخباراتو له خوا ونیول شو او سر ته یې کڅوړه ور واچوله.

د ملي راډیو تلویزون دغه پخوانی همکار چې موږ یې د احسان په مستعار نوم یادوو، وايي چې د طالبانو نوییم ریاست ته ولېږدول شو.

پر هغه تور و، چې د طالب مشرانو پسې منفي تبلیغات کوي او له یو شمېر بهرنیو کړیو سره په اړیکه کې دی.

احسان وايي چې د شکنجې پر مهال یې طالب پوښتونکو جنسي اله په لاس کې نیولې وه او شدید زور یې ورکړی چې له امله یې د شدید درد او بې هوښۍ حس کړی دی.

احسان د طالب استخباراتو له خلاصون وروسته پاکستان ته لاړ او له هغه ځایه د ایس ای وي په پروګرام کې امریکا ته راغلی دی.

د افغانستان د ملي راډیو تلویزون یو کارکوونکی د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې د ملي تلویزیون لپاره د طالبانو رییس احمد الله وثیق له ۲۶ ورځو وروسته احسان د طالب استخباراتو له زندان څخه خلاص کړ. د نوموړي په خبره د زندان پر مهال احسان د افغانستان له ملي راډیو تلویزیون څخه منفک شوی و.

په جنسي الې پورې وزن تړل

بندیانو ته په جنسي الې پورې وزن تړل کیږي، چې شدید درد، د غړو کمزوري او شرم او تکلیف لامل ګرځي.

په مرکه شویو زنداني شویو کې درې داسې کسان هم دي چې د پوښتنو پر مهال یې لوڅ کړي، په جنسي الو پورې یې وزن ور تړلی او هغوی یې په زوره درولي دي. یادو درېیو کسانو ویلي چې د دې شکنجې پر مهال یې ټول هغه تورونه قبول کړي چې دوی نه وو کړي خو وروسته یې د طالبانو قاضي ته ویلي چې اقرار ترې په داسې حال کې اخستل شوی چې په جنسي الو پورې یې وزن تړل شوی و.

د بدخشان د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکی چې موږ یې د حمید الله په مستعار نوم یادوو، وايي چې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد له لاریونونو څخه وروسته د ۱۴۰۳ کال د غويي میاشتې په ۲۷مه نېټه له خپل کور څخه ونیول شو.

نوموړی وايي، چې له نیول کېدو وروسته په بدخشان کې د طالبانو د استخباراتو ریاست ته ولېږدول شو او له وهلو ډبولو وروسته یې یوه شپه د پوښتنو لپاره ځانګړې خونې ته ولېږداوه.

حمید الله وايي چې پر نوموړي تور و، چې د طالبانو له نظام څخه د بغاوت لپاره یې خلک راپورته کړي او لاریونونه یې کړي دي.

هغه وايي چې د شپې په ۱۲ بجو یې د هغه په جنسي الې پورې وزن وتاړه او هغه یې په وهلو ودراوه چې له ډېر شدید درد څخه مجبور شو اعتراف وکړي.

د حمید الله په وینا، یوه میاشت وروسته یې په بدخشان کې د طالبانو قاضي ته وویل چې د پوښتنو پر مهال یې جنسي الې پورې وزن تړل شوی و او دی مجبور و چې اعتراف وکړي.

نوموړي وویل چې له دوو محکمو وروسته د طالبانو محکمې هغه بې ګناه اعلان کړ او پسې خوشې شو.

حمید الله دا مهال په خپله سیمه کې تراکتور چلوي او وايي چې درې ځله جنسي ډاکتر ته ورغلی.

د هغه ۶۴ کلن پلار چې د بدخشان په وروستیو لاریونونو کې د طالبانو له خوا وهل شوی و، وايي چې زوی یې د شکنجې په تړاو له دوی سره څه معلومات نه دي شریک کړي.

هغه وايي، ښايي زوی یې د شرم احساس کړی وي، نو ځکه یې له دوی سره د شکنجو په تړاو څه نه دي شریک کړي.

د شور او ځوږ اورول

 بندیانو ته لوړ غږ لرونکی شور یا مجهول غږ غږول کیږي، چې د اعصابو او رواني فشار سبب ګرځي.

په ۳۸ زنداني شویو کې چې افغانستان انټرنشنل – پښتو ورسره مرکې کړې، ۷ کسانو یې دا تایید کړې ده چې په خونه کې یو مجهول خو خشن لوړ غږ ورته اورول کېده چې په ذهني ډول یې دوی شکنجه کول او نه یې شول کولی چې خوب وکړي.

د کونړ د مرکز اسعداباد اوسېدونکی چې موږ یې په اسماعیل مستعار نوم یادوو، وايي، چې د ۱۴۰۲ کال د تلې په ۲۳مه په داسې حال کې ونیول شو چې غوښتل یې د جمعې لمانځه لپاره د اسعداباد جامع جومات ته ننوځي.

نوموړی وايي، چې له نیول کېدو دوه ورځې وروسته کابل ته ولېږدول شو او لومړی په لښتو او ډانګیو ووهل شو او له دې شکنجې درې ورځې وروسته د خونې په کوچنۍ کړکۍ کې یو لوی لوډسپیکر کېښودل شو او یو مجهول او خشن غږ په ډېر لوړ غږ ورته اورول کېده.

اسماعیل وايي چې له نږدې یوې شپې او ورځې وروسته یې یو ځل بیا د پوښتنو او ګروېږنو لپاره ځانګړې خونې ته یووړ خو دومره شکنجه شوی و چې پوښتنو ته یې ځواب نه شو ویلی.

اسماعیل چې پخوا یې یو شمېر قاچاقي اموال د کونړ او باجوړ تر منځ پر ډېورنډ کرښه اړول را اړول دا مهال په جلال اباد کې د خپل ورور په کور کې اوسي او طالبانو ترې ضمانت اخیستی چې نور نه شي کولی باجوړ ته لاړ شي.

د اسماعیل ورور چې په ننګرهار کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد دی، وايي، ورور یې په ذهني ډول شکنجه شوی او اوس هم په ناڅاپي ډول له خوبه ویښيږي او چیغې وهي.

بې خوبي

د شکنجو په دې ډول کې بندیان په دوامداره توګه ویښ ساتل کیږي، چې د خوب نشتوالی د هغوی په ذهني او بدني توان ناوړه اغېز کوي.

۱۷ زنداني شویو دا تایید کړې ده چې د یوې اوږدې مودې لپاره خوب ته نه پرېښودل کېدل او که به ویده کېدل نو یا یې د کلاشینکوف په کونداغ وهل او یا یې هم پرې یخې اوبه ور اړولې.

د مرکو پر بنسټ، د بې خوبۍ اندازه له ۲۴ تر ۷۲ ساعتونو پورې اوږده ده.

د کندوز ولایت اوسېدونکی چې موږ یې د نبي ګل په مستعار نوم پېژنو، وویل چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۹مه نېټه په مزارشریف کې د طالب استخباراتو له خوا نیول شوی و.

نوموړی زیاتوي چې لومړۍ درې ورځې یې په مزارشریف کې د طالب استخباراتو په ریاست کې تېرې کړې او له هغه وروسته کابل ته ولېږدول شو.

د نبي ګل په وینا، د طالبانو د استخباراتو په زندان کې له درېیو نورو زندانیانو سره یوځای په یوې خونې کې واچول شو او د یوې شپې او ورځې لپاره خوب ته پرې نه ښودل شول.

هغه وايي چې د بندخونې مخې ته یو طالب وسله وال پر دوی ټاکل شوی و چې که به د دوی سترګې پټې شوې یا به یې د کلاشنیکوف پر کونداغ وهل او یا به یې پرې اوبه پاشلې.

نبي ګل وايي چې نوموړي د جمهوري نظام پر مهال د ملي اردو په لیکو کې د ټولي د قوماندان په توګه په بغلان، پروان او کندوز کې دندې ترسره کړې وې او په ده تور و چې په جګړه کې یې طالبان ژوندي سوځولي دي.

نوموړی زیاتوي چې د پوښتنو پر مهال په بېلابېلو بڼو شکنجه شوی خو تر اخره پرې ثبوت نه شوه چې ګواکې ده دې طالبان ژوندي سوځولي وي.

نبي ګل وايي چې له څلورو میاشتو او لسو ورځو وروسته د طالبانو د استخباراتو له بنده ازاد شو، چې دا مهال دی یوازې په ایران کې اوسي او کورنۍ یې په کندوز کې ده.

د نوموړي په وینا، ده ته د خپل نږدې کلیوال له خوا چې په طالبانو کې دنده لري یوه دروغجنه قضیه جوړه شوې وه، چې د قومي مشرانو په ضمانت بېرته راخوشې شو او له خوشې کېدا وروسته ایران ته کډوال شو.

په ګرمو اوبو کې ډوبول

 په دې شکنجه کې د بندیانو د بدن یوه برخه یا پوره بدن په ګرمو اوبو کې ډوبوي، چې پوستکی یې سوځي او د شدید درد لامل ګرځي.

یو زنداني شوی دا تاییدوي چې دوه ځله یې پر ملا ګرمې اوبه او یو ځل یې مخ ته ګرم چای پاشل شوی دی.

د غزني ولایت د مقُر ولسوالۍ اوسېدونکی چې موږ یې د کمال خان په مستعار نوم در پېژنو، وايي، چې پخوا یې د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو پولیسو په لیکو کې دنده درلوده او وروسته یې بیا په خپله سیمه کې په سیمه ییزو پولیسو کې دنده سرته رسولې وه.

دی وايي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د دلوې میاشتې په ۱۱مه په داسې مهال ونیول شو چې دی د سودا اخیستو لپاره بازار ته تللی و او له کوره ورته زنګ ورغی چې کور ته یې میلمانه ورغلي دي.

نوموړی وايي، کور ته له رسېدو سره سم د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو، چې لومړی ولسوالۍ او بیا د غزني مرکز ته انتقال شو. دی وايي، چې په غزني کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال چې پخوا یې په غزني کې د جمهوري نظام پر وړاندې وسله واله جګړه کړې وه، ورته وویل چې ده یې نږدې ملګري وژلي دي.

دغه زنداني شوی وايي، طالب پوښتونکي ورته لومړی ګواښ کړی و، چې که د جګړې پر مهال د طالبانو د وژلو تور ونه مني، نو مخ ته به یې ایشېدلې اوبه ور وشیندي چې د پوښتنو پر مهال یې ګرم چای پر مخ ور شیندل شوی دی.

نوموړی وايي چې پر ملا یې هم له ترموز څخه ایشېدلې اوبه ور اچول شوې دي او ملا یې سوځېدلې ده.

هغه وايي چې سترګغلي یې سوځېدلي وو او له ډېرو شکنجو او ۴۳ ورځو زندان وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې شو او دا مهال په ایران کې ژوند کوي.

نوموړی وايي چې وروسته له دې چې دی ایران ته لاړ درې ځله یې کور ته طالبان ورغلي او د هغه زوی یې برمته کړی و، چې ګواکې دوی وسله لري او باید طالبانو ته یې تسلیم کړي.

د کمال خان مشر زوی دا مهال په غزني کې د خپل کور پر سرپرستۍ سربېره موټر چلوي، وايي چې د پلار له زنداني کېدو او بیا ایران ته له تلو وروسته د خپلې کورنۍ سرپرستي ورترغاړې شوې ده.

سا بندول

 په دې شکنجه کې بندیانو ته د لنډې مودې لپاره هوا رسیدل بندیږي، لکه د پلاستیکي کڅوړې په وسیله، چې د تربت کېدو او ویرې احساس ورکوي.

څلورو زنداني شویو دا تایید کړې ده چې د طالبانو د استخباراتو په عمومي ریاست کې یې سر ته پلاستیکي کڅوړه اچول شوې او سا پرې بنده شوې ده.

یو زنداني شوی د دې شکنجې پر مهال بې سده شوی هم دی او یوه کس یې د شکنجې پر مهال د طالبانو په خوښه اعتراف کړی چې وروسته د محکمې په حکم خوشې شو.

د پنجشېر د بازارک اوسېدونکی چې موږ یې د نورا جان په مستعار نوم یادوو، وویل چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د زمري په ۲۵مه نېټه په بازارک کې د طالبانو له خوا ونیول شو.

نوموړی وايي چې لومړی ورته د طالبانو له خوا زنګ وهل شوی و، چې غواړي له ده سره وویني خو مخکې له دې چې په پنجشېر کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته لاړ شي تر هغې وړاندې طالب استخباراتو په بازارک کې ونیو.

نوموړی وايي چې د نیولو پر مهال پرته له دې چې کومه پوښتنه ترې وشي د طالب وسله والو له خوا ووهل شو او په زوره په موټر کې واچول شو.

نورا جان وايي چې دی د طبي وسایلو لکه اېکسرې، لابراتوار او عملیاتخونې انجنیر دی او له هېڅ سیاسي او وسله والې ډلې سره یې اړیکې نه لرې خو له نیول کېدو وروسته ورته د استخباراتو په ریاست کې ویل شوي چې د مقاومت وسله والې جبهې ته تخنیکي مرسته برابروي.

نوموړی وايي چې د پنجشېر لپاره د طالبانو د استخباراتو رییس خپل کاري دفتر ته وغوښت او له ده یې د مقاومت وسله والې جبهې سره د اړیکو په تړاو وضاحت وغوښت.

د نوراجان په خبره چې هغوی یې خبره وا نه ورېده او سر ته یې یوه پلاستیکي کڅوړه ور واچوله او د هغه د سا بندولو هڅه یې کوله.

نوراجان وايي چې د استخباراتو د رییس په دفتر کې شکنجه شو او د سا بندېدا تر څنګ په وسلو ووهل شو. نوموړی زیاتوي چې له ۹ میاشتو زندان وروسته بېرته خوشې شو او کابل ته کډوال شو.

نوراجان دا مهال په کابل کې د طبي وسایلو په یوه خصوصي شرکت کې کار کوي او وايي چې وروسته له زندانه یې هم وخت ناوخت طالبان ځوروي.

د کابل په دویم پروان سیمه کې د طبي وسایلو د یو شرکت مشر چې مستعار نوم یې اعتبار خان دی، وايي چې دوه ځله یې شرکت ته طالبان ورغلي او د نوراجان په تړاو یې ترې پوښتنې کړې دي.

نوموړی وايي چې وخت ناوخت دوی هم وېره لري، چې د نوراجان په تور دوی او د دوی کاروبار ته کوم زیان ونه رسیږي.

د نوکانو اېستل

 د شکنجې په دې ډول کې د لاسونو یا پښو نوکان په زور سره ایستل کیږي، چې شدید درد او د وینې بهېدو لامل ګرځي.

دوو زندانیانو منلې چې د شکنجې پر مهال یې لومړی نوکان مات شوي او یا ترې اېستل شوي، چې د نورو شکنجو په پرتله دا ډول ربړول ګواښونکي دي.

د کابل د احمد شاه بابا مېنې «ارزان قیمت» اوسېدونکی چې موږ یې د سید جمال په مستعار نوم یادوو، وايي چې د ارزان قیمت په بازار کې د څپلکو او بوټانو د خرڅولو دوکان لري.

نوموړی وايي چې په ارزان قمیت کې د ۱۴۰۳ لمریز کال د جوزا په ۵مه ماښام مهال د ۱۲مې حوزې مخې ته چاودنه وشوه او دی له خپل دوکان څخه کور ته روان و، چې د طالبانو له خوا ونیول شو.

نوموړی وايي چې له نیول کېدو سره پر ده تور پورې شو چې په چاودنه کې لاس لري.

سید جمال زیاتوي چې لومړی د پولیسو په حوزه کې ووهل شو او له هغه وروسته د طالبانو د استخباراتو د کابل ریاست ته وسپارل شو.

نوموړی وايي چې ده په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د جمهوري دولت د عامه نظم پولیسو په لیکو کې دنده سرته رسولې وه او کله چې د طالبانو استخباراتو د هغه بایومیټریک وکړ د هغه ټول معلومات پکې راووتل.

د سید جمال په خبره، له دغو معلوماتو وروسته پر نوموړي شکنجې لا زیاتې شوې او د پوښتنو پر مهال یې د ښۍ پښې کوچنی نوک ترې وایست.

نوموړی وايي چې له دوو میاشتو وروسته یې محکمې ته ولېږه او د محاکمې پر مهال یې قاضي ته د خپل لاس نوک وښود چې په زوره مات شوی او پښه یې ژوبله شوې خو قاضي یې په ځواب کې ویلي: «تاسې موږ وژلو، موږ اوس هم ښه کوو چې یوازې نوکان مو باسو».

سید جمال زیاتوي چې له خوشې کېدو وروسته یې افغانستان پرېښود او د خیبرپښتونخوا جمرود سیمې ته کډوال شو.

ژبې او غوږونو ته په پلاس فشار ورکول

په دې ډول شکنجه کې د بندیانو ژبه یا غوږونه په پلاس نیول کیږي او فشار ورکول کیږي، چې سخت درد او جسماني زیان رامنځته کوي.

په کندهار کې د یوې سیمه ییزې راډیو خبریال وايي چې د ۱۴۰۲ کال د عقرب میاشتې په ۱۹مه په کندهار کې د طالب استخباراتو له خوا ونیول شو.

نوموړی وايي چې د کندهار د استخباراتو په زندان کې پر نورو شکنجو سربېره یې غوږونه او ژبه په پلاس نیول شوي او زور ورکړل شوی دی.

نوموړي ویلي چې د طالبانو له خوا ورته بار – بار دا ویل کېدل چې ژبه دې غوڅوو چې نور ونه شې کړی په خپله ژبه وغږېږې.

دغه خبریال زیاتوي چې پر ده تور و چې له بهرنیو او نړۍ والو رسنیو سره همکاري کوي، خو له یوې میاشتې زیات زندان او شکنجو وروسته د خبریالۍ د پرېښودو په شرط بېرته خوشې شو او اوس یې خبریالي پرېښې ده.

له لاسونو ځوړندول

د شکنجې په دې ډول کې بندیان له لاسونو راځړول کیږي، چې د اوږو او لاسونو شدید درد او ضعف لامل ګرځي.

دا شکنجه یوه عامه شکنجه ده چې د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې ورکول کیږي او دوی یې«جرګوټی» بولي.

۲۱ زنداني شویو دا منلې چې له لاسونو را ځړول شوي او د لښتو په وسیو پر ملا، سینې، کوناټیو، پونډیو، ورنونو او خیټه وهل شوي دي.

له پښو ځوړندول

 په دې شکنجه کې بندیان له پښو سرچپه ځړول کیږي، چې د سر خوا ته د وینې جریان زیاتوي او سر، لاسونه او بدن ورسره شدید درد پېدا کوي.

د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې دا شکنجه هم نسبتاً عامه شکنجه ده چې له څو نورو شکنجو سره هممهاله ورکول کیږي.

۱۷ زنداني شویو دا منلې چې د استخباراتو په زندان کې له پښو راځوړند شوي او په لښتو او لرګیو وهل شوي دي.

دوو زنداني شویو ویلي چې له ځوړندېدو وروسته یې په خوله کې اوبه ور اچول شوې او په زوره د څښلو امر پرې شوی او که یې نه څښلې په لښتو یې وهلي دي.

په دې شکنجه کې د ډېرو اوبو څښل د دې لامل کیږي چې اوبه پر پوزې بېرته راووځي او د ډېر شدید درد لامل ګرځي.

د بغلان د پلخمري اوسېدونکی حبیب الله چې د طالب استخباراتو په ۰۹۸ ریاست کې یې د پوښتنو پر مهال پښه ماته شوې، وايي چې په پخواني جمهوري نظام کې یې دنده ترسره کړې وه او د طالبانو د استخباراتو له خوا د خیرخانې په کوتل کې ونیول شو.

نوموړی وايي چې پر ده د طالبانو له نظام څخه د بغاوت تور و او د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې د شکنجې پر مهال له پښو ځوړند شوی و او بیا د ډېرو وهلو له امله یې پښه ماته شوې ده.

حبیب الله وايي چې له پښې ماتېدو وروسته د استخباراتو ریاست روغتون ته انتقال شو او په پښه کې یې سیخ ورتېر کړ.

د حبیب الله پلار چې دوکاندار دی، وايي، زوی یې له نږدې یو کال زندان وروسته خوشې شو خو پښه یې لا هم ژوبله ده او نه شي کولی په عادي ډول د ژوند چارې سرته ورسوي.

هغه وايي چې څو ځله یې د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ ته عریضې ورکړې خو چا یې په اړه کوم مثبت ځواب ورنه کړ.

په کوچنۍ پنجره کې بندول

 په دې شکنجه کې بندیان په کوچنۍ او تنګه پنجره کې ساتل کیږي، چې پنجره د زنداني حرکت محدودوي او وېره، بدن درد، د بدن د غړو شخېدا او رواني فشار ورسره پېدا کیږي.

یو زنداني شوي دا منلې چې د پوښتنو پر مهال ۳۲ ساعته په یوه کوچنۍ پنجره کې اچول شوی و، چې څملاستلی او درېدلی پکې نه شوای.

د لغمان ولایت دغه اوسېدونکی وايي چې د ۱۴۰۲ کال په جوزا میاشت کې په لغمان کې د طالب استخباراتو له خوا ونیول شو او له نیول کېدو سره سم د هوښیارو سپینو(K-9) په پنجره کې واچول شو.

نوموړی د لغمان پر درېیو ولسوالیو سربېره د کابل د دوو ولسوالیو د جمهوري دورې ولسوال هم پاتې شوی دی.

دغه زنداني شوی وايي چې طالبانو پرې تور پورې کړی و چې دی د طالبانو پر ضد فعالیتونو کې لاس لري. هغه وايي چې له ۱۷ میاشتو زندان وروسته بېرته خوشې شو.

اوږدمهاله تیاره کې ساتل

 په دې شکنجه کې بندیان په اوږدمهاله توګه په تیاره خونه کې ساتل کیږي، چې د انزوا او رواني فشار لامل ګرځي.

د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې دا شکنجه یوه عامه شکنجه ده چې نږدې هر زنداني ته ورکول کیږي.

۲۹ زندانیانو دا منلې چې د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې په تیاره خونه کې ساتل شوي او نه یې شول کولی چې یو متر وړاندې څه وویني.

پنځو زنداني شویو ویلي چې په تیاره خونه کې په لوړ غږ نامجهول شور او ځوږ هم پرې اورول کېده چې له ذهني اړخه یې شکنجه کړي وو.

لیکوال او شاعر چې موږ یې د اعتماد خان په مستعار نوم یادوو، وايي چې د ۱۴۰۱ د ثور په میاشت کې په کابل کې د طالب استخباراتو له خوا ونیول شو.

نوموړی وايي چې پر ده تور و، چې له بهرنیو کړیو پېسې اخلي او د طالبانو پر ضد د بغاوت لپاره په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت کوي.

اعتماد خان زیاتوي چې د طالبانو له خوا د نوموړي د نیولو عمل ډېر خشن او له وېرې ډک و، د هغه مخ ته یې توره بوجۍ واچوله او لاسونه او پښې یې پرې تړلي وو.

هغه وايي چې د څو ورځو لپاره په دې نه پوهېده چې دی په کوم ځای کې دی خو وروسته د اذان په اورېدو په دې وپوهېده چې مکروریانو ته نېږدې زنداني دی.

د اعتماد خان په خبره چې د لومړنیو اوو ورځو لپاره په تیاره خونه کې ساتل کېده چې په ورځ کې یو ځل تشناب ته د تلو اجازه یې درلوده.

هغه وايي چې اووه ورځې نوموړی بې سرنوشته و او وروسته له اوو ورځو ورڅخه پوښتنې پیل شوې.

د اعتماد خان په وینا چې د نورو بدني شکنجو سربېره په تیاره خونه کې پاتې کېدل ورته تر ټولو ستونزمنه شکنجه ښکارېده.

نوموړی دا مهال په پاکستان کې اوسیږي خو وايي چې په تیاره کې پاتې کېدلو ورته له تیارې د وېرې ناروغي پېدا کړې ده او اوس چې کله تیاره کیږي نوموړي ته ساه تنګي پېدا کیږي.

هغه وايي چې وروسته له اوو میاشتو زندان څخه د طالبانو له بنده ازاد شو او پاکستان ته کډوال شو خو کورنۍ یې لا هم په افغانستان کې ده.

پر اوبو بندیز

د شکنجې په دې ډول کې پر بندیانو اوبه بندوي، چې د شدیدې تندې او روغتیايي ستونزو لامل ګرځي.

د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې دا شکنجه هم عامه ده او وخت ناوخت پر زندانیانو د اوبو بندیز لګیږي.

۱۴ زندانیانو دا منلې چې له دریو تر ۱۲ ساعتونو پرې د څښاک اوبه بندې شوې او اړ شوي چې په خپلو بندخونو کې چیغې ووهي.

د سینو د څوکو مروړل

 د شکنجې په دې نادر ډول کې د ښځینه بندیانو د سینو څوکې مروړل کیږي، چې سخت درد او نارامي رامنځته کوي.

په کابل کې د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې زنداني شوې دوه مېرمنې دا مني چې د پوښتنو پر مهال یې د ښځینه وو له خوا د سینو څوکې مروړل کېدې. دوی وايي، کله چې ترې پوښتنې کېدلې لومړی په څوکیو پورې تړل شوې او بیا د نارینه طالبانو پر وړاندې یې د سینو څوکې په متشدد انداز مروړل شوې.

د کابل د دشت برچي اوسېدونکې چې موږ یې په زهرا مستعار نوم یادوو، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې په ۱۹مه نېټه په داسې مهال نیول شوې، چې د کابل ښار په څلورمه حوزه کې یې د خپلې ناروغې مور لپاره له درملتون څخه درمل اخیستل.

نوموړې وايي چې له هغې سره یو ځای د درملتون څښتن هم ونیول شو او پر دوی تور ولګېد چې نامشروع اړیکې لري.

د زهرا په خبره، د پولیسو حوزې ته تر وړلو وروسته د استخباراتو کارمندان هم راغلل او دوی ته یې د نامشروع اړیکو تر څنګ له نظامه د بغاوت دوسیه هم جوړه کړه.

زهرا وايي چې په زندان کې په دویمه شپه یوې ښځینه طالبې یې ټول بدن وکوت او د پوښتنو ګروېږنو پر مهال په څوکۍ پورې وتړل شوه.

نوموړې وايي چې په زندان کې بار – بار ورته د “فاحشې” خطاب کېده او ورته ویل کېدل چې که اقرار ونه کړي نو په یو وخت به ورسره شپږ طالبان پرېوځي.

د زهرا په خبره، د ښځینه طالبې له خوا یې د طالبانو په مخ کې د سینو څوکې په لاسونو ومروړل شوې او دومره یې دردمنه کړه چې چغې یې وکړې.

نوموړې وویل: «دا شکنجه او ځورېدل ما په ټول عمر نه وو تجربه کړي، زما د سینو څوکو ته یې دومره زور ورکړ چې څو ورځې زما سینې خوږېدې او رنګ یې تور اوښتی و».

د هغې پلار وايي چې د طالبانو د جنايي قضیه یې په شپږ زره ډالر خلاصه کړه؛ خو د استخباراتو ریاست طالبانو ورته ویل چې لور یې له نظامه د بغاوت لپاره خلک هڅوي او له بهرنیو پېسې اخلي.

زهرا ۳۷ ورځې وروسته له زندان نه بېرته خوشې شوې او اوسمهال پر کور ناسته ده.

له کوڅیو او ویښتو تړل

د شکنجې په دې ډول کې ښځینه بندیانې له ویښتو کلکې تړل کیږي چې د سر درد او ویښتو د شکېدو سبب ګرځي.

یوې زنداني دا منلې چې لومړی په څوکۍ کې تړل شوې او بیا یې وېښتو پورې وزن تړل شوی چې د شدید درد احساس یې کاوه.

یوې بلې زنداني شوې مېرمنې ویلي چې د طالب استخباراتو په زندان کې طالب وسله والو له ویښتو نیولې او پر ځمکه یې کش کړې او همدا راز څو ځله یې ویښته پورته تړل شوي چې نېږدې پنځه ساعته پر خپل ځای ولاړه وه.

په خوله کې د اوبو پایپ ورکول

 په دې شکنجه کې بندیانو ته په زوره د اوبو پایپ په خوله کې ایښودل کیږي، چې په ډېرو اوبو یې خېټه پړسیږي یا د سا بندېدو احساس ورکړي.

اتو زندانیانو دا منلې چې دوی ته په خوله کې د اوبو پیپ اېښودل شوی او په زور پرې اوبه څښل شوې دي. په دغو زنداني شویو کې درې تنو ویلي چې لومړی له پښو ځړول شوي او بیا ورته په خوله کې د روانو اوبو پیپ اېښودل شوی او په زور پرې اوبه څښل شوې دي.

د دې شکنجې بېلګې یوازې په کابل کې د طالبانو په عمومي ریاست کې په ګوته شوې دي

اوږدمهاله درول

په دې شکنجه کې بندیان د اوږدې مودې لپاره په ولاړ حالت کې ساتل کیږي او اجازه نه ورکول کیږي چې کښیني او یا څملي چې د بدن د ستړیا او د پښو د شدید درد سبب ګرځي.

۲۷ زنداني شویو دا منلې چې له شپږ تر ۱۳ ساعتونو پورې په جبري ډول ولاړ ساتل شوي او د ناستې یا څملاستو اجازه نه ده ورکړل شوې.

دا شکنجه د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې یوه عادي او معمولي شکنجه ګڼل کیږي چې «دېوالي» سزا یې بولي.

پر مقعد د اوسپنیزې الې منډل

 د شکنجې دا ډول ډېر نادر دی چې د بندیانو مقعد ته اوسپنیزې الې او د ټوپک میل په زور دننه کوي، دا ډول شکنجه ډېر درد، وینه او د زیان لامل ګرځي.

د زنداني شویو له ډلې یوازې یو تن چې د مزارشریف اوسېدونکی دی او موږ یې کبیر په مستعار نوم یادوو، دا منلې چې د مزارشریف د استخباراتو په ریاست کې د پوښتنو ګروېږنو پر مهال تر شدیدې شکنجې لاندې راغلی او پر مقعد یې د ټوپک میل داخل شوی.

کبیر زیاتوي چې د شپې پر مهال په خپل کور کې ویده و، چې طالب استخباراتو پرې چاپه وهلې او هغه یې ونیوه.

د هغه په خبره، طالب وسله والو لومړی د استخباراتو ریاست ته بوتلو او هلته یې د ازادۍ جبهې په تړاو له ده پوښتنې ګروېږنې پیل کړې. کبیر وايي چې دی په مزارشریف کې یو ساختماني شرکت لري او د ښاروالۍ په ګډون یو شمېر دولتي پروژې هم لري.

د هغه په خبره، د پوښتنو پر مهال ورته ویل شوي چې له دوی سره باید «د دوستم چل» وشي.

کبیر وویل: «د شکنجو او وهلو په جریان کې یې بار – بار ویل چې تا څخه باید ایشچي جوړ کړو او په کونه دې ټوپک در ومنډو».

نوموړی وايي چې لا هم د ډاکتر تر درملنې لاندی دی او خپله عریضه یې د چارو ادارې د عرایضو ریاست ته سپارلې ده.

دغه زنداني شوی وايي، له پوره پلټنو وروسته هم طالبانو پر هغه دا ثبوت ونه موند چې دی د طالبانو له مخالفو وسله والو ډلو سره همکاري لري نو په همدې پار د طالبانو د چارو ادارې ته عارض شوی دی.

د کمې ډوډۍ ورکول

 په دې شکنجه کې چې تقریباً د طالبانو په ټولو استخباراتي زندانونو کې عامه ده، بندیانو ته لږ خواړه ورکول کیږي، چې د بدن د کمزورۍ او د لوږې د شدید احساس لامل ګرځي.

د زنداني شویو له ډلې یې ټولو دا منلې چې په زندان کې ورته درست خواړه نه ورکول کېدل او که به یې د خوراکي توکو غوښتنه کوله نو ناسم الفاظ ورته کارول کېدل.

یوه زندانې شوې مېرمن وايي چې شل ساعته یې د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې خوراک نه و کړی او کله یې چې د خوراکي توکو غوښتنه کړې وه په ځواب کې یې طالب ساتونکي ورته ویلي و چې «دا دې د پلار کور نه دی».

په سره سیخ داغل

 د طالب استخباراتو د زندانونو په دې شکنجه کې د بندیانو بدن، د ګوتو منځونه او ملا په ګرم سیخ سره داغل کیږي، چې پوستکی یې سوځي او دایمي نښې پرېږدي.

په زنداني شویو ۳۶ کسانو کې یوازې یو کس له دې ډول شکنجې سره مخ شوی او د پښو د ګوتو منځونه یې په ګرم سیخ داغل شوي دي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی چې موږ یې په نذیر ګل مستعار نوم یادوو، وايي چې په جلال اباد ښار د موبایلونو دوکان لري.

نوموړی وايي چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د حوت په ۲۶مه یې دوکان ته د طالبانو د استخباراتو ریاست کارکوونکي ورغلل او پر ده یې له داعش – خراسان ډلې سره د اړیکو تور پورې کړ.

نذیر ګل زیاتوي چې دی یې په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست ته یوړو او هلته یې د پوښتنو پر مهال د ده پښو د ګوتو منځونه وداغل.

هغه زیاتوي چې وروسته له ۱۷ ورځو زندان او شکنجې د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي د مرستیال په ضمانت خوشې شو او اوس هم په جلال اباد ښار کې د موبایلونو دوکان لري.

د اوړي په موسم کې لمر ته کښېنول

 په دې شکنجه کې بندیان په اوړي کې تر لمر لاندې کښېنول کیږي، چې د شدیدې ګرمۍ، د اوبو د کمښت او د پوستکي سوځېدو سبب ګرځي.

دریو زنداني شویو تایید کړې ده چې په ننګرهار او کندهار کې د اوړي سره لمر ته مکمله ورځ کښېنول شوي او تر هغه یې اوبه نه ورکولې چې په زور یې اقرار کولو ته چمتو کړل.

یو تن یې د کندهار په سرې او سوځوونکې ګرمۍ کې بې هوښه شوی چې وروسته د طالبانو له خوا پرې اوبه پاشل شوې دي.

د ژمي په موسم کې یخ ته کښېنول

په دې شکنجه کې بندیان په یخنۍ کې بربنډ ساتل کیږي، چې د بدن د شدیدې یخنۍ او ناروغۍ لامل ګرځي.

یو زنداني شوي دا منلې چې په پنجشیر کې د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې یې د یخنۍ پر مهال هېڅ داسې لوازم نه وو ورکړي چې ځان پکې تاو کړي.

نوموړی وايي چې د شپې یوه بجه یې ترې کمیس ایستی او د استخباراتو ریاست په انګړ کې یې یخنۍ ته درولی و.

دغه زنداني شوی چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د جدي په ۳یمه له کابل څخه پنجشېر ته پر لاره و، د پنجشېر په دروازه کې د طالب استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

هغه له ۱۳میاشتې زندان وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوی او دا مهال په تاجکستان کې ژوند کوي.

بشپړ لوڅول او تذلیلي شکنجه

 د شکنجې دا ډول کې له بندیانو په زور جامې لرې کیږي او هغوی ته سپکاوی کیږي، چې د هغوی عزت ته صدمه رسوي.

دا شکنجه طالبان د ویډیو اخستنې لپاره کوي او دوی ته د یو شمېر مطلوبو اشخاصو ویډیوګانې جوړوي.

یوې مېرمنې، څلور نارینه وو او یوه ۱۷ کلن ځوان دا تایید کړې ده چې د طالب استخباراتو په زندانونو کې ترې جامې په زور اېستل شوې او له یو ساعت څخه تر نهو ساعتونو پورې لوڅ کښېنول شوی. له دوو کسانو پر موبایل ویډیو هم ثبت شوې ده.

د کورنۍ او خپلوانو ګواښل

په دې شکنجه کې بندیانو ته د هغوی د کورنۍ د غړو د نیول کېدو یا هغوی ته د زیان رسولو ګواښونه کیږي، چې رواني فشار پرې زیاتوي.

دا د طالبانو په استخباراتو کې یوه معمولي شکنجه ده چې هر زنداني ته ورکول کیږي او دوی ګواښي چې که اقرار ونه کړي نو ټوله کورنۍ به یې ووژني او یا به یې زنداني کړي.

مرکه شویو ۳۸ کسانو ټولو دا منلې چې د پوښتنو پر مهال طالبانو دوی ګواښلي او د کورنۍ د مرموزې وژنې ګواښونه یې ورته کړي دي.

د سترګو تړل

 په دې ډول شکنجه کې د بندیانو سترګې ور تړل کیږي، چې ویره او د ناپوهۍ احساس رامنځته کوي.

دا هم یوه معمول شکنجه ده چې تقریباً هر زنداني او طالبانو ته مطلوب شخص ته ورکول کیږي.

۲۵ کسانو دا منلې ده چې له شپږ تر ۲۰ ساعتونو یې سترګې تړل شوې او هم مهاله ورته د مرګ ګواښونه کېدل.

د خوا بدوونکو درملو ورکول

 په دې شکنجه کې بندیانو ته داسې درمل ورکول کیږي چې د کانګو سبب ګرځي او زنداني د خوابدۍ حالت تجربه کوي.

دا شکنجه د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې ډېره عامه نه ده، یوازې یو کس دا منلې چې په اوبو کې پرې پر زور داسې درمل خوړل شوي چې وروسته یې خوا بده شوې او دومره کانګې یې کړې چې بې هوښه کېدو ته نږدې شوی و.

د شا له خوا د ښي لاس او پښې او کیڼ لاس او پښې تړل او پړمخې اچول

 په دې ډول شکنجه کې بندیان په داسې حالت کې تړل کیږي چې لاسونه او پښې یې په شا او پړمخې حالت کې اچول شوي وي، چې د بدن سخت درد او زیان لامل ګرځي.

دا شکنجه د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې نسبتاً عامه او ډېره کارېدونکې ده، چې طالبان یې «د هېلکوپټر مېلمستیا» بولي.

۱۱ زندانیانو دا منلې چې د نیول کېدو پر مهال په دې دود تړل شوي او د ساعتونو – ساعتونو لپاره همداسې ساتل شوي دي.

بدني او رواني سزاګانې او شکنجې؛ نړۍوال قوانین او د افغانستان تعهد

بدني او رواني سزاګانې او شکنجې د بشري حقونو له اساسي اصولو سره په ټکر کې دي. دا عملونه د انسان کرامت، ازادۍ او فزیکي او رواني بشپړتیا ته زیان رسوي.

نړۍوالې ټولنې د دې کړنو د مخنیوي لپاره قوانین او تړونونه جوړ کړي، چې د انسانانو د حقونو او کرامت ساتنه وکړي.

۱. د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه  (Universal Declaration of Human Rights - UDHR)

د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه چې په ۱۹۴۸ کال کې د ملګرو ملتونو له خوا تصویب شوه، د ټولو انسانانو د حقونو لپاره یو بنسټیز سند دی.

۵مه ماده: ویل شوي: «هیڅوک باید د شکنجې یا غیر انساني، ظالمانه یا سپکوونکي سزا تابع نه شي».

دا ماده په واضح ډول د بدني او رواني سزاګانو او شکنجې مخالفت کوي او د انسان کرامت ته د درناوي غوښتنه کوي.

د افغانستان انټرنشنل – پښتو د راپور په استناد طالبانو د بشري حقونو له نړۍوالې اعلامیې سرغړونه کړې ده.

۲. د مدني او سیاسي حقونو نړۍوال تړون  (International Covenant on Civil and Political Rights - ICCPR)

دا تړون چې په ۱۹۶۶ کال کې تصویب شو، د بدني او رواني سزاګانو او شکنجې د منعې لپاره بنسټیز قانون ګڼل کېږي.

۷مه ماده: هیڅوک باید د شکنجې، ظالمانه، غیر انساني یا سپکوونکي چلند یا سزا تابع نه شي.

۱۰مه ماده: له بندیانو او ازادي محدودو کسانو سره باید انساني او له کرامت سره سم چلند وشي.

د مرکه شویو ۳۸ زنداني شویو د خبرو په استناد طالبانو د مدني او سیاسي حقونو له نړۍوالې اعلامیې سرغړونه کړې ده.

۳. د شکنجې ضد نړۍوال کنوانسیون  (Convention Against Torture - CAT)

په ۱۹۸۴ کال کې تصویب شوی دغه کنوانسیون په ځانګړي ډول د شکنجې او ظالمانه سزاګانو د منعې لپاره جوړ شوی دی.

لومړۍ ماده: شکنجه داسې تعریفوي چې هدف یې فزیکي یا رواني درد رسول د اعتراف اخیستو، مجازاتو یا تبعیضي موخو لپاره وي.

۳مه ماده: هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکول کېږي چې یو کس هغه ځای ته واستوي چیرې چې د شکنجې خطر وي.

د راپور پر بنسټ طالبانو د شکنجې ضد نړۍوال کنوانسیون څخه هم سرغړونه کړې ده.

۴. د ماشومانو د حقونو نړۍوال تړون  (Convention on the Rights of the Child - CRC)

دا تړون په ۱۹۸۹ کال کې تصویب شوی او د ماشومانو د ځانګړې ساتنې لپاره دی.

۱۹مه ماده: ماشومان باید له هر ډول فزیکي یا رواني زیان او بد چلند څخه خوندي وي.

۲۸مه ماده: په ښوونځیو او نورو چاپېریالونو کې بدني سزاګانې منع دي.

په زنداني شویو کې یو کس ۱۷ کلن ځوان و، چې د ماشومانو د حقونو د نړۍوال تړون له مخې یې شکنجه کول منع شوي دي، خو طالبانو یاد ځوان هم شکنجه کړی.

په دې توګه طالبانو د ماشومانو د حقونو نړۍوال تړون څخه هم سرغړونه کړې ده.

۵. د بشري حقونو لپاره اروپايي کنوانسیون  (European Convention on Human Rights - ECHR)

دا کنوانسیون په ۱۹۵۰ کال کې تصویب شوی او د اروپایي هېوادونو لپاره بنسټیز سند دی.

۳مه ماده: ویل شوي: «هیڅوک باید د شکنجې، غیر انساني یا سپکوونکي سزا تابع نه شي».

۶. د جینوا کنوانسیونونه (Geneva Conventions)

دا سندونه د جګړو پر مهال د خلکو د ساتنې لپاره جوړ شوي او د شکنجې او ظالمانه چلند د منعې لپاره نړۍوال اصول ټاکي.

دا کنوانسیونونه په ځانګړي ډول د ملکیانو، جنګي بندیانو، او ټپیانو د خوندیتوب لپاره مهم دي.

د افغانستان انټرنشنل – پښتو د دغه څېړنیز راپور په استناد، طالبانو د جینوا له کنوانسیونونو هم سرغړونه کړې ده.

طالبان او د نړۍوالو قوانینو، تړونونو او کنوانسیونونو تطبیق

افغانستان د ډېرو هغو نړۍوالو قوانینو او تړونونو برخه دی چې بدني او رواني سزاګانې او شکنجې منع کوي.

   ۱. د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه(UDHR) : افغانستان له ۱۹۴۸ کال راهیسې د ملګرو ملتونو غړی دی او د دې اعلامیې اصول یې منلي دي.

   ۲. د مدني او سیاسي حقونو نړۍوال تړون (ICCPR) : افغانستان په ۱۹۸۳ کال کې د دې تړون برخه شو.

   ۳. د شکنجې ضد نړۍوال کنوانسیون (CAT): افغانستان په ۱۹۸۷ کال کې دا کنوانسیون لاسلیک کړ.

   ۴. د ماشومانو د حقونو نړۍوال تړون (CRC): افغانستان په ۱۹۹۴ کال کې د دغه تړون برخه شو.

   ۶. د جینیوا کنوانسیونونه: افغانستان په ۱۹۵۶ کال کې د دې کنوانسیونونو برخه شوی.

د افغانستان کورني قوانین

که څه هم دا مهال په افغانستان کې کوم ځانګړی اساسي قانون نه شته او طالبان د اساسي قانون د جوړېدو په تړاو څه نه وايي، خو د افغانستان د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون د شکنجې او غیر انساني چلند منع تضمینوي:

۲۹مه ماده کې ویل شوي: «هیڅوک د شکنجې یا ظالمانه، غیر انساني یا سپکوونکي چلند او سزا تابع کېدلی نه شي».

د دې ترڅنګ، د جزا قانون هم د شکنجې او بد چلند د مخنیوي لپاره مواد لري.

د تطبیق ستونزې

که څه هم افغانستان د پورته قوانینو برخه دی، خو د دې قوانینو تطبیق له جدي ستونزو سره مخ دی، ځکه طالبان دا مهال په افغانستان کې نړۍوالو قوانینو، تړونونو او کنوانسیونونو ته ژمنتوب نه ښيي.

همدا راز د یو اساسي قانون نه موجودیت چې له مخې یې د نړۍوالو قوانینو او تړونونو منل تضمینیږي، د دې زمینه برابره کړې چې نړۍوال قوانین رعایت نه شي.

بدني او رواني سزاګانې او شکنجې د بشري کرامت خلاف عملونه دي چې نړۍوال قوانین یې په کلکه منع کوي. افغانستان د دې نړۍوالو قوانینو برخه دی او قانوناً مکلف دی چې د شکنجې او بد چلند مخه ونیسي خو طالبان سزاګانې او شکنجې د دوی داخلي مساله ګڼي او وايي چې دوی په افغانستان کې بشپړ اسلامي نظام عملي کوي.

د بهرنیو سازمانونو اندېښنې:

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې ځینو باوري سرچینو د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د «جنسي ځورونې او جنسي تیريو» شاهدي ورکړې ده.

بینیټ ټینګار کړی چې د دغو تاوتریخوالو اسناد ښیي چې ښځې د «نامناسب» حجاب اغوستلو په پلمه د طالبانو بندخونو ته وړل شوې او هلته «جنسي ځورېدلې او تېري» پرې شوي دي.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د دریو شمالي ولایتونو په بندخونو کې له ۹۰ ښځو څخه ۱۶ هغه یې د طالبانو له جنسي تیري وروسته امېندوارې شوې دي.

ورپسې ملګرو ملتونو ویلي و چې دوی به د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د جنسي تېري په اړه څېړنه کوي.

د همدغو ژمنو په لړ کې بېنېټ د لړم میاشتې پر ۱۱مه خپل راپور د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کړ. په دغه راپور کې د طالبانو له خوا د هغوی د خوښې حجاب پر ضد په لاریونونو کې د ښځو د ځپلو یادونه شوې او ویل شوي چې یو شمېر دغه لاریون کوونکې د پولیسو مرکز ته وړل شوې چې له لفظي او فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

یوې قرباني شوې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ته ویلي: «زه د پوښتنو ګروېږنو پر مهال وهل شوې یم، زما سر یې له دیوال سره وواهه او مات شو، یو تن یې زما جامې څېرې کړې او زما د بدن ځانګړي ځایونه یې لمس کړل».

په راپور کې پر زنداني شویو ښځو د زور زیاتي او جنسي تېریو په اړه ویل شوي: «د باوري سرچینو معلومات ښیي چې په دغه زندان کې پر ښځو جنسي تېري شوي او یا هم جنسي ځورول شوې دي».