د طالبانو له کورونو د ښځو مخالف غږونه؛
«د ملایانو پل سپېره دی، چې باچاهي ونیسي ډوډۍ هم ورکه شي»

د طالبانو له کورونو د ښځو مخالف غږونه؛
«د ملایانو پل سپېره دی، چې باچاهي ونیسي ډوډۍ هم ورکه شي»

په افغانستان کې داسې کورنۍ ډېرې دي چې نارینه یې طالب چارواکي دي، خو ښځې یې له بندیزونو سره پټه جګړه کوي. په یوه کور کې د طالب چارواکي مېرمن د خپلو لوڼو راتلونکې ته اندېښمنه ده، یوه خور له خپلو طالب وروڼو سره د ښځو د تعلیم پر سر پټه لانجه لري او بله مور، که څه هم ښوونځی نه پېژني، خو وايي که « ورور مې د خدای د خوښې خلاف کار کوي، په سړه تبه دې ومري».

 افغانستان انټرنشنل- پښتو په پنځو ولایتونو کې له هغو ښځو سره مرکې کړې چې د طالبانو د نظام غړي یې د ژوند شریکان، وروڼه او یا پلرونه دي.

دا ښځې یا خاموشه ناراضې دي، یا غلې همفکره دي؛ خو له طالبي کورنیو دا غږونه څرګندوي چې طالبان په خپلو کورونو کې هم د ښځو له یوه غیر علني مخالفت سره مخ دي.

افغانستان انټرنشنل – پښتو په کابل، غزني، ننګرهار، کاپیسا او لغمان کې د اتو طالبانو د لوړپوړو او منځپوړو چارواکو له مېرمنو، خویندو، لوڼو او مېندو سره خبرې کړې چې یادې ښځې پکې د مېرمنو پر وړاندې د طالبانو سخت چلند غندي او دا چاره له افغان مېرمنو سره ظلم بولي.

د یادو مرکو له مخې د طالبانو د ډلې د شپږو جګپوړو او منځنۍ کچې غړو د کورنۍ غړي د ښځو د ازادۍ، تعلیم او کار پر بندیزونو وېشلي نظرونه لري، خو تر ډېره د نسبي ازادۍ پلوې دي.

د شپږو طالبانو له ډلې یې یوه د طالبانو تر کنټرول لاندې د یوې مستقلې ادارې د مشر خور ده. دغه راز د یو مرستیال والي مېرمن، د یوه وزارت د مرستیال مېرمن، په ارګ کې د یو ریاست د رییس مېرمن، د طالبانو د استخباراتو د یوه لوړپوړي چارواکي لور، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوه لوړ پوړي چارواکي خورزه، د یو ولایت د امنیه قوماندان خور او د دفاع وزارت د یو لوړرتبه مامور مور پکې شاملې دي.

په یادو مرکو کې شپږو مېرمنو د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو د دریځ مخالفت کړی. یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د نسبي ازادۍ او زده کړو غوښتنه کړې او یوې ۶۷ کلنې مېرمنې بیا د طالبانو دریځ ستایلی او مېرمنې یې د کور مخلوق ګڼلی دی.

فکري مخالفان خو د ژوند شریکان

درې مېرمنې چې د طالبانو د نظام له غړو سره په مستقیمه کورنۍ اړیکه کې دي، وایي چې دوی د طالب چارواکو د بندیزونو مخالفې دي، خو خپلو مېړونو ته خپل نظر نه شي بیانولی او که چېرې یې بیان هم کړي هغوی یې خبره نه مني.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د یوه ولایت د مرستیال والي مېرمن شفیقه نږدې ۴۰ کاله عمر لري، خو له خپل عمره ډېره مشره ښکاري. په ښاري ژوند کې د هغې د کور او پوښاک بڼه کلیوالي ده. د هغې لومړی خاوند د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال له بهرنیو ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی او یو کال وروسته د خپل لومړني خاوند کشر ورور په نکاح کړې ده.

شفیقې تر شپږم ټولګي زده کړې کړې او غواړي چې لوڼې یې هم زده کړې وکړي.

نوموړې په افغانستان کې یوې ازادې خبریالې ته ویلي: « زما هم زړه غوښتل چې مکتب پوره کړم خو پلار مې چې مړ شو بیا هر څه پاتې شول».

شفیقه غواړي په خپلو ټولو لوڼو زده کړې وکړي، خو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د لګول شویو بندیزونو له امله یې یوازې دوو لوڼو تر شپږم ټولګي زده کړې کړې دي.

هغې ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې خپل مخالفت خپل خاوند ته نه څرګندوي؟ وویل: «موږ چې په کور کې څه پخوو نو هم باید له هغه (خاوند) نه اجازه واخلو، دا خو داسې اسانه خبرې نه دي، هغه (خاوند) ډېر بدقهره دی».

شفیقه په خپل کور کې له خپلو اولادونو، بنې او خاوند سره خوشحاله ده، خو د خپلو لوڼو د راتلونکې په اړه وايي: « په ټوله دنیا راغلې ده، په ما هم تېره شوه، دوی به هم واده شي او خاوند کره به وچه لمده ور رسیږي».

نوموړې وايي چې پخپله قران کریم لوستلی شي او خپلو لوڼو ته په کور کې د قران کریم سبق وايي او خاوند یې هم نه غواړي چې لوڼې یې له کوره بهر لاړې شي.

بل خوا د ارګ د یوې برخې د مشر مېرمن چې نږدې ۵۵ کاله عمر لري او دا مهال د لمسیو څښتنه ده، وايي چې نالوستې ده.

سکینه له وجوده غوښنه ده او لوی کوچیانی کمیس یې پر تن دی. د سکینې کور که څه هم په غالیو پوښل شوی، خو د ګڼو ماشومانو د درلودو له امله ځانګړی نظم او پاکي پکې نه ښکاري. سکینه تلویزون خوښوي خو خاوند یې په کور کې د تلویزون اجازه نه ورکوي نو له همدې امله هغه راډیو اوري.

هغه وايي چې په لیک لوست نه پوهیږي، « موږ خو ړانده یو، له نامې یې جار شم قران شریف مې له ماشومتوبه شل وارې شروع کړ خو نه مې زده کیږي، زما د کشرې بنې بیا قران شریف زده دی».

هغه وايي چې په ګاونډ کې یې دري ژبي اوسي او که نوموړې زده کړې کړې وای نو حداقل له هغو مېرمنو سره خو به یې خبرې کولی شوای.

سکینه وايي چې یوې لور یې تر شپږم ټولګي زده کړې کړې دي، چې د دوی په کور کې یوازینۍ جینۍ ده چې په لیک لوست پوهیږي.

هغه وايي: «موږ چې کله دارو او دوا معلوموو هم زما کشره لور یې ګوري، نور هېڅوک نشته چې خط وویلی شي».

له سکینې وپوښتل شول چې که له زده کړو سره علاقه لري ولې خپل خاوند نه پوهوي چې د نجونو د زده کړو مخالفت پرېږدي. هغې وویل: «بلا دې ورپسې شي».

نوموړې وايي چې په دې اړه له خاوند سره خبرې نه کوي او د سړیو په کار کې کار نه لري.

د مېرمنې همنظری طالب چارواکی

د کابل په زړه کې یو داسې اپارتمان چې په غالیو پوښل شوی، له یوې کوټې یې د یوې تلویزیوني ډرامې غږ راځي او په بله خونه کې یوه ۳۰ کلنه مېرمن په خپل ای فون ۱۵ کې له خپلې خورلڼې سره خبرې کوي. دا کور د نورو طالب چارواکو له کورونو سره بشپړ متفاوت دی.

د سما لباس موډرن کابلی دی، په پښتو ژبه نه پوهیږي او د لېسانس تر کچې یې زده کړې کړې دي.

سما د یوه طالب چارواکي دویمه مېرمن ده چې خاوند یې په یوه وزارت کې مرستیال وزیر دی.

هغه یوه باسواده مور ده چې د جمهوریت له سقوط وروسته یې له یاد طالب چارواکي سره واده کړی او اولاد لري.

د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د بندیزونو په تړاو چې وپوښتل شوه، سما یې سملاسي مخالفت وښود: « ۲۰۲۵ کال دی او ټوله دنیا په دې پوهیږي چې طالبان ظلم کوي. ښځې حق لري چې زده کړې وکړي بیرون لاړې شي او کار وکړي».

نوموړې وايي چې خاوند یې هم د نجونو د زده کړو پلوی دی او بار – بار یې په خپل منځ کې په دې اړه بحثونه کړي دي.

سما زیاتوي: « زه مې د خاوند دویمه ښځه یم، لومړۍ ښځه یې په بیل کور کې اوسیږي او کله یې چې ما سره واده کاوه ما ته مې خاوند وویل چې زما یوه باسواده ښځه پکار ده چې د ژوند شریکه مې شي».

د هغې په وینا، له خاوند سره یې ډېر ښه تفاهم موجود دی او دواړه د ښځو د کار او زده کړو په اړه مثبت نظر لري. سما وايي چې خاوند یې د یوه وزارت معیین دی، که چېرې غټه دنده یې وای ښايي ملا هبت الله ته یې قناعت ورکړی وای او د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شوی وی.

نوموړې وویل: « دوه ځله مې خاوند کندهار ته لاړ چې له ملا هبت الله سره وګوري خو ملاقات یې لغوه شو».

سما وايي چې د خپلو اولادونو راتلونکې ته اندېښمنه ده، خو خاوند یې ورسره ژمنه کړې ده که پر زده کړو بندیز دوام کوي او لوڼې یې غټیږي نو دوی به یو بهرني هېواد ته لیږي.

پر پلار ګرانه خو مخالفه لور

نږدې ۱۷ کلنه غنمرګه پیغله فاطمه د طالبانو د یوې استخباراتي ادارې د مشر لور ده. هغه په کور کې د خپل پلار نږدې ملګرې او د کور د واک مشره ده او چکر یې خوښيږي.

هغه د خپل پلار د لومړۍ مېرمنې مشره لور ده، وطنۍ ګردې جامې اغوندي، خو وايي چې کابلی لباس یې ډېر خوښ دی.

فاطمه تر درېیم ټولګي پورې زده کړې کړې دي خو قران کریم یې لوستی او د کور نورو مېرمنو ته د قران کریم تدریس کوي.

فاطمه وايي چې د جمهوري دولت پر مهال دوی په یو ځای کې نه دي اوسېدلي نو له همدې امله یې زده کړې پاتې شوې دي او کله چې د طالبانو حکومت راغی ښوونځي وتړل شول.

نوموړې ددې پوښتنې په ځواب کې، چې د زده کړو په اړه یې کله له پلار سره خبرې کړې، وویل: « زه مې له پلار سره ټوکې هم کوم، ورته وایم چې ستاسې باچاهۍ کې مکتبونه بند دي، تاسې نه خو د اشرف غني باچاهي ښه وه، پلار مې هم راته خاندي».

نوموړې وايي، که په افغانستان کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېستي وای نو ډاډه ده چې پلار به یې ښوونځي ته لېږله، خو اوس چې ټوله واکمني د نجونو د زده کړو مخالفه ده، پلار یې هم څه نه شي کولی.

فاطمه زیاتوي، «موږ چې کله واړه وو زه او کشر ورور مې مکتب کې تنبلان وو، نو پلار به مې په زوره لېږلو، بیا چې کله موږ متنو (د پېښور یوه سیمه ده) ته لاړو مکتب هم پاتې شو».

هغه وايي چې چکر یې خوښ دی او څو ځله یې پلار چکر ته بېولي دي: «لالا مې پوهیږي چې زما چکر ډېر خوښیږي، نو یو ځل یې سروبي ته بوتلو، بل ځل پغمان ته لاړو، یو ځل خو زما د پلار ملګري کره بامیان ته لاړو او ښې چکرې مو ووهلې».

له فاطمې وپوښتل شول چې پلار یې د زده کړو مخالف دی او که موافق؟ هغې په ځواب کې وویل: « زما پلار پخپله له دوولسم نه فارغ شوی دی، زه او مور مې کله کله بازار ته سودا پسې ځو، موږ ته هېڅ نه وايي، غاړه نه شم بندولی ما کله ترې د مکتب او جینکو په اړه څه نه دي اورېدلي».

فاطمه په افغانستان کې د نسبي ازادۍ پلوې ده، « زه داسې غواړم چې که چا مکتب ویلو یا نه ویلو خپله خوښه یې او بله دا چې ډاکترانې زیاتې شي، معلمانې زیاتې شي او که سودا څه شی په کار شي نو ښځه ورپسې لاړه شي، نور خو د انګریزانو کارونه دلته څوک نه کوي».

فاطمه په دري ژبه نه پوهیږي خو اوس یې دري ژبې ملګرې هم پېدا کړې او وايي چې له خپلو ملګرو سره کورنی تګ راتګ هم کوي.

د ورونو فکري مخالفې خوېندې

په کابل کې د یوه لوی کور په برنډه کې یوه سپین سرې ناسته ده. ګڼ ماشومان ترې چاپېر دي او دغه نږدې ۷۰ کلنه مېرمن په لاس کې تسبې اړوي.

د واحدې بي بي په کور کې ګڼې ښځې موجودې دي او دا د کور واکداره ده. واحده زده کړې نه لري، قران کریم هم نه شي لوستی او د خپل لمانځه په تړاو هم اندېښنه لري چې درست به یې وايي او که غلط.

هغې وویل: « هغه خدای به پرې خبر وي چې قبلوي یې که نه خو زه خپل ذکر کوم».

واحده بي بي د نجونو د زده کړو په تړاو هېڅ معلومات نه لري او نه پوهیږي چې نجونې زده کړې کولی شي او که نه؟

له هغې وپوښتل شول چې کشر ورور یې د طالبانو په حکومت کې مهم چارواکی دی او زامن یې هم په طالبانو کې دنده لري، کله یې ورته ویلي چې د نجونو د زده کړو مخالفت ونه کړي؟ واحده بي بي وویل: « زه په دې خبرو نه پوهیږم خو که د خدای او رسول خلاف کار کوي خدای دې ټول جارو کړي چې زه هم پسې وژاړم. اول دې خدای زما ورور په سړه تبه مړ کړي او بیا پسې نور».

د واحدې بي بي څلور کوچنۍ لمسیانې په ښوونځیو کې زده کړې کوي خو د ټولګیو په اړه یې معلومات نه لري.

هغه د خپل ورور او زامنو په دنده هم نه پوهیږي، خو زیاتوي:« ما حاجي (ورور) ته هم ویلي چې د ملایانو پل سپېره دی چې باچاهي ونیسي ډوډۍ هم ورکه شي، هره ورځ به کوم شل سوالګر زموږ کور ته راځي ».

واحدې بي بي د خپلو خبرو په منځ کې پوښتنه وکړه: « ای چې دا باچا اشرف غني به چیرته وي؟ چا ویل انګریزانو بندي کړی دی».

همدا راز په ننګرهار کې یو کوچنی کور چې د کور د دېوالونو رنګونه ځای – ځای ترړول شوي؛ پکې یوه نېږدې ۴۱ کلنه مېرمن له خپل خاوند او شپږو اولادونو سره یو ځای ژوند کوي.

دا مېرمن موږ د رڼا په مستعار نوم یادوو. هغه وايي چې زده کړې یې نه دي کړي خو مشرۍ لور یې له دولسم ټولګي څخه د جمهوري دولت پر مهال فارغه شوې ده.

د رڼا کشر ورور د طالبانو تر کنټرول لاندې په یو ولایت کې امنیه قوماندان دی.

نوموړې وايي چې پر خپل ورور ډېره ګرانه ده؛ خو د مېرمنو په تړاو یې له فکر سره مخالفت لري او یوې لور یې د لوړو زده کړو هیله درلوده؛ خو د طالبانو په راتګ یې ونه شول کړی چې لوړې زده کړې وکړي.

رڼا وویل: “ دلته یو شخصي پوهنتون موږ سره نېږدې دی، لور مې کانکور هم ورکړ خو بیا وروسته طالبانو مکتبونه بند کړل او له جلکۍ هم سبق پاتې شو”.

نوموړې زیاتوي چې خپل ورور ته یې څو ځله ویلي چې د لور لپاره یې د طالبانو له مشره یو ځانګړی حکم واخلي؛ تر څو هغه پوهنتون ته لاړه شي خو ورور یې ورته ویلي چې دا چاره امکان نه لري.

د رڼا په خبره چې ورور یې هم د زده کړو مخالف دی او د هغې خاوند ته یې د جمهوري دولت پر مهال هم پیغام لېږلی و، چې لوڼې دې له ښوونځیو وباسي.

رڼا: “دا خو په پېښور کې و، زما مور او پلار هم ورسره وو؛ زما سړي ته یې د اشرف غني په وخت کې زنګ وکړ چې لورګانې دې له مکتب نه وباسه خو زما سړی بیا بل رنګه دی، ورته یې ویلي وو چې زما په کور کې به کار نه لرې، اوس هم داسې سم سره جوړ نه دي”.

د رڼا مشره لور واده شوې او یوه لور لري؛ خو د یوې مور په توګه یې د زده کړو ارمان پاتې شوی دی.

د طالب زامنو همفکره مور

له رنګه سپینه، غوښنه خو په یوه پښه معیوبه نږدې ۷۲ کلنه مېرمن چې پر سر یې سره نکریزي ایښي د کابل په یوه لوړپوړیزه ودانۍ کې اوسیږي. دا مېرمن په کور کې د بي بي حاجي په نوم مشهوره ده.

بي بي حاجي ښکلی او نسبتاً یو منظم کور لري چې ټولې خونې یې په غالیو او توشکو پوښلې دي. زوی یې د طالبانو تر کنټرول لاندې د دفاع وزارت یو لوړپوړی چارواکی دی.

بي بي حاجي د لومړي ځل لپاره کابل ته راغلې، هغه له دې مخکې په خپل ولایت کې له زامنو سره اوسېد، مګر د زامنو د دندې له امله کابل ته راکډه شوې. نوموړې تر اوسه په دې نه پوهیږي چې د کابل په کومه سیمه کې اوسي، د شهرنو نوم یې اورېدلی خو لا یې لیدلی نه دی.

له بي بي حاجي وپوښتل شول چې طالبانو د نجونو پر ښوونځیو او کار بندیز لګولی ایا دا غواړي چې لمسیانې یې زده کړې وکړي؟ هغې وویل: « ښځه خو یا د کور ده یا د ګور، که مکتب ته ځي کنچنۍ ترې جوړیږي، نو ښه ده چې په خپل وخت په ځای شي».

د نوموړې په وینا، د فحشا او زناکارۍ له امله یې زامنو «جهاد» پیل کړی و، نو اوس چې یې قدرت تر لاسه کړی باید د فحشا مخه ونیسي.

بي بي حاجي په خپلو خبرو کې څو ځله د شهرنو نوم واخیست او وايي، زامنو یې ورته ویل چې په پخواني حکومت کې شهرنو کې فاحشه خانې وې او اوس ټولې فاحشه خانې له منځه تللې دي.

نوموړې ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا شهرنو ته د ورتلو هیله لري، وویل: « خدای مې دې له داسې مردارو ځایونو وساتي، شکر چې کافران لاړل او مسلمانان راغلل، زناکاري ختمه شوه».

دا سپین سرې مېرمن د خپلو اولادونو پر جګړې خوښي ښيي او زیاتوي چې په افغانستان کې د اسلامي نظام خادمان دي.

«د ملایانو پل سپېره دی » یوازې د واحدې بي بي انګیرنه نه ده، بلکې د هغو مېرمنو د زړه خبره ده چې د طالبانو تر سیوري لاندې ژوند کوي، خو فکرونه یې متفاوت او ازاد دي.

طالبان ښايي پر هېواد واک ولري، خو پر کورنیو او حتا د خپلو کورنیو د نږدې غړو پر فکرونو یې دغه واک محدود دی.

ماما ته مې د ښځینه فعالانو معلومات نه ورکوم

په یو خصوصي روغتون کې پر دنده ولاړه نېږدې ۳۸ کلنه نرسه چې موږ یې د ګلناز په مستعار نوم یادوو، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې ماما یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی چارواکی دی.

ګلناز وايي چې که څه هم په طالبانو کې یې د سکه ماما سربېره، د ترور زامن او ګڼ نور خپلوان دندې لري؛ خو هغه یې له فکر سره جوړه نه ده.

نوموړې وویل: “ماما مې ما ته څو ځله وویل چې خورزې د ښځو مدني فعالانو، ژورنالېستانو او خارجي ښځو په اړه معلومات راکوه؛ خو زه یې نه ورکوم ځکه دا خو زموږ خپل تاوان دی”.

د ګلناز په خبره چې خپلو دوو لوڼو ته هره شپه په کور کې د ښوونځي کتابونه تدریسوي او د کورنۍ یو شمېر نورې غړې یې هم په طبي برخه کې کار کوي.

هغه زیاتوي چې وخت ناوخت له خپل ماما سره د نجونو د زده کړو په تړاو خبرې کوي؛ خو ماما یې د نجونو زده کړې د ملا هبت الله د فرمان له مخې په موقت ډول بندې ګڼي.

ګلناز وايي: “ماما مې کله هم داسې نه وايي چې ښځې دې بیخي درس نه وايي، یوازې همدا چې دا د امیر امر دی او باید ومنل شی”.

په افغانستان کې د نجونو د زده کړو کار په تړاو د طالبانو د مشرانو نظریات هم متفاوت دي، د ګوتو په شمېر یو شمېر مشرانو یې په عامه توګه د مېرمنو د زده کړو ملاتړ کړی؛ مګر ځینو یې په غیرمستقیم ډول د ملا هبت الله د پرېکړې سره همنظري نه ده ښودلې او ګڼو نورو یې د هغه له پرېکړې په مستقیم ډول هرکلی کړی دی.