د دوحې له تړون پنځه کاله وروسته؛
افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ
لاندې او بدیلې لارې
د افغانستان انټرنشنل څېړنډله

د دوحې له تړون پنځه کاله وروسته
افغانستان د طالبانو له درې نیم کلنې واکمنۍ راهیسې، نه یوازې دا چې په کور دننه سولې ته نه دی رسیدلی، بلکې د طالبانو د واکمنۍ د دوام له امله د افغانستان د وګړو او نړۍوال امنیت لپاره ګواښونه او خطرونه هم ډیر شوي دي.
که څه هم امريکا، ناټو او نور لويديځ هېوادونه د ٢٠٠١ کال په څېر په افغانستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي، خو بېلابېلې ارزونې او راپورونه ښيي، چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ له امله رامنځته شوي نوي او پېچلي ګواښونه د نړیوالې ټولنې بېړنۍ پاملرنې ته اړتيا لري، په ځانګړي توګه د امریکا د متحده ایالتونو پاملرنې ته چې پنځه کاله وړاندې یې د فبرورۍ په ۲۹ له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ.
موندنې ښیي چې د طالبانو واکمني د افغانانو بشري امنیت او هوساینې ته یو جدي داخلي ګواښ ګرځېدلی دی. په سیمه ییزه کچه دغه وضعیت د پاکستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو ثبات کمزوری کړی او د ترهګرۍ پر نړۍوال مرکز د افغانستان د بدلېدو ګواښ یې کټ مټ د ۲۰۰۱ کال څخه مخکې په شان زیات کړی دی. دغه راز په افغانستان کې د نشهيي توکو د توليد او قاچاق په اړه هم اندېښنې تر بل هر وخت ډیرې شوې دي.
په داسې یو حالت کې تر ټولو بنسټیزه پوښتنه د طالبانو له واکمنیدو وروسته دا ده، چې بل کوم ځای ناستی حکومت کیدلی شي، چې د تلپاتې سولې لامل وګرځي؟ او ورته مهال د اغېز لرونکو هیوادونو په ځانګړې توګه امریکا ملي ګټې به په کوم یوه بل بدیل حکومت کې خوندي کیدای شي؟
په دغه راپور کې مو تر ډیره بریده زیار ایستلی چې د خبرو اترو، د نظرونو راټولولو او په کور دننه او بهر کې مېشت د بېلابیلو ډلو له قوله را اخیستل شوي نظرونو له لارې دې پوښتنې ته یو معنا لرونکی ځواب ومومو.

طالبي افغانستان

لومړۍ څپرکی؛ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان
طالبانو له خپلې واکمنۍ وروسته تل په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت ادعا کړې، خو واقعیتونه او د نړۍوالې ټولنې راپورونه ښيي، چې په دغه هیواد کې جګړه یوازې او یوازې په نظري توګه پای ته رسېدلې، او په عمل کې طالبان لا هم له سختو داخلي ننګونو سره مخ دي، ان دا چې په خپل منځ کې یې اختلافات او پټې جګړې روانې دي.
د ډېریو کارپوهانو په اند، طالبان د عصري حکومتولۍ لپاره اړینې تجربې، پوهه او سرچینې نه لري او د هېواد چارې په دودیزه بڼه مخته وړي. د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، طالبان کورنی مشروعیت نه لري او د نړۍ هیڅ هیواد دغه ډله په رسمیت نه پېژني. د جرمونو نړۍوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان په رسمي توګه د طالبانو د مشر ملا هبتالله او د دغې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د بشري ضد جنایتونو په تور دهغوی د نیولو او حکم صادرولو غوښتنه کړې ده.
د دغې ډلې د اصلي څانګو ترمنځ اختلافات ورځ تر بلې ژوریږي او د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده تر ټولو زیات واک په لاس کې اخیستی دی. د دغه کړکیچ یوه څرګنده نښه په دوحه کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او د دغې ډلې د مرکچيانو له ډلې د شېر محمد عباس ستانکزي تېښته ده، چې دا خپله د دغې ډلې د خپلمنځي اختلافاتو د زیاتوالي څرګندونه کوي
سربیره پردې، د «طالب لیکس» په نوم د یوې ناڅرګندې ډلې لهخوا افشا شوي اسناد ښیي چې ملا هبتالله د حقاني شبکې د غړو په ګډون د طالبانو په څانګو باور نه لري او د دغې ډلې ځینې بنسټونه یې د امر بالمعروف ادارې په ګډون، په نظامي تجهیزاتو او تاسیساتو سمبال کړي چې د هغه تر مستقیمې ولکې لاندې وي. د ځینو راپورونو له مخې په کابل کې د سراج الدین حقاني او ملا عبدالغني برادر په ګډون یو شمېر طالب مشران او د افغانستان د دوولسو لوېدیزو او شمالي ولایتونو والیان هم په کندهار کې مېشت د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده لهخوا له ایډیالوژیکي پلوه د نامناسبو فرمانونو له پلي کېدو ناخوښ دي.
طالب مشران په خپلمنځي اختلافاتو سربیره د ولس له پراخې نا رضایتۍ سره هم مخ دي. خلک د هیواد د ناوړه اقتصادي وضعیت پړه پر طالبانو اچوي او له ملي سیاسي څوکیو څخه د نورو قومونو او مخالفانو د ایستلو او د طالبانو لهخوا د نورو قومونو د ځمکو په غصب هم ناخوښه دي. د افغانستان سیاسي مخالفو ځواکونو او مدني ټولنو په کلکه د طالبانو «اسلامي امارت» رد کړی او د دغه حکومت پر ضد یې خپل اعتراضونه روان ساتلي. د ۲۰۲۴ کال د جون ۲۱ د دوحې ناسته او د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ ۱۸ د ویانا غونډه کې له طالبانو سره مخالفتونه په رسمي توګه اعلان شول.
«د نړۍوالې ترهګرۍ مرکز»
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای د افغانستان بدلیدو د نړۍ ژورې اندیښنې راپارولې دي.که څه هم طالبانو په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه، چې په افغانستان کې به د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي، خو تر اوسه پورې په دغه برخه کې پاتې راغلي، او کوم اغېزناک ګام یې نه دی اخیستی.
په نړۍواله کچه راپورونه ښیي، چې ترهګرو ډلو نه یوازې په افغانستان کې خپلې منګولې خښې کړې، بلکې نورو هېوادونو ته هم د خپلو فعالیتونو د پراخولو په درشل کې دي. دغه وضعیت د سیمې او نړۍ امنیت جدي ګواښي. داعش خراسان، القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او ټي ټي پي له مهمو ترهګرو ډلو څخه دي، چې په افغانستان کې فعالیت کوي.
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په راپور کې ویلي، چې افغانستان لا هم د دغو ډلو لپاره «خوندي سیمه» ګڼل کیږي او «دوی هڅه کوي چې په نړۍواله کچه د خپلو عملیاتو سیمه پراخه کړي.» دې خبرې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د نړۍ پراخې اندېښنې را پارولې دي.
کارپوهان وايي، سره له دې چې طالبانو پر خپلو «ترهګرۍ ضد» ژمنو رسمي ټینګار کړی، خو د دغو ډلو د مهارولو لپاره یې کوم اغېزناک ګام نه دی پورته کړي. د امریکا حکومت د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز د خپل رسمي کار له پیل مخکې،
طالبان«هغه ترهګره» ډله وبلله، چې ګواکې داعش ته یې اجازه ورکړې، څو بیا واک ترلاسه کړي. هغه په یوه یادښت کې لیکلي: «دغه ترهګر په چټکۍ سره وده کوي او ښايي د امریکا خاورې ته یو ګواښ شي.»

۱. داعش خراسان
د داعش خراسان څانګه، چې په افغانستان کې یوه له خطرناکو ترهګرو ډلو ده، په وروستیو کلونو کې یې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي. د (ACLED) موسسې د وسله والو شخړو د پروژې راپور ښيي، چې، «دغې ډلې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان، ایران، روسیه، پاکستان او ترکیه کې له ۶۰ ډیر ترهګریز بریدونه ترسره کړي، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی څرګندوي.»
سربیره پردې، د داعش خراسان څانګه توانیدلې چې خپلې مالي او لوژیستیکي وړتیاوې پیاوړې کړي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې داعش خراسان ډله خپل عملیاتي لګښتونه له ناقانونه مالي شبکو او بهرنیو مرستو له لارې برابروي. د بېلګې په توګه، دوی د خپل عاید یوه مهمه برخه د ډیجیټل اسعارو له لارې چمتو کوي. دغه چاره یادې ډلې ته لاره پرانیزي، چې د بندیزونو په ماتولو سره ملیونونه ډالر انتقال کړي. اروپايي هېوادونه هم دغه ډله د اروپا پر وړاندې تر ټولو ستر ترهګریز ګواښ ګڼي. په راپور کې ویل شوي، چې د داعش خراسان عملیاتي مرکزونه، د افغانستان په نورستان او کونړ ولایتونو کې دي.
۲. القاعده
د نړۍوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، القاعدې د داعش خراسان برخلاف، چې په څرګنده په تاوتریخوالي لاس پورې کوي، په افغانستان کې د «سټراتیژیک زغم» تګلاره خپله کړې ده. دغه ډله اوس له طالبانو او په سیمه کې له نورو سخت دریځو ډلو سره هم د خپلو اړیکو د پیاوړتیا او پراخولو په لټه کې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۳ کال د راپور له مخې، القاعدې په افغانستان کې د غلي پاتې کېدو تګلاره خپله کړې، خو ورته مهال په سوېلي او منځنۍ اسیا کې فعاله ده. د ملګرو ملتونو وروستی خبرداری بیا ښيي، چې القاعده په افغانستان کې لږترلږه دوولس لوړ پوړي مشران لري او د هند د نیمې وچې د القاعدې ډلې او د پاکستان له ټي ټي پي سره کار کوي . د ملګرو ملتونو د (۲۰۲۵) کال بندیزونو څار ډلې په راپور کې راغلي سیف العدل، چې په نړۍواله کچه د القاعدې د مشر په توګه پیژندل شوی، هڅه کړې د غزې او اسرایل ترمنځ د جګړې په تړاو د مقالو په خپرولو سره د دغې ډلې د پیاوړتیا او نفوذ لپاره کار واخلي. القاعده اوس هم د بهرنیو عملیاتو د ترسره کولو لپاره خپل پلانونه جوړوي او هڅه کوي چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې خپل ځواک پیاوړی کړي

۳. تحریک طالبان پاکستان ( ټي ټي پي)
د افغانستان د تېر حکومت له پرځیدو وروسته د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټی پي) په سیمه کې یو تر ټولو پیاوړې وسله واله ډله ګرځیدلې ده. دغه ډله چې د افغان طالبانو غیر رسمي ملاتړ له ځان سره لري، د پاکستان او ګاونډیو هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ ګڼل کېږي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د دغې ډلې شاوخوا شپږ زره جنګیالي په
افغانستان کې مېشت دي، او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد خپل بریدونو چمتو کوي. دغو بریدونو د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیا زیاته کړې او په سیمه کې یې وضعیت کړکیچن کړی دی.
د اکلید موسسې د راپور له مخې «دغې ډلې په ۲۰۲۴ کال کې له ۶۴۰ ډیر بریدونه په پاکستان کې ترسره کړي، چې د تېر کال پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي. یواځې د تېر کال په درېیو وروستیو میاشتو کې ۱۶۲ پیښې ثبتې شوې دي.»
تر ټولو خونړی برید یې د ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر میاشت کې په سوېلي وزیرستان کې کړی و، چې د پاکستاني پوځ ۱۶ امنیتي عسکر پکې ووژل شول. دغه برید د پاکستان پوځ پراخ غبرګون له ځان سره لاره او له هغه وروسته دغه هیواد د افغانستان په ځانګړې توګه، په پکتیکا ولایت کې د ټي ټي پي په څو پټنځایونو هوایي بریدونه ترسره کړل. په دغو هوايي بریدونو کې د دغې ډلې څو تنه لوړپوړي مشران ووژل شول او ځینې ښوونیز مرکزونه یې له منځه لاړل.
د طالبانو حکومت د پاکستان دغه بریدونه وغندل او ادعا یې وکړه، چې په دغو بمباریو کې شاوخوا پنځوس ملکي وګړي وژل شوي. ملګرو ملتونو ویلي و، چې د ولسي مرګژوبلې راپورونه یې ترلاسه کړي، خو کره شمېر یې لا نه دی څرګند.
د ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر کې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د پاکستاني طالب جنګیالیو شتون تایید کړ او ویې ویل: «موږ به د خپلو میلمنو او ملګرو د ملاتړ په برخه کې پر خپلې ژمنې ولاړ یو.» د پاکستاني طالبانو یوه برخه په سوېلي ولایت کندهار کې ځای پر ځای شوې. خو طالبان لا هم له دې ډلې سره هر ډول عملیاتي ملاتړ ردوي.
پاکستان په وار وار له طالبانو غوښتي، چې د ټي ټي پي فعالیتونه محدود کړي، خو د پاکستان دغه غوښتنې لا بې پایلې پاتې دي. د ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا وکړه، چې «طالبانو د ۳۵ میلیونو ډالرو په بدل کې د افغانستان لوېدیځ ته د پاکستاني طالب جنګیالیو د لیږد وړاندیز کړی دی.» خو طالبانو دا ادعا رد کړه.
د ټي ټي پي د بریدونو د زیاتوالي او د دغې ډلې د ځپلو لپاره د افغان طالبانو د نه لېوالتیا له امله په سیمه کې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی. د پاکستان حکومت هڅه کوي، چې په پوځي او ډیپلوماتیکو اقداماتو سره د دغې ډلې اغېز کمزوری کړي، خو د افغان طالبانو او ټي ټي پي تر منځ پېچلې اړیکې د دغه کړکېچ د چټک حل مخه نیولې ده.

۴. د طالبانوله خوا د ښځو ځپل
طالبانو د سخت دریځو قوانینو په پلي کولو سره ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کړې دي. دغې ډلې په ۲۰۲۴کال د «د امربالمعروف او نهی عن المنکر» قانون توشیح کړ، چې له مخې یې ښځې په عامه ځایونو کې د چادري (حجاب) اغوستلو او له کوره د وتلو په وخت کې د نارینه محرم لرلو ته اړ باسلې.
سربیره پردې، ښځې په ډیرو عامه او ان خصوصي برخو کې د کار کولو څخه منعه شوې، او په رسنیو او ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو شتون خورا کم شوی.
د ۲۰۲۴ په ډیسمبر کې، د طالبانو د نويو فرمانونو له مخې په ښځو ډیر بندیزونه ولګېدل. په دې قوانینو کې زدهکړو ته د ښځو لاسرسی محدودول، د ښځو د لیدلو د مخنیوي لپاره د کور کړکۍ پوښل او له ټولو کورنیو او نړۍوالو غیر دولتي موسسو څخه د ښځو ایستل شامل وو. دې اقداماتو ښځې لا نورې هم منزوي کړې او په ټولنه کې یې له ګډون څخه بې برخې کړې.
د نجونو زدهکړې یو له مهمو مسلو څخه دي، چې طالبانو یې مخه نیولې. له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګېدلی او د ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر کې طالبانو ان د طب او نرسنګ په برخه کې هم د ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه. دغې پرېکړې په زرګونه نجونې او ځوانې ښځې له پرمختګه بې برخې کړې دي.
بلخوا طالبانو عامه ښوونځي په دیني مدرسو بدل کړي دي. دغه مدرسې په دیني زدهکړو تمرکز لري او په نصاب کې یې عصري علومو ته ځای نه دی ورکړی. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۲۱۰۰۰ زیاتې دیني مدرسې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي، چې موخه یې په نوي نسل کې د طالبانو د ایډیالوژۍ خپرول دي. د طالبانو د نویو قوانینو یو لوی زیان د کار له بازار څخه د ښځو ایستل دي، ډیرې ښځې له دولتي او خصوصي موسسو له دندو لیرې شوې دي او د کار کولو اجازه نه لري. دغه بندیز د ښځو د اوزګارۍ کچه لوړه کړې او په کورنیو عایداتو کې د پام وړ کمښت راغلی دی. د دې تر څنګ طالبان د ښځو پر سوداګریزو فعالیتونه څار ساتي او ان په کورونو کې یې د هغوی په کوچنیو کاروبارونو اغېز کړی دی.
د نړۍوال بانک د راپور پر بنسټ دغه بندیزونه په هېواد کې د بې وزلۍ او اقتصادي نابرابرۍ د کچې لوړېدو لامل شوي دي. د کار په بازار کې د ښځو د ونډې له پیکه کیدو سره هغه کورنۍ چې د کور ګټیالۍ یې ښځینه وې، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. طالبانو نه یوازې په رسنیو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی، بلکې د هیواد په ټول رسنیز ډګر یې سخت کنټرول ساتلی دی. ښځینه خبریالانې په پراخه کچه د رسنیو له چوکاټه ګوښه شوې دي او پر دغې ډلې او د دوی پر سیاستونو هر ډول نیوکه له جدي غبرګون سره مخ شوې. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو له ۳۳۶ څخه زیاتې پېښې ثبت شوې او ډېری رسنۍ د طالبانو له ویرې سانسور ته اړ شوې دي.
پر خبریالانو فشار، د رسنیو سانسور او اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی د دې لامل شوی، چې ډیری خپلواکو رسنیو یا خپل فعالیتونه درولي او یا هم د طالبانو لهخوا تایید او ټاکل شوې خپرونې وړاندې کوي.
د دغو فشارونو په زیاتیدو سره د افغانستان وګړي د اطلاعاتو په ډګر کې له یوې تړلې او ستړې کوونکې فضا سره مخ دي.
طالبانو په ټولنه کې د ښځو ګډون پر محدودولو سربېره، ښځو ته د بشري مرستو د رسولو مخه هم نیولې ده. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په افغانستان کې څه باندې ۲۳،۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، خو طالبانو د بېلابېلو خنډونو په رامنځته کولو سره دغو مرستو ته د ډېرو ښځو لاسرسی محدود کړی دی.
له دغو محدودیتونو سره د ډیریو مرستندویه پروګرامونو کار درېدلی او یا هم کم شوی، چې له دې سره په هیواد کې بشري ناورین لا پسې ډیر شوی. د ډونالډ ټرمپ د اجراییوي حکم له مخې د امریکا د مرستو له ځنډېدو وروسته د دغه هېواد ولسمشر، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز وویل، چې طالبان د بشري مرستو په رسولو کې لاسوهنه کوي.

۵.- د افغانستان اقتصادي سقوط
نړۍوال بانک ویلي، چې د طالبانو کاواکه سیاست، مالي انزوا، پر انساني او فزیکي پانګو شدیدو محدودیتونو د «اخلاقي څارنې» قوانینو په پلي کیدو سره د پانګونې او پرمختګ لپاره عمده خنډونه ګرځیدلي دي.
طالبان اوس هم په غیر بانکي مالي سکټور باندې، چې شاوخوا ۹۰ سلنه افغانان ګټه ترې اخلي قوي کنټرول لري. دغې ډلې د نوم لیکنې، راکړې ورکړې او راپور ورکولو په برخه کې سخته څارنه او مقررات پلي کړي دي. سربیره پر دې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک، د جوازونو صادرولو او د صرافیو لپاره د پانګې ځانګړي کولو باندې اخته دي. د ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر کې، په هرات کې له ۶۰ څخه زیات د صرافۍ دوکانونه د جواز نه لرلو له امله وتړل شول. د صرافۍ جواز اخیستلو لپاره شپږ میلیونه افغانۍ تضمین ټاکل شوی دی.
د امریکا د خزانې وزارت ویلي، چې د افغانستان بانک تر اوسه پورې د طالبانو د سیاسي لاسوهنو پر وړاندې هیڅ کوم اقدام نه دی کړی.
ملګري ملتونه د نړۍوالې بانکي راکړې ورکړې او د نقدینګۍ ناورین له امله افغانستان ته د نغدو ډالرو لیږلو ته دوام ورکړی. دغه پیسې په هرو ۱۰ تر ۱۴ ورځو پورې لیږل کیږي، او د هر لیږد منځنۍ کچه شاوخوا ۸۰ میلیونه ډالره اټکل شوې. په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کې د دغو لیږدونو ټوله مجموعه په کال کې ۳.۶ میلیارده ډالرو ته رسیدلې. دغه پيسې د ملګرو ملتونو لهخوا د خصوصي بانکونو په ځانګړو شویو حسابونو کې ساتل کیږي، او تر سخت مالي څار لاندې دي.
د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو تر منځ د بیکارۍ کچه په افغانستان کې ۲۵سلنه ډیره شوې. د نړۍوال بانک د ارزونې له مخې د افغانستان اقتصادي وضعیت لا هم بې ثباته او د اندیښنې وړ دی او داسې ښکاري، چې په ۲۰۲۵ کې به اقتصادي ځوړ نور هم ډیر شي. په ټوله کې د افغانستان اقتصاد د جوړښت له پلوه له ننګونو سره مخ دی. په مالي نظام د طالبانو سخت کنټرول، پر ښځو شدید محدودیتونه، له هیواده د بشري ځواک وتل، نړۍوال بندیزونه په اقتصادي ډګر کې هغه خڼډونه دي، چې افغانستان ورسره مخ دی. د نړۍوالو مرستو یوه برخه لا هم افغانستان ته رسېږي، خو د طالبانو محدودیتونو او سختو قوانینو د اقتصادي پرمختګ لاره پېچلې کړې ده. د افغانستان اقتصادي راتلونکى به د طالبانو سیاستونو او د نړۍوالې ټولنې سره د هغوی په تعامل پورې تړلی وي.

پاڅون او مقاومت

د طالبانو مخالفان
د کارپوهانو ارزونې ښيي، چې طالبان په افغانستان کې ناارامه، اندېښمن او بې ثباته دي، په نړۍوال ډګر کې هم له پامه غورځېدلي دي. د طالبانو دښمنان ورځ تر بلې زیاتیږي. تر دې مهاله د دغې ډلې تر ټولو مهم مخالفان په لاندې ډول دي:
۱. د طالبانو پر ضد وسلهوالې ډلې
که څه هم طالبان غواړي خپله حکومتولي پر هیواد قایمه او دایمه وساتي، خو د مخالفو ډلو بریدونه ښیي چې پر ټول افغانستان حاکمیت له ننکونو خالي نه دی. نړۍوال راپورونه ښیي، چې دغه مخالفې ډلې له قوي پلانونو او نظامي تګلارو سره ورځ تر بلې پر طالبانو فشارونه زیاتوی.
د وروستیو راپورونو ارزونه ښیي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو پر وړاندې د مخالفو ډلو بریدونه، که څه هم یو اندازه کم شوي خو دغه بریدونه دوام لري. د اکلید موسسې د راپور پر بنسټ په درېیو وروستیو میاشتو کې وسله والو مخالفو ډلو پر طالبانو ۱۰۴ بریدونه ترسره کړي. دغه شمېر د تېر ۱۱۶ بریدونو پرتله یو څه اندازه کموالی ښيي خو ښکاري، چې د طالبانو پر وړاندې د مخالفو ډلو بریدونه لا هم دوام لري.
د اکلید په وینا، د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» په دې موده کې ۷۳ بریدونه کړي دي، چې یو له مهمو عملیاتو څخه د ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر میاشت کې د طالبانو د کورنیو چارو پر وزارت برید و، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۰ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان وو.
دغه برید، چې په دې موده کې د طالبانو د دولتي ودانیو پر وړاندې د مقاومت جبهې دویم عملیات و، د هدفي بریدونو په ترسره کولو کې د دغې ډلې د وړتیا زیاتوالی ښيي. د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ټینګار وکړ، چې د دغې جبهې اصلي هدف د طالبانو نسکورول دي، او د دغې جبهې فعالیتونه د طالبانو له مخالفو سیاسي ډلو سره په همغږۍ ترسره کیږي. دغه جبهه سربیره پر پوځي بریدونو هڅه کوي، واشنګټن او ګانګرس ته په لابي ګري او د اړیکو جوړولو له لارې د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.
له بلې خوا د جنرال یاسین ضیاء په مشرۍ د «افغانستان د ازادۍ جبهې» د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر میاشت کې د کابل پر هوايي ډګر برید وکړ او اعلان یې وکړ، چې دغو عملیاتو طالبانو ته «سخت ځاني او د پام وړ مالي زیانونه» اړولي دي. دغې جبهې د ۲۰۲۲ کال راهیسي، چې فعالیت يې پیل کړ د طالبانو په وړاندې له ۳۲۰ څخه ډیر بریدونه ترسره کړي، چې یواځې په ۲۰۲۴ کې ۹۰ بریدونه ترسره کړي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر جنرال یاسین ضیاء په خپله یوه مرکه کې وویل، چې دغه ډله پلان لري په ۲۰۲۵ کال کې پر طالبانو نور سیاسي او پوځي فشارونه زیات کړي.
د پورتینو دوو ډلو تر څنګ د «افغانستان متحدې جبهې» په نوم بله ډله ده، چې د افغانستان د پخواني حکومت د قوماندان جنرال سمیع سادات په مشرۍ رامنځته شوې. که څه هم دغې ډلې تر اوسه پورې په عملي توګه خپل وسله وال بریدونه نه دي ترسره کړي، خو ادعا کوي چې موخه یې د طالبانو حکومت نسکورول دي.
د تېر په خلاف، چې مخالفو ډلو به په جلا او پاشلې توګه فعالیت کاوه، اوس د جبهو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ نښې نښانې لیدل کیږي. د لومړي ځل لپاره د «مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود او د «ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا د طالب
ډلې له لسکونو پیژندل شویو مخالفو څېرو سره د ویانا په پنځمه غونډه کې ګډون وکړ. په دې ناسته کې هغوی «د ډیموکراتیک افغانستان د راتلونکي» لپاره په ګډې تګلارې او هوکړې ټینګار وکړ.
د مقاومت دغو ډلو یو له مهمو ځانګړتیاو داده، چې په جوړښت کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پخواني غړي شامل دي. د خپرو شويو راپورونو له مخې، د ازادۍ جبهې او مقاومت جبهې ډېرى قوماندانان او جنګيالي د تېر حکومت روزل شوي افسران او سرتېري دي، چې د طالبانو له بیا واکمیدو او د دوی حکومت له رامنځته کیدو وروسته يې بيا وسله پورته کړې ده.
۲. په جلاوطنۍ کې جهادي مشران او سیاسیون
ډیرۍ جهادي مشران او مخکیني سیاسیون چې په تیرو لسیزو کې يې واک لاره ، اوس مهال جلاوطنه دي. دغه پیژندل شوې څیرې چې تر ډیره په لوېدیځو یا ګاونډیو هیوادونو کې اوسیږي د طالبانو پر وړاندې سخت دریځه دي اوله دغې ډلې سره د مقابلې په لټه کې دي.
هغوې په نړۍوالو سیاسي ناستو لکه د ویانا او نورو نړۍوالو غونډو کې، طالبان د بشرې حقونو څخه په پراخې سرغړونې، د ښځو پر وړاندې پر ځپونکو سیاستونو، او د یو ځان منوونکي حکومت جوړولو باندې تورن کړي دي. د دغو جهادیانو اصلې موخه په نړۍواله کچه د طالبانو منزوي کول او په افغانستان کې د یو سیاسي بدلون رامنځ ته کول ګڼل کیږي.
که څه هم ډیری دغه مشران اوس مهال د عمر زیاتوالي له کبله په مستقیمه توګه له صحنې وتلي، او د هیواد په راتلوونکي کې به ځای نه لري، خو د هغوی اولادونه راتلونکي سیاسي ډګر کې د ونډې لرلو په لټه کې دي.
د افغانستان په څېر یو سنتي ټولنه کې د جهادي مشرانو اغېز په نسبي ډول لا هم شته او د هغوی اولادونه غواړي، چې د هیواد په راتلوونکي کې رول ولري. ورته مهال، ځینې په دې باور دي، چې په سیاست کې د هغوی ونډه باید د وړتیا، له نورو وګړو سره د مساوي حق پر بنسټ او پرته له کورني امتیازه وي، ترڅو وکولای شي مشروع او منلی ځای ترلاسه کړي.

۳. د ښځو مقاومت
په تیرو درېیو کلونو کې د طالبانو یو له سختو مخالفانو څخه ښځې دي. هغوی نه یواځې دا چې غلې نه دي پاتې شوې، بلکې په لاریونونو، نړیوالو فعالیتونو او په رسنیو کې یې په خپل ګډون سره د طالبانو مشروعیت ننګولی دی. په افغانستان کې دننه په ګواښونو، ځورونو او نیول کیدلو سربیره بیا هم سړکونو ته راوتلې او د طالبانو ځپونکو سیاستونوپر وړاندې یې لاریونونه کړي دي. په بهر کې هم ښځینه فعالانو د غونډو جوړولو، سیاسي لابي ګريو او د خواله رسنیو له لارې یې خپل غږ تر نړیوالو رسولی دی.
د ښځو مقاومت غورځنګ، د طالبانو پر وړاندې یو سخت دریځه بهیر دی چې، د دغې ډلې د بندیزونو او ځپونګو سیاستونو پر وړاندې یې پاڅون کړی.
۴. ځوانان او مدني ټولنه
د افغانستان ځوانان د اغېزمن ځواک او د عصري ظرفیت په توګه د مساوي حقونو پر بنسټ ډیموکراتیک حکومت غواړي او د طالبانو حکومت نه مني. دغه نسل، چې په تېرو دوو لسیزو کې روزل شوی، چې له عصري نړۍ او ولسي ارزښتونو سره بلد نسل دی او د بدلون په لاره کې پرېکنده ځواک کېدای شي. که څه هم په سیاسي لویو تصمیمونو کې رول نه لري، او ځانونه ناهیلي ګڼي، خو په یوالي سره به په هغه صورت کې چې د تصمیم نیونې سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي، وبه کولای شي افغانستان ثبات، پرمختګ او عدالت ته ورسوي.
۵. له ولسواکۍ څخه مذهبي دیکتاتورۍ ته شاتګ
افغانستان د طالبانو دوو دورو حکومت تر منځ، په دوو لسیزو کې د ولسواکۍ او ټاکنو خوند وڅاکه او تر هغه مهاله، چې په ټاکنو کې درغلي نه وه شوې، خلکو په ډیر شوق او خوښۍ رایه کاروله. خو په ټاکنو کې درغليو چې د ډیرو په باور د لویدیځ او نړۍوالې ټولنې په خوښه ترسره شوه تر ډیره بریده ولس له رایې کارولو زړه توری کړ، له همدې امله وه، چې یو کمزوری حکومت واک ته ورسید، چې ان د امریکایي ځواکونو تر وتلو مخکې لا و پرځیده.
اوس نږدې څلور کاله کیږي، چې نه ټاکنې شته نه هم د ولس په خوښه حکومت. د لوږې او اقتصادي کمزوري حالت ترڅنګ، له فشاره ډک ټولنیز چاپیریال، د رسنیو سانسور او له سیاسي ډګره د خلکو رټل هغه ناخوالي دي، چې د ولس ناهیلۍ لا پسې ډیروي. خو د ټاکنو بیا پیلیدل او د افغانستان په راتلونکي کې ولس ته دټاکنې حق ورکول کولای شي، مړې هیلې بیا ژوندۍ کړي.
۶. بهر میشتي افغانان
د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه اغیزناکه برخه، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دغه هیواد وګړي دي. دغه پراخ ځواک چې له کارپوهانو، سیاستوالو، اکاډمیکو شخصیتونو، پانګوالو او ټولنیزو فعالانو څخه جوړ دی، کولای شي په هېواد کې دننه له افغانانو سره په همغږۍ په سیاسي او اقتصادي پرمختګونو کې اساسي رول ولوبوي.
په تېرو درېیو کلونو کې بهر مېشتو افغانانو د طالبانو پر ضد اعتراضونه کړي دي. هغوی د اروپا او شمالي امریکا په پلازمېنو کې له لاریونونو نیولې تر نړیوالو سازمانونو ته لابي ګري پورې، د دې هڅه کړې چې، نړۍ په افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړونو، د ښځو پر وړاندې د ظلم او له اقتصادي ناورینه خبر کړي.

د بدیل راویتونه

بدیله لاره
په تیرو څلورو لسیزو کې په افغانستان کې حکومتي بدلونونه په ټولیزه توګه د جګړو او وسله والو نښتو له لارې شوي دي. وروستي پنځه رژیمونه ټول د نظامي ځواک له لارې واک ته ورسیدل او بیا بیرته وپرځېدل. ورته مهال، واک ته د طالبانو
له رسیدو سره، د افغانستان کړکیچ یو ډیر خطرناک پړاو ته دننه شوو او په داسې یوه لاره روان دی، چې کیدای شي د نړۍ لپاره یې هم کنټرول ستونزمن وي.
د افغانستان د چارو شنونکي او څېړونکي په دې باور دي، چې که د افغانستان کړکېچ مدیریت نه شي، د سیمې، نړۍ او ان د امریکا متحدو ایالتونو امنیت ته به ناوړه پایلې ولري. دې ننګونې ته د ځواب ویلو لپاره، پالیسي جوړونکو او شنونکو د ستراتیژیکو سپارښتنو یوه ټولګه وړاندې کړې چې د بشري امنیت، د بشرپالو هڅو ملاتړ او د مدني ټولنې پر پیاوړتیا ټینګار کوي. په افغانستان کې د سولې او ثبات په رامنځته کولو کې د نړیوالو لوبغاړو رول خورا مهم دی.

۱.- ملي پخلاینه او د ټولګډونه حکومت جوړېدل
افغانستان له کلونو راهیسې سیاسي او ټولنیزو ناورینونو سره لاس او ګریوان دی، چې ریښې یې د یوې ځانګړې ډلې واک داري او قومي او مذهبي تعصب دی. څیړونکي په دې باور دي، چې تلپاتې سولې ته د رسیدو یوه تر ټولو اغیزمنه لاره ملي پخلاینه او د یوه ټولګډونه حکومت جوړول دي، چې په ترڅ کې یې داسې یو جوړښت رامنځته شي چې د ټولو ټولنیزو ډلو استازیتوب وکړي او د ملي اجماع او سیاسي عدالت پر بنسټ ولاړ وي.
په افغانستان کې حکومتدارۍ باید له سیاسي او قومي اړخه بې پرې وي او د ټولو توکمونو، مذهبونو او سیاسي ډلو عادلانه استازیتوب تضمین کړي. مشهور امریکایی افغانستان پیژندونکی کارپوه توماس بارفیلډ په دې باور دی، چې حکومت باید ټولګډونه وي او د تلپاتې ثبات د رامنځته کولو لپاره دې نوی اساسي قانون جوړ شي، چې د ټولو توکمونو او ټولنیزو ډلو حقوق تضمین ګړي.
د هغه په وينا، نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه د امريکا متحده ايالتونه، اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه بايد د ملي پخلاينې په بهير کې د پرمختګ او د يوه ټولګډونه حکومت په رامنځته کېدو سره نړيوالې مرستې مشروطې کړي. دا فشار کولی شي طالبان دې ته اړ باسي چې یو هر اړخیز او همکار سیاسي حل ومني.
د افغانستان یو څیړونکی محمد امین احمدي، په دې باور دی، چې طالبان د مطلق قدرت په نیولو سره ځانونه د حکومت مشروع وارثان ګڼي او فکر کوي، چې هیواد یې سمې لارې ته راګرځولی دی. د هغه په وينا، طالبان په دې باور دي، چې واک بېرته خپل اصلي حالت ته راګرځېدلی او نړيواله ټولنه هم دوی ته د واک د خاوندانو په سترګه ګوري. ورته مهال، دا چلند، د پخوا په څیر د تبعیض او تاوتریخوالي لامل شوی.
ښاغلی احمدي زیاتوي، چې دا چلند د افغانستان د قدرت په جوړښت کې ژورې تاریخي ریښې لري. «د نولسمې پېړۍ په پای کې عبدالرحمان خان د برېتانوي هند په ملاتړ د عصري افغانستان بنسټ کېښود. هغه نه یوازې خپل سیاسي حاکمیت ټینګ کړ، بلکې هغه یې په قومي ملکیت بدل کړ، چې واک یې محمدزیو ته په لاس ورکړ. د حکومتولۍ دغه ډول د هېواد پر سیاسي جوړښت ژور اغېز وکړ او د افغان ملتپالنې لپاره یې زمینه برابره کړه.»
د احمدي په خبره، نن د طالبانو واکمني هم په هماغه چوکاټ کې ده، چې د عبدالرحمان خان له خوا جوړه شوې وه. طالبانو واک د یوې مشخصې ډلې په لاس ورکړې او نور یوازې تر هغه بریده حکومت کې شاملوي، چې د دوی لهخوا شوې
کړنې او خبرې پرې ومني. دغې تګلارې نه یوازې دا چې په حکومت کې تبعیض رامنځته کړی بلکې د کورنیو شخړو لامل هم شوی.
په افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره ملي پخلاینه، د ټولګډونه حکومت جوړول او پر سیاسي عدالت تمرکز اړین دی. تجربو ښودلې، چې پخوا او اوس که یوه ځانګړي ډلې واک په لاس کې نیولی، نو کړکیچ رامنځته شوی، په افغانستان کې تلپاتې سوله او متوازن پرمختګ یوازې د سیاسي جوړښت په اصلاح، د یوه جامع اساسي قانون د جوړولو طرحه، د نړیوالې ټولنې فشار او د ټولنیز، سیاسي، جنسیتي او قومي تعصب پرته ترلاسه کېدای شي. طالبانو تر اوسه د ملي پخلاینې، ټولګډونه او خلکو ته منلي حکومت د جوړولو په برخه کې د پام وړ نرمښت نه دی ښودلی.

۲. له مرکزي کېدو راګرځول
افغانستان، د خپل پیچلي تاریخ او متنوع ټولنیز جوړښت سره، تل د حکومتدارۍ له ننګونو سره مخ شوی دی. په دغه هیواد کې یوه له بنسټیزو ستونزو څخه په کابل کې د واک مرکزي کول دي، چې د امیر عبدالرحمان خان له دورې راهیسې دوام لري. که څه هم دغه سیسټم په ظاهره د ډیر ثبات او کنټرول چمتو کولو لپاره ډیزاین شوی و، خو په عمل کې یې پراخه نارضایتي، فساد، بې کفایتي او د دوامدارو سیاسي ناورینونو لامل شوی دی. ډېری څېړونکي په دې باور دي چې متمرکز نظام نه یوازې د افغانستان د ستونزو په حل کې پاتې راغلی، بلکې د دغه هیواد د دوامداره پرمختګ په وړاندې یو خنډ هم دی.
په افغانستان کې د مرکزي کولو تاریخي ریښې د امیر عبدالرحمان خان دورې ته ورګرځي، کله چې هغه د افغانستان دودیز، غیرمتمرکز جوړښت د مخالفانو په ځپلو او په کابل کې د واک د تمرکز له لارې له منځه یوړ. له هغه وروسته، راتلونکو واکمنانو ورته پالیسي ته دوام ورکړ، خو پایله یې د بیلابیلو سیمو د خلکو بې ځایه کېدل او د کورنیو شخړو شدت وو. په وروستیو دورو کې، له پاچاهۍ څخه تر جمهوریتونو پورې، ټول د واک د ډیر تمرکز له امله رامنځته شويو ستونزو سره مخ شوي، چې د خلکو نارضایتي یې زیاته کړې ده.
د طالبانو ډیری مخالفې ډلې موافقې دي، چې مرکزي حکومت بې اغېزې دی، خو ځینې مخالف شخصیتونه، په ځانګړې توګه د پښتنو توکمیزې ډلې لاهم په دې باور دي، چې مرکزي حکومت لاهم د افغانستان اړتیاوې پوره کولی شي. ځینې مخالفې ډلې پارلماني نظام غوره ګڼي، په داسې حال کې چې نورې یې د فدرالي نظام ملاتړ کوي. خو، د دغو ډلو ډېری یې د طالبانو پر نسکورولو او د یو ټولګډونه غیرمتمرکز حکومت پر جوړولو ټینګار کوي.
نوی نسل او ډیری غیرپښتانه ډلې په دې باور دي، چې مرکزي سیستم خورا ناکاره او جوړښتي تبعیض یې لا پسې زیات کړی دی. د دې خلکو په وینا، د دې سیسټم تر ټولو مهم کمزورتیا د هیواد د قومي او جغرافیایي تنوع سره د هغې نه مطابقت دی، او د حکومتولۍ د یو واحد ماډل پلي کول د سیمه ییزو قومي ډلو او ټولنو ترمنځ د نه پاملرنې احساس رامنځته کړی دی.
۱. له خلکو د حکومت واټن؛ مهمې پریکړې په کابل کې کیږي، په داسې حال کې چې د هیواد بیلابیلې سیمې خپلې ځانګړې اړتیاوې لري چې په دې سیسټم کې ورته پاملرنه نه کیږي.
۲. د فساد او اختلاس زیاتیدل؛ په کابل کې د ټولو مسوولیتونو تمرکز د ناسالمو اړیکو او د دولتي سرچینو د استخراج لپاره لاره هواره کړې ده.
۳. په بهرنیو مرستو اقتصادي اتکا؛ مرکزي حکومت د سیمه ییزو ظرفیتونو او دوامداره پراختیا څخه د ګټې اخیستنې توان نه لري، چې اقتصاد یې زیانمنونکی کړی.
ځینې شنونکي وړاندیز کوي، چې فدرالي نظام کولی شي افغانستان له دې بحران څخه وباسي. په دې ماډل کې، واک د هیواد بیلابیلو سیمو ته لیږدول کیږي، او خلک د والیانو او سیمه ییزو چارواکو په ټاکلو کې مستقیم رول لري. دا سیستم به نه یوازې فساد کم کړي، بلکې متوازن پرمختګ ته به وده ورکړي، د حکومت موثریت به زیات کړي، او د خلکو د ګډون احساس به پیاوړی کړي. د ځینو اندیښنو برخلاف، یو شمیر څیړونکي وايي چې تاریخي تجربې ښودلې چې فدراليزم د افغانستان د تجزیې لامل نه کیږي، بلکې ملي یووالي او سیاسي ثبات پیاوړی کوي.
په نورو هیوادونو کې د فدراليزم بریاليو بېلګو ښودلې چې د واک غیرمتمرکز کول د حکومت موثریت، اقتصادي وده زیاتوي، او قومي شخړې کموي. د توماس بارفیلډ په وینا، افغانستان هم د عبدالرحمان خان څخه مخکې یو ډول غیر متمرکز سیسټم درلود چې د وروستیو مرکزي ماډلونو پرتله ډیر اغیزمن و. اوس یې وخت دی، چې د دغه هیواد لپاره د پخوانیو تېروتنو د تکرار پر ځای د خلکو د ګډون او د واک د عادلانه ویش پر بنسټ د حکومت یو نوی ماډل تجربه کړي. له همدې امله، د طالبانو ډېر مخالفان په دې باور دي، چې په افغانستان کې د یو باثباته او حساب ورکوونکي نظام ترلاسه کول له مرکزي کولو څخه راګرځولو ته اړتیا لري.

۳. د ملګرو ملتونو لاسوهنه او د امنیت شورا ۲۷۲۱ ګڼه پریکړه لیک
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۷۲۱ ګڼه پریکړه لیک، چې په ۲۰۲۳ کال کې تصویب شو، په افغانستان کې د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو، د ښځو د حقونو د ساتنې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړتیا ټینګار کوي. د کارپوهانو په وینا، دغه پریکړه لیک کولی شي د نړۍوالې تګلارې جوړونې بنسټ وي، ترڅو پر طالبانو فشار راوړي او دوی وهڅوي چې سیاسي بدلونونه راولي. د سیمې د هېوادونو او نړۍوالو قدرتونو په همکارۍ د دې پریکړه لیک د احکامو پلي کول د افغانستان په راتلونکي کې مهم رول لوبولی شي.
د افغانستان شخړه د ملګرو ملتونو له همکارۍ او لاسوهنې پرته نه شي حل کېدای. د نړۍوالې اجماع د جوړولو پر ځای کوم بدیل میکانیزم نشته. دغه بنسټ تل په نړۍوالو بحرانونو کې کلیدي رول لوبولی او په افغانستان کې یې د سولې، امنیت او ثبات د رامنځته کولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي، که څه هم په ځینو مواردو کې ناکامه شوې هم ده.
په دې برخه کې د ملګرو ملتونو له مهمو ګامونو څخه یو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ ګڼې پریکړه لیک تصویب دی، کوم چې افغانستان د کړکیچ د نوي مرکز په بدلیدو د مخنیوي لپاره د حل لارې په توګه وړاندیز شوی دی. په دغه پرېکړه لیک کې
سپارښتنه شوې، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي، د امنیت شورا غړو او نورو ښکیلو اړخونو سره په مشوره، د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی وټاکي ترڅو د خپلواکې ارزونې سپارښتنو پلي کول وڅاري. دغې چارې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه وهڅول چې له افغانستان سره خپله همکاري زیاته کړي، او خپلې هڅې د یوې ډیرې منسجمې او همغږې ستراتیژۍ په لور متمرکزې کړي. په پرېکړه لیک کې همدارنګه ټینګار شوی چې د افغانستان د راتلونکي په اړه د سولې په هر ډول پروسه یا خبرو اترو کې باید د افغان ښځو بشپړ، مساوي او عادلانه ګډون شامل وي.
که چیرې د دغه پرېکړه لیک احکام پلي شي، طالبان به اړ شي، چې د یو ټولګډونه حکومت په جوړولو هوکړه وکړي، چې د ټولو سیاسي او قومي ډلو استازي په کې شامل وي. هېوادونه او مرستندویه سازمانونه به وهڅول شي چې خپلې اقتصادي او بشري مرستې د ملي پخلاینې پروسه کې په پرمختګ او د بشري حقونو درناوی پورې مشروطې کړي. همدارنګه، د افغانستان ګاونډي هیوادونه، لکه ایران، پاکستان، چین او روسیه، مکلف دي چې د سولې پروسې ملاتړ او د ترهګرو ډلو لپاره د پناه ځای د نه بدلېدو په مخنیوي کې رغنده رول ولوبوي.
امریکا او اروپايي ټولنې د دې نوښت ملاتړ کړی، او دا په افغانستان کې د سولې او ثبات په لور یو مهم ګام ګڼي. خو طالبانو تر اوسه پورې د دغه پریکړه لیک د احکامو منلو ته لیوالتیا نه ده ښودلې او د خپلې حکومتولۍ په جوړښت ساتلو ټینګار کوي. ځینو سیمه ییزو هېوادونو، په ځانګړې توګه چین او روسیې هم د دغه پریکړې د پلي کېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي، خو د سیاسي حل لارې د ترلاسه کولو لپاره یې ډیپلوماټیکې همکارۍ ته دوام ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۷۲۱ پریکړه لیک د افغانستان د ثبات لپاره یوه مهمه وسیله ده، چې د یو ټولګډونه حکومت او سیمه ییزې همکارۍ په جوړولو ټینګار کوي. خو بریالیتوب یې د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ کچې او د سیمې هیوادونو په ژمنتیا پورې اړه لري. د دغه پریکړه لیک پلي کول کولی شي، له افغانستان سره له شته ناورین څخه د وتلو او د تلپاتې سولې په لور خوځښت کې مرسته وکړي.

۴. سیمه ییز تړونونه
د سیمې هیوادونه، په ځانګړې توګه ایران، پاکستان، چین، روسیه او د منځنۍ اسیا هیوادونه، د افغانستان په راتلونکي کې مهم رول لوبوي. سیمه ییزه همکاري، د مسکو د خبرو اترو په ګډون، د دوحې غونډې او د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) نوښتونه، کولی شي د افغانستان لپاره د سیاسي حل لارې په موندلو کې مرسته وکړي. د افغانستان د ځینو شنونکو او څېړونکو په وینا، د طالبانو مخالفان کولی شي، له دې فرصت څخه د نوي حکومت جوړېدو لپاره د سیمه ییز ملاتړ ترلاسه کولو لپاره ګټه پورته کړي.
۵. د خپل ملي امنیت ساتلو لپاره د امریکا ملاتړ
امریکا د یوه مهم نړۍوال لوبغاړي په توګه، په افغانستان کې خپلې امنیتي ګټې څاري او خوندي کوي یې. د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته، واشنګټن د ترهګرۍ سره په مبارزه، د افغانستان د توندلارو ډلو د پناه ځای په نه بدلېدو او په سیمه کې د خپلو ستراتیژیکو ګټو په ساتنه تمرکز کوي. کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو مخالفان کولای شي د متحده
ایالاتو له ملاتړ څخه په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو په لور ګټه پورته کړي، او له متحده ایالاتو سره د ګډې همکارۍ لپاره په یوه ګډ کاري چوکاټ یو ځای شي.

