جیش العدل؛ څنګه د طالبانو او ایران اړیکې ژورېږي؟

جیش العدل؛ څنګه د طالبانو او ایران اړیکې ژورېږي؟

د کابل او تهران ترمنځ اړیکې یو جدي بدلون تجربه کوي. ددغه بدلون یوه ستره نښه د دواړو خواوو ترمنځ د جیش العدل وسله والې ډلې پر وړاندې د استخباراتي همکاریو پراختیا ده.
افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو تر کنټرول لاندې استخباراتو ریاست هغه مکتوبونه او نقشې رسېدلي چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د جیش العدل د موجودیت په اړه معلومات په ډاګه کوي. دا اسناد ښيي چې د استخباراتو ریاست د ریاست الوزرا دفتر ته راپور ورکړی چې د جیش العدل غړي د افغانستان په ځینو سرحدي سیمو کې حضور لري.
په دغو په نښه شویو سیمو کې د نیمروز ولایت میراباد او چهار برجک، د فراه ولایت توج او اناردره، د هرات چاه ریګ او ګوهستان او د هلمند بهرامچه یادې شوې دي.
په دغو اسنادو کې د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست د طالبانو ریاست الوزرا ته اندېښنه ښودلې چې ښايي په یادو سیمو کې د جیش العدل د دوو ډلو شیخ ضیايي او مولوي نعمت الله د ډلې غړي فعالیت ولري.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ریاست الورزا د دفتر یوې سرچینې د یادو اسنادو په تایید سره زیاته کړې ده، چې یاد معلومات د ریاست الوزرا د پخواني سیاسي مرستیال مولوي کبیر په غوښتنه د استخباراتو ریاست له خوا ارګ ته استول شوي دي.
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت شورا یو غړي افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې ده، چې د دوی د واکمنۍ پر مهال هم د نېمروز، فراه، هرات او هلمند په یو شمېر سیمو کې د جیش العدل فعالیت، تګ راتګ او د انساني قاچاق اسناد ثبت شوي وو.
د ملي امنیت ریاست پخوانیو چارواکو او یو شمېر سیمه ییزو سرچینو هم دا تایید کړې چې د جمهوري دولت له سقوط څه موده وړاندې جیش العدل د پاکستان د استخباراتي ادارې په ملاتړ خپل ۶۰۰ غړي هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته له طالبانو سره د جمهوري دولت پر وړاندې د جګړې لپاره استولي وو.
افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي معلومات او تصویرونه ښيي چې د جیش العدل غړو امریکايي سپکو وسلو ته لاسرسی پېدا کړی او په سیستان بلوچستان کې د ایران سیمه ییزو چارواکو هم د اسنادو په ښودلو سره دا منلې چې جیش العدل په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلو ته لاسرسی پېدا کړی دی.
په دغه راپور کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د دریو امنیتي سرچینو په ګډون، د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت له ۱۱ لوړو پوړو چارواکو، د امنیت شورا له دریو غړو، نړۍوالو راپورونو، د طالبانو د یو شمېر اسنادو، د جیش العدل د ډلې له دوو پخوانیو غړو او یو شمېر اسنادو څخه ګټه اخیستل شوې ده.

جیش العدل څوک دي؟

جیش العدل یوه سُني وسلهواله ډله ده چې د ایران په سیستان-بلوچستان ولایت کې فعاله ده. د دغې سیمې زیاتره اوسېدونکي بلوڅ دي. دا ډله د ایران د حکومت پر ضد جنګي فعالیتونه کوي او ادعا کوي چې د سُني اقلیت او بلوڅانو د حقونو لپاره جګړه کوي.
دا ډله پر ایران تور پورې کوي چې د سُني اقلیت پر ضد مذهبي تعصب لري، بلوڅان ځپي او د هغوی سیاسي، مذهبي او اقتصادي حقوق نه تضمینوي.
دا ډله د جندالله ډلې له ماتې وروسته رامنځته شوې. جندالله یوه بله وسلهواله ډله وه چې د عبدالمالک ریګي تر مشرۍ لاندې یې فعالیت کاوه، خو د هغه له نیولو او اعدام وروسته، جیش العدل د دې ډلې ځای ونیو.
راپورونه ښيي چې جیش العدل له نورو سُني وسلهوالو ډلو سره هم اړیکې لري، په ځانګړي ډول له بلوڅ بېلتونپالو او ځینو پاکستاني مذهبي ډلو سره. دا ډله تر ډېره د پاکستان او ایران او ایران او افغانستان تر منځ سرحدي سیمو په ناامنیو کې ښکېله ده.
د افغانستان د جمهوري دولت د فراه ولایت پخوانی والي وايي چې جیش العدل درې نظامي څانګې لري.
د عبدالملک ملا زاده څانګه چې د سرباز او راسک په سیمه کې فعالیت کوي؛ د شیخ ضیایي څانګه د سراوان په سیمه کې فعاله ده او د مولوي نعمتالله توحیدي څانګه د میرجاوه او زاهدان په حدودو کې ده.
د جیش العدل یوه پخواني غړي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د نعمتالله توحیدي ډله په لویو بریدونو او جګړو کې ونډه نه لري او تر ډېره اکمالاتي دنده پر مخ وړي.
جیش العدل د زبیر اسماعیلزهي په نوم یوه استخباراتي برخه هم لري او د دې څانګې دنده دا ده چې د سیمې هغه سُني مذهبي شخصیتونه وپېژني، چې د ایران له حکومت سره همکاري کوي.


د افغانستان د جمهوري دولت پر مهال جیش العدل او سیمه ییز فعالیت

د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۳ کال په جون کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست اعلان وکړ، چې په نېمروز ولایت کې یې د جیش العدل یو سرګروپ اکبر جان بلوڅ له درېیو نورو وسله والو سره نیولی دی.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ادارې د ملي امنیت شورا یو غړي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې په نېمروز کې د جیش العدل د سرګروپ له نیول کېدو وروسته د ۲۰۱۳ کال په اګسټ میاشت کې حامد کرزی د ایران د ولسمشر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته لاړ او له هغه ځایه له راتګ سره سم یې په افغانستان کې جیش العدل د ممنوع وسله والې ډلې په توګه اعلان کړه.
د سرچینې په خبره، ولسمشر حامد کرزي د یو حکم په لاسلیکولو سره درې ګونو امنیتي ادارو ته امر وکړ چې د جیش العدل له غړو سره د مخالفو وسله والو په توګه چلند وکړي.
نوموړی زیاتوي چې د ۲۰۱۶ کال تر فبروري میاشتې پورې جیش العدل د افغانستان د جمهوري دولت د یوې مخالفې ډلې په توګه پېژندل کېده، خو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د یو هدایت پر اساس دا ډله افغانستان ته د جدي خطر په توګه ونه پېژنده او د یادې ډلې په اړه د امنیتي ادارو برخورد هم بدل شو.
د افغانستان د جمهوري دولت پر مهال د فراه ولایت د ملي امنیت ریاست پخوانی غړی وايي چې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۸ پورې په فراه، نېمروز او هلمند کې د جیش العدل او طالبانو تر منځ خپلمنځي شخړې هم شوې دي چې دواړو خواوو ته پکې زیان اوښتی دی.
د ملي امنیت شورا یو پخواني غړي هم افغانستان انټرنشنل ته دا ومنله چې د جیش العدل په اړه یې د مخالفې وسله والې ډلې نظر نه لاره او له دې ډلې یې په سیستان بلوچستان او یو شمېر نورو سرحدي سیمو کې د طالبانو پر پټنځایونو د حملو لپاره استفاده کوله.
نوموړی زیاتوي چې په ۲۰۱۷ کال د مارچ میاشتې په ۱۹مه نېټه د سیستان بلوچستان په نصرت اباد کې د العمریه مدرسې چاودنه د افغانستان د جمهوري دولت په خوښه د جیش العدل ډلې له خوا وشوه.
یاده مدرسه د طالبانو د سخت دریځه قوماندان ابراهیم صدر له خوا په ۲۰۰۸ کال کې جوړه شوې وه. یوه پخواني استخباراتي چارواکي له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، «دا مدرسه یو پټ عملیاتي-استخباراتي مرکز و، چې ایران یې مالي او لوژستیکي ملاتړ کاوه. هدف یې دا و چې د افغانستان او ایران په ګډو پولو کې خپل حضور ډېر کړي او ایران ته د امریکا د نفوذ خپرېدو مخه ونیسي».
له چاودنې وروسته یاده مدرسه وتړل شوه او پر ځای یې د سیستان بلوچستان په خواجه مسک کې بله مدرسه پرانیسته چې تر ۲۰۲۱ کال پورې یې فعالیت درلود.
د ملي امنیت د لوی ریاست یو بل پخواني چارواکي وویل چې د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال نیول شوی د جیش العدل سرګروپ اکبر جان بلوڅ د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر کې په مرموز ډول مړ شو او پاتې درې نور وسله وال یې شش درک ته انتقال شول.
د نوموړي په خبره، درې نور وسله وال «دلمراد، لاشار او مراد بخش» د جمهوري دولت تر سقوط پورې نظر بند وو؛ خو یو شمېر لیدنې یې کولې. نوموړی وايي چې دلمراد د جیش العدل له مهمو غړو بلل کېده.
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت او جیش العدل تر منځ د اړیکو یو سمبالوونکی چې موږ یې په انتظار الله مستعار نوم یادوو، د جمهوري دولت له سقوط وروسته عراق ته کډوال شوی دی.
نوموړي له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په مرکه کې وویل چې د جمهوري دولت پر مهال د یادې ډلې په تړاو د مخالفت نظر نه و موجود او د جیش العدل یو شمېر غړو په کونړ، ننګرهار، کابل، هرات او یو شمېر نورو سیمو کې ازاد تګ راتګ کاوه.
سرچینه زیاتوي چې په افغانستان کې مېشت ګڼ د جیش العدل وسله وال او د بلوچستان د هوشاپ، ګجک، پنجګور، مند او یو شمېر نورو سیمو د جیش العدل کوچنۍ ډلې د جمهوري دولت له سقوط درې میاشتې وړاندې په تربت کې له طالب استازو سره جرګه شوې وې.
نوموړی له طالبانو سره د جیش العدل له پرېکړو بې خبري ښيي خو زیاتوي چې وروسته له یادې جرګې د جیش العدل او طالبانو تر منځ کومه جګړه نه ده شوې.
خو د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل بیا د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۷مه نېټه د نېمروز ولایت له سقوط وروسته پر خپلې اېکس پاڼې ولیکل: "د باوري سرچینو له مخې، سره له دې چې د سني افراطي ډلې جیشالعدل (چې له ایران سره جنګېږي) او افغان طالبانو ترمنځ اختلافات وو، د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) شاوخوا ۶۰۰ جیشالعدل جنګیالي له نظامي تجهیزاتو سره د بلوچستان له دالبندین، نوشکي، ماشکیل او پنجګور څخه نیمروز، هرات او فراه ته د طالبانو د ملاتړ لپاره استولي دي."
د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو ویلي، ایران د پخواني حکومت او د هغه د متحدینو پر وړاندې له طالبانو سره مرسته کوله.




له ایران سره پر جیش العدل د طالبانو سیاست

له ایران سره د جیش العدل وسلهوالې ډلې پر سر طالبان په دوو برخو وېشل شوي دي. کندهاري طالبان د ایران په ملاتړ د جیش العدل مخالف چلند کوي خو حقاني ډله د جیش العدل مخالفت نه کوي.
د جیش العدل ډلې پخوانی غړی کیهان بلوڅ (مستعار نوم) چې د جمهوري دولت پر مهال یې په کابل کې دوه کاله تېر کړي او دا مهال په عراق کې اوسیږي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د جمهوري دولت پر مهال هم یو شمېر کندهاري طالبانو له دوی سره په فراه، نېمروز، غزني او هلمند کې جګړې کړې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوې لوړ پوړې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره په تهران کې وکتل چې د بحث یوه مهمه برخه یې د جیش العدل فعالیت و. د سرچینې په خبره، په دغو ناستو کې ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ګډون درلود.
په یاده ناسته کې طالبانو په افغانستان کې د جیش العدل د غړو د ځپلو او له ایران سره پر ګډې پولې د امنیتي او استخباراتي څار ژمنه کړې وه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینه زیاتوي، چې په ۲۰۲۲ کال کې یو ځل بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر وکړ او د ایران د بهرنیو چارو پر پخواني وزیر سربېره یې له یو شمېر ایراني چارواکو سره خبرې کړې وې او د خبرو یوه مهمه برخه یې په افغانستان کې د جیش العدل ډلې له منځه وړل او د یوولسو سرګروپانو د نیولو مساله هم وه.
د بهرنیو چارو وزارت یاده سرچینه وايي چې د ایران د ملي امنیت شورا سلاکار علي شمخاني د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت کې افغانستان ته سفر وکړ او د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، مرستیال ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد سره یې ولیدل.
له ملا یعقوب مجاهد سره د ایران د ملي امنیت شورا سلاکار د ایران او افغانستان پر ګډه پوله د وسله والو ډلو (جیش العدل او داعش) پر فعالیت او محدودیت خبرې کړې دي. په یاد سفر کې طالبانو ایران ته د جیش العدل د له منځه وړلو ډاډ ورکړی و.
د سرچینې په خبره، د ایراني چارواکو وروستی سفر د ۲۰۲۵ کال د جنوري په میاشت کې و، چې د یو پلاوي په مشرۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ملا محمد حسن اخوند په ګډون له امیر خان متقي او ملا یعقوب مجاهد سره لیدلي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه سفر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو د جیش العدل د ځپلو په موخه مننه کړې ده.
په یادو ټولو ملاقاتونو کې ایراني چارواکو د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره نه دي لیدلي او نه هم د حقاني له خوا د لیدنې غوښتنه شوې ده.
د جیش العدل پخوانی غړی کیهان بلوڅ وايي، د حقاني شبکې غړي جیش العدل ډلې ته د دښمن په سترګه نه ګوري او د دغې ډلې یو مهم مشر زارو بلوڅ او د هغه اته ملګري دا مهال په کابل کې د حقاني شبکې په مېلمستون کې ژوند کوي.
دا ادعاوې ښيي چې د طالبانو ځینې برخې د جیش العدل له فعالیتونو سره همدردي لري او ممکن د ایران پر وړاندې یې د یوې وسیلې په توګه وکاروي.
کندهاري طالبان چې د طالبانو اصلي مشر ملا هبت الله ته وفادار ګڼل کېږي، د جیش العدل د فعالیتونو سخت مخالف دي. سرچینې وایي، چې کندهاري طالبانو د جیش العدل د دوو سرګروپانو پیرزاد او چاکر په ګډون یوولس غړي نیولي او په کندهار کې یې زنداني کړي، چې دا د ایران د امنیتي اندېښنو د کمولو لپاره یو مهم اقدام ګڼل کېږي.
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د سرحدي پولیسو پخواني قوماندان افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ایران له کلونو راهیسې د جیش العدل ډلې ته د یوه جدي امنیتي ګواښ په سترګه ګوري او که څه هم ایران له طالبانو سره د اړیکو د ښه کولو هڅه کوي، خو د جیش العدل مساله د دوی ترمنځ د باور د کمښت لامل شوې ده.
نوموړی زیاتوي، ایران له طالبانو غواړي چې د جیش العدل د فعالیتونو مخه ونیسي، خو د طالبانو دننه د اختلافاتو له امله، دا مساله لا هم نه ده حل شوې.
هغه وویل: « تاسې که له طالبانو سره د ایراني چارواکو ملاقاتونه او سفرونه وڅارئ له ورایه پکې ښکاري چې ایران له کندهاري طالبانو سره ښې اړیکې لري او فکر کوي چې حقاني شبکه د جیش العدل ملاتړې شبکه ده».
د نوموړي په خبره، د طالبانو دننه دا اختلاف ښيي چې دوی د بهرنۍ تګلارې په اړه واحد دریځ نه لري: « که د حقاني شبکه د جیش العدل ملاتړ ته همداسې دوام ورکړي، د طالبانو او ایران تر منځ رامنځته شوې اړیکې ډېر ژر خرابیږي ځکه د دوی تر منځ ملګرتیا یوازې د ګټو پر اساس ده او په مذهبي لحاظ د یو بل مخالفې ډلې دي».



امریکايي وسلو ته د جیش العدل لاسرسی

د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا سربېره، پاکستان، د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو پخواني مشر مایکل مکال او یو شمېر نورو چارواکو په افغانستان کې د امریکا د پاتې شویو وسلو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۳۰مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وسله والو جنګیالیو په پاکستان کې په خپلو بریدونو کې امریکایۍ وسلې کارولې دي.
افغانستان انټرنشنل ته یو شمېر سرچینو تایید کړې ده چې په افغانستان کې د جمهوري دولت د سقوط پر مهال جیش العدل د افغان ځواکونو یو شمېر امریکايي وسلې تر لاسه کړې دي.
د جمهوري دولت پر مهال د فراه د ملي امنیت اپراتیفي مرستیال وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په درېیمه او څلورمه نېټه یو شمېر سرحدي ځواکونو اته لویې سرحدي پوستې (۱۰۲ عابد، ۲۱۰سرباز، ۴۴۲انتظار، ۹۱۲شاهین، ۳۲۱استحکام، ۲۳ میهن، ۴۱ سارو، ۹۹ رازق) پرېښودې چې ځینې وسلې یې د جیش العدل لاسته لوېدلې دي.
نوموړی وايي چې د پوستو له سقوط وروسته دوی معلومات تر لاسه کړل چې یادې وسلې د جنوبي خراسان ماهیرود سیمې ته انتقال شوې وې.
د سرچینې په خبره، په یادو سرحدي پوستو او قرارګاوو کې ۳۴۲ میله M4، M16، RPG،دهشکې، کلاشینکوفونه او پیکا موجودې وې چې د پوستو له سقوط وروسته یې نېږدې ټوله وسله د جیش العدل د شیخ ضیايي څانګې د سرګروپ دوستین بلوڅ لاس ته ولوېده.
د جمهوري دولت د سقوط پر مهال په فراه کې طالب قوماندان مولوي برهان چې دا مهال په فراه کې د طالبانو په لیکو کې دنده ترسره کوي، په کابل کې یو ازاد خبریال ته دا منلې چې یو شمېر وسلې د جیش العدل لاسته لوېدلې خو دوی په هماغه وخت اقدام کړی و، چې له مخې یې د دوستین بلوڅ درې وسله وال نیول شوي، چې یو کس یې د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په ۹ مه نېټه د یو شمېر وسلو په بدل کې بېرته خوشې شوی دی. نوموړی د وسلو د شمېر په اړه دقیق معلومات نه لري.
د جمهوري دولت پر مهال د نېمروز د ولایتي شورا غړي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د جمهوري دولت د سقوط پر مهال په نېمروز کې و او د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په دویمه د ملي اردو کنډک قوماندان جګړن غفور شاه (مستعار نوم) د جیش العدل د نعمت الله توحیدي د ډلې له یو سرګروپ بالاچ سره د یوې معاملې له مخې یو شمېر پوستې او خپله قرارګاه پرېښوده او له خپلو نږدې ملګرو سره ایران ته لاړل.
د ولایتي شورا دا پخوانی وکیل وايي چې د اګسټ په ۳مه نېټه یې د والي په دفتر کې په امنیتي جلسې کې ګډون وکړ او د امنیتي مشرانو د راپور له مخې، د ۱۳ رینجرو،۱۰ هاموې او دوه فورنرو په ګډون نږدې ۱۲۰۰ میله سپکه او درنه وسله په دغه کنډک کې پاتې شوه چې لویه برخه یې د جیش العدل سرګروپ بالاچ لاسونو ته ولوېده او په بدل کې یې جګړن غفور شاه او د هغه ۱۷ نور ملګري ایران ته واوښتل او نغدې پېسې یې تر لاسه کړې چې اندازه یې معلومه نه ده.
افغانستان انټرنشنل له جګړن غفور شاه (مستعار نوم) څخه چې دا مهال په فرانسه کې اوسي د یادې قضیې په تړاو وپوښتل، نوموړی وویل چې دوی ته د اګسټ په لومړۍ نېټه د قومي مشرانو په منځګړیتوب یو شمېر پښتانه او بلوڅ وسله وال راغلل چې ځانونه یې د طالبانو استازي معرفي کول او د جګړې د مخنیوي لپاره یې له دوی وغوښتل چې باید سیمه پرېږدي.
د نوموړي په خبره، دوی خپلې وسلې او قرارګاه قومي مشرانو ته سپارلې دي او د قومي مشرانو په منځګړیتوب له پولې د ایران په طرف اوښتي دي.
د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت شورا یو غړي بیا وویل چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۵مه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د امنیت شورا په غونډه کې په نېمروز، فراه، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پوستو په پرېښودو او د وسلو پر خرڅلاو بحث شوی و، خو په دقیق ډول د جیش العدل یادونه نه ده شوې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي دفاع وزارت یو چارواکي بیا ویلي چې په نېمروز، فراه او هرات ولایتونو کې د وسلو په تړاو د جمهوري دولت پاتې اسنادو ته په کتو د سرحدي ځواکونو لویه برخه وسله ورکه شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې دا وسله د جمهوري دولت د سقوط پر مهال ورکه شوې ده.
د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۲۹ مه نېټه په خاش کې د ایراني ځواکونو له خوا د جیش العدل څلور غړي نیول شوي، چې له یادو غړو سره درې میله M4 هم نیول شوي دي. یو سیمه ییز قوماندان له پېښې وروسته ویلي چې د جیش العدل له غړو سره امریکايي وسلې وې.
همدا راز حال وش د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۶مه د جیش العدل د ډلې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د دغې ډلې له یو شمېر غړو سره امریکايي وسلې لیدل کیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ کال په جنوري میاشت کې ویلي و،چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د امریکا پاتې شوې پرمختللي وسلې د ترهګرو سازمانونو، په ګډون د تحریک طالبان پاکستان له خوا په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ترسره کولو لپاره کارول شوې دي.
یاد وزارت ویلي چې د امریکا پاتې شوې وسلې د ترهګرو لاسته لوېدلې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له طالبانو یې په وار - وار غوښتنه کړې، چې غلطو لاسونو ته د امریکايي پرمختللو وسلو د مخنیوي په اړه اړین اقدام وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان، چین او روسیې استازو هم د فبروري په ۱۰مه د امنیت شورا په غونډه کې په افغانستان کې د وسله والو ډلو له فعالیته اندېښنه څرګنده کړه. دوی ټینګار وکړ، چې نړۍوالې ټولنې په افغانستان کې پاتې شویو امریکایی وسلو ته د داعش په څېر د ترهګرو ډلو د لاسرسي په اړه په کافي اندازه پاملرنه نه ده کړې.
واسیلي نیبنزیا وویل: «له افغانستان څخه د ناټو بېړنۍ وتنه د دې لامل شوه چې ډېرې وسلې په افغانستان کې پاتې شي او د داعش لاس ته ولوېږي».
د روسیې سفیر په خپلو خبرو کې همداراز ادعا وکړه، چې امریکا او لوېدیځ هېوادونه په نړۍ کې وسلې وېشي او دا وسلې د ترهګرو ډلو لاس ته لوېږي.
طالبانو بیا ورته ادعاوې رد کړې دي او د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د فبروري په ۱۱مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې هېڅ وسله واله ډله نشته.


په افغانستان کې د جیش العدل پټنځایونه
افغانستان انټرنشنل هغو اسنادو ته لاسرسی پېدا کړی، چې د طالبانو د استخباراتو ریاست پکې د جیش العدل د تګ راتګ او اوسېدو یو شمېر سیمې مشخصې کړې دي.
د طالبانو د استخباراتو ریاست د جیش العدل هغه سیمې ښودلې، چې دوی یې د موجودیت اندېښنه د طالبانو د چارو ادارې د دفاع او امنیت ریاست د هغه هدایت په اساس شریکه کړې چې د ریاست الوزرا د پخواني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له خوا ورکړل شوی و.
مولوي کبیر د ۲۰۲۴ کال جون په میاشت کې ایران ته تللی و او له دغه هدایت څخه داسې ښکاري چې له نوموړي سره په ایران کې د جیش العدل پر پټنځایونو اندېښنې شریکې شوې دي.
د طالبانو د استخباراتو ریاست د چارو ادارې د دفاع او امنیت ریاست سره هغه نقشې شریکې کړې چې له مخې یې په یو شمېر مشخصو سیمو کې د جیش العدل پر موجودیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د چارو ادارې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته دا ومنله چې د مولوي کبیر له سفر وروسته د جیش العدل په تړاو د نوموړي له دفتر سره معلومات شریک شوي دي.
په یادو نقشو کې لاندې ولایتونه او سیمې په نښه شوې دي:
۱. نیمروز ولایت
نیمروز د افغانستان په لویدیځ کې د ایران سره اوږده پوله لري. دا ولایت د قاچاق، سرحدي تګ راتګ او وسلهوالو ډلو لپاره یوه مهمه سیمه ګڼل کېږي.
د طالبانو د استخباراتو ریاست د نېمروز په دوو سیمو میراباد او چهاربرجک کې د جیش العدل د موجودیت اټکل کړی او په مشخصه شوې سیمه کې یې د طالبانو د دوو قوماندانانو شیخ اعمار اخوند او مولوي انعام الله یادونه هم کړې ده.
په یاده نقشه کې دا نه دي مشخص شوي چې یاد دوه اشخاص له جیش العدل سره تړاو لري که نه؟ خو یوازې یادونه یې شوې چې یاد دوه کسان د طالبانو امنیتي مسوولین دي.
۲. فراه ولایت
فراه ولایت له ایران سره بل سرحدي ولایت دی چې د امنیتي خلاوو له امله د بېلابېلو ډلو لپاره مناسب ځای ګڼل کېږي. د پخواني جمهوري دولت پر مهال د فراه ولایت د ملي امنیت اپراتیفي مرستیال افغانستان انټرنشنل ته وویل چې فراه د جیش العدل د کاروبارونو او اکمالاتو مهمه سیمه ده.
د طالبانو د استخباراتو ریاست د اسنادو له مخې، څو سیمې توج، قلعه ریګ او اناردره هغه سیمې یادې شوې چې د جیش العدل د تګ راتګ او موجودیت اټکل پکې شوی دی.
د درېواړو سیمو د امنیتي مسوولینو مولوي ګل اغا، قاري ګل علي او مولوي نورالدین اسلامیار یادونه هم پکې شوې ده.
له دې وړاندې هم یو شمېر ایراني سرحدي چارواکو په فراه کې د جیش العدل د موجودیت یادونه کړې وه.
۳. هلمند ولایت
هلمند د افغانستان په جنوب کې موقعیت لري او د طالبانو د نفوذ یوه مهمه سیمه بلل کېږي. که څه هم د جیش العدل د شتون په اړه کره شواهد نشته، خو د طالبانو د استخباراتو ریاست په نقشه کې د بهرامچې یادونه هم شوې ده.
د طالبانو د استخباراتو ریاست د اسنادو پر بنسټ په سیمه کې د طالبانو امنیتي مسوول مولوي هجران اخوند دی.
۴. هرات ولایت
هرات د افغانستان یو مهم ولایت دی چې له ایران سره اوږده پوله لري. له هرات څخه د جیش العدل پر ضد د جمهوري دولت پر مهال هم د مخالفت غږ پورته شوی و.
د هرات لپاره د طالبانو اوسني والي مولوي نور محمد اسلام جار د جمهوري دولت پر مهال په ۲۰۱۸ کال کې جیش العدل ډله کافره او ملحده ډله بللې وه، چې د ایران پر وړاندې جګړه کوي.
د طالبانو د استخباراتو ریاست په هرات کې هم دوه سیمې جاه ریګ او کوهستان مشخصې کړې دي چې پکې یې د جیش العدل پر موجودیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
د استخباراتو ریاست د دواړو سیمو د امنیت د مسوولینو نومونه مولوي صهیب محمدي او مولوي ګل اغا یاد کړي دي.





د جیش العدل په اړه د نړۍوالو نظر
ایران جیش العدل یوه ترهګره ډله ګڼي او تور لګوي چې دا ډله د بهرنيو استخباراتي ادارو، په ځانګړې توګه د سعودي عربستان او پاکستان له لوري ملاتړ ترلاسه کوي. امریکا، جاپان او نیوزیلنډ هم دا ډله ترهګره ګڼي. د ایران حکومت په وار - وار پاکستان تورن کړی چې د جیش العدل غړي هلته پټنځایونه لري.
د افغانستان د جمهوري دولت د واکمنۍ پر مهال یې افغانستان هم تورن کړی، چې په فراه او نېمروز ولایتونو کې د جیش العدل پټنځایونه موجود دي خو د افغانستان حکومت جیش العدل د یوې مخالفې وسله والې ډلې په توګه پېژندله.

