۱۳ کلنې نجونې چې

د طالبي زخمونو درد یې

پر زړونو نقش دی

۱۳ کلنې نجونې چې د طالبي زخمونو درد یې پر زړونو نقش دی

د ۱۴۰۰ کال په اوړي کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د میلیونونه ښځو او نجونو ژوند ګډوډ شو. له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو په منعه کېدو سره د ښوونځیو دروازې یې پرمخ وتړل شوې او ورسره د ټولنې دغه قشر منزوي شو.

په دې راپور کې د کابل، هرات، مزارشریف او ورته سیمو د څلورو نجونو د ژوند روایت را اخیستل شوی چې په ۹ کلنۍ کې د طالبانو له تاوتریخجنې ایډیالوژۍ سره مخ شوې او اوس په ۱۳ کلنۍ د ښوونځیو د تړلو دروازو تر شا په حسرت او وېرې سره د تېرو وختونو یادونه تازه کوي. دوی د تحصیلي محرومیتونو، ټولنیزو محدودیتونو او راوني فشارونو په اړه ډېرې خبرې لري. دغه ډول روایتونه د دې ښکارندويي کوي چې د طالبانو د رهبر یوه فرمان د افغان ښځو او نجونو د زده کړو بهیر، رواني وضعیت او راتلونکی له ناورین سره مخ کړی دی.

د ۱۴۰۰ هجري- لمریز کال په زمري میاشت کې کله چې طالب جنګیالي د افغانستان پلازمېنې ته ننوتل، لاله چې لوړه ونه او قهويي سترګې لري تازه یې خپله نهمه کلیزه لمانځلې وه.

هغې خبرونه نه لیدل او دا هم ورته ډېره مهمه نه وه چې څوک له هېواده تښتېدلي او چا هېواد ولکه کړی دی.

ښار ته د طالبانو له ننوتو یوازې یوه ورځ مخکې لاله چې ګلداره شین کمیس یې اغوستی وو د زوکړې په تړاو جوړ شوي کوچني میز تر شا ولاړه وه. د زوکړې د هغه کیک پر مخ چې مور یې پوخ کړی وو ۹ شمېره په کوچنیو رنګي شمعونو سره ځلېده. پلار یې په موبایل سره عکسونه اخیستل او کله چې لاله کیک پرې کاوه نو ټولو خندل. پلار یې هغه په خپله غېږ کې پورته کړه او بیا هم ټولو خندل خو ټول له دې بې خبره وو چې څه سختې ورځې یې په مخ کې دي.

لاله په هغه وخت کې د درېیم ټولګي زده کوونکې وه. هغه له لومړي ټولګي د ښوونځي له غوره زده کوونکو یوه وه. هغې د ښوونځي د نمرو پارچې د ژوند د ښو خاطرو په توګه له ځانه سره ساتلي دي. د دغو تحصیلي اسنادو له مخې لاله هېڅکله هم له ۹۰ سلنې کمې نمرې نه دي وړي. قرانکريم ۱۰۰، دنیات ۱۰۰، دري ۱۰۰، حساب ۹۸، رسم ۱۰۰، خط ۱۰۰، تربیت بدني ۱۰۰، تهذیب ۱۰۰.

په درېیم ټولګي کې د لاله د نمرو پارچه

په مزارشریف کې تبسم، په کابل کې عایشه او په هرات کې ستایش د لاله همزولې اوس ۱۳ کلنې دي. دغه څلور نجونې پرته له دې چې یو بل سره وپېژني په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو له محدودوونکو پالیسو په مساوي ډول اغېزمنې شوي او دمګړۍ هم له یو ډول رواني فشار سره مخ دي. دغو څلورو نجونو له افغانستان انټرنشنل سره په جلا جلا مرکو کې په دې اړه چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو په تړاو د طالبانو د رهبر هبت الله اخندزاده یوه فرمان څنګه د دوی د ژوند بهیر ګډوډ کړ په جزییاتو سره خبرې کړې دي.

په ۱۴۰۰ کال کې په هرات کې ۹ کلنه تبسم هم د درېیم ټولګي زده کوونکې وه. تبسم هره ورځ به د ښوونځي یونیفورم چې تور او سپین رنګونه یې درلودل اغوستل او له خپلو ټولګيوالو سره ښوونځي ته تلله. هغه پر دې ډېره خوشحاله وه چې کولی شي رسامي وکړي او د دې په وینا، "د ژوند تر ټولو لوی ویاړ یې دا وو چې د ساینس ښوونکې عزیزه جان ویلي وو چې د هغې کورنۍ دندې خوښوي. "

یوې ټولګيوالې مې غوښتل فضا ته ولاړه شي

په کابل کې بیا عایشې د ښوونځي یونیفورم، بیک او کتابونه خپلې مخې ته اېښي او ورسره د خپل ژوند له ۹ کلنۍ تر ۱۳ کلنۍ خاطرې یادوي او وايي، "ټولو ټولګیوالو مې لویې موخې درلود. یوې غوښتل ډاکټره شي، یوې بلې هیله درلوده چې انجنیره شي، درېیمې غوښتل پیلوټه شي. ان یوې ټولګيوالې مې ویل، په راتلونکې کې غواړم فضا ته ولاړه شم او یوه ستور مزلې شي. هغې به ویل غواړم په ناسا کې کار وکړم. د ټولګیوالو دغو موخو زه هم هڅولم چې په لویو موخو فکر وکړم. "

دغه نجونې د ښوونځي وختونه د خپلو ژوند د "تر ټولو خوږې شېبې" ګڼي: په پسرلي موسم کې میندې او پلرونه د نوي تعلیمي کال لپاره چمتووالی نیسي او د خپلو ماشومانو لپاره، پنسل، قلم، رنګه قلمونه، بیک او یونیفورم پېري. د ښوونکي ورځ چې ټول زده کوونکي خپلو ښوونکو ته ډالۍ راوړي او ښوونځی هم له پوقانو او ډول ډول خوراکونو ډکېږي او همداراز د ازموینو د پایلو اعلان چې ټول د خپل یوه کال زحمت پایلو ته په تمه وي.

عایشه وايي، د ښوونځي په درېیم ټولګي کې، "کله چې ښوونځي ته تللو له ۷نیو تر اتو بجو د فَیل په سر کې (په کتارونو کې د زده کوونکو منظم درېدل) د ښوونځي اړوند یو پروګرام جوړېده. هره ورځ د یوه ټولګي زده کوونکو دنده درلوده چې په ستېج کې یو کلتوري پروګرام ترسره کړي. مثلاً د قرانکریم د څو ایاتونو قرائت کول، د ملي سرود زمزمه کول، د تمثیلي ټوټې اجرا کول او یا هم د شعر او مقالې لوستل. "

عایشه وايي، اوس پر دې پوهېږم چې دغه ډول پروګرامونو له موږ سره څومره مرسته کوله چې جرأت ولرو او وکولی شو چې د یو شمېر خلکو په منځ کې خبرې وکړو.

لس کلنو نجونو ته سپارښتنه وشوه چې مخونه پټ کړي

نجونې لس کلنې شوې او څلورم ټولګي ته بریالۍ شوې. خو هر څه عادي نه وو. د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښوونځي وضعیت له خپل اصلي مسیره وت او په ټول هېواد کې زده کوونکې په خپلو ښوونځيو او ټولګیو کې د تغییراتو شاهدان وو.

د عایشې په وینا، "هره ورځ په خپل ښوونځي کې د نویو بدلونونو شاهدان وو. هره ورځ نوي قیودات راتلل. یوه ورځ د ښوونځي له مدیریته خبره شوم چې د څلورم، پنځم او شپږم ټولګیو لپاره د فَیل په سر کې د پروګرامونو ترسره کېدل منعه شوي دي. "

عایشه پوښتي، "د څلورم ټولګي یوه زده کوونکې څو کلنه وي؟ ۱۰ کلنې نجلۍ نور حق نه درلود  چې د فَیل په سر کې پروګرام وکړي ځکه چې پیغله ګڼل کېده او باید غږ یې نه وای جګ شوی. "

بدلونونه همدومره نه وو. "څو اونۍ وروسته د تفرېح د زنګ پر مهال له څلورم ټولګي پورته د نجونو راوتل هم منعه شول. کله چې د تفرېح زنګ وهل کېده نو موږ باید له ټوګلي ونه وځو. "

د ښوونځي مدیریت وروسته بیا یوه بله پرېکړه اعلان کړه هغه دا چې د پنځم او شپږم ټولګي زده کوونکې خپل مخونه په ماسک پټ کړي.

طالبانو د ۱۴۰۳ کال په وږي میاشت کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون توشېح کړ. په دغه قانون کې د ښځو غږونه "عورت" بلل شوی او همداراز نجونې او ښځې مکلفې دي چې خپل مخونه پټ کړي.

کله چې دغه نجونې ۱۱ کلنې شوې په ماسکونو سره خپل مخونه پټول او بیا ښوونځي ته تللې. زده کوونکې له ټولو دغو محدودیتونو سره سره بیا هم ښوونځي ته تللې او هڅې یې کولې چې دغه ډول فشارونه وزغمي.

د ښوونځي په اخره ورځ مې اوښکې نه درېدې

په مزارشریف کې تبسم وايي، "وخت ډېر په سرعت سره تېرېده. زه ډېر ژر شپږم ټولګي ته ورسېدم. هر څومره چې وخت تېرېده نو ما هم بد احساس کاوه. تر هغې چې د ښوونځي وروستۍ ورځې رانږدې شوې او موږ هم له ښوونځي د خدای پامانۍ لپاره چمتو کېدو. "

"وروستۍ ورځې ډېرې په چټکۍ سره راورسېدې. څنګه کولی شم تاسو ته ووایم چې د ښوونځي وروستۍ ورځې څنګه وې او پر موږ څه تېر شول. ان نه مې غوښتل وژاړم خو بې واکه مې اوښکې بهېدې او ژړا مې هم نه درېده. "

د تبسم له سترګو اوښکې راوبهېدې او پر اننګې یې روانې شوې. دا وايي، "کاشکې ۱۲ کلنه کېدای نه. "

تبسم چې په وروستۍ ورځ ښوونځي ته تلله ګوري چې ډېرې ټولګیوالې یې نه دي راغلي. "ښايي د هغې ترخې ورځې زغم یې نه درلود. تر ټولو صمیمي ټولګیواله مې مریم وه او هغه هم په هغه ورځ نه وه راغلې. ډېرې کمې زده کوونکې راغلې وې. ډېریو پرېکړه کړې وه چې رانه شي څو هغه سخته ورځ یې ونه کړوي. "

تبسم خپل درسونه وايي

"خو یوه ورځ مخکې یې مریم راغلې وه. نورې هم وې. په هغه ورځ چا درس ونه ویل، ټولې کېناستو او د ښوونځي شپږ کاله خاطرې مو مرور کړې. ومو ژړل او هم مو وخندل. په هغه ورځ مو د ساینس ښوونکې په موبایل څو ډله ییز عکسونه هم واخیستل خو سبا یې یوازې او یوازې د ټولګیوالو په غېږ کې ژړاوې وې. هر څوک به په دغسې شرایطو کې د مرګ هیله وکړي چې بیا په خپل عمر کې دغسې ترخې شېبې ونه ګوري. "

د ملګرو ملتونو کلتوري بنست (یونېسکو) ویلي، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونو شاوخوا ۱ اعشاریه ۵ میلیونه زده کوونکې زیانمنې کړې دي. یونېسکو خبرداری ورکړی که پر نجونو زده کوونکو دغه محدودیتونه دوام وکړي نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به له زده کړو د محرومو نجونو شمېر څه باندې ۴ میلیونو ته ورسېږي.

۱۳ کلنې څنګه ژوند کوي؟

تبسم وايي، "د افغانستان نجونو لپاره د ۱۳ کلني ډېر تریخ سن دی. "هغه هم په افغانستان کې د نورو همزولو په څېر ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري. هغه په کور کې له خپلې مور سره د کور په کارونو کې مرسته کوي. دا هڅې کوي چې د ښوونځي درسونه یې له یاده ونه وځي. خپل کتابونه او کتابچې هر کله ګوري. هغه درسونه یې چې په ښوونځي کې ویلي څو وارې یې له سره تر اخره ویلي دي. په ټلویزیون کې هم تعلیمي پروګرامونه ګوري. د خپلې مشرې خور کتابونه هم را اخلي او له ځانه سره یې لولي.

په هرات کې ستایش وروسته له هغې چې د ښوونځي دروازه یې پر مخ وتړل شوه د "مریو ګنډولو" د زده کړو یوه مرکز ته ولاړه. هغې له دوه میاشتو زده کړو وروسته ډېر زینتي شیان لکه غاړکی، غوږوالی او نور ورته زینتي او سینګاري توکي جوړ کړي.

ستایش بیا وايي، د دغو هنري محصولاتو لپاره مناسب بازار نشته نو له همدې امله تر اوسه له دغې لارې څه ګټه نه ده کړې.

په کوټه کې د مریو د ټِک ټِک غږونه اورېدل کېږي. د ستایش کوچنۍ ګوتې پر یوې سپینې تکې څرخي. په خپلو کوچنیو لاسونو سره په ارامۍ او ځيرتیا سره رنګه مرۍ له کوچني صندوقه را اخلي او یو په بل پسې یې په شنه تار سره ګنډي. هغه ښځه چې دې ته یې د مریو ګنډل وښودل وايي، "هر کله چې زړه دې تنګ شو، ګل وګنډه، زړه به دې ښه شي. "

ستایش هره ورځ په خپل کور کې په مریو سره ګل جوړوي خو د کار په نیمايي کې یو ځلي په سوچ کې ډوبه شي او مرۍ پر ځمکه ږدي او وايي، "هر څومره چې ګلونه جوړ کړم د ښوونځي زړه تنګون مې له یاده نه وځي. "

 هرات کې د ستایش مرۍ ګنډنه

په کابل کې لاله وايي، "په واقعیت سره په ښوونځي پسې ډېره خفه یم او تر ټولو ډېره د ښوونکي ورځې پسې چې موږ ټولو ټولګيوالو په ګډه سره نیوه، خپه یم. کله چې له خپلو ټولګيوالو سره ښوونځي ته تللم. کله چې نوی تعلیمي کال پیلېده. نوي تعلیمي کال ته مو چې چمتووالی نیوه، د قلمونو، کتابچو او نویو کالیو اخیستنې. د خپلو ټولګیوالو د لیدنې لپاره د خوشحالتیا.... واقعاً هر څه ووایم کمه ده.

عایشه بیا ځلي د هغو پروګرامونو یادونه کوي چې د فَیل په سر کې اجرا کېدل، دا وايي، "اوس له دوو کسانو ډېرو خلکو په منځ کې د کم جراأتۍ له امله نشم کولی خپل غږ وباسم. باور مې نه کېږي زه هغه نجلۍ وم چې په ټولګي او د فَیل په سر کې د سلګونه زده کوونکو او ښوونکو په مخ کې مې تمثیلي ټوټه اجرا کوله. "

د عایشې په وینا، ځينې ټولګیوالې یې د ښوونځي له تړل کېدو وروسته دیني مدرسو ته ولاړې څو په کورونو کې منزوي پاتې نشي.

په هرات کې ستایش بیا وايي، "تر اوسه مې شاتګ نه دی کړی، په یوه انلاین ټولګي کې مې نوم لیکنه کړې ده. "

تبسم بیا له "هغو کسانو چې د نړۍ په هر ګوډ کې درسونه وايي" غواړي چې لا ډېر درسونه وایي "ځکه دا داسې څه نه دي چې ټول ورته لاسرسی ولري. " هغه یوه شېبه چوپه پاتې کېږي، په سترګو کې یې اوښکې راټولېږي او خپلو خبرو ته دوام ورکوي "وینا مې ورته دا ده چې ډېر ښه چانس لرۍ! "

عایشه افغان نجونو ته په خطاب کې وايي، "ناهیلې مه اوسۍ" هغه وايي، "که د نړۍ مشرانو د اورېدو غوږونه درلودای ښايي پیغام مې ورته درلودلی خو په خواشینۍ سره د اورېدو غوږونه نه لري. نو د ویلو ورته هېڅ هم نه لرم. "

طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې ۲۴مه د "فتحې ورځ" بولي او په دې ورځو کې پر افغانستان د خپلې واکمنۍ د څلور کلنۍ د لمانځلو لپاره د جشنونو د نیونې په حال کې دي.

لاله هم په داسې ورځو کې د زوکړې د کیک شمعې خاموشه کوي. بیا ځلي مور یې په خپلې مهربانۍ سره کیک پوخ کړی او د شمعې په منځ کې د ۱۳ شمېره ځلېږي. لاله خپلې سترګې پټوي او هیله کوي او شمعې پو کوي. ټول ورته چک چکې وهي. دا ځل پلار یې په خپلو لاسونو هغه نه پورته کوي.

لالې د زوکړې د ۱۳ کلنۍ مراسمو ویډیو موږ ته راښکار کوي. له هغې پوښتو چې د کیک پرې کولو پر مهال یې څه هیله وکړه. ویې ویل، "طبیعي ده چې د ښوونځيو د خلاصون هیله مې وکړه. "

له زده کړو محرومیت لاله خپلې راتلونکې ته اندېښمنه کړې ده. دا وايي، پخوا یې هیله وه چې په راتلونکې کې ډاکټره شي خو د زده کړو له محرومیت وروسته هیلې یې هم ګډې وډې شوي دي. "کله چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تګ ناشونی شو، پرېکړه مې وکړه هر څنګه چې کېږي باید درس ووایم او په راتلونکې کې یوه ښه قاضي شم. "

له لاله مو وپوښتل چې څه وشول  خپله پرېکړه بدله کړي، ویې ویل، "په خپل هېواد کې له بې عدالتیو وروسته مې پرېکړه وکړه چې قاضي شم او تر خپلې وسې به په هېواد کې عدالت وکړم. "

کله چې طالبان بیا ځلي پر افغانستان واکمن شول ټول پخواني قاضیان یې له دندو ګوښه کړل او ویې ویل چې ښځې په قضايي نظام کې ځای نه لري.

د ۱۴۰۰ کال له زمري میاشتې مخکې په افغانستان کې د ښځینه قضایانو شمېر کابو د ۲۵۰ تر ۳۰۰ وو او دغه شمېر هم کابو د قضايي دستګاه ۸ تر لس سلنه جوړوله خو له څلورو کلونو راهیسې هېڅ ښځینه قاضي د افغانستان په قضایي سیستم نشته.

د لاله ۱۳ کلني

لاله وايي، ۴ کاله مخکې ۹ کلنه وه او په وینا یې طالبان یې دومره نه پېژندل. په هغه وخت کې ورته دا بې تفاوته وه چې څوک له واکه پرځېدلی او څوک واک ته رسېدلی دی. هغه په ۱۳ کلنۍ کې وايي، "موږ له طالبانو سره هېڅ دوښمني نه لرو خو هغوی موږ د درس ویلو له حقه محروم کړي یو. "

د هغې ذهن د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له ۲۴مې وروسته له ډېرو بې ځوابه پوښتنو ډک دی، "د ښوونځي دروازه په کوم دلیل زموږ پر مخ بنده ده. "