په طالبانو کې د تغییر سترګې اوس «د ځانمرګو قوماندان» ته اوړي

په طالبانو کې د تغییر سترګې اوس «د ځانمرګو قوماندان» ته اوړي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اوسنی مرستیال محمد نبي عمري چې د مجاهدینو له بري وروسته د خوست د امنیت مسوول و، په دې باور دی، چې د طالبانو د رامنځته کېدو او نظام موډل د حقاني شبکې له ولایتي موډل نه کاپی شوی، چې تر امارت وړاندې یې په خوست کې عملي کړی و.
دا موډل د مولوي جلال الدین حقاني د مشهورې مدرسې « منبع العلوم» محصول ګڼل کیږي، چې د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته نږدې په ډانډې درپه خېل کې یې په ۱۹۸۴ کال کې بنسټ اېښودل شوی. ددې مدرسې فارغانو د مجاهدینو له بریالیتوب وروسته د خوست ولایت په محلي حکومتدارۍ او امنیتي سکتور کې ټاکونکی رول درلود.
د ملاعمر او طالبانو له راپورته کېدو وړاندې په خوست کې د مدرسو طالبانو دغه ولایت رهبري کاوه. د حقانیانو له نظره، د خوست په امنیت کې د مدرسو د طالبانو او ملایانو رول او د امنیت ټینګولو بریالۍ هڅو دا نظریه راوټوکوله چې دغه موډل په ټول افغانستان کې هم د پلیتابه وړ دی.
خو اوس په دغه نظام کې چې دوه لسیزې وروسته یوځل بیا پر ټول افغانستان مسلط شوی، د حقانیانو رول په تدریج مخ پر محدود کېدو دی. د شبکې مشر سراج الدین حقاني له مولوي هبت الله نه په دې ناراضه دی، چې ددوی « سرښندنو» او « جهادي سابقې» ته په پام په حکومت کې هغسې ونډه نه ده ورکړل شوې، چې تمه یې کیږي. پر دې سربېره مولوي هبت الله د سراج الدین حقاني په مالي سرچینو، قومي او مذهبي نفوذي کانالونو پسې څراغ راخېستی او یو په بل پسې یې محدودوي.
خو له دې ټولو فشارونو سره سره، حقاني شبکه لاهم د بهرنیو جنګیالیو لپاره د طالبانو په حکومت کې مهم ملاتړی چتر دی. دې شبکې ۴۷ کاله وروسته هم له قومي مشرانو، قومونو، وزیرستاني قبیلو، پخوانیو جنګیالیو او د القاعدې او منځنۍ اسیا د جنګیالیو له نوي نسل سره خپلې پېچلې او پخوانۍ اړیکې ساتلې دي.
دلته یې ولولئ: امارت د حقاني د خوست حکومتولۍ «کاپي»؛ حقانیان ۴۷ کاله په جګړه کې

په تېره نیمه پېړۍ کې په افغانستان کې (حقانيان) له منظم تاوتریخوالي، هدفي وژنو، ترهګرۍ او ځانمرګو بریدونو سره تړلی نوم دی. کله چې په ۱۹۸۰ میلادي کال کې پخواني شوروي اتحاد افغانستان اشغال کړ، د افغانستان ډېرو کړیو او سړیو د دې اشغال پر ضد توپک ته لاس کړ چې له دې تشکیلاتو څخه یوه هم د حقاني شبکه وه. دا شبکه ډېر ژر د افغانستان او سيمې لپاره په یوې پېچلې، خطرناکې، سخت زړې او ډاروونکې ډلې واوښته.
حقاني شبکه چې افراطي مذهبي ایډیالوژي یې درلوده، د وخت په تېرېدو سره د سيمې او سیمې څخه ها خوا جنګي لوبغاړو سره وتړل شوه او د نیابتي جنګي ډلې او مدني فکر وژونکي وايرس په توګه وغوړېده. په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د هغه وخت د امریکايي پوځونو لوی درستیز او ګډو ځواکونو مشر امیرالبحر (مایک مولن) د امریکا کانګرس ته په ډاګه وویل چې حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي شبکې یا (ISI) د ښي لاس په توګه فعالیت کوي.
د حقاني شبکې له نامه سره د پاکستان د نوم تړاو حتمي یادیدونکی دی. یاد هېواد هغې ته د د دښمن نه بلکې د یوه سټراټېژیک او ژور ملګري په توګه کتل. له پاکستان سره د سراج الدین اړیکې د هغه له پلاره په میراث ورپاتې دي.
پر افغانستان د روسيې د یرغل پر مهال جلال الدین حقاني د مولوي محمد یونس خالص په مشرۍ د اسلامي حزب په چوکاټ کې له پاکستان نه خپل فعالیتونه تنظیمول.
دلته یې ولولئ: حقانیان؛ سیمه ییزې او نړیوالې اړیکې


سراجالدین حقاني د طالبانو په دننه کې یوه پام وړ، خو متضاده څېره ده، چې د طالبانو په څېر تړلي سیاسي او مذهبي محیط کې د یوه توندلاري قوماندان او د سختدریځۍ له بنسټونو راټوکېدلي رول څخه د وتلو هڅه کوي. د ده وروستۍ څرګندونې، انتقادي دریځونه، د نجونو د زدهکړو او له مخالفینو سره د تفاهم غږ دا ښيي چې دی د طالبانو په منځ کې د سیاسي تحول یوه ممکنه نښه ګڼل کېدای شي.
خو دا چې حقاني رښتیا هم د بدلون استازی دی او که د طالبانو دننه د بقا ستراتیژۍ هوښیارانه تمثیل کوي، لا هم د هغه د رول کم اغیزتیا ته په پام، روښانه نه دی. د هغه خبرې که څه هم د اعتدال بوی لري، خو تر څو چې د طالبانو پر مشرتابه اغېز و نه لري او عملي سیاسي بڼه غوره نه کړي، یوازې خبرې د بدلون تضمین نه شي کېدای.
دلته یې ولولئ: د یوه طالب مشر بدلېدونکې څېره؛ حقاني او سیاسي انعطاف
«تاجمیر جواد» چې د مولوي منصور د ډلې غړی دی، د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال دی. د منصور ډله او حقاني شبکه په خپلو کې پخواني متحدین دي. هغه ته د ځانمرګو د سالار لقب هم ورکړل شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور هم حقانیانو ته نږدې کس بلل کېږي.
مالي خان ځدراڼ چې د طالبانو ددفاع وزارت مرستیال لوی درستیز دی، د سراج الدین حقاني ماما او ددې شبکې مهم غړی دی. نوموړی په لومړنیو هغو کسانو کې شمېرل کیږي، چې د طالبانو د لومړنۍ دورې له سقوط وروسته یې په خوست کې ورانکاري فعالیتونه پیل کړل او پر امریکايي او ناټو ځواکونو یې په مختلفو سیمو کې بریدونه کول.
ددې شبکې بل مهم غړی بلال فاتح دی، چې اوس په واک کې شریک نه دی، خو د مولوي سنګین د ډلې مشري کوي. مولوي سنګین د حقاني شبکې مهم قوماندان و.
د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۰ ولایتونه او یو شمېر ریاستونه او سفارتونه د حقاني شبکې له غړو سره دي او دغه راز د څه باندې ۱۰ ولایتونو پر امنیه قوماندانۍ او ځینو قولاردوګانو د حقاني شبکې غړي مقرر دي.
د طالبانو په رژیم کې ځینې خپلواکې ادارې د حقاني شبکې په برخه رسېدلې، خو یو شمېر وزارتونه له داسې کسانو سره دي چې هغوی له دواړو خواوو هم له هبت الله او هم حقاني سره ښې اړیکې لري.
دلته یې ولولئ: د طالبانو په حکومتي سیسټم کې د حقانیانو رول او نفوذ

د ملا هبتالله او سراج الدین حقاني ترمنځ اصلي اختلاف هلته پیلیږي چې د طالبانو د واک چلولو او د افغانستان د راتلونکي انځور ته تم شو.
ملا هبتالله اخوندزاده یو پټ، مرموز او انزوا غوښتونکی شخص دی. نه یوازې دا چې عامو خلکو ته ځان نه ښيي، بلکې له رسنیو، سیاستوالو او نړیوالو پلاویو سره هم هېڅ ښکاره لیدنه نه کوي. د ده دا رازپالنه د «روحاني قدسیت» د جوړولو یوه هڅه ده، خو دا هم واقعیت دی چې دا ډول پټه مشري، د سیاسي مشروعیت او حتا په خپله ډله کې د اعتبار ساتنې لپاره هم لوی خنډ دی.
په مقابل کې سراجالدین حقاني د خپلې وینلړلې ماضي برعکس فعال او یوڅه پرانېستی کرکټر لري. نوموړی د خپلې ډلې په منځ کې د خړې مرغۍ په نامه مشهور دی، چې غلی او خپ کار کوي. هغه د خبرو ډېر توریالی نه دی، خو په ماتو الفاظو او ریږدېدونکې لهجه خلکو ته د خپل پیغام او لیدلوري د انتقال په برخه کې بریالی دی. هغه له رسنیو سره مرکې کوي، له نړیوالو استازو سره ګوري، ډيپلوماتیکو اړیکو ته لېواله دی او ان له خپلو پخوانیو نظریاتي او سیاسي مخالفانو لکه حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار سره هم ناسته ولاړه لري. دغه چلندډول ښيي چې حقاني د خلکو، سیمې او نړۍ د سیاست له اړتیاوو سره بلد دی، یا په دې برخه کې لږترلږه د بلدتیا هڅه کوي.
دلته یې ولولئ: طالبان د «تعاملخوښي» او«مطلقپاله» مشرانو ترمنځ

