له محکمې تر زندانه؛
په دورو د وهل شویو قربانیانو تجربې
نازیه هاشمیار
افغانستان انټرنشنل - پښتو

له محکمې تر زندانه؛
په دورو د وهل شویو قربانیانو تجربې

د جلالاباد ښار په محکمه کې توده ورځ او هغه هم د یوې تورې پردې شا ته، درې کسان د خپل برخلیک په تمه ناست وو؛ یوه ښځه او دوه ځوانان، چې د نامشروع اړیکو په تور نیول شوي وو. اوس باید د طالبانو قاضي خپله پرېکړه اعلان کړي، په داسې حال کې چې تورن کس وکیل نه لري، محاکمه هم علني نه ده او د قاضي حکم مخکې لا لیکل شوی دی.
۲۸ کلنه زرمینه د دریو ماشومانو مور ده. پر هغې تور لګېدلی چې له دوو پردیو نارینه وو سره پرېوتلې ده. د طالبانو اساسي دلیل دا دی چې زرمینې خپل ناروغ ماشوم ډاکټر ته بېولی او د مېړه پر ځای یې د هغه دوه دوستان له ځانه سره بېولي دي.
د جلالآباد ښار د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې زرمینه، ضمیر او رسول خان د زنا په تور نیولي دي.
خو زرمینه دا حکم نه مني. دا یوازې څو درې او میاشتې زندان نه دی، بلکې دا د زرمینې د ژوند بربادي ده. زرمینه وايي چې تر دې وروسته به مې هر څه په اوبو لاهو شي.
زرمینې افغانستان انټرنشنل ته وویل:
ما په محکمه کې چیغې کړې چې زه بې ګناه یمه، مامورینو ته مې وویل چې له خدایه ووېرېږئ، خو هیچا مې چیغو او ژړا ته غوږ و نه نیو.
زرمینه یوازینۍ ښځه نه ده چې د طالبانو د نوې واکمنۍ پر مهال په درو وهل کېږي. د امر بالمعروف ادارې په ۲۰۲۴ کال کې اعلان وکړ چې ۵۸۱ کسان یې د بېلابېلو جرمونو په تور په درو وهلي دي. د طالبانو مامورین هر کال د بېځایه تورونو له مخې خلک نيسي او سزا ورکوي.
له هغه وخته راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، سلګونه کسان د نامشروع اړیکو، فحشاء، غلا، بداخلاقۍ، له کوره تښتېدلو، یا نشهيي توکو د پلور او استعمال په تور په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.
خو قانوني بنسټونه د دې نیولو، محاکمه کولو او سزا ورکولو په اړه ډېرې پوښتنې لري، لکه د زرمینې، ضمیر او رسول خان په اړه چې پوښتنې لري.
یوه شپه چې د زرمینې مېړه په کور کې نه و پر لور یې سخته تبه راغله، زرمینې د خپلې لور د درملنې لپاره د خپل مېړه د دوو دوستانو په مرسته روغتون ته ولاړه.
د زرمینې مېړه، طاهر یو پخوانی سرتېری دی چې د جمهوري حکومت تر سقوط وروسته د روزۍ پیدا کولو له پاره بل ولایت ته تللی و. رسول خان او ضمیر خان د طاهر دوه نږدې دوستان وو، داسې دوستان چې د هغه په نشتوالي کې یې له زرمینې سره مرسته وکړه، خو د طالبانو مامورینو ته دا مرسته نامشروع اړیکه معلومه شوه.
رسول خان افغانستان انټرنشنل ته وایي، یوه ورځ طاهر زنګ ورووهه او ورته ویې ویل: زه له کوره لیرې یم او لور مې ناروغه ده، که تکلیف نه وي زما لور روغتون ته ورسوه.
رسول موټر نه درلود، خپل ملګري ضمیر ته یې زنګ وواهه، ځکه هغه موټر درلود. دواړه د ناروغ ماشوم د انتقال له پاره تیار شول، ځکه چې په افغانستان کې عاجل روغتیایي خدمات نشته او که وي هم، ډېر محدود دي.
طاهر، رسول او ضمیر، زرمینه او د هغې ناروغه لور او زوی په موټر کې کښېناستل او د جلالآباد روښان روغتون ته ولاړل.
رسول خان وویل چې دوی غوښتل زرمینه او د هغې لور په روغتون کې تر دوو ورځو بستر کېدو وروسته بیرته کور ته راولي، خو هغوی په لاره کې د امر بالمعروف مامورینو ودرول او ویې نیول.
درېیم تورن کس ضمیر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی طالبانو ته ټوله کیسه تېره کړه، آن دا چې د روغتون اسناد یې هم وښودل، ویل چې د طاهر په غوښتنه روغتون ته تللي وو، خو مامورینو یې خبرو ته غوږ و نه نیو، بلکې نور طالب جنګیالي یې هم راوغوښتل.
زرمینه وایي چې طالبانو مې لومړی د مېړه دوه ملګري ووهل او بیا یې دا هم د توپک په کونداغ ووهله.
زرمینه وايي چې ما قرآن ورته وښود او ورته مې وویل چې یوازې د خپلې لور د علاج لپاره ډاکټر ته تللي وو، لور مې په روښان روغتون کې بستر کړې وه. حتی اسناد مې وروښودل، خو طالبانو راته وویل چې ته بدلمنه یې.
د زرمینې مېړه طاهر هم افغانستان انټرنشنل ته وویل چې رسول خان او ضمیر د ده په غوښتنه د دوی کور ته ورغلی او لور یې ناروغه وه، خو دې خبرو ځای و نه نیو.




د زندان پړاو
طالبانو رسول خان، ضمیر او زرمینه له ناروغ ماشوم سره یو ځای نږدې ولسوالۍ ته یووړل او هلته یې په دوو جلا خونو کې بنديان کړل.
ضمیر وایي، چې لومړۍ شپه درې طالبان زما کوټې ته راغلل او د توپک په کونداغ یې ووهلم، ویل پر خپل جرم اعتراف وکړه، خو موږ بیا هم یوازې رښتیا ورته ویل، هماغه ماشومې د ناروغۍ کيسه.
زرمینې د خپل عزت ساتلو له پاره وروستۍ هڅه وکړه او د خپل مېړه شمېره یې طالبانو ته ورکړه چې له هغه سره خبرې وکړ، خو طالب د زرمینې مېړه ته وار له واره وویل چې مېرمن دې فاحشه ده، موږ له دوو پردیو سړیو سره ونیوله، له دې سره سم یې موبایل بند کړ.
په زندان کې دوو شپو تېرولو نه یوازې دا چې زرمینه له جسمي پلوه ځوروله، بلکې د هغې د ماشومې لور ناروغي نوره هم پسې سخته شوه.
زرمینه وایي: د لور نس ناسته مې ډېر شو، په زندان کې مې دوې شپې ډېرې په تکلیف تېرې کړي، دې کافرانو حتی زما د ماشومې لور ناروغۍ ته هم و نه کتل.
زرمینه زیاتوي چې په دې دوو شپو او ورځو کې طالبانو ګواښ ورته وکړ چې د ولسوالۍ قاضي به ډېر ژر پرېکړه وکړي او تاسې درې واړه به سنګسار شئ.
په هماغه شپه د طالبانو د امنیتي قوماندان رسول خان خپل دفتر ته وغوښت او مجبور یې کړ چې خپل جرم ومني.
رسول خان وویل: قسم مې وکړ، قرآن مې ورته ونیو چې له دې ښځې سره مې هیڅ نامشروع اړیکه نه درلوده، هغه زما د خور په څېر ده. زه خپله هم اولاد لرم، کورنۍ لرم، عزت لرم، دا تور مه راباندې لګوئ، دا تور مې کور ورانوي.
جلالآباد ته وړل
دوې شپې وروسته درې واړه د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ته یووړل شول.
زرمینه وایي چې تر دې مخکې، د رسول خان کشر ورور ولسوالۍ ته راغی او زما یونیم کلنه لور یې د رسول خان کور ته بوتله.
د طالبانو په نظارت خانه کې د زرمینې، رسول خان او ضمیر ترخه تجربه
زرمینه، رسول خان او ضمیر یو ځل بیا د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ په نظارت خانه کې له پوښتنو ګروېږونو، سپکاوي، تاوتریخوالي او شکنجې سره مخ شول، طالبانو بیا ځنې وغوښتل چې پر خپل جرم اعتراف وکړي.
زرمینه وایي چې په تېرو دوو ورځو کې د هغې کورنۍ په دې قضیه خبره شوه؛ د هغې پلار چې د لغمان ولایت په یوه لرې پرته سیمه کې اوسېده، ننګرهار ته راغی، خو چې له پېښې خبر شو او خپله هڅه یې وکړه هیڅ ګټه یې و نه کړه، بیرته لغمان ته لاړ.
هغې وویل: کله چې پلار ته وویل شي چې لور دې له پردیو سړیو سره نیول شوې، خامخا لور ته شا کوي. زه څلور ځوانان وروڼه لرم، قسم دی که یوه ورور مې هم حال اخیستی وي.
د زرمینې په وینا، په نظارت خانه کې یوه ښځینه پولیسه هم وه چې له هغې څخه یې پوښتنې کولې. خو دریمه شپه دوه طالبان چې سپینې خولۍ یې پر سر وې او د تحقیق لپاره یوه توره چادري واله ښځه هم ورسره وه، هغه په لرګي ووهله.
زرمینه زیاتوي: بد ښکنځل یې راته وکړه، هر ځل به یې راته ویل چې ته فاحشه یې، ویل معاینه کوو دي، که ثابته شوه چې زنا دې کړې سنګساروو دي؛ خو که په خپله اعتراف وکړې، ښایي له مرګه خلاصه شې.
ضمیر وايي چې د زرمینې خاوند له جنوبي ولایت څخه جلالآباد ته راغی او په واسطه پسې وګرځېد، واسطه یې پيدا نه کړه، آن دا چې له خپلې ښځې سره دلیدو اجازه هم ور نه کړل شوه.
د ضمیر ورور چې د ننګرهار په یوه ښوونځي کې ښوونکی دی وایي چې دا موضوع یې له والي سره هم شریکه کړه، خو ګټه یې و نه کړه.
استاد شبیر افغانستان انټرنشنل ته وویل: دا زمونږ لپاره ستر شرم و. تر ډېرو منډو وروسته مو یوه واسطه پیدا کړه چې والي ته ورشو، خو والي یوازې دومره وویل چې زه به داقضیه تعقيب کړم. ما ورته وویل چې د درې واړو معاینات وکړئ، که ثابته شوه چې زنا یې کړې ده زما ورور نه دی ویې وژنئ!
د پیسو رول
د رسول خان ورور قاري نیکمل چې دکاندار دی بریالی شو چې د بندیانو د خلاصون لپاره د امنیې قوماندانۍ له یوه طالب چارواکي سره خبرې وکړي. هغه په دولس زره ډالره رشوت له طالب چارواکي سره خبره وکړه، طالب وعده ورکړه چې په دوو ورځو کې به درې واړه کسان خوشي شي.
قاري نیکمل وایي: زما د تره زوی له طالب چارواکي سره په ۱۲ زره ډالره رشوت خبره خلاصه کړه، هغوی ډاډ راکړ چې که پيسې پر وخت ورکړو، په دوه ورځو کې به یې بندیان ورخوشي کړي.
قاري نیکمل دا موضوع د زرمینې له مېړه او ضمیر له کورنۍ سره شریکه کړه، خو له درو ورځو هڅو سره سره و نه توانېدل چې ټولې پیسې راټولې کړي. طالب چارواکي بیا له دوی سره اړیکه ونیوله او خبرداری یې ورکړ چې که پیسې په یوه ورځ کې برابرې نه شي، دوسیه به ابتدائیه محکمې ته واستوي.
هغوی یواځې ۳۷۰۰ ډالر راټول کړل، خو طالب چارواکي دا پیسې و نه منلې.
ضمیر، چې تر دې مخکې یې ۱۳ ورځې د امنیې قوماندانۍ په نظارت خانه کې تېرې کړې وې، وایي چې په ۱۴مه ورځ، درېواړه د جلالآباد محکمې ته واستول شول. د هغه په وینا، د توقیف پر مهال د وهلو او شکنجو له امله اړ شو چې اعتراف وکړي.





د طالبانو په محکمه کې
د ۲۰۲۵ کال د فبروري پر ۲۳مه نېټه، زرمینه، رسول خان او ضمیر خان د طالبانو تر واک لاندې محکمې ته حاضر شول. دا محاکمه داسې مهال جوړه شوه چې جبري اعترافونه تر لاسه شوي او تورنو اشخاصو مدافع وکیل نه درلود.
د محکمې کوټه متوسطه وه، د لرګي پنځه چوکۍ په کې پرتې وې. کړکۍ یې په تورو پردو پټې وې. په خونه کې یو لوی، خو ساده میز پروت و، چې شا ته یې قاضي ناست و، قاضي سپینه لنگۍ تړلې او اوږده ږېره یې درلوده.
د قاضي ښي لور ته یو ډنګری سړی ناست و او څو کاغذونو یې مخ ته پراته وو، کیڼ لورته یې یو وسلوال طالب ولاړ و.
د رسول خان په وینا، دوی درې واړه د تورنو اشخاصو په توګه پر درېیو چوکیو کېنول شول، پر دوو پاتې چوکیو د امر بالمعروف هغه غړی کېناست چې هغوی یې لومړۍ ورځ نیولي وو، د تحقیق لپاره د امنیې قوماندانۍ یو استازی هم راغلی و.
د زرمینې مېړه، مور، د ضمیر وروڼه، د رسول خان مېرمن او ورور هم محکمې ته وربلل شوي وو، خو د محکمې خونې ته د ننوتلو اجازه نه وه ورکړل شوې.
د ضمیر په وینا، غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه. قاضي د امر بالمعروف له چارواکې وغوښتل چې د قضیې جزیات بیان کړي. هغه ادعا وکړه چې دا دوه نارینه یې له دې پردې ښځې سره لاس په لاس نیولي چې په موټر کې یې زنا کول.
زرمینې اعتراض وکړ: خدای شاهد دی او قیامت هم شته، درواغ ولې وایې؟
قاضي په لوړ غږ او سپک الفاظو ورته وویل چې چُپ شه!
زرمینه چې له سرګردانۍ کړېدله او چمتو وه چې د خپل عزت دفاع وکړي، د خپلې ناروغې لور صحي اسناد قاضي ته ورښکاره کړل او غوښتنه یې ځنې وکړه چې د دوی طبي معاینات دې وکړي.
هغې وویل: درې میاشتې کېږي چې مېړه مې مسافر دی، که مې زنا کړې وه ډاکټر به یې معلوم کړي، خو هغه ډنګری سړی چې د قاضي تر څنګ ناست و، اسناد رد کړل او ویې ویل: اسنادو ته اړتیا نشته، هر څه د لمر په شان ښکاره دي. دا د چټلۍ ځای نه دی، چیغې مه وهه!
رسول خان هم هڅه وکړه چې د زرمینې مېړه د شاهد په توګه راوغواړي، چې قاضي ته د ماشومې د ناروغۍ او علاج خبره وکړي، خو قاضي و نه منله.
قاضي وویل: تا ولې پردۍ ښځه له ځانه سره ښار ته بېولې وه؟
رسول خان وویل چې ماشوم یې ناروغ و او دا ښځه زما د ملګري مېرمن ده، خو قاضي یې خبره پرې کړه: سند مه راوړه، موږ سند نه غواړو، موږ اخلاقو ته ګورو.
د قاضي وروستۍ خبرې
تر نږدې ۴۵ دقیقو وروسته، قاضي له خونې ووت. شاوخوا ۲۰ دقیقې وروسته بیرته راغی او خپل لیکل شوی حکم یې داسې اعلان کړ:
زرمینې ته د ۷۷ درو او ۸ میاشتو بند سزا ورکړل شوه، دا کولای شي چې خپله کوچنۍ لور هم له ځانه سره زندان ته یوسي.
رسول خان او ضمیر خان ته هم د ۷۷ درو او ۱۰ میاشتو بند سزا ورکړل شوه.
د سزا تر اعلان وروسته قاضي د زرمینې خاوند، مور، د ضمیر او رسول خان وروڼه د محکمې دننه وروغوښتل او ورته ویې ویل: زه د خدای او هغه د رسول عدالت پلي کوم. که زما حکم ناسم شي، خدای به په اخرت کې حساب راسره وکړي. له همدې امله ما دا حکم د ټولو شرعي او الهي احکامو په پام کې نیولو سره صادر کړی دی، زه یواځې د خدای فرمان پلي کوم.




د سزا عملي کولو لومړی پړاو
د زرمینې د خاوند په وینا، د محکمې تر حکم وروسته هر درې تورن کسان د جلال آباد د زندان لنډمهاله کوټو ته یووړل شول. د ۲۰۲۵ کال د فبروري پر ۲۸مه نېټه، د جمعې تر لمونځ وروسته د درو وهلو صحنه برابره شوه.
قاضي زرمینې ته وویل چې د همکارۍ په صورت کې به په عام ځای کې سزا نه ورکول کېږي، یوازې به د هغې د کورنۍ غړي حاضر وي.
د حدود تطبیق
د زرمینې مشره خور مینه چې په لغمان کې اوسېده، د خپلې کورنۍ په غیاب کې د مور پر ځای له خپلې خور او ورور سره سهار پر ۱۱ بجو محکمې ته ورغله.
د زرمینې او رسول خان د کورنۍ نور کسان لکه د رسول خان دوه وروڼه، پلار او ضمیر ورور هم حاضر وو.
مينه وایي چې تر دوو بجو پورې مو انتظار وکړ، ځکه قاضي ویلي وه چې د جمعې لمانځه تر ادا کولو وروسته به د حدودو ځای ته راځي.
تر ۲۰ دقیقو انتظار وروسته قاضي زرمینه او دوه نارینه نور راوستل شول، د قرآن تلاوت وشو او بیا قاضي وویل: که څه هم تاسې ګناهکاران یاست، خو الله پر تاسې رحم کړی او پر تاسې به حدود عملي شي، تاسو به د خپلو ناروا اعمالو سزا ووینئ.
زرمینه د دې خبرو په اورېدو ګنګسه شوه، هغې وویل: هیڅ شی مې نه احساس کاوه، لکه په ډبره چې اوښتې یم، د هیچا غږ مې نه اورېده، لومړی مې دوه رکعته لمونځ وکړ او یوازې مې له خدایه دا غوښتنه کوله چې یا الهي ته خو زما په حال خبر یې.
رسول خان وویل، د خپلو کورنۍ په لیدو مې ډېر د شرم احساس کاوه، ما ویل کاشکې مړ وای.
ماسپښين درې بجې سزا پيل شوه
لومړی د ضمیر خان نوبت و. هغه وویل چې پښې يې راوتړلې او پر فرش یې کېنولم. قاضي د قرآن تر تلاوت وروسته قرآن د خپل ښي لاس تر بغل لاندې نیولی و او دی یې په درو واهه. دوو نفرو د درو وهل شمېرل، د ضمیر وروڼه او دوو طالب وسله والو د شا له خوا کلک نیولی و.
ضمیر وایي: لومړی درد ډیر سخت و، چیغې مې ووهلې، توبه مې وایستله، خو وروسته په ځان پوه نه شوم چې څه کېږي، یوازې مې د درد احساس کاوه. کله چې درې خلاصې شوې، زړه مې ډوب ډوب کېده، نه شوای پورته کېدای، خو ورور مې لاس راکړ. په بله خونه کې یو نرس حاضر و چې زموږ ټپونه یې پټۍ کول.
رسول خان دویم کس و. تر دې مخکې چې سزا ورکړل شي، د وروستي ځل لپاره یې پلار په غېږ کې ونیو او کوټې ته ننووت، سمدلاهی یې پښې وروتړلې. قاضي بیا بسم الله وویل، قرآن شریف یې د ښي لاس تر بغل لاندې نیولی او رسول خان یې په درو واهه. رسول خان وویل چې تر پایه چوپ پاتې شو؛ درد یې ډېر و، خو د کورنۍ په مخکې یې پورته نه شوای کتلای.
هغه ۷۶ درې ووهل شو؛ یوه طالب وویل چې یوه دره یې پر غاړه لګېدلې او نه ده شمېرل شوې.
دریم نوبت د زرمینې و. هغه خپلې خور، خاوند او ښځینه پولیسې نیولې وه. زرمینه وايي چې یوې ډلې وویل: دا ښځه خپل ماشوم ته شیدې ورکوي.
زرمینې وویل: لومړی مې چیغه وکړه، خو وروسته په ځان نه یم پوهېدلې. کله چې پر هوښ ته راغلم، ګورم چې د محکمي په یوه کوټه کې یم او خور مې سر ته ناسته ده.
د زرمینې خور وویل چې قاضي ۶۱ درې ووهله؛ ځکه هغې خپل ماشوم ته شیدې ورکولې.
د بند موده لنډه شوه
ضمیر خان اوس د خیبر پښتونخوا په یوه تعمیر کې د مستري په توګه کار کوي. هغه وايي چې د بند د پای ته رسولو یوه لاره د اختر په مناسبت د ملا هبتالله آخندزاده فرمان و، د دې فرمان په اساس د ځينو بندیانو د بند موده لنډه شوه. د دې کار لپاره یو کمیسیون جوړ شو، ضمیر وایي چې د دې کمیسیون یوه غړي ته یې ۷۵ زره افغانۍ رشوت ورکړ او هغه د ده د بند سزا شپږ میاشتې لنډه کړه او بیا خیبرپښتونخوا ته ولاړ، خو زرمینې او رسول خان وویل چې دوی د خپل بند موده بشپړه کړه.
دیني لیدلوري
طالبانو د جسمي سزا په اړه د افغانستان انټرنشنل پوښتنو ته جواب و نه وايه، خو ديني عالم مولوي رحمتالله اندړ وايي چې د طالبانو اقدامات د شریعت د احکامو سره برابر نه دي، هغه وايي: طالبان مشروع حکومت نه لري او په اسلامي تاریخ کې هیڅ نظام د خلکو په پټه نه دی جوړ شوی.
اوس په افغانستان کې هر طالب له ځانه قاضي، مفتي او جلاد جوړ کړی دی، ځکه چې اساسي قانون نشته چې د هغه په اساس دې د حکومت چارې مخ ته یووړل شي.
هغه زیاته کړه: که څه هم اسلام د ځینو جرایمو لپاره حدود ټاکلي دي، خو دا محدود دي، ښځه او نارینه یو ډول په کې شامل دي.
په هغو قضیو کې چې قرآن او حدیث مشخص حدود نه دي ټاکلي، قاضي کولای شي چې د عقل، د جرم څرنګوالي او د ټولنې د اړتیا په پام کې نیولو سره تعزیري سزا ورکړي.
هغه زیاته کړه، طالبان داسې فکر کوي چې اسلام یوازي حدود او تعزیرات پلي کول دي، حال دا چې د شریعت روح دا نه دی چې خلک په زور د حد او قصاص په زور اصلاح شي، باید خلک د تبلیغ له لارې پوه شي.
یادونه: په دې راپور کې د امنيتي دلایلو له مخې د تورنو اشخاصو او د هغوی د کورنۍ د غړو نومونه تغیر شوي دي.



