د افغانستان د شل کلنې جګړې د ښکېلو اړخونو مرګ ژوبله
(۲۰۰۱-۲۰۲۱)
د افغانستان په شل کلنه جګړه کې که څه هم د مرګ ژوبلې کره شمېره په ګوته کولی نشو؛ خو د اسنادونو او راټولو شویو شمېرو پر بنسټ د شل کلنې جګړې د دواړو خواوو (د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ملاتړي) او دغه راز (طالبان، داعش – خراسان ډله، اسلامي حزب او نورې کوچنۍ جنګیالۍ ډلې) زیان په تېرو شلو کلونو کې هر کال او بل ته توپیر کوي.
د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ؛ د ۲۰۰۱ کال له اکټوبر میاشتې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۱۵مې نېټې پورې په افغانستان کې د جمهوري دولت ۸۶۰۳۵ سرتېري، استخباراتي کارکوونکي او ملاتړي وسله وال وژل شوي، ۱۱۱۴۸۷ ټپیان شوي او ۱۰۸۵۴ کسان معلول شوي دي.
همدا راز د ناټو په چوکاټ کې ۳۶۱۲ بهرني سرتېري وژل شوي او ۲۷۹۶۴ ټپیان شوي دي.
دا مرګ ژوبله په مخامخ جګړو، ځانمرګو او چریکي بریدونو او همداراز د سړک غاړې بمونو په چاودنو کې رامنځته شوې ده، چې تر ټولو لویه برخه سرتېري د امریکا وژل شوي دي.
که څه هم د مخالفو وسله والو چې طالبان، پاکستانۍ ملېشې، داعش، القاعده او د اسلامي حزب جنګیالیو د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي وړاندې شوي؛ خو د ټولو راپورونو د مقایسې پربنسټ د طالبانو تر کنټرول لاندې د شهدا او معلولینو وزارت د شمېرو او د جمهوري دولت د امنیت شورا د راپورونو په استناد شاوخوا ۹۰۰۰۰ د جمهوري دولت مخالف وسله وال وژل شوي دي.
له دې سره، یو شمېر بهرنیو بنسټونو لکه یوناما، کورنیو څېړنیزو مرکزونو، یو شمېر پوهنتونونو او رسنیو د افغانستان د جګړې د مرګ ژوبلې شمېرې په ګوته کړي؛ خو د اکثرو تر منځ یې توپیر شته او د دی لامل هم اصلي معلوماتو او ماخذونو ته کم لاسرسی و.
یو بل علت یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې فساد او د خیالي ځواکونو موجودیت و، چې له امله یې کره شمېرې نه دي وړاندې شوي.
په دغه راپور کې د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې د جمهوري دولت د ملي پوځ، پولیسو او ملي امنیت د ځواکونو سربېره د بهرنیو ځواکونو او طالبانو د وژنې شمېرې او ډولونه راټول شوي دي.
په دغه څېړنیز راپور کې له ۱۱۲ بېلابېلو کورنیو او نړۍوالو ماخذونو سربېره د افغانستان د پخواني جمهوري دولت، د امنیت شورا د لوړو پوړو غړو سربېره د درېیو امنیتي ادارو له اتو پخوانیو وزیرانو، ۱۱ معینانو او ۲۱ رییسانو سره هم خبرې شوې دي.
سربېره پر دې په یاد راپور کې د پخواني جمهوري دولت د امنیت شورا د توحید د مرکز، د چارو ادارې د دفاع او د امنیت ریاست له کارپوهانو سره هم خبرې شوې دي او هم د دغو ادارو له ډیټابیسونو څخه په اجمالي ډول استفاده شوې ده.
همدا راز د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره هم غږېدلې یو او د رسنیو د خبرونو پر بنسټ مو هم د تېرې شل کلنې جګړې د ښکېلو خواوو د وژنې جاج اخیستی دی.
په دغه راپور کې د کاسټس اف وار پروژې پر بنسټ د افغانستان د جګړې د وژنو معلومات د یوناما، د پخواني جمهوري دولت د امنیت شورا، د کورنیو او دفاع چارو وزراتونو او د ملي امنیت ریاست او دغه راز د شهدا او معلولینو د وزارت د راپورونو یو مقایسوي – تحليلي جاج هم اخیستل شوی دی.
که څه هم د کاسټس اف وار پروژې د څېړنو په پایله کې ویل شوي، چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې له ۶۶ زرو څخه تر ۶۹ زرو پورې افغان امنیتي ځواکونه( ملي پوځ، پولیس، ملي امنیت او ملاتړي ځواکونه) وژل شوي دي؛ خو یادونه یې هم کړې، چې معلومات یې احتمالي دي؛ ځکه د جمهوري دولت د سرتېرو د مرګ ژوبلې کره معلوماتو ته یې لاسرسی نه لاره.
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د دفاع او کورنیو چارو وزراتونو، د ملي امنیت ریاست او د جمهوري دولت د ملي امنیت شورا د توحید د مرکز شمېرې ښیي، چې په افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۳۱۷۲۲ د ملي پوځ ځواکونه وژل شوي، ۴۴۰۹۵ ټپیان شوي او ۴۳۲۱ معلول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت اړوند ملي پولیس، سرحدي پولیس، عامه نظم، سیمه ییز پولیس او د چټک غبرګون ۴۵۲۶۲ ځواکونه وژل شوي، ۵۶۰۲۱ ټپیان شوي او ۶۲۱۶ معلول شوي دي.
له دې سره، د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د ملي امنیت ادارې اړوند۹۰۵۱ استخباراتي کارکوونکي، سرتېري او د ملي امنیت په مرسته پاڅون کوونکي وژل شوي، ۱۱۳۷۱ ټپیان شوي او ۳۱۷ کسان معلول شوي دي.
په ټپیانو کې یې درې کټګورۍ سرتېري شامل دي، لومړۍ ډله هغه چې وروسته له درملنې بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي، دویمه ډله هغه چې وروسته له درملنې خپلو دندو ته نه دي ستانه شوي او درېیمه ډله یې بیا معلول سرتېري دي، چې د شهدا او معلولینو وزارت ته معرفي شوي دي.
کاسټس اف وار، یوناما او د سویلي اسیا د کړکېچ مدیریت ادارې په خپلو راپورونو کې پاڅون کوونکي او سیمه ییز پولیس د (PGF) په نوم یاد کړي دي.
د جمهوري دولت د توحید مرکز د معلوماتو له مخې؛ په افغانستان کې د صفري قطعاتو له جوړېدو څخه د دولت تر سقوط پورې ۴۳۲ د صفري قطعاتو سرتېري چې د امریکا په مستقیمه مالي او تخنیکي مرسته سمبال وو، وژل شوي او ۳۱۲ ټپیان شوي دي، په دغه پوځي ځواک کې معلول سرتېري نه دي ثبت شوي.
د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال(۲۰۰۱-۲۰۱۴) د سرتېرو د وژنو شمېر:
نیویارک ټایمز په ۲۰۱۴ کال کې په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې ۲۳۴۷۰ افغان امنیتي ځواکونه او پولیس وژل شوي او ۲۶۲۷۰ سرتېري ټپیان شوي دي.
کاسټس اف وار بیا په خپل راپور کې ویلي، چې د دوی لومړۍ موندنې ښيي چې د ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۴ کاله پورې نېږدې دېرش زره سرتېري وژل شوي دي؛ خو افغان دولت د دې لپاره چې د نورو امنیتي سرتېرو مورال کمزوری نه شي، دوی ته سم معلومات نه ورکوي.
خو د ۲۰۱۹ کال په جنوري میاشت کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو، چې د درېیو امنیتي سکتورونو د معلوماتو له راجمع کېدو څخه په ډاګه شوې، چې تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې له ۴۵ زرو څخه زیات افغان امنیتي ځواکونه په جګړه کې وژل شوي وو.
د پخواني جمهوري دولت د امنیت شورا او د چارو ادارې د دفاع او امنیت ریاست د راپور پر بنسټ؛ له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې ۴۷۳۲۶ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د جمهوري دولت په لومړیو څوارلسونو کلونو کې چې د ولسمشر حامد کرزي واکمني وه، ۴۷۳۲۵ امنيتي ځواکونه چې پکې ملي پوځ، پولیس، ملي امنیت، صفري قطعات او ملاتړي ځواکونه (پاڅونوال) شامل وو، وژل شوي دي او ۳۹۲۳۴ سرتېري ټپيان شوي دي.
د محمد اشرف غني د واکمنۍ(۲۰۱۴ -۲۰۲۱) پر مهال د امنیتي سرتېرو د وژنو شمېر:
د پخواني ولسمشر اشرف غني د واکمنۍ پر مهال نړۍوالو ځواکونو په جګړه کې مستقیمه ښکیلتیا له منځه یوړه او یوازې د افغان ځواکونو تخنیکي مرسته یې پیل کړه، چې له دې امله په جګړه کې شدت زیات شو او د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوه.
دا چې په وروستیو اوو کلونو کې جګړه او د جګړې مدیریت د افغان ځواکونو مسوولیت و او د بهرنیو ځواکونو د هوايي ځواک مرسته اویا سلنه راټیټه شوه په اوو کلونو کې ۳۸۷۰۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۷۲۲۵۳ ټپیان شوي، چې یوه لویه برخه یې سرسري ټپیان وو او بېرته ډېر ژر خپلو دندو ته ستانه شوي دي.
د قتلونو ډولونه
د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې ۱۷ قسمه وژنې شوي او دا ډول وژنې په نېږدې ګاونډیو هېوادونو او نړۍ کې بې سارې دي.
۱: په مخامخ جګړو کې وژنې:
په مخامخ جګړو کې چریکې بریدونه، عملیات او پر پوستو بریدونه شامل دي، چې په دغو وژنو کې د جمهوري دولت د ځواکونو په ګډون نړۍوال ځواکونه، طالبان او داعش – خراسان ډله شامله ده.
اسلامي حزب هم له حکومت سره د مخامخ جګړو یوازې څو بېلکې په کونړ ولایت کې لري؛ خو تر ډېره په مخامخ جګړو کې ښکېل نه وو.
۲: د بمونو په وسیله د مقابل لوري وژنې:
په جګړه کې د بمونو اېښودل او له بوشکو څخه د بمونو جوړولو چاره تر ډېره طالبانو کاروله او د امنیتي ځواکونو په ګډون یې یو شمېر عامه ځایونو ته هم دا ډول بمونه ایښي، چې ګڼې مرګ ژوبلې یې لرلې.
طالبان اوس د بوشکه يي بمونو جوړول خپله لاسته راوړنه بولي او په خپلو پوځي نمایشونو کې یې هم نندارې ته وړاندې کوي.
۳: د ځانمرګو په وسیله وژنې:
په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو بنسټ د القاعده ډلې له خوا اېښودل شوی او وروسته پسې طالبانو، اسلامي حزب او داعش – خراسان ډلې د جمهوري دولت پر وړاندې وکارول.
تر ټولو ډېر ځانمرګي بریدونه طالبانو، ورپسې داعش – خراسان ډلې، بیا اسلامي حزب او تر ټولو کم یې القاعده ډلې کړې دي.
۴: هوايي بمبار کې وژنې:
په جګړه کې د هوايي بمبارۍ په وسیله وژنې تر ډېره بهرنیو ځواکونو او په وروستیو کې افغان امنیتي ځواکونو کړي دي.
د جمهوري دولت مخالفو وسله والو بیا هوايي ځواک ته لاسرسی نه درلود او په دغو بمباریو کې د طالبانو، داعش، القاعدې او د اسلامي حزب په ګډون عام وګړي او په ځینو ځایونو کې افغان امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.
۵: پر بمونو کېنول او بیا چاودنې ورکول:
په افغانستان کې د وژنې دا ډول د لومړي ځل لپاره د داعش – خراسان ډلې وکاروه او ورپسې طالبانو هم په کونړ، ننګرهار او روزګان کې ترې استفاده وکړه.
۶: پر چړو حلالول:
پر چړو د حلالولو ډول د لومړي ځل لپاره القاعدې ډلې په توره بوره کې کارولی؛ خو ورپسې دا ډول وژنې طالبانو او د داعش – خراسان ډلې کړې دي.
۷: پر موټر پسې کش کول:
پر موټر پسې تړل او بیا په ژوندوني د انسان د کشکولو دا وژنې هم د طالبانو له خوا شوي او هم د جمهوري دولت د سرتېرو له خوا ترسره شوې دي.
۸: په موچي تار حلالول:
دا ډول وژنې تر ډېره په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې عامې وې، چې د طالبانو له خوا خپل مخالفین په موچي تار سره حلالېدل او ویډیوګانې یې د عبرت لپاره خپرولې.
د وژنو دا ډول طالبانو په سویلي او ختیځو ولایتونو کې ډېر کارولي دي.
۹: پر چسپکي ماینونو وژل:
د وژنې دا ډول که څه هم په افغانستان کې نوی نه دی؛ خو د وژنې دا ډول په ۲۰۱۴ کې یو ځل بیا پیل او د دولت تر سقوطه یې سلګونه د جمهوري دولت کارکوونکي ووژل.
پر چسپکي ماینونو د وژلو تاکتیک تر ډېره د طالبانو او داعش – خراسان له خوا کارول شوی دی.
۱۰: هدفي وژنې:
که څه هم د هدفي وژنو تاریخ اوسنی نه دی او په ولسي کچه پخوانۍ ریښه لري؛ خو د سیاسي مخالفانو د وژلو لپاره طالبانو، بهرنیو ځواکونو او افغان امنیتي ځواکونو له دغه ډول تاکتیک څخه کار اخیستی دی.
۱۱: موټر بم ځانمرګي بریدونه:
د موټر بم ځانمرګي بریدونه هم د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د القاعدې په مرسته طالبانو پیل کړل او ورپسې له دغه تاکتیک څخه داعش – خراسان ډلې هم استفاده وکړه.
۱۲: هدفي ډله ییزې وژنې:
د افغانستان په وروستۍ شل کلنه جګړه کې د هدفي ډله ییزو وژنو پیل طالبانو وکړ او پر یو شمېر عامه ځایونو یې ډله ییز ځانمرګي بریدونه او مخامخ وژنې وکړې، ورپسې دا چاره داعش – خراسان ډلې تعقیب کړه او لا هم ترې استفاده کوي.
۱۳: پر زهرو وژل:
پر زهرو د وژلو پېښې ډېرې نادرې دي؛ خو دا چاره تر ډېره پورې د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت ادارې له خوا کارول کېده.
یو شمېر پېښې ثبت شوي، چې په زندان کې یو شمېر بندي طالبان پر زهرو وژل شوي دي.
۱۴: په خونو کې ایسارول او خونو ته اور اچول:
که څه هم د وژنو دغه ډول ډېر نادر دی؛ خو یو شمېر پېښې یې په ننګرهار او خوست کې ثبت شوي دي.
د وژنو دغه ډول د صفري قطعاتو له خوا کارول شوی، چې د هدف وړ اشخاص یې په خونو کې بند کړي او خونو ته یې اور اچولی او مخالفین یې سوزولي دي.
د افغانستان د جمهوري دولت د دفاع وزارت
په افغانستان کې د حامد کرزي په مشرۍ د ۲۰۰۱ کال په وروستیو میاشتو کې موقت حکومت رامنځته شو او د نړۍوالې ټولنې په مرسته په افغانستان کې د یوه ملي پوځ هیله هم را وټوکېده.
که څه هم په وروستیو کورنیو جګړو او د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته په افغانستان کې پوځي بنسټونه نړېدلي وو؛ خو په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان د ملي پوځ بنسټ کېښودل شو او پلان دا و، چې د یوه کال په موده کې به د ملي پوځ شمېر له ۱۲۰۰ وسله والو قواوو څخه زیات شي.
په ۲۰۰۳ م کال کې د افغانستان لپاره ۷۰۰۰۰ د پوځي ځواک اړتیا په ګوته شوې وه؛ خو دا شمېر په تدریجي بڼه ۱۹۵ زره سرتېرو ته لوړ شو.
د افغانستان د جمهوري دولت ملي پوځ له څلورو برخو جوړه شوې وه.
ځمکني ځواکونه، هوايي ځواکونه، ځانګړي ځواکونه او په وروستیو کلونو کې جوړه شوې سیمه ییزه ځمکنۍ اردو.
د سیګار د راپور پر بنسټ؛ د افغانستان د ملي پوځ د جنرالانو شمېر په ۲۰۱۷ کال کې له زرو څخه پورته شو او اوه قول اردوګانې یې درلودې.
د جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت د هغه راپور پر بنسټ چې د ۱۳۹۹ کال د لسمې میاشتې په اومه نېټه یې ارګ ته لېږلی، د افغانستان د ملي پوځ له جوړېدو تر همدغې نېټې ۲۸۵۴۸ د ملي پوځ ځواکونه په مخامخ، هدفي او چریکي جګړو کې وژل شوي وو.
د سویلي اسیا د کړکېج مدیریت ادارې په خپله څېړنه کې له وروستیو دوو کلونو د ملي پوځ د وژنې شمېر ۱۱۰۳ کسان په ګوته کړي دي؛ خو د جمهوري دولت د امنیت شورا د توحید مرکز معلومات ښيي، چې د افغانستان د جمهوري دولت د ملي پوځ د جوړېدو له پیله د دولت تر سقوط یوه ورځ وړاندې په افغانستان کې ۳۱۷۲۲ د ملي پوځ ځواکونه وژل شوي او ۴۴۰۹۵ سرتېري ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کې یې ۱۴ جنرالان، ۱۳۱ ډګروالان، ۴۹۱ ډګرمنان، ۱۹۱۲ تورن، ۶۲۳۱ لومړی او دویم بریدمنان او پاتې نور سرتېري وژل شوي دي.
د جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت د وروستیو شمېرو له مخې د وژل شويو پوځي منصوبینو په ډله کې تر ټولو ډېر د ننګرهار او تر ټولو کم د نېمروز ولایت اوسېدونکي وو.
ننګرهار: ۵۵۲۲ وژل شوي او ۷۴۹۸ ټپیان شوي
بدخشان: ۴۴۰۳ وژل شوي او ۴۲۹۸ ټپیان شوي
تخار: ۲۱۲۳ وژل شوي او ۳۸۵۹ ټپیان شوي
بغلان: ۱۹۹۱ وژل شوي او ۲۷۸۱ ټپیان شوي
کونړ: ۱۸۸۸ وژل شوي او ۲۵۶۴ ټپیان شوي
کندوز: ۱۷۰۱ وژل شوي او ۲۴۹۰ ټپیان شوي
لغمان: ۱۴۰۲ وژل شوي او ۲۸۶۵ ټپیان شوي
کابل: ۱۳۹۷ وژل شوي او ۱۹۷۵ ټپیان شوي
پروان: ۱۱۱۹ وژل شوي او ۱۷۴۳ ټپیان شوي
پکتیا: ۹۹۰ وژل شوي او ۱۳۴۳ ټپیان شوي
کاپیسا: ۹۵۳ وژل شوي او ۱۲۱۵ ټپیان شوي
بلخ: ۶۹۶ وژل شوی او ۱۱۸۰ ټپیان شوي
هرات: ۶۲۷ وژل شوي او ۴۵۱ ټپیان شوي
خوست: ۶۲۲ وژل شوي او ۳۲۴ ټپیان شوي
بامیان: ۵۹۱ وژل شوي او ۹۷۵ ټپیان شوي
جوزجان: ۴۹۱ وژل شوي او ۱۱۰۳ ټپیان شوي
سرپل: ۴۶۳ وژل شوي او ۹۹۸ ټپیان شوي
سمنګان؛ ۴۵۴ وژل شوي او ۶۷۸ ټپیان شوي
غور: ۴۵۳ وژل شوي او ۷۳۲ ټپیان شوي
لوګر: ۴۲۲ وژل شوي او ۵۹۲ ټپیان شوي
پنجشیر: ۴۰۱ وژل شوي او ۲۴۱ ټپیان شوي
بادغېس: ۳۹۳ وژل شوي او ۵۴۲ ټپیان شوي
نوستان: ۳۸۱ وژل شوي او ۴۵۹ ټپیان شوي
دایکنډي: ۳۵۶ وژل شوي او ۷۲۳ ټپیان شوي
غزني: ۳۳۷ وژل شوي او۵۶۲ ټپیان شوي
کندهار: ۳۰۱ وژل شوي او ۱۲۹ ټپیان شوي
فاریاب: ۲۹۹ وژل شوي او ۳۹۰ ټپیان شوي
وردګ: ۲۷۱ وژل شوي او ۴۹۲ ټپیان شوي
هلمند: ۲۲۲ وژل شوي او ۲۸۰ ټپیان شوي
فراه: ۱۸۷ وژل شوي او ۹۱ ټپیان شوي
پکتیکا: ۱۱۹وژل شوي او ۲۳۱ ټپیان شوي
ارزګان: ۶۵ وژل شوي او ۹۸ ټپیان شوي
زابل: ۴۹ وژل شوي او ۱۹۸ ټپیان شوي
نېمروز: ۳۳ وژل شوي او ۹۵ ټپیان شوي
د ملي پوځ په لیکو کې ۴۴۰۹۵ سرتېري ټپیان شوي دي، چې نېږدې درې برخې یې سرسري ټپیان شوي او پاتې برخه یې ژور ټپیان وو، چې یو شمېر سرتېرو یې له روغتیا وروسته خپلې دندې پرېښې دي.
په وژل شويو سرتېرو کې هغه سرتېري هم شامل دي، چې له دندې څخه د رخصتۍ لپاره یا کور ته په لار وژل شوي او یا هم په خپلو کورونو کې د طالبانو له خوا وژل شوي دي.
د ملي پوځ په لیکو کې د یو شمېر ولایتونو وګړي ځکه کم وژل شوي، چې په ملي پوځ کې یې ونډه کمه او د دغو ولایتونو خلکو په ملي پوځ کې دنده نه ترسره کوله.
د کورنیو چارو وزارت
د افغانستان د ملي پولیسو تشکیل نهه برخې درلودې.
سرحدي پولیس، امنیتي پولیس، ځانګړي پولیس، د عامه نظم پولیس، د جرایمو ضد پولیس، د اور وژنې پولیس، د نشه يي توکو پر ضد پولیس، سیمه ییز پولیس او ترافیک پولیس.
د یادونې ده، چې په ۲۰۱۹ کال کې د ولسمشر غني په فرمان سرحدي پولیس د دفاع وزارت اړوند برخه وګرځېده، چې د سرحدي ځواکونو په نوم یادېده.
د حامد کرزي په مشرۍ د موقت حکومت له جوړېدو وروسته د نړۍوالو ځواکونو په همکارۍ په ۲۰۰۱ کال کې د پولیسو د بیا جوړېدو چارې پیل شوې.
که څه هم د دندې له اړخه پولیس جګړه ییز ماموریت نه لري؛ خو د افغانستان پولیس له بیا ځلې جوړېدو سره سم د دولت له مخالفو وسلوالو سره په جګړه کې ښکېل شول.
کاسټس اف وار په ځانګړي ډول د پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي وړاندې کړي، همداراز نیویارک ټایمز په ۲۰۱۷ کال کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېره خپره کړې؛ خو د پولیسو کره شمېرې یې نه دي وړاندې کړي.
یوناما هم د پولیسو د مرګ ژوبلې کره شمېرې په خپلو راپورونو کې نه دي وړاندې کړي؛ د سویلي اسیا د کړکېچ مدیریت ادارې په خپلو وروستیو درېیو راپورونو کې د پولیسو مرګ ژوبلې ته اشاره کړې ده؛ خو په دقیق ډول یې نه دي بیان کړي.
د پخواني جمهوري دولت د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو د معینیت د شهدا او معلولینو ریاست په استناد په ۲۰۲۰ کال د جنوري په میاشت کې د پولیسو د وژنې شمېر ۶۱۳۲۴ وو؛ خو له څېړنې وروسته معلومه شوه، چې دا شمېر خیالي او احتمالي دی.
د پخواني ولسمشر اشرف غني له خوا د ځانګړي پلاوي ګومارلو وښوده، چې نېږدې څلوېښت زره پولیس په تېره شل کلنه جګړه کې وژل شوي دي.
د جمهوري دولت د ملي امنیت شورا په وروستي راپور کې په ډاګه شوې ده، چې په تېرو شلو کلونو جګړو کې ۴۵۲۶۲ پولیس وژل شوي او ۵۶۰۲۱ ټپیان شوي دي.
کټ مټ دا شمېرې د چارو ادارې د امنیت او دفاع ریاست په معلوماتو کې هم روښانه شوي دي.
په دغو وژل شویو کسانو کې یې ۱۵ جنرالان ( پاسوال او مل پاسوال) رتبې لرونکي، ۳۲۹ سمونوالان، ۷۲۱ سمونملان، ۱۲۸۱ سمونیاران او پاتې نور د ټیټو رتبو لرونکي او سرتېري وژل شوي دي
دغه راپور د جمهوري دولت له سقوط دوه ورځې وړاندې برابر شوی و، چې پکې د وروستیو دوو ورځو د مرګ ژوبلې ارقام نه دي شامل شوي.
سرحدي پولیس: ۶۸۹۳ وژل شوي او ۸۷۳۱ ټپیان شوي
امنیتي پولیس: ۱۲۸۲۲ وژل شوي او ۱۵۴۲۵ ټپیان شوي
ځانګړي پولیس: ۱۳۸۴ وژل شوي او ۱۹۴۳ ټپیان شوي
د عامه نظم پولیس: ۴۳۵۲ وژل شوي او ۵۴۵۲ ټپیان شوي
د جرایمو ضد پولیس: ۲۳۴۵ وژل شوي او ۳۲۵۱ ټپیان شوي
د اور وژنې پولیس: ۲۴ وژل شوي او ۸۴ ټپیان شوي
د نشه يي توکو پر ضد پولیس:۹۵۶ وژل شوي او ۷۵۳ ټپیان شوي
سیمه ییز پولیس: ۱۵۸۲۱ وژل شوي او ۱۹۹۳۲
ترافیک پولیس: ۹۷ وژل شوي او ۱۲۱ ټپیان شوي
ښځینه پولیس: ۶۵۸ وژل شوي او ۳۲۹ ټپیانې شوي
د پخواني جمهوري دولت د شهدا او معلولینو وزارت د معلوماتو له مخې؛ ۶۲۱۵ کسان د کورنیو چارو وزارت له خوا ورته د معلولینو په توګه معرفي شوي دي.
په دغو معلولینو کې یې ۲۳ مېرمنې او پاتې نور سړي دي.
ملي امنیت او ملاتړي ځواکونه
که څه هم د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست د مرګ ژوبلې په اړه بهرنیو ادارو او یا کورنیو غیردولتي سازمانونو ځانګړې شمېرې نه دي وړاندې کړي؛ خو یوازینۍ شمېرې چې موږ یې په لاس کې لرو هغه د ملي امنیت ریاست اړوند د مرګ ژوبلې هغه راپور دی، چې د ملي امنیت شورا د توحید مرکز ته استول شوی دی.
د پخواني جمهوري دولت د امنیت شورا د اسنادو په اساس د ملي امنیت ادارې ۹۰۵۱ استخباراتي کارکوونکي، سرتېري او د ملي امنیت په مرسته پاڅون کوونکي وژل شوي، ۱۱۳۷۱ ټپیان شوي او ۳۱۷ کسان معلول شوي دي.
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت د ۲۰۲۱ کال د جنوري د میاشتې د راپور په اساس په افغانستان کې د ملي امنیت د کارکوونکو، سرتېرو او پاڅون کوونکو په ګډون ۹۰۵۱ اوپراتیفي همکاران وژل شوي دي.
په وژل شویو کې یې درې جنرالان، ۹۸ ډګروالان، ۲۳۱ ډګرمنان او پاتې تورن او د نورو رتبو خاوندان او امنیتي همکاران وژل شوي دي.
دغه شمېرې په لاندې ډول شرحه کولی شو:
د ملي امنیت رسمي کارکوونکي: ۲۴۲۶ وژل شوي او ۳۸۲۱ ټپیان شوي دي
د ملي امنیت سرتېري: ۲۶۷۱ وژل شوي او ۳۱۹۳ ټپیان شوي دي
پاڅون کوونکي او اپراتیفي همکاران: ۳۹۵۴ وژل شوي ۴۳۵۷ ټپیان شوي دي
که څه هم د ملي امنیت ادارې د اوپراتیفي همکارانو او پاڅون کوونکو شمېر په دقیق ډول نه دی روښانه؛ خو د چارو ادارې د دفاع او امنیت ریاست په ۲۰۲۰ کال کې په یوه سند کې له نهو زرو څخه د پورته امنيتي همکارانو د مرګ ژوبلې راپور ورکړی دی.
د بهرنیو ځواکونو مرګ ژوبله:
افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو له راتګ سره سم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې مسله هم پیلیږي او له مخامخ جګړو نیولې تر چادونو او ځانمرګو بریدونو پورې په نښتو کې د ناټو په چوکاټ کې ۳۶۱۲ وژل شوي او ۲۷۹۶۴ ټپیان شوي دي.
دغه مرګ ژوبله په مخامخ جګړو، ځانمرګو او چریکي بریدونو او دغه راز د سړک غاړې بمونو په چاودنو کې رامنځته شوې ده، چې تر ټولو لویه برخه سرتېري د امریکا وژل شوي دي.
د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۲۴۶۱ امریکايي سرتېري وژل شوي، ورپسې ډېر سرتېري د برېتانیا او بیا د کاناډا دي.
په لاندې بڼه یې شرحه کوو:
امریکا: ۲۴۵۶ وژل شوي او ۲۰۷۱۳ ټپیان شوي
برېتانیا: ۴۵۷ وژل شوي او ۲۱۹۱ ټپیان شوي
کاناډا: ۱۵۹ وژل شوي او ۱۴۱۲ ټپیان شوي
فرانسه: ۹۰ وژل شوي او ۱۳۱ ټپیان شوي
جرمني: ۶۲ وژل شوي او ۲۴۵ ټپیان شوي
ایټالیا: ۵۳ وژل شوي او ۱۹۳ ټپیان شوي
پولنډ: ۴۴ وژل شوي او ۲۳۱ ټپیان شوي
ډنمارک: ۴۳ وژل شوي او ۲۱۴ ټپیان شوي
اسټرالیا: ۴۱ وژل شوي او ۲۶۱ ټپیان شوي
اسپانیه: ۳۵ وژل شوي او ۲۸۱ ټپیان شوي
جورجیا: ۳۲ وژل شوي او ۴۳۵ ټپیان شوي
رومانیا: ۲۷ وژل شوي او ۱۳۱ ټپیان شوي
نېدرلنډ: ۲۵ وژل شوي او ۱۴۰ ټپیان شوي
ترکیه: ۱۴ وژل شوي او ۹۲ ټپیان شوي
چک: ۱۴ وژل شوي او ۲۶ ټپیان شوي
نیوزېلنډ: ۱۰ وژل شوي او ۶۱ ټپیان شوي
ناروی: ۱۰ وژل شوي او ۹۴۰ ټپیان شوي
استوانیا: ۹ وژل شوي او ۹۲ ټپیان شوي
هنګري: ۷ وژل شوي او ۱۴ ټپیان شوي
سوېډن: ۵ وژل شوي او ۱۳ ټپیان شوي
لتیوا: ۴ وژل شوي او ۱۱ ټپیان شوي
سلواکیا: ۳ وژل شوي او ۸ ټپیان شوي
سلوانیا: ۲ وژل شوي وژل شوي او ۸ ټپیان دي
فنلنډ: ۲ وژل شوي او ۱۱ وژل شوي
جوردن: ۲ وژل شوي او ۳ ټپیان شوي
پرتګال: ۲ وژل شوي او ۱۹ ټپیان شوي
سویلي کوریا: ۲ وژل شوي او ۱۶ ټپیان شوي
البانیا: ۱ وژل شوی او ۲ ټپيان شوي
بلجیم: ۱ وژل شوی او ۱۴ ټپیان شوي
بلغاریا: ۱ وژل شوی او ۷ ټپیان شوي
کړاوسیا: ۱ وژل شوی او ۹ ټپیان شوي
لېتوانیا: ۱ وژل شوی او ۱۳ ټپیان شوي
مونټینیګرو: ۱ وژل شوی او ۱ ټپي شوی
یونان: ۲ ټپیان شوي
ایسلینډ: ۳ ټپیان شوي
شمالي مقدونیه: ۳ ټپیان شوي
د دندې پرمهال د بهرنیو سرتېرو د ځانوژنو شمېر:
د فرانسې ۲ سرتیري
د امریکا ۲ سرتېري
د کاناډا ۱ سرتېری
د برېتانیا ۱ سرتېری
د اسپانیا ۱ تېری
د رومانیا ۱ سرتېری
مخالفینو(طالبان، داعش، القاعده او حزب اسلامي) مرګ ژوبله
د کاسټس اف وار پروژې په خپل وروستي راپور کې په تېرو شلو کلونو کې د جمهوري دولت د مخالفو وسله والو د وژلو شمېر په تخمیني ډول ۵۱۱۹۱ یاد کړی؛ خو دا شمېر بیا له هغه شمېر سره لوی توپیر لري، چې د پخواني جمهوري دولت اداراې یې یادوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه اسناد چې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته یوازې د یوازې د یو ځل لپاره د لوست اجازه ورکړل شوې وه، پکې د درېیو امنیتي ادارو د ۲۰۲۰ کال د جون د میاشتې راپور ته اشاره شوې ده.
په دغه راپور کې درې واړه امنیتي ادارې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې شمېرې وړاندې کوي.
د جمهوري دولت د کورنیو چارو وزارت راپور ښيي، چې له ۲۰۰۳ کال څه تر ۲۰۲۱ کال پورې د طالبانو د لوړ رتبه چارواکو په ګډون ۱۱۳۴۲۰ طالبان وژل شوي او ۴۸۲۱۰ کسان یې ټپیان شوي دي.
خو د دفاع وزارت بیا په خپل راپور کې د ۱۰۳۲۴۵ طالبانو د وژنې خبره کوي او ۵۲۱۰۳ ټپیان ښيي.
بلخوا د جمهوري دولت د ملي امنیت ریاست بیا دا شمېر یو څه کم یاد کړي او د وژل شویو طالبانو شمېر یې ۷۹۵۳۲ ښودلی او ټپیان یې ۳۸۴۲۱ ښودلي دي؛ خو د ملي امنیت په راپور کې ویل شوي، چې له ۲۰۰۱ کال را په دېخوا د افغانستان جمهوري دولت ۹۱۳۶۲ کسان د دولت د مخالفت په تور نیولي، چې ۳۲۴۹۸ کسان یې له لومړنیو څېړنو وروسته خوشې شوي، ۱۷۸۹۰ کسان یې له لومړۍ محکمې وروسته خوشې شوي او یوې برخې یې د بند له سزا پوره کولو وروسته خوشې شوي او ۱۹۴۳۹ بندیان لا هم په زندانونو کې وو.
د پخواني جمهوري دولت ولسمشر د ۲۰۲۱ کال د فېبروري په میاشت کې د امنیتي ځواکونو د شهدا او معلولینو سره په یوې غونډې کې ویلي وو، چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۸۷۵۰۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
کونسل اف فارن ریلیشن په تخمیني ډول له اویا زره پورته طالب وسله والو د وژلو یادونه کړې؛ خو په دقیق ډول یې څه نه دي ویلي.
د سویلي اسیا د کړکېچ مدیریت ادارې بیا په خپل راپور کې د طالبانو د وژنې شمېرې له ۹۰ زره پورته ښودلي دي او تر ډېره یې د رسنیو په راپورونو بسنه کړې ده.
د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې د هغه راپور پر بنسټ چې د ولایتي ادارو د معلوماتو په استناد په ۲۰۱۹ کال کې جوړ شوی، له ۲۰۰۱ کال څخه د ۲۰۱۹ کال تر ډسمبر میاشت پورې په ټول افغانستان کې ۶۹ زره او ۳۰۰ طالبان او نور مخالف وسله وال وژل شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د وژنې کره شمېرې ځکه نه شو وړاندې کولی، چې په دغه برخه کې امنیتي ادارو هم مبالغه کړې او یو شمېر راپورونه د مبالغو پر بنسټ لیکل شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د شهدا او معلولینو چارو وزارت له هغه وخته چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي ۳۱۶۱۲ د شهیدانو د کورنیو په نوم تازه ثبت کړي دي.
د شهدا او معلولینو چارو په وزارت کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې ثبت شوې کورنۍ د طالبانو اړوند دي.
دغې سرچینې وویل، چې په پخوانیو او اوسنیو ثبت شویو کورنیو کې ۸۹۳۴۱ کورنۍ د طالب چارواکو له خوا پېژندل شوي، چې د طالبانو اړوند دي، چې د طالبانو د مشر په حکم دغو کورنیو ته باید خپل حقوق پر خپل وخت ورسیږي.
سرچینه وايي، چې په دغو کورنیو کې یې یو شمېر داسې هم دي، چې د قبایلو کارت او یا هم د طالبانو ځانګړی کارت لري؛ خو د افغانستان تذکره او نور سندونه نه لري.
د یادې سرچینې په خبره، چې یو شمېر کورنۍ په پاکستان کې اوسیږي، چې هغوی د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو لپاره په کال کې یو ځل افغانستان ته راځي او په نغدي ډول ورته پېسې ورکول کيږي.
د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست د شهدا او معلولینو د برخې سکرتریت د راپور په اساس تر ۲۰۲۱ کال د فېبرورۍ د میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې د شهدا او معلولینو ۹۲۱۰۴۳ کورنۍ ثبت شوې وې، چې د کورنۍ غړي یې په جګړه کې وژل شوي او یا هم معلول پېژندل شوي دي، په دغو کورنیو کې د طالبانو، داعش او حزب اسلامي کورنۍ شاملې دي.
د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د طالبانو په نوم یوه ډله هغه ملېشې هم وژل شوي، چې له ډېورنډ پولې را اوښتي او د طالبانو په لیکو کې یې جګړه کړې ده او اوسمهال د طالبانو تر کنټرول لاندې د شهدا او معلولینو چارو وزارت څخه یې کورنۍ او یا معلول شوي وګړي خپل حقوق تر لاسه کوي.
په ورته وخت کې د پخواني حکومت د جمهوري ریاست د امنیت شورا د راپور په اساس په افغانستان کې ۷۹۱ د داعش – خراسان ډلې غړي هم وژل شوي دي.
د پنټاګون د معلوماتو په اساس چې راپور یې واشنګټن پوسټ خپور کړی په افغانستان کې تر ۲۰۲۰ کاله پورې ۸۴۱۹۱ طالبان، داعش او نور مخالف وسله وال وژل شوي دي.
که څه هم د طالبانو، پاکستاني ملېشو او داعش - خراسان د وژل شويو سرتېرو په تړاو ارقام متفاوت او د جګړې په ډګر کې یې دقیقه احصایه ستونزمنه وه؛ مګر د طالبانو له خوا د خپلو غړو د ثبت او راجستر په اساس او د جمهوري دولت ارقامو ته په کتو ویلی شو، چې په تخمیني ډول ۹۰ زره طالبان، پاکستانۍ ملېشې، القاعده، داعش – خراسان ډله او د حزب اسلامي جنګیالي وژل شوي دي.
په دغو وژل شویو وسله والو کې یې نېږدې ۱۲۰۰ په ځانمرګو بریدونو، یوه لویه برخه په مخامخ جګړه، هوايي بمبارویو، شپېنیو عملیاتو، کمینونو او د ګوتو په شمېر په زندانونو کې وژل شوي دي.
د ټپیانو په اړه یې که څه هم د افغانستان پخواني جمهوري دولت امنیتي ادارو ارقام وړاندې کړي؛ خو له مبالغې ډک او دقیق نه دي.
د مخالفو وسله والو د ټپیانو شمېر ځکه دقیق نه دی، چې د اکثرو یې په پاکستان او ایران کې درملنه شوې ده.
همدا راز طالبان هم د خپلې مرګ ژوبلې په اړه دقیق ارقام نه لري.